د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوند کې او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات څخه وروسته صحابه د اسلام د خپراوي لپاره ډېرو هيوادونو ته ولاړه او د دوی د دعوت او جهاد په نتيجه کې د نړۍ ډېر هيوادونه په اسلام مشرف شوه چې د هغې جملې څخه زموږ افغانستان هم دی؛ نورو هيوادونو ته د صحابه وو د تللو او لښکر کشۍ هدف يواځي د الله تعالی د دين خپراوی او د اسلامي جغرافيا توسعه وه نور دنيوي او شهواني اغراض چې د جاهليت په زمانه کې خلکو د هغو لپاره لښکر کشۍ کولې صحابه وو نه درلودل ځکه چې د صحابه وو عدالت او ښېګڼه په قرآن، حديث او اجماع ثابته ده او څوک چې عادل وي هيڅوخت د شهواني او دنيوي موخو لپاره کوم کار نه کوي؛ دا چې د صحابه وو عدالت په قوي دلائلو ثابت دی نو څوک چې د صحابه وو په اړه ناوړه عقيده لري او صحابه په منفي لښکر کشيو متهم کوي نه تنها دا چې دغه کس د قرآن او حديث علم نه لري بلکې ايمان يې تر پوښتني لاندي راځي.
د ټول عالم اسلام محققين علماء د صحابه وو پر عدالت ځکه اتفاق لري چې د صحابه وو عدالت په قرآن او حديث ثابت دی او اسلامي امت د دوی پر عدالت اتفاق کړی دی له همدې امله ځيني هغه کسان چې صحابه په بې عدالتۍ او بې انصافۍ تورن کوي د اسلام د رښتيني دايرې څخه ځکه وتلي دي چې د قرآن او صحيح احاديثو خلاف خبره يې کړېده او دا خبره په قطعي لاسوند ثابته ده چې د قرآن او صحيح حديث مخالفت انسان د اسلام د دايرې څخه باسي.
د قرآن څخه د صحابه وو د عدالت پر ثبوت ښکاره آيتونه:
۱ ـ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ...[الفتح29]
ژباړه: محمد(صلی الله عليه وسلم) د الله رسول دی؛ او هغه کسان چې د ده سره دي د کافرانو په وړاندي سخت دي او تر خپل مينځ مهربان دي، دوی د رکوع او سجدې په حالت کې وينې چې د الله تعالی د احسان او خوشحالۍ غوښتونکې دي؛ د دوی(د ښېګڼو) نښې د دوی په مخونو کې د سجدې د اثراتو څخه ښکاري.
۲ ـ وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ.[التوبة100]
ژباړه: هغه مخکني لومړني کسان د مهاجرينو او انصارو څخه او د هغو کسانو څخه چې په نيکۍ يې د دوی پلوي کړې ده الله تعالی د دوی څخه خوشحال دی او دوی د الله تعالی څخه خوشحال دي او الله تعالی د دوی لپاره داسي جنتونه آماده کړي دي چې د درختو لاندي يې ويالې بهيږي؛ دوی به تل په دغه جنتونو کې وي؛ دا ډېره لويه بريا ده.
۳ ـ لَكِنِ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ جَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ وَأُولَئِكَ لَهُمُ الْخَيْرَاتُ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ.[التوبة 88]
ژباړه: مګر پيغمبر او هغه کسان چې ايمان يې راوړی دی او د ده سره يې په خپلو مالونو او ځانونو جهاد کړی دی د دوی لپاره ښېګڼي دي او دوی بريالي دي.
د احاديثو څخه د صحابه وو پر عدالت ښکاره دلائل:
د صحابه وو د عدالت خبره يواځي تر قرآن منحصره نده بلکې د احاديثو په مجموعه کې هم ډېر احاديث سته چې د صحابه پر عدالت دلالت کوي د بېلګې په ډول:
۱ - عَنْ عَبْدِ اللهِ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَال خَيْرُ النَّاسِ قَرْنِي ثمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ...[صحيح البخاري۲۶۵۲]
ژباړه: عبدالله رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: غوره د خلکو زما زمانه ده وروسته بيا هغه کسان چې دوی ته نژدې وي وروسته بيا هغه کسان چې هغوی ته نژدې وي.
نو کله چې صحابه رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې اوسېدونکي سوه نو غوره انسانان هم دي چې عدالت ورسره لازم دی.
۲ - عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم : لاَ تَسُبُّوا أَصْحَابِي فَلَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا مَا بَلَغَ مُدَّ أَحَدِهِمْ ، وَلاَ نَصِيفَهُ.[صحيح البخاري۳۶۷۳]
ژباړه: د ابوسعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زما ملګرو ته ښکنځل مکوئ؛ که چيري يو ستاسي د احد د غره په اندازه سره زر صدقه کړي زما د يوه صحابي د يوې پيمانې يا نيمي پيمانې مقدار ته نه رسيږي.
هدف د دې حديث څخه بيان د فضيلت او ارزښت د صحابه وو دی چې يو څوک د الله په لاره کې څومره ډېر لګښت وکړي ثواب يې د صحابه وو هغه لږ مقدار صدقې ته نه رسيږي.
۳ - عن عبد الله بن مغفل المزني قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم أصحابي : لا تتخذوهم غرضا بعدي فمن أحبهم فبحبي أحبهم ومن أبغضهم فببغضي أبغضهم ومن آذاهم فقد آذاني ومن أذاني فقد آذى الله ومن أذى الله أوشك أن يأخذه.[مسند احمد۱۶۸۴۹]
ژباړه: عبدالله بن مغفل مزني وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زما صحابه زما وروسته (د بدو خبرو) نشان مه نيسئ؛ څوک چې د هغوی سره محبت وکړي نو زما سره په محبت ورسره محبت کوي، څوک چې کرکه ورڅخه وکړي نو زما سره په کرکي کرکه ورڅخه کوي، څوک چې يې آزار کړي نو يقينا چې زه يې آزار کړی يم، څوک چې ما آزار کړي يقينا چې الله تعالی يې آزار کړی دی او څوک چې الله تعالی آزار کړي ارومرو به يې الله تعالی رانيسي/عذاب به ورکوي.
د صحابه وو پر عدالت ډېر دلائل سته آن تر دې چې علامه ابن الصلاح په خپلي مقدمې کې د صحابه وو پر عدالت اجماع را نقل کړېده او دا يې ويلي دي چې صحابه د شريعت ناقلين دي که دوی عادلين و نه ګڼل سي نو ټول شريعت تر پوښتني لاندي راځي.
د صحابه وو د عدالت موضوع دومره ډېره مهمه ده چې زموږ د عقائدو ټولو کتابونو دا موضوع را اخيستې ده او په ښکاره يې د صحابه وو پر عدالت دلائل ويلي دي له همدې امله که څوک د صحابه پر عدالت باور نه لري هغه کس ګمراه دی او د اسلامي امت د مستقيمي طريقې څخه وتلی دی.
کله چې د صحابه وو عدالت په قرآن، حديث او اجماع ثابت سو نو دا خبره ورسره لازمه ده چې صحابه هيڅ هيواد ته د چور او چپاوول لپاره نه دي تللي بلکې د اسلامي عقيدې د خپرولو او اسلامي جغرافيا د پراخولو لپاره تللي دي چې معتبر تاريخونه يې د حماسي قيصو او جهادي کارنامو څخه ډک دي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري