۱۳۹۸/۰۷/۱۴

د کشرانو په نسبت د مشرانو مسئوليت:

دا معلومه خبره ده چي هر مشر د خپل کشر د کنټرول او اداره کولو مسئوليت لري د کورنۍ څخه يې ونيسئ بيا تر هيواد او مملکت پوري هر مشر ددې مسئول دئ چي د خپلو کشرانو څارنه او تعقيب وکړي او د ناوړه کارونو څخه يې را وګرځوي باچا يا ولس مشر ددې مسئول دئ چي د خپلو وزيرانو او واليانو، او نورو مسئولينو څارنه وکړي، هغوۍ تعقيب کړي او وظيفې ته يې د تعهد کچه معلومه کړي.
وزيران پدې باندي مکلف دي چي د خپلو اداراتو مربوطه رئيسان او مديران تر پوره څارني لاندي ونيسي، کار يې وګوري او منفي حرکت ته يې پرې نږدي.
د ولايتونو واليان پدې باندي مکلف دي چي د خپلو ولايتونو رئيسان او د ولسواليو ټوله پرسونل تعقيب کړي، د هغوۍ د کار څارنه وکړي او د منفي حرکتونو مخه يې ونيسي، که په ولايت کي يو رئيس داسي کارونه کوي چي په شرعي لحاظ  ممنوع وي والي بايد ورته ودريږي او د هغه رئيس مخه ونيسي کنه نو دئ هم په ګناه کي ورسره شريک دئ.
کوم خلګ چي د خپلي ادارې اړوند د مربوطه کسانو د کنټرول واک ونلري هغوۍ بايد مسئوليت ونه مني که يې مني بايد لومړئ خپل مسئوليت او صلاحيت وپيژني بيا د مسئوليت آداء کولو او صلاحيتونو عملي کولو ته پام وکړي تر څو اداره سره ونه پاشل سي او دده تر لاس لاندي خلګ د اصولو خلاف کار ونکړي.
خو له بده مرغه چي زموږ په زمانه کي انتخاب او انتصاب د لياقت او ظرفيت په اساس نه بلکي د واسطې او پيسو پر بنياد د معاش لپاره کيږي نو ځکه مشر او کشر معلوم ندي وظيفې ټولي سره ګډي وډي دي، مشر پر کشر واک نلري يا يې هم په کيسه کي نوي، کشر د مشر صلاحيت ته نه ګوري يا هم نه په پوهيږي او نور خلګ هم بې مسئوليته د بې نظميو او جنګجالونو په ننداره ناست وي.
إنا لله و إنا إليه راجعون
مولوي نورالحق مظهري

ديموکراسي او جاهليت:

زموږ د زمانې ديموکراسي هماغه د اسلام مخکي د پخوا جاهليت دئ.
د جاهليت په زمانه کي چي د انسان کوم حيثيت وو د ديموکراسۍ په قانون کي هم انسان ته هماغه حيثيت ورکول سوئ دئ.
د جاهليت د زمانې د خلګو کړه وړه د نفس پر غوښتنه باندي ولاړوه چي ديموکراسي هم کټ مټ د همداسي حالت لپاره رامينځ ته سوېده او دا د ديموکراسۍ نتيجه ده چي په ډيرو هيوادونو کي اوس إنساني ژوند په حيواني ژوند باندي بدل سوئ دئ.
مولوي نورالحق مظهري

ظالم ته د ظلم کولو زمینه مه برابروئ!

هر څوک چي ظالم ته د ظلم کولو زمینه برابره کړي هغه د ظلم په ګناه کي ورسره شریک دئ هر جرم چي ظالم یې سرته رسوي هغه څوک پوره ورسره شریک دئ چي دغه ظالم یې تقویه کړئ، دئ یې د ظلم کولو لپاره ټولني ته داخل کړئ.
مولوی نورالحق مظهری

د ظالم انسان سر انجام:

د تاریخ په اوږدو کي دا تجربه ټولو هوښیارانو ته ثابته سوېده چي په ظلم باندي هیڅوک خپل هدف ته ندئ رسېدلئ تنها ظالم دئ چي خپله بریا په ظلم کي ویني سره ددې چي د ظالم دنیا او آخرت خراب دي نوم به یې په خلګو کي بد وي، خلګ به ښېراوي ورته کوي، ورځ تر بلي به یې مخالفین ډیریږي، طبیعت به یې وحشي وي، هر څوک به ځان ورڅخه لیري کوي، خپل صمیمي ملګري به ورته رښتیا نه وایي، په شا او خوا کي یې چي کومي منفي پیښي کیږي په ټولو کي به یې خلګ دخیل بولي، ښه خلګ به یې سپک بولي او په سپکه سترګه به ورته ګوري، د لاسه به یې ډیر بې ګناه انسانان وځوریږي او ووژل سي، پاک خلګ به مجرمین بولي او مجرمین به پر څنګ ورسره ناست وي مشورې به ورکوي او بالآخره مرګ به یې د هغه له لاسه چي ده ورسره ظلم کړئ وي او د ډیري بې عزتۍ او ذلت په مرګ به مړ کیږي.
ظالم انسان ته به په قیامت کي هم ډېر سخت عذاب ورکول کیږي د احادیثو څخه داسي ښکاري چي ظالم انسان به د قیامت په ورځ په ډیرو سختو تاریکیو کي را روان وي هیڅوک به یې مرسته او کومک نکوي او د الله  د عذاب څخه به یې هیڅوک نسي خلاصولای.
یا الله د ظلم او ظالمانو لاسونه لنډ کړي او موږ ورڅخه  خلاص کړي.
مولوی نورالحق مظهری

د الله څخه وويريږئ او د رښتيا ويونکو انسانانو ملګرتيا وکړئ!

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ [التوبة: 119]
ژباړه: ائ مؤمنانو د الله څخه وويريږئ او د رښتيا ويونکو ملتيا وکړئ.
پدې آيت کي الله پاک مسلمانانو ته د دوو شيانو سپارښتنه کړېده.
1 – د الله پاک څخه ويريدل. چي مسلمان د الله پاک د اوامرو مخالفت ونکړي، ګناه ونکړي او د هر هغه کار څخه ځان وساتي چي په هغه باندي الله پاک د انسان څخه خوابدئ کيږي.
2 – د رښتيا ويونکو سره ملتيا او ملګرتيا. لکه انسان چي خپله پدې باندي مکلف دئ چي بايد رښتيا ووايي او د درواغو څخه ځان وساتي همداسي پدې باندي هم مکلف دئ چي د رښتيا ويونکو انسانانو سره ملګرتيا وکړي او د درواغ ويونکو انسانانو د ملتيا او ملګرتيا څخه ځان وساتي.
مولوي نورالحق مظهري

تر ټولو ستر خيانت:

ژباړه: سفيان بن اسيد الحضرمي وايي: ما د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه واوريدل چي ويل يې: تر ټولو ستر خيانت دادئ چي ته د خپل ورورسره خبري کوې هغه فکر کوي چي ته رښتيا وايي خو ته هغه ته درواغ وايې.
يعني دا لوۍ او ستر خيانت دئ چي سړئ خپل مسلمان ورور په خبرو باندي خطاباسي داسي خبري ورته کوي چي هغه پر ده باندي د رښتيا ويونکي ګمان کوي خو دئ هغه ته درواغ وايي.

عَنْ سُفْيَانَ بْنِ أَسِيدٍ الْحَضْرَمِىِّ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِصلى الله عليه وسلم يَقُولُ: كَبُرَتْ خِيَانَةً أَنْ تُحَدِّثَ أَخَاكَ حَدِيثًا هُوَ لَكَ بِهِ مُصَدِّقٌ وَأَنْتَ لَهُ بِهِ كَاذِبٌ.[سنن ابي داود4973]
مولوی نورالحق مظهری

د صفري په مياشتي باندي بد فالي مکوئ:

د صفر په مياشت کي کوزده او واده کول هيڅ پروا نلري.
رسول الله صلي الله عليه وسلم د خديجة بنت خويلد رضي الله عنها سره په همدې مياشتي کي واده کړئ دئ.
همدا راز حضرت علي رضي الله عنه د فاطمې رضي الله عنها سره په همدې مياشتي کي واده کړئ دئ.[ السيرة النبوية لابن كثير (4/611).]

د صفر په مياشت کي سفر هيڅ پروا نلري.
رسول الله صلي الله عليه وسلم په همدې مياشتي کي د مکې مکرمې څخه په هجرت ووتئ او په ربيع الاول کي مدينې منورې ته ورسيدئ.[ صفة الصفوة (1/125).]

د صفر په مياشتي کي د کفارو سره جنګ او جهاد کول هيڅ پروا نلري.
رسول الله صلي الله عليه وسلم او اصحابو پدې مياشتي کي ډير جنګونه کړيدي لکه:
غزوة الأبواء.
[عيون الأثر (1/295).]

د خيبر فتح.
[تهذيب سيرة ابن هشام (1/334)]

غزوة ذي أمر.
[ دلائل النبوة للبيهقي (3/184).]

غزوة الروم.
[المقتفى من سيرة المصطفى - صلى الله عليه وسلم -(1/82).]

مولوی نورالحق مظهری

علماء آزاد او مستقل دي:

علماء هغه قشر او طبقه انسانان دي چي الله پاک ورته لوۍ صلاحيتونه او مسئوليتونه ورکړيدي ځکه چي دوۍ وارثان د انبياو دي کوم صلاحيتونه او مسئوليتونه چي انبياو درلودل هغو ته ورته صلاحيتونه او مسئوليتونه علماء هم لري.
لکه خلګ چي د انبياو په متابعت باندي مکلف وه همداسي د علماو په متابعت باندي هم مکلف دي خو البته د انبياو څخه د پاته سوي شريعت په چوکاټ کي ځکه چي علماو ته وحي نه راځي دوۍ به د انبياو څخه پاته سوئ شريعت خلګو ته تشريح کوي.
نو د علماو صلاحيتونو او مسئوليتونو ته په کتو سره هيڅوک ددې حق نلري چي د علماو پر خدمتونو باندي محدوديت ولګوي او هغه عمومي حق ورڅخه واخلي کوم چي الله پاک ورکړئ دئ.
حقاني علماء د امت رهبران دي هغوۍ ددې حق لري چي پر نورو باندي محدوديت ولګوي خو نور خلګ هيڅ وخت د علماو وظيفوي کارونو د محدود کولو حق نلري.
حقاني علماء د ټولني خير خواهان دي تل د ټولني د ښيرازۍ لپاره هڅه او کوښښ کوي او ټولنه دداسي آينده لپاره سوق کوي چي د هر وګړي لپاره روڼ او روښانه آينده ولري.
حقاني علماء په ټولنه کي د شر او فاسد پرضد مقابله د ځان ايماني مسئوليت بولي له همدې کبله د شر اوفساد د ورکولو لپاره نه ستړي کيدونکي کوښښونه کوي.
حقاني علماء که ددين په هره برخه کي خدمت کوي هغه يې خپله خوښه او مسئوليت دئ هيڅوک يې د يوې دندي په کولو او نورو په پريښودلو باندي نسي مجبورولاي.
حقاني علماء ددې حق لري چي په هر ځاي کي ددين دعوت وچلوي او امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي هيڅوک ددوۍ د دعوت مخي ته د خنډ جوړولو حق نلري.
په اسلامي امت کي تر بل هرچا د علماو مرتبه لوړه ده بناء هيڅوک دي پر علماو باندي د حاکميت درلودلو مفکوره د ځانه سره نه ساتي کنه نو ددنيا او آخرت رسوايي به يې په برخه سي.
مولوی نورالحق مظهری

که څوک د علماو....

که څوک د علماو مسئولیتونه درانه بولي صلاحیتونه یې هم باید ډیر وبولي ځکه بې صلاحیته مسئولیت هیڅ مفهوم او اعتبار نلري.
مولوی نورالحق مظهری

د صفر مياشته د بدفالۍ او بد مرغۍ مياشت نده:

عَنْ جَابِرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ عَدْوَى وَلاَ غُولَ وَلاَ صَفَرَ ».[صحيح مسلم 5929]
ژباړه: جابر رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د ناروغۍ سرايت نسته، د إنسان څخه لاره ورکوونکئ پيرئ نسته، او په صفر(مياشتي) باندي بد پالي نسته.
توضيح: پورته هغه شيان دي چي د جاهليت په زمانه کي خلګو ورباندي عقيده درلودل خو د اسلام په راتګ سره پرهغو باندي عقيده درلودل رد سوه.

د" عدوي " لپاره څو تفسيرونه راغلي دي خو يو تفسير يې دادئ چي د يوه شخص څخه ناروغي بل شخص ته ورتلل، پدې روايت باندي صراحتا ددې خبري رد سوئ دئ چي د يوه شخص ناروغي دي بل چاته سرايت وکړي، خو د نورو احاديثو څخه داسي ښکاري چي ناروغي سرايت کوي، په تطبيق کي يې مختلف قولونه راغلي دي، خو معتبر قول دادئ چي د ناروغۍ ورتلل د يو شخص څخه و بل شخص ته د الله پاک تر قضاء او فيصلې پوري اړه لري، داسي نده چي که يو سړيته يوه ناروغي ورغله نو ارومرو د بل إنسان څخه ورغلې ده که هغه نوای نو دغه ناروغي به د ته نه ورتلل، او دا هم يقيني خبره نده چي د ناروغ إنسان سره دي تماس نيول د ناروغۍ د إنتقال سبب سي، د جهالت د زمانې د خلګو داسي عقيده وه چي جوړ سړيته ورغلې ناروغي هماغه ناروغي ده چي هغه بل إنسان ورباندي اخته وو، خو رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: داسي نده. بلکي دغه سړيته ناروغي د هغه ذات په قضاء باندي سوېده کوم چي د لومړني سړي د ناروغۍ فيصله يې کړېوه، نو إنسان بايد د ناروغۍ څخه پدې خاطر کرکه ونکړي چي که مي د ناروغ سره ارتباط ونيوئ نو ارومرو يې ناروغي ماته راځي.

او " غول " ويل کيږي هغه تخيلي شيطان يا پيري ته چي د جاهليت په زمانه کي خلګو ورباندي عقيده درلودل. دوۍ پدې باور وه چي په دښت کي يو شيطان او يا پيرئ دئ چي د إنسانانو څخه لاره ورکوي او  يا إنسان ويروي خو رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: داسي نده . د غول په نامه هيڅ شئ نسته.

د" صفر " په تفسير کي هم مختلف اقوال راغلي دي خو مشهور قول يې دادئ چي ددې څخه د صفر المظفر مياشته مراد ده.
د جاهليت د زمانې خلګو به د صفرالمظفر په مياشتي باندي بد پالي کول، پدې مياشتي کي به يې سفر نکوئ، پدې مياشتي کي به يې کوزده او واده نکول، دا مياشت به يې د آفتونو اوبلاګانو مياشت بلل او همدا راز نوري فاسدي عقيدې چي دوۍ ددې مياشتي په باره کي درلودلې.
خو رسول الله صلي الله عليه وسلم دغه ټولي رد کړې؛ داسي چي د صفرالمظفر د مياشتي په هکله چي خلګ کوم فاسد باور لري هغه درست ندئ، پدې مياشت کي واده کول او سفرکول هيڅ پروا نلري، او پدې مياشتي کي هيڅ ځانګړئ مصيبت او غم نسته او نه هم دغه مياشت يوځانګړئ عبادت اوطاعت لري، د نورو مياشتو غوندي دا هم يوه د دوولسو مياشتو څخه ده چي کال ورڅخه جوړدئ.

نو دې مياشتي ته د غم او بلاګانو مياشت ويل او يا ددې مياشتي په تيريدلو باندي خوشاله کيدل او د مياشتي په آخره کي د خوشالۍ مراسم نيول دا ټوله هغه شيان دي چي مسلمان يې په کولو باندي ګناهکاره کيږي او په کلکه بايد ځان ورڅخه وساتي.

په ځینو ځایونو کي داسي اصطلاح ده چي د صفر میاشتي په راتللو باندي خلګ خوابدي کیږي او دې میاشتي ته د بدفالۍ او بدمرغۍ په سترګه ګوري کله چي دا میاشت تیره سي نو دوۍ د خپلو کورونو کونجان په جارو باندي ټکوي او داسي وایي: صفره ووته بلا ووته.
ځیني خلګ بیا پدې میاشتي کي سفر ته نه ځي او یا د سفره څخه کور ته نه راځي، ځیني خلګ بیا پدې میاشتي کي ودونه نکوي، ځیني خلګ بیا ددې میاشتي لپاره خاص خیرات کوي.
دا ټول خرافات او بې ثبوته رواجونه دي مسلمانان باید پر داسي شیانو باندی باور ونلري او دې میاشتي ته د نورو میاشتو په حيثيت وګوري.
مولوی نورالحق مظهری

پوخ مو سیاست دئ

پـــوخ مـــو سیاست دئ او پخه مبارزه کــوو
نه یــو وار خطا په عقل هــــره فیصله کـــوو

نه یـــو ناپـــوهان نه تــزلــزل د پالیسۍ لــرو
نه د چا تقلید کــــوو نه تګ د چا پـر پله کوو

نه یـــو چا روزلـــي د چا څخه تأثیـــــر لـــرو
مـــــوږ مسلمانان یــو یــو الله لره سجده کوو

سم مو پیژندلي دي دوستان او دښمنان دځان
ځکه د دوستـــۍ او دښمنۍ ټینګه وعده کوو

نلــــــــرو اړتیا د چا قانـــــون د چا روزنـي ته
خپل په ایماني فـــراست چاره د هــرڅه کـوو

نه وایو درواغ نه مو خوښیږي درواعجن خلګ
نه پــــر اتهام د چا د جــــرم مـــحکمــه کـــوو

دا مـــو امتیاز دئ مظهـري د ژوند په چاروکي
چي مخکي او وروسته تر هرکار محاسبه کوو

زموږ پيغام او کړنلاره:

موږ چي هرچاته د ګناه د پريښودلو خبره کوو هدف مو د مسئوليت آداء کول او خيرخواهي ده.
دا د هر مسلمان دنده ده چي ښه او بد کارونه خپله وپيژني او بيا يې نوروته هم ور زده کړي، خلګ پر ښه کاورنو باندي امرکړي او د بدو کارونو څخه يې را وګرځوي، بل مسلمان ته د ځان په سترګه وګوري کوم شئ چي د ځان لپاره خوښوي هغه دي د بل مسلمان لپاره هم خوښ کړي او چي کوم شئ د ځان لپاره نه خوښوي هغه دي د بل مسلمان لپاره هم نه خوښوي.
موږ که غلو ته د غلا پريښودلو خبره کوو، رشوت خوارو ته د رشوت پريښودلو خبره کوو، دوکه باز او چلبازوته د دوکې پريښودلو خبره کوو، ناپوه ته د پوهي زدکولو خبره کوو،‌ فاحش اوبې ستره ته د ستر اوحياء خبره کوو،‌ ظالم ته د ظلم د پريښودلو خبره کوو، مبتذلو رسنيو ته د اصلاح او سمون خبره کوو او داسي نورو بې لاري إنسانانو ته د هدايت اوسميدلو خبري کوو دا ټول ددې لپاره چي له يوې خوا خپل ديني، اسلامي، انساني او ايماني مسئوليت پوره سرته ورسوو او له بلي خوا د نورو مسلمانانو سره د خپلي خواخوږۍ او زړه سوي درلودل ثابت کړو.
زموږ دوستي او دښمني د هيچا سره د مال، ‌شخصي ګټو، دنيوي شهرت،‌ حسد اوبخل، چوکۍ او نورو بې اعتباره شيانو پر اساس نده بلکي د رسول الله صلي الله عليه وسلم د هغه حديث پربنياد ده چي فرمايي: هيڅوک ستاسو کامل مسلمان نسي کيدلای ترڅو چي د خپل مسلمان ورور لپاره هغه شئ خوښ نکړي کوم چي د ځان لپاره يې خوښوي.
چي کله موږ د ځان لپاره ښه ژوند، د الله پاک رضايت، نيک اعمال او جنت غواړو نو د بل مسلمان لپاره يې هم غواړو او چي د ځان لپاره خراب ژوند، د الله پاک قهر،‌ ګناهونه او دوږخ نه غواړو نو د بل مسلمان لپاره يې هم نه غواړو.
دا مو د ټول ژوند کړنلاره ده نه يې پريږدو، نه يې بدلوو او نه هم ورڅخه ستړي کيږو.
پدې لاره کی نه دچا خاطر ساتو، نه دچا څخه ویریږو او نه هم چا ته تسلمیږو په کوم ډول چی أنبیاؤ دغه رسالت په پوره توګه سرته رسولئ دئ موږ به یې هم إن شاء الله سرته رسوو.
په باطل او ناروا کي دي هیڅوک زموږ څخه د انډیوالۍ او ملتیا طمعه نکوي.
مولوی نورالحق مظهری

وضاحت:

کومي ليکني چي زه نشر کوم د هغه ليکنو د محتوي او يا د نشر ضامن او جواب ويونکئ يم چي زه يې پر خپل آدرس او يا هم پر خپلي پاڼي باندي نشر کوم هغه ليکني چي زما په نامه نشر کيږي ياهم بل څوک په خپل پوسټ کي ماته اشاره کوي ياهم زما پوسټ شير کوي يا کمنټ ورباندي کوي د هغو زه نه ضمانت کوم او نه يې هم جواب ورکوم د هغو مسئول هغه څوک دئ چي نشر کړي يې وي.
مولوی نورالحق مظهری

د ظالم زړه ته غشئ او د مظلوم زړه ته مرهم:

د امام شافعي رحمه الله څخه پوښتنه وسوه چي په قرآن کي هغه کوم آيت دئ چي د ظالم زړه ته غشئ دئ او د مظلوم زړه ته مرهم دئ؟ امام شافعي رحمه الله وفرمايل: دا آيت دئ: وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا.[سورة مريم 64] ژباړه: ستا رب هيرجن ندئ.
يعني هيڅ شئ د الله پاک نه هيريږي، د ټولو انسانانو ټوله اعمال څاري د ظالم ظلم او د مظلوم مظلوميت د نژدې څخه ويني ظالم ته به دده د ظلم مجازات ارو مرو ورکوي او مظلوم ته به دده پر مظلوميت باندي ثواب او لوړه مرتبه ارو مرو ورکوي.
ټوله ظالمان بايد پدې باندي پوه سي چي هيڅ وخت به د الله پاک د محاسبې څخه خلاص نسي او مظلوم دي هم د الله پاک د درباره نه نا اميده کيږي ارومرو يې الله پاک انتقام د ظالمانو څخه اخلي.
مولوی نورالحق مظهری

غبرګون

یا الله د امریکایي اشغالګرو او بچڼو څخه یې ته د موسی کلا د شهیدانو انتقام واخلې!.
ــــــ
په ډیري خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي امریکایي یرغلګرو او مزدورانو یې په موسی کلا کي د واده پر مراسمو بمبار کړئ په لسګونو بې ګناه مسلمانان چي ډیرئ یې ښځي او ماشومان دي شهیدان کړيدي.
انا لله وانا الیه راجعون.
شهیدانو ته د الله پاک څخه قبولیت او جنت الفردوس غواړو، ټپیانو ته عاجله شفاء غواړو او دردیدلو خپلوانو او ټول ولس ته د تسلیت او غمرازۍ مراتب وړاندي کوو.
لکه داچي لومړئ پیښه نده وروستئ به هم نوي تر څو چي د اشغال کرغیړنه واکمني د هیواد څخه ورکه نسي ډیري داسي نوري پیښي به هم ووینو.
پر افغانانو باندي دا لازمه ده چي لاس سره ورکړي او په ګډه د اشغال په وړاندي په هره برخه کي ودریږي تر څو اشغال او آثار یې ټوله د هیواد څخه ورک سي.
مولوی نورالحق مظهری

زموږ په زمانه کي د کفارو سره معامله:

زموږ په زمانه کي کفارو ته بې تاکتيکه تنازل يو ډول ماته او هغوۍ ته د جرأت ورکول دي که د کفارو سره کوم تړون لاسليک کيږي او ياهم ددوۍ يوه غوښتنه منل کيږي هغه بايد ددې حديث په پام کي نيولو سره چي: " الحرب خدعة " د پوره پلان او منل سوي تاکتيک له مخي وي نه د خاطر او فشار په وجه.
کفار تل ددې کوښښ کوي چي په هر ډګر کي مسلمانان خطاباسي، مسلمانان بايد ډير هوښيار او زيرک وسي ددوۍ په خبرو، غوړماليو او مرستو باندي دوکه نسي او ددوۍ هري کړني ته ورته شنډوونکئ ځواب ولري.
که دوۍ د مياشتو پلان جوړوي موږ بايد د کلونو پلان جوړ کړو او که دوۍ د يو کال پلان جوړوي موږ بايد د لسو کالو پلان جوړ کړو.
لکه په معنوياتو کي چي الله پاک مسلمانانو ته پر دوۍ باندي فضيلت ورکړئ دئ همداسي د ژوند په ټولو برخو کي بايد مسلمانان خپل اولويت په اخلاقي او عملي بڼه په اثبات باندي ورسوي.
مولوی نورالحق مظهری

پر ګناه باندي د ټينګار تاوانونه:

هغه خلګ چي پر ګناه باندي ټينګار او اصرار کوي د لاندي تاوانونو سره به مخامخ کيږي:
1 – پر ګناه باندي اصرار ددې لامل جوړيږي چي د بنده او الله ترمينځ دي واټن پيدا سي او بنده دي د الله پاک د رحمت څخه محروم سي.
2 – څوك چي پر ګناه باندي اصرار کوي الله پاک او مقربي ملائکي هغه ته ښيراوي کوي يعني لعنت ورباندي وايي.
3 – څوک چي پر ګناه باندي اصرار کوي پر هغه باندي به جني او انسي شيطانان مسلط کيږي.
4 – څوک چي پر ګناه باندي اصرار کوي پر هغه طاعات او عبادات سختيږي، د دعاء څخه به غافل کيږي او د شيطان او نفس تابع به جوړيږي.
5 – څوک چي پر ګناه اصرار کوي هغه به تل د خلق تنګۍ احساس کوي، طبيعت به يې تل خراب وي او زړه به يې ډير تنګ وي.
6 – څوک چي پر ګناه باندي اصرار کوي د هغه به دنيا په سترګو کي ډيره لويه معلوميږي نوځکه به پر هغې باور کوي او تل به ورپسې لا لهانده وي.
7 – څوک چي پر ګناه اصرار کوي د هغه به عقل ډير لږ وي او ايمان به يې ډير ضعيف وي.
8 – څوک چي پر ګناه باندي اصرار کوي هغه چي کله مړ سي د عذاب ملائکي به  ورته راسي او عذاب ورکول به ورته شروع کړي.
9 – څوک چي د ګناه پر کولو باندي اصرار کوي هغه به د قيامت په ورځ د هغو خلګو په ټولۍ کي را روان وي چي عمل نامې يې په چپه لاس ورکول سوېوي.
10 – څوک چي پر ګناه باندي اصرار کوي هغه به د خلګو او ټولني په سترګو کي ډير سپک معلوميږي.
11 – څوک چي پر ګناه باندي اصرار کوي هغه به د خلګو مخ ته د ذلت او خوارۍ سره مخامخ کيږي.
ژباړه: مولوی نورالحق مظهری
منبع: الالوکه ویب پاڼه.

خبري ځکه سپیني کوو:

لاره مــو سپینه ده خبـــري ځکه سپیني کــوو
په زړه کي عشـق لـرو وینا ځکه د میني کــوو

هـدف مـو سپین دیه کــړنلاره تکه سپینه لرو
خـود په ساده شیانـــو وارونه ډبــــریني کـوو

منشور موسپین دیه پرسپینه لاریوځکه روان
چی تل ساتنه د فطـرت په خپلي وینـي کـــوو

عـــزم مــو ډیــري پــــردۍ پالـي ارادې وژلـــي
ځــکه په پاڼه د تاریخ کــرښـي زرینــي کــــوو

د سپین توحید سپینه جنډه مو مظهري وګوره!
چي ترسایې لاندي یې ژوند د ورورګلویني کوو

په واده کي....

په واده کي د ښځو پر ښایست باور مکوئ او په انتخاباتي کمپاینونو کي د نوماندانو پر ښه توب باور مکوئ ځکه  دواړه یې جعلي او لنډمهالي دي او د دوکې لپاره یې کوي.

ټاکني او نتیجه یې:

یو وار ټاکني سي چي خپله کوم شرعي لاسوند نلري بیا د چوکۍ د لاسته راوړلو لپاره نوماندي، تبلیغات او بې ځایه لګښتونه سي چي په شرعي لحاظ پوره منفي کړنه ده بیا خلګو ته درواغ ویل او د درواغو وعدې سي چي سخت حرام کار دئ، چاپلوسۍ، غوړمالۍ، غیبتونه، درواغ او ځان ستایني خو نو په پېخر دي.
دداسي پروسې نتیجه به نو خود سلاته او غلور ترش وي.
مولوی نورالحق مظهری

هغه ځوانان چي په ځوانۍ کي يې قيادت کړئ دئ:

1.عبدالرحمن الناصر 21 كلن وو چي په اندلس باندي حاكم سو ډيره ښكلې او قوي واكمني يې وكړه، ‌ډيري فتني يې خنثی كړې آن تر دې چي دده د واكمنۍ د قوت څخه په اروپاكي هم نورو واكمنانو تجربه حاصله كړه.
2.محمد الفاتح، چي د اوسني استانبول او پخواني قسطنطيه فاتح دئ د 22 كالو وو چي قيادت ته ورسيدئ.
3. اسامه بن زيد رضي الله عنه د18 كالو وو چي رسول الله صلي الله عليه وسلم د هغي دلګۍ مشر وټاكئ چي د روميانو سره جنګ ته وليږدول سوه.
4. محمد القاسم د17 كالو وو چي حجاج بن يوسف سند ته راوليږئ سند يې فتح كړ او اموي خلافت يې په سند او هند كي قائم كئ.
5. سعدبن ابي وقاص د 17 كالو وو چي مشرۍ ته ورسيدئ.
6. ارقم بن ابي الارقم رضي الله عنه د 16 كالو وو چي مشرۍ ته ورسيدئ.
7. طلحه بن عبيدالله د 16 كالو وو چي مشرۍ ته ورسيدئ.
8.زبيربن العوام د 15 كالو وو چي مشرۍ ته ورسيدئ.
9.عمرو بن كلثوم د 15 كالو وو چي د خپلي قبيلې مشر سو، چي په باره كي يې ويل كيږي: كه دئ نوای مسلمان سوئ نو بنوتغلب به خلګ خوړلي وای.
10. زيد بن ثابت د 13 كالو وو چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم ترجمان مقرر سو، كاتب د وحي هم وو، سرياني او يهودي ژبي يې په 17 ورځو كي زده كړې.
11. عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما ډير کوچنئ وو چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره يې ملګريتوب سو تر داسي اندازې پوري چي د حبرالامة لقب ورته ورکول سوئ دئ.
مولوی نورالحق مظهری