۱۴۰۱/۰۹/۲۶

ځان وپېژنه او تکبر مکوه!

ګرانه وروره او ګراني خوري! تکبر او غرور هغه باطني ناروغي ده چي د انسان ظاهر او باطن دواړه بربادوي او ددې تر څنګ چي د مسلمان لپاره قطعي حرام کار دی ډېر زيانونه هم ورباندي مرتب دي له همدې امله په احاديثو کي راځي: لاَ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ مَنْ كَانَ فِى قَلْبِهِ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ مِنْ كِبْرٍ.[صحيح مسلم275] ژباړه: جنت ته به داخل نسي هغه څوک چي په زړه کي يې يوه ذره لويي/تکبر وي.
تکبر هغه ناروغي ده چي د انسان شخصيت او حيثيت دواړه وژني ځکه د تکبر نتيجه رسوايي او خواري ده لکه په حديث کي چي راځي: مَنْ تَكَبَّرَ تَعَظُّمًا وَضَعَهُ اللهُ، وَمَنْ تَوَاضَعَ لِلَّهِ تَخَشُّعًا رَفَعَهُ اللهُ.[شعب الايمان7794] ژباړه: څوک چي د لويي له امله تکبر وکړي الله تعالی به يې کښته/خوار کړي او څوک چي د ويري له کبله عاجزي وکړي الله تعالی به يې لوړ/پورته کړي.
وروره او خوري! کله چي دي په زړه کي د تکبر اراده هم راځي دستي الله تعالی ته رجوع وکړه، توبه وباسه او استغفار وکړه؛ په استغفار او توبې باندي مه شرمېږه ځکه چي په استغفار او توبې باندي شرمېدل د منافقينو خصلت دی په قرآن عظيم الشأن کي د منافقينو په باره کي راځي: وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ.[سورة المنافقين5] ژباړه: كله چي دوی ته وويل سي راسئ چي د الله رسول ستاسو لپاره بخښه وغواړي دوی خپل سرونه وپيچي او ته به دوی ووينې چي ددين/ استغفار څخه ممانعت کوي او دوی تکبر کوونکي دي.
نو هيڅ وخت په بښنه او توبه باندي مه شرمېږه، که دي خپل او الله تر مينځ ګناه کړېوي الله تعالی ته راجع سه او بخښه وغواړه، که دي د نورو مسلمانانو حق ضائع کړی وي او يا دي هم د کوم مسلمان پسې بدي خبري کړيوي نو بيا د هغه مسلمان څخه بښنه وغواړه او توبه وباسه.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

۱۴۰۱/۰۹/۲۲

کينه او کرکه مکوئ کنه نو اعمال مو نه قبليږي!

ژباړه: د جابر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د دوشنبه او پنجشنبه په ورځ عملونه الله تعالی ته وړاندي کيږي نو ځيني خلګ چي استغفار کوي هغوی ته بخښه کيږي او ځيني چي توبه کوي د هغوی توبه قبليږي او د کينې والا خلګو اعمال ددوی د کينې له کبله رديږي تر څو چي دوی توبه باسي.
يعني د دوشنبه او پنجشبنه په ورځ د هر انسان د اعمالو د قبلېدلو احتمال سته خو د هغه چا اعمال نه قبليږي چي د بل مسلمان سره په زړه کي کينه او کرکه ولري تر څو چي د خپل دغه عمل څخه توبه باسي.
ددې لپاره چي اعمال مو د الله تعالی په دربار کي قبول سي او رد نسي بايد د هيڅ مسلمان سره په زړه کي کينه او نه ساتو او کوښښ وکړو چي هر مسلمان ته د خپل ورور په سترګه وګورو.
عن جابر أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال تعرض الأعمال يوم الاثنين والخميس فمن مستغفر فيغفر له ومن تائب فيتاب عليه ويرد أهل الضغائن لضغائنهم حتى يتوبوا.[المعجم الاوسط7419]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

په امت كي د درځ اچوونكي سزا:

ژباړه: عرفجة بن شريح وايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: يقينا به زما وروسته ډېر حوادث او پېښي  راځي- او خپل لاسونه يي پورته كړه – نو هرچا چي داسي سړی وليدی چي د محمد – صلی الله علیه وسلم – د امت كار يې پاشی پداسي حال كي چي هغه سره را ټول وه نو مړ يې كړئ هرڅوك چي وي.

توضيح: يعني څوك چي د رسول اللع صلي الله عليه وسلم د امت ترمينځ بې اتفاقي راولي او هغوی سره وېشي نو تاسو هغه څوك مړ كړئ هرڅوك چي وي لوی والي، ‌مرتبې او كارنامو ته يي مه ګورئ؛ ځكه چي يووالی د امت تر اشخاصو ډېر مهم دی.

په بل حديث کي راځي:
ژباړه: د اسامه بن شريك څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: هرڅوك چي ووځي زما د امت په مينځ کي تفرقه اچوي نو تاسو د هغه مغزی ووهئ.

توضيح: يعني څوك چي د اسلامي ټولني څخه ځان كنار ته كړي او د مسلمانانو په مينځ كي تفرقه او جدايي راولي نو تاسو هغه مړ كړئ.

دا معلومه خبره ده چي د اسلامي امارت د واکمنۍ وروسته ټول افغانان سره یو دي او شرعي نظام په پوره توګه حاکم دی نور هيچا ته جګړې کولو شرعي او عقلي دلیل ندی پاته ځکه نو دا زموږ د ټوله ملت دنده ده چي د اسلامي امارت سره د هغه خلګو پر ضد پوره مرسته وکړي چي اختلافاتو ته لمن وهي او زموږ د هيوادوالو امنيت ګواښي.

عَنْ عَرْفَجَةَ بْنِ شُرَيْحٍ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: إِنَّهَا سَتَكُونُ بَعْدِي هَنَاتٌ وَهَنَاتٌ وَهَنَاتٌ - وَرَفَعَ يَدَيْهِ - فَمَنْ رَأَيْتُمُوهُ يُرِيدُ تَفْرِيقَ أَمْرِ أُمَّةِ مُحَمَّدٍ صلى الله عليه وسلم وَهُمْ جَمِيعٌ ، فَاقْتُلُوهُ كَائِنًا مَنْ كَانَ مِنَ النَّاسِ.[سنن نسائي4021]

عنْ أُسَامَةَ بْنِ شَرِيكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: أَيُّمَا رَجُلٍ خَرَجَ يُفَرِّقُ بَيْنَ أُمَّتِي، فَاضْرِبُوا عُنُقَهُ.[سنن نسائي4023]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn