۱۴۰۲/۰۷/۱۵

موږ نه ويل چي په اسلامي نظام کي به د هرمظلوم غم خوړل کيږي؟

مخکي تر دې چي په افغانستان کي اسلامي نظام حاکم سي موږ به د ګڼو لارو څخه خلګو ته داسي فکر ورکوی چي ګويا د اسلامي نظام راتګ د هر مسلمان په ګټه دی او په اسلامي نظام کي به د هر مظلوم غم خوړل کيږي او د هر ظالم مخه به نيول کيږي چي الحمدلله د اسلامي نظام د حاکميت څخه وروسته همداسي وسوه او دادی لا هم همداسي کيږي.
په هيواد کي د هر اړخيزه او بې ساري امنيت تر څنګ په ډېرو برخو کي ولس ته اړين خدمات عرضه سوي او تر ډېره بريده د رعيت پر ټپونو د روغيتا پټۍ ايښودل سوې چي لويه بېلګه يې د جګړې ختم، د بيا جوړوني چټک اساسي کارونه، د هيوادوالو د اقتصادي پياوړتيا لپاره کار کول او په هره برخه کي د هيواد خپلواکي او استقلال خوندي کول دي او ددې ټولو برسېره په هيواد کي د مظلومانو لاس نيوی هم تر ډېره بريده سوی دی چي په ډاګه نمونه يې د هيواد په ګڼو ولايتونو کي د اوږد محبس څخه د مظلومو ښځو آزادول دي لکه په کابل، خوست او فراه ولايتونو کي چي هغه ښځي د نظام لخوا آزادي سوې چي د ظالمو خپلوانو لخوا د لسو څخه بيا تر شلو کلونو پوري پر ناحقه بندياني سوي وې.
که دا غمخوري، بشر پالنه او د مظلومانو ژغورل نه وي نو غمخوري څشي ته ويل کيږي؟ اسلامي نظام لکه منبع او هدف چي يې رباني او الهي دی اجراات يې هم همداسي مقدس او ډېر مهم دي؛ موږ په ډاګه وايو چي په اسلامي نظام کي د هر چا حق خوندي دی او په شعوري او آګاهانه ډول د هيچا حق نه ضايع کيږي ځکه د اسلامي نظام حاکميت د همدې  لپاره وي چي په خلګو کي ديانت او عدالت پلی کړي او د ټولو هغو انسانانو مخه ونيسي چي په يو نه بل ډول په ټولنه کي نا امني، وحشت، بربريت او بې عدالتي خپروي.
په اسلامي نظام کي تل هدف د انسانانو ژغورنه وي بېله دې چي سيمه، ژبه، قوم او طبقاتي توپير په پام کي ونيول سي چي د تاريخ په اوږدو کي اسلامي نظامونو دا خبره په عمل کي هم په اثبات رسولې ده او دا دی اوس په افغانستان کي موږ د داسي مثبت حالت شاهدان يو.
که اسلامي نظام د خلګو په وړاندي مسئوليت لري خلګ هم د خپل نظام په وړاندي مسئوليت لري ځکه نو موږ افغانان بايد د الله تعالی د شکر پر ځای کولو او د خپل مسئوليت د آداء کولو لپاره ددې نظام سره په هر ډګر کي مرسته او کومک وکړو او د نظام پوره سمبالښت او دوام د ځان دنده وبولو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۷/۱۳

پندونه او نصيحتونه:

۱ ـ که دي د ځان د ښه توب ثابتولو لپاره نور خلګ تورن کول نو پوه سه چي ډېر سپک انسان يې!
۲ ـ که دي خپله کاميابي د نورو مسلمانانو په ناکامۍ کي ليدل نو پوه سه چي ډېر ناپوه او سرټمبه يې!
۳ ـ که دي د بل مسلمان په نسبت بې تحقيقه خبره منل نو پوه سه چي مسلماني دي کامله نده.
۴ ـ که دي پر ناحقه د کوم مسلمان څخه کرکه کول يا دي د هغه څخه بد وړل نو پوه سه چي د تقوی او پرهيزګارۍ څخه خلاص يې!
۵ ـ که دي په پټو سترګو د بل چا په خاطر د يو مسلمان څخه بد وړل نو پوه سه چي ډېر بې فکره او بې احساسه انسان يې!
۶ ـ که دي د شايعاتو پر اساس پر اسلامي نظام په سرناخلاصۍ نيوکي کولې نو پوه سه چي سياسي بصيرت نلرې او په مصلحتونو نه يې خبر!
۷ ـ که دي د مسلمانه سره خوابدتيا تر درو ورځو ډېره سوه خو تا يې د ختمولو هيڅ هڅه ونکړه نو پوه سه چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو څخه بې لاري سوی يې!
۸ ـ که تر نورو مسلمانانو ځان در ته غټ معلومېدی يا دي نورو مسلمانانو ته په سپکه کتل نو پوه سه چي د تکبر په ناروغۍ اخته سوی يې او د حديث په حواله د جنت څخه محروم يې!
۹ ـ که دي تر هر چا ځان پوه ګڼی نو پوه سه چي تر هر چا ناپوه يې!
۱۰ ـ که دي د مسلمان لپاره داسي ژوند خوښوی چي د ځان لپاره يې نه خوښوې نو پوه سه چي نيمګړی مسلمان يې!
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۷/۱۰

عقل او عادتونه:

ژباړه: علي بن عبيده ويلي دي: عقل باچا دی او عادتونه يې رعيت دی، کله چي عقل د عادتونو د کنټرول څخه ناتوانه سي نو هغوی ته تاوان رسيږي.
يعني د انسان د عقل له لوري بايد دده عادتونه کنټرول او اداره سي ځکه عقل د انسان په بدن کي د باچا حيثيت لري او عادتونه يې د رعيت او ملت حيثيت لري.
که د کوم انسان عقل ضعيف وي او دده عادتونه نسي کنټرول کولای نو ارومرو يې په عادتونو کي نيمګړتياوي پيدا کيږي او ناوړه کارونه ورڅخه کيږي نو کوښښ وکړئ چي د خپل عقل په ذريعه مو خپل عادتونه او خصلتونه کنټرول کړئ تر څو د ناوړه کارونو د کولو څخه وساتل سی.
قال علي بن عبيدة: العقل ملك والخصال رعيته، فإذا ضعف عن القيام عليها وصل الخلل إليها.[البصائر والذخائر ج1 ص6]
مولوي نورالحق مظهري