۱۴۰۱/۱۱/۱۵

هغه دښمن چي نه دوست کيږي:

ژباړه: ځينو حکماؤ ويلي دي: ما ته خوند راکوي چي هر دښمن مي دوست سي مګر هغه څوک چي زما سره د دښمنۍ سبب يې نعمت وي.
يعني د هر دښمن دوست کېدل غواړم خو د هغه چا دوست کېدل نه غواړم چي د الله تعالی له لوري پر راکړي نعمتونو زما سره دښمني کوي ځکه داسي دښمن د انسان څخه د نعمت په زوال خوشحاله کيږي.
تجربو ښودلېده چي د الله تعالی پر نعمتونو باندي دښمن هيڅوخت د انسان نه دوست کيږي او نه يې هم فکر سميږي
قَالَ بَعْضُ الْحُكَمَاءِ: كُلُّ عَدُوٍّ أَحَبُّ أَنْ يَعُودَ لِي صَدِيقًا إِلَّا مَنْ كَانَ سَبَبُ عَدَاوَتِهِ النِّعْمَةَ.[المجالسة وجواهرالعلم2187]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۱۴

په اسلامي نظام کي اقتصادي وده:

اسلامي نظام لکه په نورو برخو کي چي د خپل رعیت د ژوند پوره تأمین ته پاملرنه کوي او هیواد د ترقۍ لوري ته کشوي د تجارت او اقتصاد په برخه کي هم کوښښ کوي چي  ټولو وګړو ته پوره آسانتیاوي برابري کړي ځکه د اقتصاد اصلي وده په اسلامي نظام کي وي په نورو نظامونو کي خو اقتصادي وده نسته د اشخاصو وده وي پدې معنی سره چي ځيني اشخاص ډېره وده کوي خو ځيني نور بيا د مسکنت او غربت له کبله د مځکي سره برابرېږي لکه مخکي چي د آزاد بازار له امله همداسي منفي چاپیریال زموږ پر هیواد حاکم سوی وو.
پدې خاطر چي د اسلامي نظام منبع او سرچينه اسلامي شريعت دی او په شريعت کي د دنيوي او اخروي ژوند تأمينول ډېر مهم بلل سويدي نو ځکه اسلامي نظام هم اقتصادي ودي ته ډېره پاملرنه کوي.
د دنيوي ژوند د سمون په اړه الله پاک فرمايي: وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا.[ القصص: 77]
ژباړه: د آخرت غوښتنه وکړه په هغه مال کي  چي الله پاک تاته درکړی دی (د الله په لاره کي يې مصرف کړه) او ددنيا لپاره خپله برخه هم مه هېروه.
نو لکه مسلمانو افرادو ته چي دا دستور دی اسلامي نظام ته هم دا دستور دی چي تر خپل حاکميت لاندي رعيت لپاره د ژوند مالي سهولتونه برابر کړي او د خپل هر وګړي د اقتصادي پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي.
همدا راز عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنهما څخه موقوف روايت دی چي فرمايي:
فَاعْمَلْ عَمَلَ امْرِي يَظُنُّ أَنْ لَنْ يَمُوتَ أَبَدًا ، وَاحْذَرْ حَذَرًا تَخْشَى أَنْ تَمُوتَ غَدًا.[ السنن الکبري4932]
ژباړه: داسي کار کوه لکه هغه څوک چي ددې ګمان کوي چي ګرسره نه مړکيږي او پوره احتياط او ځان ساتنه وکړه ددې وېري څخه چي ګويا ته سبا مړکيږې.
ددې روايت په غوښتنه اسلامي نظام هم مکلف دی چي د دنيوي کارونو په کولو کي ډېر جديت وکړي او اساسي اوږدمهالي اقتصادي پلانونه د خپل هيواد او خلګو لپاره جوړ کړي.
د اقتصاد د ودي لپاره څو شيان ضروري دي:
1 – د مال ساتنه؛ چي تجارت بېله دغه ساتني هیڅ امکان نلري ځکه په هر ځای کي چي مال د خطر سره مخامخ وي هلته خلګ تجارت ته زړه نه ښه کوي.
2 – امنيت؛ لکه د نورو کارونو لپاره چي د امنیت شتون ضروري دی د تجارت او اقتصادي پرمختګ لپاره هم ضروري دی ځکه بېله امنيت تجارتي چاري په هیڅ صورت کي پر مخ نسي تللای.
3 – د تجارت سهولت؛ د تجارت لپاره چي کومي آسانتیاوي مهم دي که هغه برابري نسي تجارت پر مختګ نسي کولای او صادرات او واردات په ټپه دریږي.
4 – خلګو ته د کار زمينه برابرول؛ دا معلومه خبره ده چي ډېر خلګ د کار په مقابل کي د مالي حصول په واسطه پیسې لاس ته راوړي نو چي کله خلګو ته د کار زمينه او کاري فرصتونه برابر وي د خلګو به اقتصادي وضعيت هم سم وي کنه نو ډېر خلګ به د اقتصادي بحرانونو سره مخامخ وی.
5 – د سودي معاملاتو او خودسريو مخنيوی؛ کله چي په کوم هیواد کي د سودي معاملاتو مخه نیول کیږی طبعا هلته مثبت تعادل راځي چي په نتيجه کي هر څوک په آزاده فضاء کي خپل کار کولای سي.
6 – د هيواد داخلي منابع فعاله کول؛ د هر هيواد لپاره داخلي منابع ځکه مهم دي چي د هغو څخه نسبت خارجي منابعو ته په آسانۍ سره د عوائدو حصول کولای سي او کله چي په هیواد کي د داخلي عوائدو کچه ډېره وي دولت مړیږي چي عادتا پر ملت هم مثبته اغیزه کوي.
اسلامي نظام د پورته ځانګړتياوو درلودلو سره د ښه اقتصاد لپاره ښه جوګه جوړېدلای سي او هیواد په اقتصادي برخه کي پر پښو درولای سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۱۳

د قيامت په ورځ کي د متکبر انسان عذاب:

ژباړه: د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت دی چي ويې فرمايل: د قيامت په ورځ به متکبر انسانان د کوچينيو ميږيانو په شکل کي را حشر کيږي او دوی به د هري خوا څخه په خوارۍ کي پوښلي وي، دوی به په جهنم کي هغه زندان ته شړل کيږي چي نوم يې بولس دی، پر دوی د اورونو اور(تند اور) بليږي او دوی به د دوږخيانو په چرکو اوبيږي.
خلاصه: متکبر انسان ته به الله تعالی په قيامت کي ډېر سخت او د سپکاوي عذاب ورکوي:
۱ – د کوچينو ميږيانو په شکل کي به يې را حشر کوي.
۲ – په خوارۍ کي به پوښلي وي.
۳ – په جهنم کي به يې زندان ته ور اچوي.
۴ – په اورونو کي به يې په سخت اور باندي سوځوي.
۵ – د نورو دوږخيانو چرک او زدآبي به په څښي.
عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؛ قَالَ: يُحْشَرُ الْمُتَكَبِّرُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَمْثَالَ الذَّرِّ فِي صُوَرِ النَّاسِ ، يَغْشَاهُمُ الذُّلُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ ، يُسَاقُونَ إِلَى جَهَنَّمَ ، إِلَى سِجْنٍ يُسَمَّى بُولَسُ ، تَعْلُوهُمْ نَارُ الْأَنْيَارِ ، يُسْقَوْنَ مِنْ عُصَارَةِ أَهْلِ النَّارِ.[المجالسة وجواهرالعلم۱۹۵۷]
مولوي نورالحق مظهري

د ټولني په وړاندي د عصري پوهانو مسئوليتونه:

دا معلومه خبره ده چي د خپلي ټولني په وړاندي هر وګړی خاص مسئوليت لري نو لکه ديني علماء چي د خپلي ټولني په وړاندي مسئوليتونه لري همداسي نور پوهان يې هم لري چي هر يو يې په آداء کولو باندي مکلف دی، د طبيعي او عصري علومو پوهان د خپلي ټولني په وړاندي لاندي مهم مسئوليتونه لري چي آداء کولو ته يې بايد ځانونه ژمن وبولي:
۱ – خپل زده کړي معلومات د تدريس او بيان په بڼه د اړتيا سره سم خلګو ته ورسوي او د پوهنتون، مکتب او مدرسې له لاري خپلي ټولي زده کړي د خپل ولس سره شريکي کړي او د ماشومانو او نوي نسل په روزلو کي خپل فعال رول په پوره ايماندارۍ او ډېري ليوالتيا سره ولوبوي.

۲ – د خپلي ټولني په عصري کولو او جوړولو کي خپل علمي مهارتونه او عملي تجربې د خلګو سره شريکي کړي او د شريعت په چوکاټ کي د ننه په مادي قوت کي د خپلو خلګو د بسيا کولو لپاره کار وکړي، په اسلام کي د معنوي قوت تر څنګ مادي قوت، ساينسي تحقيقات او اختراعاتو ته ډېر ارزښت ورکول سوی دی نو د مسلماني ټولني هر وګړی بايد د خپل توان سره سم د مسلمانانو په پياوړي کولو کي خپله دنده سرته ورسوي.

۳ – د خپل مسلک څخه تجارتي منبع جوړ نکړي او د ظاهري خدمت په مقابل کي د خلګو وينه و نه زبېښي البته د کار په مقابل کي مناسب اجرت اخيستل شرعا کوم مشکل نلري خو دا چي څوک د خپلي پوهي اصلي هدف مال وګرځوي او بېله ماله خپل ولس او خلګو ته خدمت نکوي هلته نو بیا دا کس د خپل وطن او ولس سره جفا کړېده او د خپل هيواد او ټولني په وړاندي خپل مسئوليت ندی آداء کړی.

۴ – پدې خاطر چي  رسنيزه فضا په هيواد کي تر ډېره بريده ډکه ښکاري نو د همدې برخي پوهانو يعني ژورنالستانو ته دا لازمه ده چي د خپل مسلک اصولو ته پوره پاملرنه وکړي او ددې تر څنګ ديني اصولو ته هم پوره ژمن وي ځکه اسلام زموږ لپاره داسي دين دی چي  د ژوند هري برخي لپاره يې اصول او احکام ذکر کړيدي نو درواغ ویل، ناحقه اخبار او تبصرې کول، موسیقی غوږ ایستل او داسي نور منفي کارونه ټول هغه ناوړه کارونه دي چي له بده مرغه ډېری ځوانان په اخته دي.

۵ – د عصري علومو او تجربو په برخو کي داسي نوښتونه تر سره کړي چي زموږ هيواد په نړۍ کي ددې تر څنګ چي د سيالانو سيال سي بلکي په تمامه معنی خودکفاء او صادراتي هيواد وګرځي ترڅو موږ په تخنيک، ساينس او طب کي د نورو هيوادونو د اړتيا څخه خلاص سو.

۶ – لکه ديني علماء چي دنده لري تر څو د دیني او عصري علومو او ښوونځایونو تر مینځ واټن کم کړي د عصري علومو پوهان هم دېته ورته دنده لري چي تر سره کول يې سل په سلو کي ددې وطن او ټولني په خير باندي تماميږي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۱۲

د ګڼو انسانانو سره د ناستي تأثير:

ژباړه: ځينو حکماؤ ويلي دي: د متدينو انسانانو سره ناسته د زړونو څخه د ګناهونو زنګ ليري کوي، د ځوانمردو/شجاعو انسانانو سره ناسته پر ښو اخلاقو دلالت کوي، د علماؤ سره ناسته زړونو ته هوښياري ورکوي او څوک چي د زمانې پر بدلون پوه سي هغې ته ميلان نکوي.
قَالَ بَعْضُ الْحُكَمَاءِ: مجالسة أهل الديانة تَجْلُو عَنِ الْقُلُوبِ صَدَأَ الذُّنُوبِ، وَمُجَالَسَةُ ذَوِي الْمُرُوءَةِ تَدُلُّ عَلَى مَكَارِمِ الْأَخْلَاقِ، وَمُجَالَسَةُ الْعُلَمَاءِ تُنْتِجُ ذَكَاءَ الْقُلُوبِ، وَمَنْ عَرِفَ تَقَلُّبَ الزَّمَانِ؛ لَمْ يَرْكَنْ إِلَيْهِ.[المجالسة وجواهرالعلم1976]
مولوي نورالحق مظهري

ظالم ته دعا د الله تعالی نافرماني ده:

ژباړه: يوسف بن اسباط وايي: د چا چي د الله تعالی نافرماني خوښه وي هيڅ عمل به يې پاک نکړي او څوک چي د ظالم لپاره د بقاء د اوږدوالي دعا وکړي نو دده دا خوښه ده چي د الله تعالی نافرماني وکړي.
يعني د الله تعالی نافرماني ډېر بد عمل دی څوک چي يې کوي هيڅ عمل يې بيا نسي پاک کولای او څوک چي د ظالم لپاره د ډېري بقاء او پاته کېدلو دعا کوي نو د دغه انسان زړه غواړي چي د الله تعالی نافرماني وکړي.
سَمِعْتُ يُوسُفَ بْنَ أَسْبَاطٍ يَقُولُ: مَنْ أَحَبَّ أَنْ يَعْصِيَ اللهَ ؛ لَمْ يَزْكُ لَهُ عَمَلٌ ، وَمَنْ دَعَا لِظَالِمٍ بِطُولِ الْبَقَاءِ ؛ فَقَدْ أَحَبَّ أَنْ يَعْصِيَ اللهَ.[المجالسة وجواهرالعلم2008]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۱۱

د الله تعالی پر طاعت باندي ښه مرسته کوونکی:

ژباړه: د ځينو حکماؤ څخه پوښتنه وسوه چي د الله تعالی پر طاعت باندي څشی ډېر مرسته کوونکی دی؟ هغه ورته وويل: د زړه څخه د دنيا د غمونو ايستل.
يعني د زړه څخه د دنيوي غمونو ايستل د انسان سره د الله تعالی پر طاعت ډېره مرسته کوي.
سُئِلَ بَعْضُ الْحُكَمَاء: مَا أَعْوَنَ الْأَشْيَاءِ عَلَى طَاعَةِ اللهِ تعالى؟ قَالَ: إِخْرَاجُ غُمُومِ الدُّنْيَا مِنَ الْقَلْبِ.[المجالسة وجواهرالعلم۱۹۹۲]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۱۰

فرهنګي مبارزينو ته نصيحت:(دويمه برخه)

۹ – نيک اخلاق غوره کړئ او د هر چا سره د نبوي اخلاقو پر اساس مقابله وکړئ ځکه د نيکو اخلاقو غوره کول ددې تر څنګ چي خپل ډېر مثبت تأثيرات لري د انسان پر ښه توب او غوراوي باندي هم دلالت کوي په حديث شريف کي راځي:
إِنَّ مِنْ أَخْيَرِكُمْ أَحْسَنَكُمْ خُلُقًا.[صحيح البخاري۶۰۲۹]
ژباړه: يقينا بهترينه ستاسي هغه څوک دی چي ښه اخلاق ولري.
۱۰ – د چاپلوسۍ او دوه مخي سياست څخه ځان وساتئ ځکه دوه مخی سياست او چاپلوسي د منافقينو عادت دی مسلمان بايد ځان ورڅخه وساتي؛ امام قرطبي رحمه الله په خپل تفسير کي وايي: إنما كان ذو الوجهين شر الناس، لأن حاله حال المنافق، إذ هو متملق با لباطل وبا لكذب.[حاشيه صحيح ابن حبان]
ژباړه: دا چي دوه مخی انسان د ټولو خلګو شرير وبلل سو پدې خاطر چي دوه مخی انسان داسي دی لکه منافق؛ ځکه دوه مخی انسان په باطل او درواغو باندي چاپلوسي کوي.

۱۱ – د خپل اسلامي نظام څخه دفاع وکړئ ځکه دا نظام په ډېرو قربانيو باندي راغلی دی او د اسلامپالو لپاره يواځنې ځاله ده، که خدای مکړه ددې نظام په سمبالولو او ساتلو کي ناکام راځو دا به موږ ته د ټول وخت لپاره د محروميت معنی ولري او د نورو منحرفو انسانانو خبري به راباندي جوړي سي چي دين د حکومتولۍ څخه بېل بولي او اسلام د نظام چلولو لپاره کافي نه بولي.
د اسلامي نظام او مسلمان باچا په ارزښت باندي بايد موږ خپل سر خلاص کړو او خپل ټوله توان د اسلامي نظام ساتلو او مسلمان باچا پلوۍ لپاره وکاروو؛ په اثر کي راځي:
عن عثمان بن عفان رضي الله عنه أنه قال: إن الله ليزع بالسلطان ما لا يزع بالقرآن.[شرح سنن أبي داود لعبدالمحسن العباد]
ژباړه: حضرت عثمان رضي الله عنه فرمايي: الله پاک په باچا باندي داسي شيان دفع کوي چي په قرآن باندي يې نه دفع کوي.
يعني مسلمان باچا دومره مهم دی چي ډېری جرائم او تخلفات دده په ذريعه باندي د ټولني څخه ختميږي هغه چي په قرآن باندي نه ختميږي ځکه ډېر خلګ قرآن لولي او تلاوت يې کوي خو هيڅ ورڅخه نه متأثره کيږي سره ددې چي په قرآن کي د ګناه کوونکو او مجرمينو لپاره ډېري سزاګاني هم راغلي دي خو د مسلمان باچا له وېري ډېری خلګ د جرم څخه لاس اخلي دا ځکه چي مسلمان باچا مجرمينو ته عملا مجازات ورکوي له همدې امله په اسلامي نظام کي د جرمونو کچه ډېره ټيټه وي.
نو اوس چي الله تعالی موږ ته اسلامي نظام راکړی دی بايد دفاع يې وکړو او ترڅنګ يې ودريږو ترڅو مو نظام سمبال او ټينګ سي.
۱۲ – تقوی غوره کړئ! تقوی د هر مسلمان لپاره لازمه ده خو د مبارز لپاره تقوی ځکه په نسبي ډول ډېره اړينه ده چي په تقوی باندي د مبارز په ګړنو کي برکت او معنويات پيدا کيږي چي په نتيجه کي به يې استقامت په برخه سي او په مبارزه کي به يې الله تعالی خاص او ځانګړی چټک تأثير کښيږدي.
په آخره کي  درته وایم: دا نظام هم د خدمت دی هم غيرت بناء چي څومره مو په هره برخه کي خدمت په طاقت وي ويې کړئ او چي څومره مو توان وي ځانونه غيرتمند ونيسئ.
په اسلامي نظام کي د هرچا مثبت ليدلوري ته په درنه سترګه کتل کيږي نو ځکه د هر مسلمان مبارز ليکنه، وينا او مشوره ارزښتناکه بلل کيږي او اعتبار ورکول کيږي.
په اسلامي نظام کي فعال شخصيتونه ځکه ډېر مهم دي چي نظام په خپل سمبالښت او پرمختګ کي هغوی ته اړتيا لري او د نظام په اداري تشکيلاتو کي ددوی شتون د قوت سبب او د بقاء علت جوړېدلای سي.
له همدې امله هر مسلمان مبارز چي مخکي د ټولني د اصلاح لپاره څومره مبارزه کوله اوس يې بايد د نظام سره په همږغۍ څو برابره وکړي او چي هر با غيرته وګړي په کومو ځايونو کي شرعي غيرت کوی اوس يې بايد د مسئولينو سره په مشوره نور هم غښتلی کړي.
مولوي نورالحق مظهري

د زړه سواندو سره د روزۍ مطالبه وکړئ!

ژباړه: ځينو حکماؤ ويلي دي: د زړه سواندو انسانانو سره روزي وغواړئ؛ د دوی په اطرافو کي ژوند وکړئ، د سخت زړو انسانانو سره روزي مه غواړئ ځکه چي پر دوی باندي لعنت نازليږي.
يعني د روزۍ مطالبه د هغو خلګ سره وکړئ چي مهربانه او زړه سواندي وي، د هغو خلګو سره د روزۍ مطالبه مکوئ چي سخت زړي وي ځکه چي پر دوی باندي د الله تعالی لعنتونه نازليږي.
قَالَ بَعْضُ الْحُكَمَاءِ: اطْلُبُوا الرِّزْقَ عِنْدَ الرُّحَمَاءِ؛ تَعِيشُوا فِي أَكْنَافِهِمْ، وَلَا تَطْلُبُوا إِلَى الْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ، فَإِنَّ اللَّعْنَةَ تَنْزِلُ عَلَيْهِمْ.[المجالسة وجواهرالعلم1974]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۰۹

فرهنګي مبارزينو ته نصيحتونه!

فرهنګي مبارز وروره! پدې کي شک نسته چي ستا مبارزه مقدسه او مهمه ده خو ددې لپاره چي مبارزه دي نوره هم مؤثره واقع سي او د فرهنګونو او فکرونو د اصلاح سبب سي لاندي شيان په پام کي ونيسه:

۱ – هیڅ وخت پداسي شیانو کي مه ږغېږه چي په اړه یې پوره معلومات نلرې او د داسي شيانو په اړه تبصرې مکوه چي تا ته يې دقيق معلومات نه وي؛ الله جل جلاله فرمايي: وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا.[سورة الاسراء ۳۶]
ژباړه: د هغه شي پسې مه ځه كوم چي ته ورباندي علم نلري، يقينا چي غوږونه او سترګي او زړه د هر يوه په هكله د دوی څخه پوښتنه كيږي.
يعني په هغه شي پسې مځه كوم چي ته ورباندي خبر نه يې، او هغه خبره مكوه كومه چي ته يي په ثبوت باندي يقين نلرې.

۲ – د شرعي مصلحت څخه په استثناء هيڅ وخت درواغ مه وايه ځکه د درواغو ويل د انسان ايمان په خطر کي اچوي؛ په اثر کي راځي: عن قيس بن أبي حازم، قال: سمعت أبا بكر الصديق يقول: اتقوا الكذب، فإن الكذب مجانب للإيمان.[مساوئ الأخلاق۱۲۸]
ژباړه: قيص بن ابي حازم وايي: ما د ابوبکر رضي الله عنه څخه واورېدل چي ويل يې: ځانونه د درواغو څخه وساتئ ځکه درواغ د ايمان ليري کوونکي دي.
يعني درواغ ويل د ايمان د زوال سبب جوړيږي.

۳ – د چا سره په مقابله کی ښكنځل او سپکي سپوري خبري مكوه د دې ترڅنګ چي په ښکنځلو باندي د خبري تأثير او خوند له مينځه ځي ناروا او حرام کار هم دی؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللِّعَانِ وَلاَ الْفَاحِشِ وَلاَ الْبَذِي.[مسندالبزار۳۲۰۷]
ژباړه: مسلمان باید طعن ویونکی، لعنت ویونکی، ښکنځل کوونکی او بد ویونکی نه وي.

۴ – د باطل په وړاندي باید تل ثابته پالیسي او ښکاره موقف ولرې په حديث شريف کي راځي: عَنْ حُذَيْفَةَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لاَ تَكُونُوا إِمَّعَةً، تَقُولُونَ: إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَحْسَنَّا، وَإِنْ أَسَاؤُوا أَسَأْنَا، وَلَكِنْ وَطِّنُوا أَنْفُسَكُمْ إِنْ أَحْسَنُوا أَنْ تُحْسِنُوا، وَإِنْ أَسَاؤُوا أَلاَّ تَظْلِمُوا.[مسندالبزار۲۸۰۲]
ژباړه: د حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: بې موقفه مه جوړېږئ چي تاسي واياست: که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو، که خلګو بد کول موږ هم بد کوو بلکي ځانونه پر دې باندي مجبور کړئ چي که خلګو ښه کول تاسي هم ښه وکړئ او که خلګو بد کول تاسي ظلم مکوئ.
يعني د ځانه څخه هيڅ وخت بې موقفه او بې رأيي انسان مه جوړوه بلکي هميشه بايد د ځان لپاره ثابته او مثبته پالېسي ولرې، په هر څه کي دي موقف معلوم وي او د هر شي په وړاندي روښانه دريځ ولرې! داسي مکوه چي خلګو ته ګورې او په کړنو کي هغوی د ځان لپاره مقتدا او مشران جوړوې، که هغوی ښه کول ته هم د هغوی په پلوۍ ښه کوې او که هغوی بد کول ته هم بد کوې ځکه د مسلمان سره داسي متزلزله او مبهمه پالېسي مناسبه نده.
قال عبد الله بن مسعود: لا يكونن أحدكم إمعة. قالوا: وما إمعة؟ قال: يجري مع كل ريح. [مساوئ الاخلاق۲۸۷]
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي: د ځانه څخه بې موفقه مه جوړوئ! چا پوښتنه وکړه چي بې موقفه څنګه شی دی؟ هغه ورته وويل: هغه څوک چي د هر باده سره روان وي. يعني د هر چا په ډول پالېسي او فکر غوره کوي او د ځانه څخه ثابت موقف نلري.

۵ – پر خپل مسلمان ورور هيڅ وخت ناحقه او بې ثبوته خبره مکوه ځکه د دې تر څنګ چي بې ثبوته خبره انفرادي او اجتماعي فساد د ځانه سره لري تاوان یې خپله انسان ته رسيږي؛ په حديث شريف کي راځي: عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ شَانَ عَلَى مُسْلِمٍ كَلِمَةً يَشِينُهُ بِهَا بِغَيْرِ حَقٍّ أَشَانَهُ اللَّهُ بِهَا فِي النَّارِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ.[المستدرک ۷۸۹۳]
ژباړه: د ابوذر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي په مسلمان پوري ناحقه خبره وتړي چي دده عيب په ښکاره کوي الله تعالی به دی د همدغه خبري په خاطر د قيامت په ورځ دوږخ ته واچوي.
نو کوښښ وکړه چي په هيڅ مسلمان پسې بې ځايه خبري او تبليغات ونکړې او د هيڅ مسلمان د معيوب ښکاره کولو کوښښ ونكړې چي خدای مکړه په همدې سبب دوږخ ته داخل نسې.

۶ – کوښښ وکړه چي د هر مسلمان په غیاب کي د هغه دفاع وکړې په خاصه توګه د خپلو مشرانو او علماء کرامو؛ په حديث شريف کي راځي: عَنْ أَسْمَاءِ بِنْتِ يَزِيدَ قَالَتْ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ يَقُولُ : مَنْ ذَبَّ عَنْ لَحْمِ أَخِيهِ فِي الْمَغِيبَةِ ، كَانَ حَقًّا عَلَى اللهِ أَنَّ يُعْتِقَهُ مِنَ النَّارِ.[الزهدلإبن مبارک۶۸۷]
ژباړه: اسماء بنت يزيد وايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: هر څوک چي په غياب کي د خپل ورور د غوښو حمايت وکړي الله پاک به يې ارومرو د اور څخه آزادوي.
يعني څوک چي د خپل مسلمان ورور په غياب کي د هغه څخه دفاع وکړي، اتهامات ورڅخه ليري کړي او چاته يې د غيبت کولو اجازه ورنکړي الله پاک به دی د قيامت په ورځ د جنهم د اور څخه وساتي.

۷ – د هر چا سره بايد ستا دوستي او دښمني د الله لپاره او د دين پر اساس وي د قومۍ و وطن پر اساس بايد نه وي؛ رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي: وَمَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ.[صحیح مسلم ۷۰۲۸]
ژباړه: څوک چي عمل یې وروسته کړي نسب یې نسي مخت کولای.
یعني د چا چي عمل سم نه وي او په عمل باندي مخ ته ولاړ نسي په نسب باندي مخ ته نسي تللای.

۸ – د خپل دعوت او مبارزې لپاره د مصلحتونو او حکمتونو څخه ډکي طریقې انتخاب کړه او په ښه تګلاره حق د خلګو تر غوږو پوري ورسوه؛ الله جل جلاله فرمايي: ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ.[فصلت ۳۴] ژباړه: په هغه خصلت باندي دفع وکړه چي ډېره ښه وي نو هغه څوک چي ستا او دده تر مينځ دښمني وي ستا سره به داسي سي لکه صميمي دوست.
يعني په ښه طريقه د ځان څخه بدي دفع کړه تر څو ښه تأثير وکړي او دښمنان درته داسي وګرځي لکه صميمي ملګري او دوستان.
 مولوي نورالحق مظهري
دوام لري....

د باچاهانو او مشرانو درې بد عادتونه:

ژباړه: داود بن رشيد وايي: داسي ويل کېدل چي د باچاهانو بد عادتونه: د دښمن په وړاندي بې غيرتي ده، پر ضعيفو انسانانو سختي ده او د ورکړي په وخت کي بخالت دی.
يعني د باچاهانو او مشرانو بد عادتونه درې دانې دي:
۱ – د دښمن په وړاندي بې غيرتي او د دښمن څخه وېره.
۲ – پر ضعيفو او ناتوانو انسانانو باندي سختي او د زړه کلکوالی.
۳ – د ورکړي او مرستي په وخت کي بخالت او تبعيضي چلند.
نَا دَاوُدُ بْنُ رُشَيْدٍ؛ قَالَ: كَانَ يُقَالَ: شَرُّ خِصَالِ الْمُلُوكِ: الْجُبْنُ مِنَ الْأَعْدَاءِ، وَالْقَسْوَةُ عَلَى الضُّعَفَاءِ، وَالْبُخْلُ عِنْدَ الْعَطَاءِ.[المجالسة وجواهرالعلم1973]
مولوي نورالحق مظهري