د اسلام څلورمه ګټه دا ده چې په اسلام باندې الله پاک د انسان ټول ګناهونه بخښي لکه څنګه چې الله تعالی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته فرمايي: قُلْ لِلَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ يَنْتَهُوا يُغْفَرْ لَهُمْ مَا قَدْ سَلَفَ. (النساء 38) ژباړه: ووایه هغه کسانو ته چې کافران شوي دي که دوی د فکر څخه لاس واخلي نو د دوی لپاره هغه ګناهونه وبخښل شي چې دوی مخکي کړي دي. يعني انسان چې د کفر په حالت کې څومره ګناهونه کړي وي کله چې اسلام قبول کړي ټول ګناهونه يې ورته بخښل کيږي او د ګناه څخه په پوره توګه پاکيږي.
په حديث کې د عمرو بن العاص د اسلام راوړلو په قيصه کې راځي: دی وايي: کله چې زما زړه ته اسلام تېر سو نو زه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلم او ورته ومي ويل: خپل لاس راته وغځوه چې ستا سره بيعت وکړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل لاس وغځوی، دی وايي: ما بيرته خپل لاس ټول کړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: څشی درته پيښ شو ای عمره! دی وايي: ما ورته وويل: غواړم يو شرط کښېږم. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د څشي شرط ايږدې؟ ما ورته وويل: دا چې ما ته زما ګناهونه وبخښل شي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: آيا ته نه يې خبر چې اسلام هغه ګناهونه ورانوي چې مخکي تر اسلام شوي وي، هجرت هغه ګناهونه ورانوي چې مخکي تر هجرت شوي وي او حج هغه ګناهونه ورانوي چې تر حج مخکي شوي وي؟(صحيح مسلم: 336)
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري