۱۳۹۷/۱۰/۱۳

فکر وکړئ!

هغه خلګ چی د امریکا امکاناتو ته ګوته په غاښ دی، هر څه د هغې څخه انګیري، هر کار یې ددوي لپاره حکیمانه او پلان سوئ بولی، ټول کړه وړه یې شعوری او قصدی بولي او ماته یې ناشونې بولي که د دجال تر زمانې ورسیږی پر  هغه باندی به څه ګمان کوی؟! ځکه د هغه امکانات او تکنالوژي خو څو برابره د امریکې تر امکاناتو او تکنالوژۍ لوړ دی، دجال داسی کارونه کوی چی د امریکا څخه یې تصور هم نکیږې پدې خاطر دئ چی دهغه په وخت کی په عقیده سست او ضعیفه خلګ پر ده باندی ایمان راوړی او په خدايي یې منی.

مسلمانه وروره او خوری!
فکر وکړه، د بشر او مخلوق تاریخ مطالعه کړه، د نړۍ د پیل څخه بیا تر اوسه پوری د وران سوو زبرځواکونو حالات ځانته معلوم کړه، بشري طاقت وسنجوه، هر څه ته د مادیاتو او ظاهری اسبابو له پلوه مګوره،  په مخلوقاتو کی د مقتدر ذات الله پاک عادت ته کتنه وکړه، نړۍ څو محدوده زمانه مه بوله، د پیښو او حوادثو څخه مه متأثر کیږه، تیر مه هیروه او آینده ته د اسلامی عقیدې په هنداره کی وګوره!.
مولوی نورالحق مظهری

دځانه څخه بې عزم او بې ارادې خلګ مه جوړوئ!

عَنْ حُذَيْفَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ تَكُونُوا إِمَّعَةً تَقُولُونَ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَحْسَنَّا وَإِنْ ظَلَمُوا ظَلَمْنَا وَلَكِنْ وَطِّنُوا أَنْفُسَكُمْ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَنْ تُحْسِنُوا وَإِنْ أَسَاءُوا فَلاَ تَظْلِمُوا ».[سنن ترمذی2138]
ژباړه: دحذیفه رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دځانه څخه بې موقفه ( بې ارادې ) مه جوړوئ چی تاسو وایاست: که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو او که خلګو ظلم کوئ موږ هم ظلم کوو، بلکی دعزم او ارادې خاوندان وسئ که خلګو ښه کول تاسو هم باید ښه وکړئ او که خلګو بد کول تاسو نو بیا ظلم مکوئ.
توضیح: یعنی دځانه څخه داسی بې موقفه، بې عزمه او بې ارادې خلګ مه جوړوئ چی په هرشی کی بیله دې چی دځانه سره فکر وکړئ او مثبت په نظر کی ونیسئ نورو خلګو ته ګورئ او ځانونه تل د نورو خلګو لارویان او مقلدین بولئ او ځانونه داسی بولئ چی که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو او که خلګو بد کول موږ هم بد کوو. بلکی ځانونه دعزم، موقف او ارادې خاوندان وبولئ دسالم عقل څخه په استفاده پرځان باندی باور ولرئ او ځانونه داسی جوړ کړئ چی که خلګو ښه کارونه کول تاسو هم ښه کارونه وکړئ او که خلګو بد کارونه کول تاسو نو بیا بدکارونه او ظلم مکوئ.
ددې حدیث څخه له ورایه ښکاری چی إنسان باید هیڅوخت په بدکار کی د نورو خلګو پسې ولاړ نسی، او هیڅ وخت د بدکار په کولو کی دنورو خلګو کړه وړه دځان لپاره دلیل ونه ګرځوی بلکی په ښه کارونو کی دی دخلګو پسې ځی خو په بدو کارونو کی دی د نورو خلګو پسې نه ځی.
مولوی نورالحق مظهری

انسان به کله هلاکیږی؟

عَنْ عَمْرِو بْنِ مُرَّةَ ، عَنْ أَبِي الْبَخْتَرِيِّ الطَّائِيِّ ، قَالَ : أَخْبَرَنِي مَنْ سَمِعَهُ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ : لَنْ يَهْلِكَ النَّاسُ حَتَّى يُعْذِرُوا مِنْ أَنْفُسِهِمْ. [ مسند احمد 18289]
ژباړه: عمرو بن مره د ابی البختری الطائی څخه روایت کوی چی هغه وایی:زه خبرکړم هغه چا چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې اوريدلی وه چی هغه وفرمایل: خلګ ترهغه وخته پوری نه هلاکیږی ترڅو چی د خپلو ځانونو څخه او په خپلولاسونو باندی عذرونه پیدا نکړی.
یعنی ډیر ګناهونه کوی ترڅو دعذاب وړ وګرځی او دوی ته عذاب ورکوونکئ معذور وشمیرل سی او ددوی دعذابولو لپاره دلیل اوتوجیه پیدا سی.
او یاهم هدف ورڅخه داسی دئ چی دوی ګناهونه کوی او دخپلو ګناهونو لپاره فاسد دلائل وایی او دځانه څخه توجيهات ورته جوړوي ترڅو معذور وشمیرل سی اوخلګ یې ملامت نکړی.

د مسلمان لپاره

میلادی عیسوی کال په موږ مسلمانانو پوری هیڅ تړاو نلری نه يې چاته تبریکی ورکوو، نه یې تبریکی منو، نه یې په پیلیدلو او ختمیدلو بدفالی یا نیکفالی کوو او نه یې هم له مخی د کوم شی حساب کوو .