۱۴۰۳/۰۵/۰۴

د بيان او تبليغ آداب:(۵)

پنځم ادب د بيان او تبليغ کولو دا دی چې د موضوع لپاره بايد تبليغ کوونکی ښه آماده ګي ونيسي؛ د اماده ګۍ نيول دوه ډوله دي يو دا دی چې خپله موضوع ښه زده کړي او بيا يې نورو ته ورسوي ځکه تر څو چې انسان د خپلي موضوع په اړه مطمئن نه وي نورو ته يې په ډاډه زړه نشي رسولای چې شرعا هم انسان په دې باندي مکلف دی؛ يزيد بن مهلب خپل زوی مخلد ته ويل: إِذَا كَتَبْتَ كِتَابًا؛ فَأَطِلِ النَّظَرَ فِيهِ، فَإِنَّ كِتَابَ الرَّجُلِ مَوْضِعُ عَقْلِهِ.[المجالسة وجواهرالعلم۱۵۲۶]
ژباړه: کله چې دي ليک ليکی نو ښه ډېر ورته وګوره ځکه د انسان ليک د هغه د عقل ځای دی.

يعني د ليکلو په وخت کي ډېر غور وکړه تر څو بې ځايه او بې کاره خبري درڅخه و نه ليکل شي ځکه د خط په ليکلو کې بايد انسان د خپل عقل څخه استفاده وکړي او د انسان ليک د هغه د عقل د څرنګوالي ښکارندويي هم کوي؛ لکه په ليکلو کې چې دقت مهم او اړين دی په لوستلو کې هم اړين دی ځکه نو مخکې تر وړاندي کولو د موضوع بايد په اړه يې پوره تياری ونيول شي.

لقمان حکيم صاحب خپل زوی ته وايي: يَا بُنَيَّ، كُنْ سَرِيعًا تَفَهُّمًا، بَطِيئًا تَكَلُّمًا، وَمِنْ قَبْلِ أَنْ تَكَلَّمَ فَتُفْهَمَ. .[الجامع للحديث لإبن وهب۳۳۹]
ژباړه: ای زوي جانه! ډېر تيزفهمه وسه او وروسته خبري كوونكی، او مخكي تر دې چې خبري شروع كړې ځان پوه كړه.

يعني په خبره باندي خپل سر ژر خلاصوه او وروسته خبري كوه كله چې دې په خبره سر خلاص كړ بيا نو په خبرو شروع وكړه ، مخكي تر سرخلاصېدلو خبري مكوه، او چې كله دې غوښتل په يوې موضوع كې خبري وكړې نو مخكي خپل سر په خلاص كړه وروسته بيا ورباندي وږغېږه.

دويم ډول آماده ګي دا ده چې د سند او اعتبار په لحاظ د خپلي موضوع څخه ځان ډاډه کړي په دې معنی سره چې په موضوع کې يې ضعيفي او موضوعي خبر نه وي تر څو خدای مکړه پر الله او پيغمبر درواغ ورڅخه و نه ويل شي چې دنيوي او اخروي نتيجه به يې خطرناکه وي په حديث شريف کې راځي: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنْ كَذَبَ عَلَىَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ».[صحيح مسلم ۴]
ژباړه: ابوهريره رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې پر ما قصدا درواغ ووايي نو د ځان لپاره دي په اور کې ځای وټاکي.

که څوک په خپل تبليغ کې غور ونکړي، احکام، اخبار او قيصې بې سنده بيان کړي ارومرو د واقع خلاف خبره ورڅخه کيږي او د پورته حديث مصداق ګرځي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۵/۰۳

د تبليغ او بيان آداب:(۴)

څلورم ادب د بيان دا دی چې بيان ته بايد داسي موضوع انتخاب شي چې د وخت او ګډونوالو د حالت سره مناسبه وي ځکه که مناسبه نه وي بيا نو ممکن يا ګټه ونکړي او يا يې هم تاوان تر ګټي ډېر وي په اثر کې راځي: عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُتْبَةَ أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ مَسْعُودٍ قَالَ مَا أَنْتَ بِمُحَدِّثٍ قَوْمًا حَدِيثًا لاَ تَبْلُغُهُ عُقُولُهُمْ إِلاَّ كَانَ لِبَعْضِهِمْ فِتْنَةً.[صحيح مسلم ۱۴]
ژباړه: عبيدالله بن عبدالله بن عتبه روايت کوي چې عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وفرمايل: ته د خلکو سره داسي خبري نه کوې چې د هغوی عقلونه نه ورته رسيږي مګر دا چې د ځينو لپاره به فتنه شي.

يعني خلکو ته داسي خبري کوئ چې د هغوی د عقلونو او درک سره برابري خبري وي؛ داسي خبري مکوئ چې خلک ورباندي نه پوهيږي او يا هم غلط برداشت ورڅخه کوي چې خدای مکړه بيا فتنه ورڅخه پيدا نشي او خلک يې په شعوري يا غير شعوري ډول انکار ونکړي.

په بل اثر کې راځي: وَقَالَ عَلِيٌّ حَدِّثُوا النَّاسَ بِمَا يَعْرِفُونَ أَتُحِبُّونَ أَنْ يُكَذَّبَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ.[صحيح البخاري ۵۰]
ژباړه: علي رضي الله عنه وفرمايل: د خلکو سره داسي خبري وکړئ چې هغوی په پوهيږي آيا تاسي خوښ لری چې د الله او پيغمبر تکذيب دې وشي؟.
يعني خلکو ته داسي خبري وکړئ چې د خلکو سر په خلاصيږي داسي خبري مکوئ چې خلکو ته بېګانه او ناشنا ښکاري تر څو خدای مکړه خلک د الله تعالی او پيغبمر د خبرو څخه انکار ونکړي.

په بل اثر کې راځي: عن الْحَسَنُ قَالَ : حَدِّثُوا النَّاسَ مَا أَقْبَلُوا عَلَيْكُمْ بِوُجُوهِهِمْ ، فَإِذَا الْتَفَتُوا فَاعْلَمُوا أَنَّ لَهُمْ حَاجَاتٍ.[مصنف ابن أبي شيبة ۲۷۰۴۵]
ژباړه: خلکو ته تر هغه وخته خبري وکړئ چې هغوی تاسي ته مخ اړولی وي که يې مخ درڅخه واړوی نو پوه شی چې د دوی لپاره اړتياوې شته.

يعني په خبرو کولو کې د خلکو اړتيا او توان په پام کې ونيسئ تر ستاسي خبري پر هغوی و نه غميږي او ستړي نشي.

د دې ټولو اثارو څخه داسي ښکاري چې د خبرو لپاره بايد موضوع هم ډېره خوندوره وي او په خبرو کولو کې د خلکو ذوق ته هم پاملرنه وشي تر څو خبري هم جالبي وي او هم د خلکو د منلو وړ وګرځي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۵/۰۲

د شرعي حدودو او تعزيراتو ځيني فايدې:

پر شرعي حدودو او تعزيراتو  ډېري فايدې او ګټي مرتبي دي چې ځيني يې په لاندي ډول دي:
۱ - د حدودو او تعزيراتو په اجرا باندي جنايتکار انسان تأديب او اصلاح کيږي او نور خلک عبرت ورڅخه اخلي.
۲ - هغه کسان چې سپين سترګي دي او تبليغ نه اوري هغوی په حدودو او تعزيراتو رټل کيږي او د دې سبب جوړيږي چې د جرمونو څخه لاس واخلي.
۳ – د حدودو او تعزيراتو په عملي کولو سره عدل قائميږي کوم چې په ټولنه کې د نظام اصلي دنده او وظيفه او د خلکو غوښتنه او اړتيا ده.
۴ – د حدودو او تعزيراتو په عملي کولو سره په ټولنه کې امن راځي ځکه چې څومره د جرمونو گراف کميږي په هماغه کچه امنيت او آرامي منځ ته راځي.
۵ – په دې خاطر چې په جرمونو کې مظلومان زوريږي او د هغوی حقوق پر پښو لاندي کيږي نو د حدودو او تعزيراتو په عملي کولو سره چې د جرمونو مخه نيول کيږي د مظلومانو زړونه آراميږي، سکون ورته حاصليږي او سترګي يې يخيږي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۵/۰۱

د بيان او تبليغ آداب:(3)

د بيان او تبليغ درېيم ادب دا دی چې تبليغ کوونکی بايد د ريا، فسق او حسد څخه پاک وي، همداسي د ځان ښووني او تکبر څخه بېزاره وي او د انسانانو لپاره د خيرخواهۍ غوښتونکی وي.

د دې صفاتو درلودل ځکه مهم دې چې د دې صفاتو په درلودلو سره نه تنها دا چې د انسان تبليغ مؤثر تماميږي بلکې انسان د ښه مبلغ بېلګه جوړيږي او تبليغ ته يې خلک د غمخوارۍ او خيرخواهۍ په سترګه ګوري چې په نتيجه کې يې هره خبره د نورو انسانانو زړونو ته تېريږي او الله تعالی ډېر معنويات ورباندي مرتب کوي.

نوح عليه السلام خپل قوم ته فرمايي: أُبَلِّغُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَأَنْصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ.[الأعراف۶۲] ژباړه: زه تاسي ته د الله تعالی پيغامونه رسوم، نصيحت درته کوم او زه د الله تعالی له لوري په داسي شيانو پوهېږم چې تاسي نه په پوهېږي.

دا د الله تعالی اراده وه چې د نوح عليه السلام د قوم څخه ډېرو کسانو د ده تبليغ و نه منی کنه نو نوح عليه السلام خو په ډېر اخلاص او خيرخواهۍ سره تبليغ ورته کوی؛ چې د مبلغ مسئوليت هم دغه دی چې دی ځان ورته جوړ کړي که يې خلک خبره مني او که يې نه مني او که خلک ښه راغلاست ورته وايي او که يې نه ورته وايي ځکه د انسانانو هدايت د الله تعالی په قدرت کې دی انسان تنها په ښه طريقه د الله تعالی د پيغام په رسولو مکلف دی.

په حديث شريف کې راځي: الدين النصيحة.[مسلم] يعني دين خيرخواهي ده؛ موږ هغه وخت خلکو ته دين د خيرخواهۍ تر عنوان لاندي رسولای سو چې د دين رسولو او تبليغ کولو مهمي لاري چاري او آداب زده کړو او بيا په چوکاټ کې خلکو ته سالم او اړين بيانونه وکړو.
مولوي نورالحق مظهري