۱۳۹۲/۱۰/۰۶

ځما لیکل شوی کتابونه


1. ډیرولور نیکمرغی ده که بدمرغی.
2. گروههای که باید از آنها دوری جست.
3. دشبهاتو ازاله.
4. دنیکټایی شرعی حکم.
5. استعداد قوی درپرتو ایات واحادیث نبوی.

علمی ویناګانی

آيتونه


1.ووايه اي ربه ځماپوهنه اوعلم ځماډيركړه.(سوره طه)

2.ندي سره برابرهغه څوك چي پوهنه لري اوهغه چي پوهنه نلري.(سوره رمز)

3.لوړَوي خداي پاك ستاسوڅخه هغه خلګوته چي ايمان ئي راوړي اوهغه خلګوته چي پوهنه يه وركړي مرتبي.(سوره مجادله).

4.دبندګانوڅخه ده خداي هغه څوك دده څخه ويريږي چي خاونددپوهني وي.(سوره فاطر).



احاديث اوآثار

1.كوم چاته چي خداي پاک ښيګړي ورپه برخه كړي نوهغه ته په دين كي پوهنه(علم) وركوي.(متفق عليه).

2.ده اسلام پيغمبروحضرت علي ته فرمائي :كچيري خداي پاك يوسړي ستاپلاس باندي پرلاري باندي سم كړي داوتاته ترسرواوښانوبهتره دي.(متفق عليه).

3.څوك چي پرلارده تحصيل ده پوهني اوعلم ولاړسي خداي پاك به ورته لاره دجنت آسانه كړي.(مسلم).

4.څوك چي په تحصيل كي ده علم اوپوهني ووځي،هغه سړي پلاره كي دخداي پاك وي ترڅوچي بيرته راځي.(ترمذي).

5.دنياسره دهغه شي چي پدي كښي دي دخداي پاك درحمت څخه ليري ده مګرښونكي(عالم) اوزدكونكي(محصل). (ترمذي).

6.فضيلت ده ښوونكي(عالم) پرعبادت كونكي داسي دي لكه فضيلت دڅوارلسمي ده سپوږمي پرنوروستورو.(ابوداؤد).

7.ملائكي دزدكونكي(طالب العلم) مخي ته خپل وزرږدي پخاطرسره دخوشحالي ددوي په هغه كارچي زدكونكي ئي كوي.(رسول اكرم)

8.دښوونكي(عالم) لپاره ملائكي په آسمانوكي اوكبان په سندونوكي استغفاراوبخښنه غواړي.(ابوداؤد).

9.علم اوپوهنه ثمره ده ايمان ده.

10.تاسوطلب دزدكړي اوعلم وكړي كڅه هم په چين كي وي.(رسول اكرم.)

11.علم اوپوهنه خزاني دي اوكلياني ده هغوپوښتل دي. (رسول اكرم).

12.تحصيل ده علم وكړي ځكه چي تعلم ئي نيكي ده اوطلب ئي عبادت دي.(معاذابن جبل).

13.علم ميراث ده انبياؤدي.(ابن عباس).

14.طلب دعلم اوزدكړي ډيرښه دي ترنفلي لمنځونو.(امام شافعي).

15.څوك چي طلب ده علم اوزدكړي كوي خداي پاك ده هغه درزق اوروزي ضامن دي.(رسول اكرم).

16.څوك چي طلب ده علم كوي هغه داسي وي لكه چي ټوله ورځ ئي روژه وي اوټوله شپه تهجدكوي.(رسول اكرم).

17.دچاچي پښي په لاركي دتحصيل دعلم په خاوروسي پرهغه جسداورحرام دي.(رسول اكرم).

18.سليمان عليه السلام ته دعلم اوباچاهي په انتخاب كي اختياروركړه سوهغه علم انتخاب كي خداي پاك ورته علم اوپاچاهي دواړه وركړه.(رسول اكرم(.

19.څوك چي په طلب كي دعلم وي،جنت به دده په طلب وي.ابن عمر.

20.طلب ده علم خرابونكي دمخكنيوګناهونودي.(رسول اكرم).

21.ترټولوډيرپښيمانه په ورځ كي دقيامت هغه څوك وي چي په دنياكي ورته امكانات ده تحصيل دعلم برابرسي خودي تحصيل دعلم ونكړي.(ابن عساكر).

22.چاچي په وړوكوالي كي تحصيل دعلم نوي كړي خوپه غټوالي كي يی شروع كي نوهركله چي دي مړشي مرګ به یي دشهادت وي.

23.څوك چي سره دمسكنته تحصيل دعلم وكي هغه به خاوند دښه فهم اوزراكت سي.(أحمدبن حسين).

24.څوك چي په طلب كي دعلم ووځي پرهغه باندي ملائكي درودواي اوخداي پاك ئي په مال كي بركت ږدي.(رسول اكرم).

25.يقيناًدهغه چادپاره به وقار،اطمينان،اودخالقه څخه ويره وي كوم چي طلب ده علم كوي.(مالك بن انس).

26.كه عالم طلب دعلم وكړي علم به ئي ډيرشي اوكه ناپوه طلب دعلم وكړي نوعلم به لاسته راوړي.(ابوالدرداء).

27.هيڅ عمل داعمالوڅخه دانسان ترهغه علم چي په ښه نيت وسي بهتره ندي.(سفيان ثوري).

28.طلب دعلم يوساعت بهتره دي چي نوړولودشپي،اوطلب دعلم يوه ورځ بهتره دي تردرومياشتوروژو.(ابن عباس).

29.چاته چي مرګ راسي پداسي حال كي چي دي په طلب كي دعلم وي نونه به وي دده اودانبياؤترمابين مګريوه درجه.

30.طالب اوزدكونكي دعلم په مابين كي دجاهلانوداسي دي لكه ژوندي په مابين كي ده مړو.(انس بن مالك).

31.څوك چي دالله په لاري كي طلب دعلم كوي دهغه مثال دغازي په لاري كي دخداي پاك دي.(انس بن مالك).



دپوهانوخبري

32.ښوونه اوزدكړه دانساني فطرت تقاضااوثابت شوي حق دي.

33.ښوونه اوزدكړه دانساني شرافت اوكرامت ساتندوي اوضامن دي.

34.په ښوونه اوزدكړه دانسان څخه كامل،عارف،عالم،هراړخيزه خادم،داعي الي الخير،اودزرينواخلاقوخاوندجوړيږي.

35.ښوونه اوزدكړه ده ټوله بشردنيكمرغي،اوبريادپاره نه ستړي كيدونكي ضميراوقوي انرژي ښوونكي اوزدكونكي ته وركوي.

36.ښوونه اوزدكړه ده باسعادته،واقعي اورښتني ژوندامكانات برابروي.

37. اصلاح اوآبادي دځمكي په باران وي اواصلاح اوآبادي دانسانانوپه علم اوپوهنه وي.

38.څوك چي دخپل كوره څخه دعلم دپاره ووځي خداي پاك پرهغه خپل رحمتونه نازلوي.

39.علم اوپوهه انسان ته استقامت،اواعتماددنفس،نشاط اوخوشحالي وركوي.

40.علم خراب اوكنډواله ښارونه،كلي،اوكورونه ودانوي.

41.په علم باندي انسان ځان پيژني اوچي څوك ځان پيژني هغه جهان پيژني.

42.علم دمستقيمي اوبرابري لاري لارښوداوبيوونكي دي.

43.علم دشيطان اونفس په مقابل كي سپردي.

44.كچيري غواړي چي افسردګي ونلري نوعلم اوزدكړي ته مخه كي.

45.كچيري غواړي چي په خپل ژونددرته قناعت حاصل سي نودعلم اوزدكړي تحصيل ته ترهرشي مخكي مخه كړه.

46.دماشومانوتعليم اوزدكړه دخاوندغضب ساكته وي.(رسول اكرم)

47.علم حاصل كړي مخكي تردي چي سپين ږيري سي.حضرت عمر

48.علم عقل ته پرنفس غلبه وركوي.

49.پوهنه انسان دسيالانوسره سيال رځوي .

50.طلب دعلم دځان باوري اوخودكفائي يواځني لاره ده.

51.كڅوك ځان په علم سمبال كړي هغه به په هري آزمويني كي كامياب وي.

52.علم انسان ته حياء بخښي،حياء تقوي ډيروي،تقوي انسان خپل پروردګارته رسوي.

53.دعلم خونددټولوخوندونوسردي،خوهغه څوك ئي دركولاي سي چي عالم وي.

54.علم دانسان استعداد،اوكاري ظرفيت لوړوي.

55.علم انسان ته قوت ددرك اواستدلال وركوي.

56.علم دانسان اقتصادي اومالي اړتياپوره كوي.

57.علم انسان ته دنوروخلګوپه سترګوكي دعزت څخه ډك حيثيت وركوي.

58.ديني علوم دعصري علومودپاره دانسان ذهن اماده اوقوي كوي.

59.ديني علوم دانسان فكري تكنالوژي ته انكشاف وركوي.

60.ديني علوم اصل ومنشأدټولوعلومودي،بايدزده كړي ته یي پوره پاملرنه وسي.



مظهري

‏دوشنبه‏، 2011‏/07‏/25

شرعی امنیت

اعوذ بالله من الشیطان الرجیم


بسم الله الرحمن الرحیم

{وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ مِنْكُمْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ}سورة النور55

ژباړه: الله وعده کړی ستاسو دهغه کسانو سره چی ایمان یی راوړئ دئ، او ښه اعمال یی کړیدی، چی دوی به په مځکه کی خلیفه ګان ګرځوی، لکه چی یی خلیفه ګان ګرځولی وه هغه خلګ چی ددوی ترمخه تیرشویدی، او ټینګوی به دوی لره ددوی هغه دین چی ورته انتخاب کړئ یی دئ، او ددوی ویره به په امن باندی بدله کړی، چی دوی ځما عبادت وکړی، ځما سره هیڅ شئ شریک ونه ګرځوی، او هرڅوک چی ددی وروسته کافر شو، نوهغوی دالله داطاعت څخه وتلی دی.



نوچی سړی دالله پاک ودی قول ته متوجه وسی { لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً}یقینی پدی ښائسته کلام کی همدغسی راغلیدی چی زه به دوی ته امنيت ورکوم، اوبیادا وروسته قول چی فرمایی: {يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً} مفسرین کرامو په تفسیر کی ددی جزء لیکلی دی: چی دغه کلام مستأنف دئ، خو په منزله سره دعلت دپاره دماقبل دئ، یعنی پدی شرط چی تاسو ځما عبادت وکړی ځما سره شریک ونه نیسئ، نوزه به تاسو ته دغه دری شیان درکوم

1. دځمکی حکومت به ستاسو پلاس درکوم.

2. ستاسو دین به ټینګوم اوخپروم.

3. تاسو ته امنیت راولم.

چی همدغه مطلب ددی آیت څخه هم معلومیږی:{وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِينَ}.سوره آل عمران 139.

ژباړه: تاسو مه سست کیږی او مه غمګینه کیږئ، تاسوبه سرلوړی یاست ترڅوچی تاسو په حقه اورښتنی مسلمانان یاست.

دقیاس ثبوت دقرآنه اوحدیث څخه

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

درنو اوقدرمنو ملګرو او دوستانو!

ځنی خلګ دی چی دشرعی قیاس څخه منکر دی اوهغه نه منی،

کڅه هم علماؤ رحهم الله داسی خلګوته دقناعت ورکولو لپاره اونورو خلګو لارښوونی لپاره دقیاس په حجتیة اوثبوت کی کتابونه اورسالی لیکلی دی، الله دی دوی ته خیرونه اوثوابونه ورکړی، خوزه غواړم دقیاس په هکله دخپل توان په اندازه یوڅه لنډ مطلب په حیثیت د مشت نمونۀ خروار ولیکم خدای دی وکړی چی ستاسو دپام لرنی وړ وګرځی

دقیاس ثبوت دقرآنه څخه:

1.{فاعتبروا يا أولي الأبصار} (الحشر:2).

ژباړه: عبرت واخلئ ائ خاوندانو دعقل!

دلته "اعتبار" چی مصدر د " اعتبروا " دئ علماؤ په قیاس باندی ترجمه کړئ.

لکه چی په " حجیة القیاس کی راځی:

وقد روى عن ثعلب أحمد بن يحيى النحوي اللغوي: أنه فسر الاعتبار بالقياس.

فالاعتبار هو تمثيل الشيء بغيره, وإجراء حكمه عليه, ومساواته به, وهذا هو القياس ......

والاعتبار مأمورٌ به لقوله {فاعتبروا} فيكون القياس مأموراً به)) (31).[حجیة القیاس صفحه 10]

ژباړه: دثعلب احمد بن یحیی نحوی څخه روایت دئ چی ده تفسیر د" اعتبار" په قیاس باندی کړئ دئ، نو " اعتبار" مثال ورکول دیو شی دی په بل شی سره ، اوجاری کول دحکم دهغه دی پرهغه بل باندی، اومساوات دهغه شی دئ دده سره، او عینا دغه خپله قیاس دئ.

اوپه اعتبار باندی امرشوئ دئ ځکه چی خدای پاک فرمایی: فاعتبروا. نوپه قیاس باندی امرشوئ دئ.

2. {فجزاءٌ مثل ما قتل من النعم يحكم به ذوا عدلٍ منكم} (المائدة:95)

ژباړه: نوبیا جزاء کیږی دمثال دهغه چی ده وژلئ دئ دحیواناتوڅخه اوپه هغه باندی دی ستاسوڅخه دوه عادلان خلګ حکم وکړی.

ددی حدیث په تفسیرکی جلالین لیکلی دی: وقد حكم ابن عباس وعمر وعلي رضي الله عنهم في النعامة ببدنة، وابن عباس وأبو عبيدة في بقر الوحش وحماره ببقرة، وابن عمر وابن عوف في الظبي بشاة، وحكم بها ابن عباس وعمر وغيرهما في الحمام، لأنه يشبهها في العبّ.

ژباړه: عبدالله ابن عمر، عمر اوعلی رضی الله تعالی عنهم حکم کړئ په شترمرغ کی په اوښ سره ، او ابن عباس او ابوعبیدة رضی الله تعالی عنهما حکم کړئ په وحشی غوا اوخره کی په کورنی غوا سره ، او ابن عمر او ابن عوف رضی الله تعالی عنهما حکم کړئ په هوسۍ کی په پسه سره، همدا راز عبدالله ابن عباس اوعمر اونورو رضی الله تعالی عنهم حکم کړئ په کوتری کی په پسه سره ځکه چی کوتره دپسه سره په چښلو کی داوبو مشابهت لری.

پدی آیت کی خدای پاک مثل دشی پرځای دشی ګرځولئ دئ ، یعنی مثل ته دشی یی دهغه شی حکم ورکړئ دئ، نوددی څخه له ورایه داسی ښکاری ، چی حکم دیوه شی وبل هغه شی ته چی دته ورته وی ورکول کیږی، اودمتماثلینو حکم یوشئ دئ، چی همدغه دشرعی قیاس معنی ده.

اوبیا په تفسیرکی چی کوم صحابه راغلی چی هغوی دځینو حیواناتو دجزاء په هکله حکم کړئ دئ ، آیا دغه قیاس ندئ؟

3. {إن الله لا يستحي أن يضرب مثلاً ما بعوضة فما فوقها}(البقرة: 26)

ددی آیت څخه له ورایه داسی ښکاری چی خدای پاک یوشئ دبل شی سره مشابه کوی، لکه چی په همدغه سورت کی څوآیته وړاندی فرمایی: مثلهم کمثل الذی استوقد نارا...

اوبیافرمایی : اوکصیب من السماء فیه ظلمات ورعد وبرق...

چی شرعی قیاس همدغه ته وایی: ځکه په قیاس کی هم دغسی وی چی یوه مسئله پربلی مسئلی باندی قیاسیږی، نوچی کله الله پاک دخلګو دښه سرخلاصیدلو لپاره قیاس کوی پداسی حال کی چی دالله پاک دعلم څخه هیڅ شئ پټ اومخفی ندئ ، نوانسان چی عاجزه اوکم علمه دئ ولی به دیوی مسئلی دحکم دښکاره کیدلو لپاره قیاس نکوی؟

4. همدا راز که سړئ په دقت په قرآن کی وګوری نو دابه سړیته معلومه شی چی دقیاس ثبوت په قرآن کی دډیرو ځایونو څخه کیږی، چی یودهغوی څخه هغه ځای دئ کوم چی په قیصه کی دپیدا کولو دآدم علیه السلام راځی چی ملائکه خدای پاک ته وایی : آیا ته هغه څوک په مځکه کی خلیفه ګرځوی چی په مځکه کی فساد کوی او وینی تویوی؟ داخبره ملائکه پداسی وقت کی کوی چی لاتراوسه خدای پاک آدم علیه ندئ خلق کړئ، نومعلومه خبره ده چی دوی آدم علیه السلام اودهغه اولاده پر جنیاتو باندی قیاسوی کوم چی مخکی تر آدم علیه السلام یی پرمځکه باندی خلافت کوئ، چی په خپل مینځ کی یی جنګونه کول وینی یی تویولی اوپه مځکی کی یی فساد کوی، ځګه ملائکه عالم الغیب نوه چی د آدم علیه السلام اولاده به په مځکه کی فساد کوی او وینه به تویوی، نوکه دغه قیاس نوی نه څه به وی؟

دقیاس ثبوت داحادیثو څخه:

عَنْ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ أَنَّهُ سَمِعَ صلى الله عليه وسلم: ((إذا حكم الحاكم فاجتهد, فأصاب فله أجران, وإن أخطأ فله أجر)) رواه البخاري 6805 ومسلم 3240.

ژباړه: دعمربن العاص رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ ، چی ده درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چی : کله چی یوحاکم حکم کوی وکوښښ وکړی، نوحق ته ورسیږی نودده لپاره دوه اجره دی، اوکه خطأ شی نو دده لپاره یو اجردئ.

پدی حدیث کی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دحاکم دحکم اسناد واجتهاد اورأی ته کړئ دئ ، او دامعلومه خبره ده چی قیاس هم یونوعه اجتهاد او رأی ده.

2. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ أَتَتْهُ امْرَأَةٌ فَقَالَتْ إِنَّ أُمِّي مَاتَتْ وَعَلَيْهَا صَوْمُ شَهْرِ رَمَضَانَ فَأَقْضِيهِ عَنْهَا قَالَ أَرَأَيْتَكِ لَوْ كَانَ عَلَيْهَا دَيْنٌ كُنْتِ تَقْضِينَهُ قَالَتْ نَعَمْ قَالَ فَدَيْنُ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ أَحَقُّ أَنْ يُقْضَى.مسند امام احمد 3245.

ژباړه: ابن عباس رضی الله تعالی عنه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چی ده ته یوه ښځه راغله او ورته ویل یی ځما مور مړه سویده اوپرهغی باندی روژی درمضان پاتی دی، آیا زه یی دځایه څخه قضاء راوګرځوم؟ رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: کچیری پرهغی باندی پور وای آیا تایی دځایه څخه پور آداء کوئ؟ ښځی ویل : هو، نورسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نو دالله حق ډیر ددی مستحق دئ چی آدء کړل شی.

پدی حدیث کی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ښځی ته دقیاس داستعمالولو راهنمایی کړیده ځکه چی دلته ده خپله حق دالله پرحق دبنده په وجوب کی قضاء قیاس کړ ئ دئ.

3. عن جابر بن عبد الله ، أن عمر بن الخطاب ، قال : هششت (1) ، فقبلت وأنا صائم ، فجئت رسول الله صلى الله عليه وسلم ، فقلت : لقد صنعت اليوم أمرا عظيما ، قال : « وما هو » ، قلت : قبلت وأنا صائم ، فقال صلى الله عليه وسلم : « أرأيت لو مضمضت من الماء » ، قلت : إذا لا يضر ، قال : « ففيم » [ صحیح ابن حبان 3613]

دجابربن عبدالله رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی عمر بن خطاب رضی الله تعالی عنه وویل: ماته اشتهاء پیداسوه نو ما خپله ښځه مچ کړه پداسی حال کی چی ځما روژه وه، نوزه ورسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته راغلم، نومی ورته وویل: یارسول الله نن می ډیر غټ کارکړئ دئ، نورسول اکرم صلی الله علیه وسلم راته وویل : څه کار دی کړئ دئ؟ ماورته وویل: خپله ښځه می مچ کړی پداسی حال کی چی روژه می درلودل، نورسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ته څه فکرکوی کدی چیری اوبه پر خولی غړولی وای؟ ماویل هیڅ تاوان یی نکوئ،(یعنی روژه نه ماتیدل) نورسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نودلته په څخه خاطرروژه ماته شی؟. یعنی دلته هم نه ماتیږی.

اوس پدی حدیث کی رسول اکر م صلی الله علیه وسلم دروژی عدم افطار د روژی په مچ باندی قیاس کړئ پرعدم افطار د روژی دخولی په پریولو باندی. چی همدغه خپله شرعی قیاس دئ.

4. همدا راز په قیصه کی دمعراج د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم راځی قالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فَفَرَضَ اللَّهُ عَلَى أُمَّتِي خَمْسِينَ صَلاَةً فَرَجَعْتُ بِذَلِكَ حَتَّى مَرَرْتُ عَلَى مُوسَى فَقَالَ مَا فَرَضَ اللَّهُ لَكَ عَلَى أُمَّتِكَ قُلْتُ فَرَضَ خَمْسِينَ صَلاَةً قَالَ فَارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَإِنَّ أُمَّتَكَ لاَ تُطِيقُ ذَلِكَ الخ......صحیح البخاری حدیث 349.

ژباړه: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله پاک ځما پرامت باندی پنځوس لمونځونه فرض کړه، نوزه ددی سره واپس شوم ترڅوچی پرموسی علیه السلام تیرسوم، نوده راته وویل: الله پاک څه شئ ستا پرامت فرض کړه؟ نوماورته وویل: پنځوس لمونځونه. نو ده راته وویل: بیرته ولاړسه خپل رب ته ځکه چی ستاامت ددی توان نلری، همداغسی یی داخبره ورته کړی ترڅوچی پنځو لمونځونو ته رسیدل، بیاددی وروسته رسول اکرم صلی الله علیه وسلم رجو ع نده کړی.

نودلته موسی علیه السلام دکوم ځای څخه وپوهیدئ چی ستا امت دغه کارنشی کولائ؟ نومعلومه خبره ده چی ده امت درسول اکرم صلی الله علیه وسلم پرخپل امت باندی قیاس کړئ دئ، چی هغوی ونه کولای شوه نو دوی یی هم نشی کولائ. لکه چی په حدیث کی دمسلم شریف ددی حدیث سره داسی هم راغلیدی: فَإِنِّى قَدْ بَلَوْتُ بَنِى إِسْرَائِيلَ وَخَبَرْتُهُمْ. یعنی مابنی اسرائیل امتحان کړه، نوهغوی ونکولای شوه.

نوقیاس یوشرعی دلیل اومبین دشرعی احکامو دئ، څوک چی یی انکار کوی دهغوی انکار بی دلیله اوتعصبی دئ، ځکه چی کوم خلګ چی دقیاس څخه دانکار آوازونه کوی خپله قیاس کوی خپله غافلانه قیاسونه کوی، ځکه بغیر له قیاس کولو څخه دژوند پرمخ بیول دمحالاتو څخه دئ.

فاعتبروا یآأولی الأبصار

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

کسی که برایش دعوت نرسید باشد آیا به توحید مکلف است؟


سوال

اگر دين اسلام ودعوت اسلام براي كسي نرسد آيا اين شخص مكلف به توحيد است؟ اگر است چي قسم ؟ اگر نيست چي قسم ؟ تشريح دهيد.

............................................

جواب

چنين كسي مكلف به توحيد وشناختن پروردگار خود است، زيرا اين شخص بايد به عقل خود معرفت خداوند عزوجل وتوحيدش را حاصل كند، زيرا عقل آن رسول الهيست كه انسان را به چنين چيزي واميدارد، يعني اگر انسان ازعقل خود استفاده بكند، ميتواند خداوند عزوجل را شناخته وتوحيدش را درك كند، وعقل نزد فلاسفه جوهريست مجرد ازماده متعلق به بدن باتعلق تدبير وتصرف، ودرشريعت مدركي است انساني كه دربدن انسان است ، وبدن انسان را تصرف ورهبري ميكند، كه محلش را قلب ناميده است چنانچه خداوند عزوجل درقرآنكريم ميفرمايد: " لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا" (سوره اعراف ايه 179

يعني آنها دلهايى دارند كه با آن در نمى يابند، پس اين شخص بخاطر داشتن عقل خود مكلف است كه وجود وتوحيد خداوند عزوجل را معلوم بكند. چنانچه از اين آيه قران هم چنين معلوم ميشود،: قَالَتْ رُسُلُهُمْ أَفِي ٱللَّهِ شَكٌّ فَاطِرِ ٱلسَّمَاوَاتِ وَٱلأَرْضِ.(سورة ابراهيم ايه 10) يعني گفت پيامبران آنها آيا دروجود خدا پديد آرنده آسمانها وزمينها شكي است؟ يعني شكي نيست زيرا اين مخلوقات ، آسمانها وزمينها وغيره.... بروجودش دلالت ميكند.

چنانچه يك اعرابي درباره شناختن خداوند سوال كرده ميشود اودرجوابش ميگويد: إن البعرة تدلّ على البعير ، وآثار القدم تدلّ على المسير ، فهيكل علويّ بهذه اللطافة ، ومركز سفليّ بهذه الكثافة ، أما يدلّان على الصّانع الخبير؟(زاد المسير)

يعني پشگل دلالت برشترميكند، اثار پاها دلالت بر راه رو ميكند، پس چنين جسم بلندي بااين لطافت وظرافت (يعني آسمان) ومركز پاييني بااين سختي ( يعني زمين) آيا برسازنده دانا دلالت نميكند؟

همچنين ازامام ابوحنيفه (رح) روايت است كه اگر كسي دريك كوه وياجنگلي دور ازشهروقريه ودور ازانسانهاي ديگر بزرگ شود وهيچ انساني ديگري را نبيند، اين شخص مكلف است كه به عقل خود وجود وتوحيد خداوند (ج) را بداند.

خلاصه اينكه هرانسان وقتيكه به اين نظام عجيب وغريب نگاه بكند ، وبا اين بزرگي اين نظام را چنين منظم ببيند بايد اين را درك كند، كه حتما براي اين نظام، خالق قادر وجود دارد، كه آنرا تصرف وتدبير ميكند،

۱۳۹۲/۰۷/۰۶

په اسلامی کی قومی تعصب نشته

بسم الله الرحمن الرحیم

دا معلومه خبره ده چی الله پاک په دنیا کی په مختلفو ډولونو اوقومونو باندی انسانان پیداکړیدی، خوکوم شئ چی الله دټولو انسانانو دشرافت اوعزت اواصالت معیار ګرځولیدئ هغه إسلام اوتقوی ده، ځکه الله پاک په قرآن عظیم الشأن کی فرمایی: إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُوْلَـئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ.[سورة البینة 7].

ژباړه: په یقین باندی هغه خلګ چی ایمان یی راوړئ دئ، اونیک کارونه کوی هغوی بهترین دمخلوقاتو دی. دایی په باره کی دمومنانو اونیکوکارانو خلګو ویلی دی.

بیاددی وروسته فرمایی: إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَآ أَوْلَـئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ.[سورة البینه 8]

ژباړه: په یقین باندی هغه خلګ چی کافران سوی دی داهل کتابو څخه او یامشرکینو څخه نودوی به په اورکی دجنهم وی دتل لپاره ، اودوی بدترینه دمخلوقاتودی.

همداراز الله پاک په بل ځای کی فرمایی: يأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُواْ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عَندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ.[الحجرات 13].

ژباړه: أئ انسانانو! ماتاسی دیوه نر اوښځی څخه پیداکړی یاست، اوتاسومی ډلی ډلی اوقوم قوم ګرځولی یاست ددی لپاره چی تاسو یو بل سره وپیژنئ، په یقین باندی باعزته ستاسو دالله په نزد متقی اوپرهیزګارستاسودئ، په یقین الله عالم اوباخبره دئ.

اوپه حدیث کی راځی:

عَنْ جُبَيْرِ بْنِ مُطْعِمٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ ».[سنن ابی داود باب فی العصبیة حدیث 5123]

ترجمه: دحضرت جبیربن مطعم رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زمونږڅخه ندئ هغه څوک چی خلګ قوم پالنی ته راوبولی. اوزمونږڅخه ندئ هغه څوک چی پرقوم پالنی باندی جنګ وکی. اوزمونږ څخه ندئ هغه څوک چی پرقوم پالنی باندی مړسی.

یعنی څوک چی په اسلام کی قوم پالنه ترویجوی، دقومیت اونسب پربنیاد تقسیم اوجدایی مابین کی دخلګو راولی، لحاظ ته دقومیت ترلحاظ دشریعت ترجیح ورکوی ( مثلا دده خپل قوم چی شرعاملامت وی خودقومی پخاطریی ملامت نبولی اودقومی پخاطریی مراعات کوی)، پرخپل قوم دخلګوسره جنګ کوی کڅه هم پرناحقه وی،قومی معیاردشرافت اواصالت کڼی،ځان پخاطردقومی ترځینی نورو خلګواصیل اوبهتره کڼی، یاپداسی حال کی مړسی چی دقومیت پورتنی مفکوره ورسره وی، نودغه سړی ته رسول اکرم (ص) فرمایی: "دئ زمونږڅخه ندئ".

دیادونی وړده چی دقومی مراعات کول، اوپرقومی باندی جنګ کول، دقومی پخاطریو سړئ پربل سړی اصیل کڼل، قومی اوقومیت معیاردشرافت اوداصالت جوړول، په ټولوشیانوکی قومی ته اعتبارورکول، اوهمداسی نور.... جی دقومی پخاطرکیږی ، ټوله هغه خبری دی، چی مخکی تراسلام په مابین کی دخلګو وی، خوچی کله اسلام راغی نوداټولی خبری پاته اونارواسوی، لکه چی په حدیث کی راځی چی رسول اکرم (ص) په خپل وروستنی اودخدای په امانی حج کی چی په زرهاوو مسلمانان ولاړوه وفرمایل:

« يا أيها الناس ألا إن ربكم واحد وإن أباكم واحد إلا لا فضل لعربي على أعجمي ولا لعجمي على عربي ولا لأحمر على أسود ولا أسود على أحمر إلا بالتقوى » [مسندامام احمد جزء 5 صفحه 411]

ترجمه: ائ خلګو! خبراوسئ چی ستاسوپروردګاریودئ، اوستاسوپلاریودئ ( چی آدم علیه السلام دئ) خبراوسئ! چی فضلیت نسته دعرب لپاره پرعجم اودعجم لپاره پرعرب، اوفضیلت نسته دسره لپاره پرتور، اودتورلپاره پرسره مګرپه تقوی سره.

یعنی: عربیت چی هغه یوه قومی ده اوعجمیت چی هغه هم یوه قومی ده، اوسپین پوست والی چی هغه هم خاصیت دیوقومی دئ ، اوتور والئ چی هغه هم خاصیت دیوقومی دئ، یولاهم معیاردفضیلت دانسان نشی کیدلای، بلکه معیاردفضیلت دانسان فقط اوفقط تقوی اوپرهیزګاری ده، پرهیزګارچی دهری قومی وی بهتره ترهغه چادئ چی پرهیزګارنوی هغه که دهری قومی څخه وی.

او داغسی په بل حدیث کی راځی: إذا كان يوم القيامة أمر الله مناديا ينادي ألا إني جعلت نسبا وجعلتم نسبا فجعلت أكرمكم أتقاكم فأبيتم إلا أن تقولوا فلان بن فلان خير من فلان بن فلان فاليوم أرفع نسبي وأضع نسبكم أين المتقون ) [رواه الطبراني في الأوسط والصغير والبيهقي]

ژباړه: کله چی ورځ دقیامت راسی نوالله پاک یو آواز کوونکی ته امروکړی ، چی په خلګو کی آواز وکړی: خبر اوسئ چی ماځانته نسب ګرځولئ اوتاسو ته می هم نسب ګرځولئ نومی بهترینه ستاسو هغه څوک وګرځوئ چی متقی وی، خوتاسو ممانعت وکئ (خبره مو ونه منل) مګرداسی مو ویل فلانئ دفلانئ زوی تر فلانی دفلانی زوی بهتره دئ، اوس نن ورځ زه خپل نسب پورته کوم اوستاسو نسب کښته ایږدم، چیرته دی پرهیزګار خلګ؟.

مقصد دادئ چی ماپه دنیا کی هم په تاسوکی بهترینه او اصل هغه څوک ګرځولئ وو چی هغه پرهیزګاره انسان وای خوتاسو ځما ودی تفاضل ته ونه کتل بلکه دځانه څخه هغه څوک ښه اوبهتره ګڼئ کوم چی په تاسو کی دیو خاص نسب اوقومۍ خاوند وائ ، نونن ورځ هغه نسب اوقومی ته اعتبار نشته، کوم شئ چی نن ماته داعتبار وړدئ هغه فقط تقوی ده اوبس.

اوپه بل حدیث کی راځی: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ وَفَخْرَهَا بِالآبَاءِ مُؤْمِنٌ تَقِىٌّ وَفَاجِرٌ شَقِىٌّ أَنْتُمْ بَنُو آدَمَ وَآدَمُ مِنْ تُرَابٍ لَيَدَعَنَّ رِجَالٌ فَخْرَهُمْ بِأَقْوَامٍ إِنَّمَا هُمْ فَحْمٌ مِنْ فَحْمِ جَهَنَّمَ أَوْ لَيَكُونُنَّ أَهْوَنَ عَلَى اللَّهِ مِنَ الْجِعْلاَنِ الَّتِى تَدْفَعُ بِأَنْفِهَا النَّتْنَ » [سنن ابی داود 5118]

ژباړه: ابوهریره رضی الله تعالی عنه فرمایی: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خدای پاک ستاسوڅخه هغه تکبر دجاهلیت او فخر کول په پلارونو باندی ایسته کړئ دئ، څوک به یا پرهیزګاره مومن وی اویابه بدبخته ګنهګار وی، تاسو اولاد دآدم علیه السلام یاست، او آدم علیه السلام دخاورو څخه پیدا سوئ وو، ارو مروبه خلګ په خپلو پلارونو باندی فخر کول پریږدی، یقینا دغه خلګ به یوه سکروټه دسکروټوڅخه دجهنم وی اویابه هم الله پاک ته تر ګوغلتانی بی اهمیته وی هغه چی په خپلی پزی باندی دفع دنجاست کوی.

پرقومی باندی جنګ اوقوم پرستی حرمت ئی دونه سخت دئ چی دفقهی په کتابونوکی راځی:

قال في شرح درر البحار وفي النوازل وجعل مشايخنا المقتولين في العصبية في حكم أهل البغي .[ردالمحتارعلی درالمختارجلد 2 صفحه 211]

ترجمه: په شرح درر البحارکښی یی ویلی دی: په نوازل کی راغلی دی: چی زمونږمشائخوګرځولی هغه خلګ چی په قومی کی مړه کیږی په حکم کی دباغیانو( یعنی که په صحنی کی دجنګ مړه سی نه به غسل ورکول کیږی اونه به هم مونځ دجنازی) .

اوداغه رقم په ردالمحتارکی په مذکوره صفحه کی په حواله ده « المغنی » لیکی: وكذا الواقفون الناظرون إليهما إن أصابهم حجر أو غيره وماتوا في تلك الحالة.[ردالمحتارعلی درالمختارجلد 2 صفحه 211]

اوداغه رقم دئ حکم ( چی غسل اومونځ دجنازی به نه ورکول کیږی) دهغه خلګوچی دوی جنګ ته دقومی ولاړوی اودهغه منظره کوی، کچیری پردوی هم ډبره اویابل شئ ولګیدی اومړه سوه په داغه حالت کی.

په آخر یوځل بیا د (انورسادات) اودهغه غوندی نورو خلګو څخه په کلکه غوښتنه کوو، چی خپل ددغه مردار ، ناروا اوجاهلانه کارڅخه دی توبه وباسی، اودټول پښتون قوم څخه دی بخښه وغواړی، کنه نودئ اودده په مفکوری باندی لړلی خلګ دپورته احادیثو اوآیاتونو مصداق دی، الله پاک دی مودتعصب اوشرکی اوجاهلانه اعمالو څخه وساتی.

آمین آمین آمین

۱۳۹۲/۰۴/۲۲

اطلاعیه

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:‏


درنو اوقدرمنو لوستونکو!‏

دڅوورځو راپدی یوه ځما په اصلی نامه (مولوی ‏نورالحق مظهری) په فیسبوک کی ځانته ‏ID‏ جوړه ‏کړیده اوځما په نامه کفری اوناروا لیکنی کوی ‏همدارازیی ځما هغه کتاب چی ما دڅو ګمراه ډلو په ‏پیژندنه کی جوړکړئ وو غلاکړئ اوځانته یی ‏منسوکړئ دئ، اوهمدا راز یی ځما ایمیل آدرس اوځما ‏همدغه وبلاګ دځان بللی دی، مامخکی په فیسبوک کی ‏په نامه دabu mohammad‏ کارکوئ ، څوورځی ‏می په همدغه نامه په فیسبوک کی اعلانونه وکړل: ‏چی هغه څوک چی ځان یی ځما په نامه (مولوی ‏نورالحق مظهری) نومولئ دئ ، هغه زه نه یم بل ‏څوک دئ پدی طریقه غواړی ځما نوم بدکړی، بیامی ‏وروسته دځینو ملګرو په وړاندیز خپل د آی ډی نوم ‏بدل کړئ اود " اصلی مولوی نورالحق مظهری " نوم ‏می ورباندی کښیښودئ.‏

دغه لاندی لینک دهغه ګمراه غل سړی ده لیکنو دئ ‏تاسو کولای شی چی خلاص یی کړئ اودده ګمراه ‏لیکنی وګوری.‏
https://www.facebook.com/photo.php?fbid=314482052020580&set=a.109‎‎812792487508.10529.1000037636358‎‎09&type=1&relevant_count=1&ref=nf‎‎#!/noorulhaqmazhare?fref=ts‎‎

اوپه لاندی لینک کی هم کولای شئ ځما دځان ‏لیکنی وګورئ!‏
https://www.facebook.com/#!/abu.mohammad.5686‎

۱۳۹۲/۰۳/۱۴

درنو اوقدرمنو لووستونکو او ملګرو لاندی کتابونه می پدی وروستیو کی لیکلی دی ، لومړئ کتاب په باره کی د ډیر ولور (مهر) دئ چی داخبره می پکی ثابته کړئ چی دډیر مهر ایښودل ښه کارندئ، او دویم کتاب هغه ځما اود یوغیر مقلد حذیفه مناظره ده چی مایی دلیکنی څخه یو کتاب جوړکړئ دئ.


خدای پاک دی وکړی چی ستاسو دقبول وړ وګرځی.

اول کتاب   دویم کتاب

۱۳۹۱/۱۰/۱۵

تکرار دجماعت په مسجدکی

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته


تکرار دجماعت په مسجدکی

مسجد به یا دلاری مسجد وی اویا دمحلی او کلی مسجد، د لاری په مسجد کی اتفاقا تکرار دجماعت روادئ، ځکه چی دهغه لپاره خو معین امام اومعین خلګ نوی معلوم هرڅوک چی پرلاره تیریږی په صورت کی د اجتماع دشرائطو کولای شی چی پکی جماعت وکړی.لکه چی په بحرالرائق کی راځی: وَهَذَا إذَا لَمْ يَكُنْ الْمَسْجِدُ عَلَى قَارِعَةِ الطَّرِيقِ ، فَإِنْ كَانَ كَذَلِكَ فَلَا بَأْسَ بِتَكْرَارِ الْجَمَاعَةِ فِيهِ بِأَذَانٍ وَإِقَامَةٍ لِأَنَّهُ لَيْسَ لَهُ أَهْلٌ مَعْلُومٌ فَكَانَتْ حُرْمَتُهُ أَخَفَّ {بحراالرائق باب صفة الإمامة فی الصلوة}.

ژباړه: او دغه هغه وقت چی مسجد پر سر دلاری نوی، کچیری پر سردلاری وی نو هیڅ پروا نلری چی په هغه کی دی جماعت دآذان او اقامت سره تکرار شی، ځکه دهغه لپاره خو معلوم اهل نوی، نو حرمت یی سپک دئ.

او همدا راز په بدائع الصنایع کی راځی: وَالدَّلِيلُ عَلَيْهِ أَنَّهُ لَا يُكْرَهُ فِي مَسَاجِدِ قَوَارِعِ الطُّرُقِ {بدائع الصنایع فصل فی بیان محل وجوب الأذان}.

ژباړه: او دلیل پردی باندی دادئ: چی یقینا تکرار دجماعت دلاری دسر په مساجدو کی مکروه ندئ.

خوکچیری مسجد دکلی او محلی وی نو پدی کی دفقهاؤ اختلاف دئ، امام شافعی رحمه الله یی مطلقا جایز بولی، امام ابوحنیفة رحمه الله وایی: که جماعت تر درو نفرو ډیر وو مکروه دئ، اوکه ډیر نوو نوبیا مکروه ندئ، او امام محمد رحمه الله وایی: کچیری دویم جماعت په طریقه سره ددعوت اوبلنی وی نو مکروه دئ، او که داسی نوی نو بیا مکروه ندئ، او امام ابویوسف رحمه الله وایی:دویم جماعت هغه وقت مکروه دئ، چی خلګ ډیروی، اوکه دوه یادری نفره وی نو په یو کنج کی دمسجد ودریږی لمونځ په جماعت باندی وکړی مکروه ندئ{تحفة الفقهاء} خو په بل روایت کی دامام ابویوسف رحمه الله دقول سره یی بل شرط هم ذکر کړئ دئ چی تغییر دهیئت ددویم جماعت دئ، دهیئت سره دلومړنی جماعت.

امام شافعی رحمه الله په لاندی حدیث باندی دلیل نیسی: عن أبي سعيد الخدري قال : دخل رجل المسجد و رسول الله صلى الله عليه و سلم قد صلى فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ( ألا من يتصدق على هذا فليصل معه ) صحيح ابن حبان حديث2397 قال شعيب الأرنؤوط : إسناده صحيح.

ژباړه: دابی سعید خدری (رض) څخه روایت دئ، چی یوسړی مسجد راغئ، رسول اکرم (ص) لمونځ کړئ وو، نو رسول اکرم (ص) وفرمایل: آیا څوک سته چی پر دغه سړی باندی صدقه وکړی اولمونځ ورسره وکړی؟. بل ځای راځی چی ابوبکر صدیق ویل زه لمونځ ورسره کوم، یارسول الله! نو ابوبکر صدیق (رض) ورسره ودریدئ، لمونځ یی ورسره وکئ.

او کوم علماء چی یی مکروه بولی هغوی درسول اکرم (ص) په لاندی فعل باندی دلیل نیسی: رَوَى عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ أَبِي بَكْرٍ عَنْ أَبِيهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ مِنْ بَيْتِهِ لِيُصْلِحَ بَيْنَ الْأَنْصَارِ لِتَشَاجُرٍ بَيْنَهُمْ فَرَجَعَ وَقَدْ صَلَّى فِي الْمَسْجِدِ بِجَمَاعَةٍ فَدَخَلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي مَنْزِلِ بَعْضِ أَهْلِهِ فَجَمَعَ أَهْلَهُ فَصَلَّى بِهِمْ جَمَاعَةً ، .{بدائع الصنایع فصل فی محل وجوب الآذان}.

ژباړه: عبدالرحمن بن ابوبکر(رض) دخپل پلار څخه روایت کوی: چی رسول اکرم(ص) دکوره څخه ووتئ، ددی لپاره چی په مابین کی دانصارو صلح وکړی، په خاطر دهغه جنګجال چی ددوی په مینځ کی پیښ شوئ وو، نو رسول اکرم(ص) راغئ، پداسی حال کی چی لمونځ په جماعت باندی آداء شوئ وو، نورسول اکرم(ص) کورته دخپلی یوی کورنی داخل سو، دوی یی سره راټول کړه، نولمونځ یی په جماعت باندی ورسره آداء کی.

بیا ددی حدیث په ادامه کی پورته کتاب لیکی: وَلَوْ لَمْ يُكْرَهُ تَكْرَارُ الْجَمَاعَةِ فِي الْمَسْجِدِ لَمَا تَرَكَهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَعَ عِلْمِهِ بِفَضْلِ الْجَمَاعَةِ فِي الْمَسْجِد.{بدائع الصنایع مخکنی حواله}

ژباړه: کچیری تکرار دجماعت په مسجد کی مکروه نوای، نو رسول اکرم(ص) به نوای پسی پری ایښئ، سره ددی چی دئ په فضیلت دجماعت هم خبر وو.

خوعلامه شامی رحمه الله په خپل مشهور ښکلی فقهی کتاب " رد المحتار" کی وروسته تر نقل کولو داختلاف مذکور داسی لیکی: وقدمنا في باب الأذان عن آخر شرح المنية عن أبي يوسف أنه إذا لم تكن الجماعة على الهيئة الأولى لا تكره وإلا تكره وهو الصحيح وبالعدول عن المحراب تختلف الهيئة كذا في البزازية انتهى.{رد الحتار مطلب فی تکرار الجماعة فی المسجد}.

ژباړه: او مونږ مخکی په باب کی دآذان ذکر کړه دآخرڅخه دشرح المنیة دابویوسف رحمه الله څخه چی کچیری دویم جماعت د اول جماعت پرهیئت اوشکل باندی نوی، نو مکروه ندئ، اوکه وو نوبیا مکروه دئ، او داغه قول هم صحیح دئ، او په اوښتلو باندی دمحراب څخه هیئت مختلف کیږی، داغسی په بزازیه هم راغلی دی،.

خلاصه دمسئلی داسی سوه، چی دلاری په مسجد کی خو مطلقا تکرار دجماعت مکروه ندئ، کڅه هم هر جماعت دځان لپاره آذان او اقامت وکړی، البته همزمان نه بلکه په مختلفو اوقاتو کی اوپرله پسی.

او دمحلی په مسجد کی چی داسی نوی چی دویم جماعت دی، سبب ددی سی چی خلګ دی بیا پردویم جماعت باندی اتکاء وکړی اول جماعت ته دی نه حاضریږی، یعنی چی هروقت په ډیرئ او بلنه باندی نوی، بلکه بغیر له دعوت، آذان اواقامت څخه، اټکلی وی او امام ددویم جماعت هم په محراب ولاړ نوی نو بیا جماعت مکروه ندئ، ځکه دداسی جماعت کول کوم حالی اویا تدریجی تاوان نلری که یی څوک وکړی کوم مشکل پدی کی نشته لکه چی په کتابونوکی یی نظر وهمدغه تاوان ته چی تقلیل دجماعت دئ حکم کړئ دئ. لکه چی په بدائع الصنایع کی راځی: وَلِأَنَّ التَّكْرَارَ يُؤَدِّي إلَى تَقْلِيلِ الْجَمَاعَةِ ؛ لِأَنَّ النَّاسَ إذَا عَلِمُوا أَنَّهُمْ تَفُوتُهُمْ الْجَمَاعَةُ فَيَسْتَعْجِلُونَ فَتَكْثُرُ الْجَمَاعَةُ ، وَإِذَا عَلِمُوا أَنَّهَا لَا تَفُوتُهُمْ يَتَأَخَّرُونَ فَتَقِلُّ الْجَمَاعَةُ ، وَتَقْلِيلُ الْجَمَاعَةِ مَكْرُوهٌ ، بِخِلَافِ الْمَسَاجِدِ الَّتِي عَلَى قَوَارِعِ الطُّرُقِ ؛ لِأَنَّهَا لَيْسَتْ لَهَا أَهْلٌ مَعْرُوفُونَ ، فَأَدَاءُ الْجَمَاعَةِ فِيهَا مَرَّةً بَعْدَ أُخْرَى لَا يُؤَدِّي إلَى تَقْلِيلِ الْجَمَاعَاتِ.{بدایئع الصنایع فصل فی بیان محل وجوب الآذان}

ژباړه: اوتکرار دجماعت پدی خاطر مکروه دئ، چی تکرار سبب ده لږوالی دجماعت کیږی ځکه خلګ چی پوه شی چه ددوی څخه جماعت فوت کیږی ژر راځی نوجماعت ډیریږی، اوکه پوه سی چی ددوی څخه جماعت نه فوت کیږی نوبیا وروسته راځی نوبیا جماعت لږیږی، او لږوالی دجماعت مکروه دئ، پخلاف د هغه مساجدو چی دلاری پر سرجوړوی، ځکه دهغوی لپاره معلوم اهل نوی، نوپدوی کی یوجماعت وروسته تربل جماعت سبب ده لږوالی دجماعت نکیږی.

نوپه مراعات کولو سره دپورتنی شرائطو دویم جماعت په مسجد کی مکروه ندئ. چی داخبره د شامی رحمه الله دلاندی قول څخه هم په صراحت سره معلومیږی: وفي آخر شرح المنية وعن أبي حنيفة لو كانت الجماعة أكثر من ثلاثة يكره التكرار وإلا فلا

وعن أبي يوسف إذا لم تكن على الهيئة الأولى لا تكره وإلا تكره وهو الصحيح وبالعدول عن المحراب تختلف الهيئة كذا في البزازية ا هـ

وفي التاترخانية عن الولوالجية وبه نأخذ.{ ردالمحتار}

ژباړه: په آخر کی دشرح المنیة راعلی دی: دامام ابوحنیفه رحمه الله څخه روایت دئ، چی کچیری جماعت تر درو نفرو ډیر وی نو مکروه دئ، او که ډیر نوی نوبیا مکروه ندئ، او دامام ابویوسف رحمه الله څخه روایت دئ، چی( دویم ) جماعت په اول هیئت نوی مکروه ندئ، او کچیری وو نوبیا مکروه دئ، او په اوښتلو دمحراب څخه هیئت مختلف کیږی، داغسی په بزازیه کی راغلی دی. او په تاترخانیه کی د ولولوالجیة څخه راغلی دی چی: پدغه قول باندی مونږ عمل کوو.

خوکڅوک ځان دمحل څخه دخلاف باسی نو بهتر دغه دئ، چی دکلی په مسجد کی دی، دویم ځل جماعت نکوی، کوښښ دی وکړی چی ځان لومړی او هغه سنت جماعت ته راورسوی، خوکه بالفرض یو وقت دیو عارض اوقاصر په خاطر جماعت ځنی پاتی شی، نوبیادی جماعت بیله مسجده بل ځای په خپل کور اویا په فارغه اطاق کی وکړی.