۱۴۰۱/۱۰/۱۰

ټول دي واوري!

پر اسلام، حنفيت، ديوبنديت او اسلامي امارت باندي منفي نيوکي نسو زغملای ځکه چي اسلام مو دين دی، حنفيت مو مذهب دی، دیوبنديت مو د مذهب تشريحي مسلک دی او اسلامي امارت مو سياست او منتخب نظام دی.
د هغه چا په وړاندي به تر خپله توانه قوي او چټکه مبارزه کوو چي دغه څلورو واړو ته په سپکه ګوري او يا يې هم پر ضد منفي تبليغات کوي.
مولوي نورالحق مظهري

لعنت څشی دی؟

ژباړه: حماد بن سلمه وايي: لعنت توروالی ندی چي په مخ کي ښکاره سي بلکي لعنت دا دی چي ته د يوې ګناه څخه نه وځې مګر دا چي په بلي ګناه کي لوېږې.
يعني د الله تعالی د رحمت څخه ليري کېدل د توروالي غوندي کومه خاصه نښه نلري چي په مخ کي ښکاره سي بلکي نښه يې دا ده چي ته پر ګناه باندي دوام کوې او چي کله د يوې ګناه څخه خلاص سې بيا د بلي ګناه لوري ته ور درومې.
نو که غواړی د الله تعالی د رحمت څخه ليري او ګوښه نسی نو د ګناه کولو سره مخه ښه وکړئ او په هيڅ صورت کي د ګناه کولو اراده مکوئ.
حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ؛ قَالَ: لَيْسَتِ اللَّعَنةُ بِسَوَادٍ يُرَى فِي الْوَجْهِ، وَلَكِنْ إِنَّمَا هُوَ أَنْ لَا تَخْرُجَ مِنْ ذَنْبٍ إِلَّا وَقَعْتَ فِي ذَنْبٍ.[المجالسة وجواهرالعلم765]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۰۹

د هر مسلمان لپاره ځیني اړین او ضروري مسئولیتونه:

۱ – الله پاک ته متوجه کېدل او پوره تقوی غوره کول.
۲ – پر عباداتو باندي ځان مکلف ګڼل او د عبادت په کولو کي پوره جدیت کول.
۳ – د مسلمانانو تر مینځ یووالی او ورورولي راوستل او هر مسلمان ته د ځان په سترګه کتل.
۴ – په مسلمانانو کي د سیمي، ژبي او قوم پر بنیاد د تقسیم او وېش مخه نیول.
۵ – په مسلمانانو کي دا عقیده محکومول او ختمول چي د ښار خلګ د وطن خلګ بد بولي او د وطن خلګ د ښار خلګ بد بولي.
۶ – اسلامي شعائر پېژندل او د هغو درناوي ته ځان متعهد ګڼل.
۷ – د اسلام دین په پوره غور سره د ټولو اجتماعي ځانګړتیاوو او انساني غوراويو سره پېژندل.
۸ – ددین خدمت ته تر ټولو مخکي وړاندي کېدل خو دنورو سره هم پوره مرسته کول.
۹ – د مدرن اوعصری امکاناتو او تکنالوژۍ څخه ددين په ګټه کار اخيستل.
۱۰ – د مال په لاسته راوړلو کي داسي هڅه کول چي د حرام مال څخه ځان او خپله کورنې په پوره توګه وساتي.
۱۱ – د خپلو اولادونو فکري او عملي روزني ته پوره پاملرنه کول.
۱۲ – د هر هغه چا سره مرسته کول چي د اسلام لپاره په هره ذريعه خدمت کوي.
۱۳ ـ په تعليم، جهاد، دعوت او تصوف کي چي د اسلام ساتني او غځولو مهمي لاري دي عملي خدمت کول.
۱۴ ـ د اسلامي نظام سره هراړخيزه مرسته کول او د سمبالولو او بقاء لپاره يې د خپل توان سره سم کار کول.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۰۸

مبارز ته خطاب

پنځه شيان بې ګټي او ضايع دي:

ژباړه: حسن بن خلال وايي: ځينو حکماوو ويلي دي: پنځه شيان ضايع او بې ګټي دي: په لمر کي د څراغ لګول، په ښره مځکه کي ښه باران کېدل، ښايسته ښځه عنين ته واده کول، ښه جوړه سوې ډوډې نيشه انسان ته ورکول او ناشکره انسان ته ښه کار کول.
څراغ په لمر کي هيڅ رڼا نکوي ځکه نو په لمر کي يې لګول بې فايدې کار دی، ښه باران ښره مځکي ته هيڅ ګټه نکوي ځکه نو ضايع او بې فايدې بلل کيږي، د ښايسته ښځي څخه عنين انسان هيڅ استفاده نسي کولای ځکه نو بې ګټي او بې فايدې بلل کيږي، نيشه سړی د ښه ډوډۍ په خوند نه پوهيږي ځکه نو بې فايدې بلل کيږي او ناشکره انسان د ښه کار په قدر نه پوهيږي ځکه نو بې ګټي او بې فايدې بلل کيږي.
نَا الْحَسَنُ بْنُ عَلِيٍّ الْخَلَّالُ؛ قَالَ: قَالَ بَعْضُ الْحُكَمَاءِ: خَمْسَةُ أَشْيَاءَ ضَائِعَةٌ: سِرَاجٌ يُوقَدُ فِي الشَّمْسِ، وَمَطَرٌ جَوْدٌ فِي سَبَخَةٍ، وَحَسْنَاءُ تُزَفٌّ إِلَى عِنِّين، وَطَعَامٌ اسْتُجِيدَ وَقُدِّمَ إِلَى سَكْرَانَ، وَمَعْرُوفٌ صُنِعَ إِلَى مَنْ لَا شُكْرَ لَهُ.[المجالسة وجواهرالعلم۷۱۳]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۰۶

هغه څوک هوښيار دی چي وقايه کوي:

سفيان رحمه الله فرمايي: زياد وويل: هوښيار هغه ندی چي په کوم کار کي چي لوېدلي وي د هغه لپاره حيله جوړوي بلکي هوښيار هغه دی چي حيله جوړوي تر څو کار ته و نه لويږي.
يعني د مشکلاتو څخه د خلاصون په نسبت د مشکلاتو په وړاندي د وقايې جوړول ډېر مهم دی ځکه نو هغه څوک ډېر هوښيار دی چي مخکي تر دې چي په ستونزو کي واقع سي د ځان لپاره وقايه جوړوي او په ستونزوه کي د ځان لوېدلو مخنيوی کوي.
که شرعي اصولو او اساساتو ته مراجعه وکړو له ورايه به راته ثابته سي چي د ټولو مشکلاتو په وړاندي وقايه څومره مهمه ده؟
د بېلګي په ډول په حديث کي راځي: مَنْ بَاتَ فَوْقَ بَيْتٍ لَيْسَتْ لَهُ إِجَّارٌ فَوَقَعَ فَمَاتَ ، فَبَرِئَتْ مِنْهُ الذِّمَّةُ ، وَمَنْ رَكِبَ الْبَحْرَ عِنْدَ ارْتِجَاجِهِ فَمَاتَ ، فَقَدْ بَرِئَتْ مِنْهُ الذِّمَّةُ.[مسند احمد ۲۱۰۲۸]
ژباړه: څوک چي د داسي کور پر سر ويده سي چي بام ونلري نو دی ولوېږي دی د الله د حفاظت څخه خلاص دی -يعني تاوان يې خپل پر غاړه دی– او څوک چي د سند موجونو ته ځان واچوي نو غرق سي دی د الله د حفاظت څخه خلاص د –يعني تاوان يې خپل پر غاړه د-.
هدف ددې څخه دا دی چي مخکي تر دې چي د بام څخه ولويږي يا يې سند غرق کړي انسان بايد خپل تدابير ونيسي که يې نه نيسي نو مسئوليت يې خپل پر غاړه دی.
په بل حديث کي راځي: إذا قام أحدكم من الليل عن فراشه، ثُمَّ رجع إليه فإنه لا يدري ما خلف فيه بعده فلينفضه بإزاره...[ مسند البزار ۸۵۰۶]
ژباړه: کله چي يو څوک ستاسو څخه په شپه کي د خپل بستر څخه ولاړ سي چي بيرته راسي نو دی ندی خبر چي دده وروسته بستر ته څشی راغلی دی ځکه نو خپل بستر دي په خپلو کالو باندي وڅنډي.
يعني مخکي تردې چي په بستر کي يې مار، لړم او يا بل شي وچيچي دی بايد خپل بستر وګوري چي دغه شيانو ځای پکښې نه وي نيولی.
په بل حديث کي راځي: إِنَّ هَذِهِ النَّارَ إِنَّمَا هِيَ عَدُوٌّ لَكُمْ فَإِذَا نِمْتُمْ فَأَطْفِئُوهَا عَنْكُمْ.[صحيح البخاري ۶۲۹۴]
ژباړه: دغه اور ستاسي دښمن دی نو کله چي ويده کېږی د ځانونو څخه يې مړ کړئ.
يعني مخکي تردې چي اور تاسو او يا ستاسو کور وسوځوي مړ يې کړئ بيا په آرامه ورته ويده سئ.
همداسي په حديث کي د ناروغيو په وړاندي د وقايې اړوند راځي: إِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلاَ تَدْخُلُوهَا، وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلاَ تَخْرُجُوا مِنْهَا.[صحيح البخاري ۵۷۲۸]
ژباړه: کله چي مو په يوځای کي د وبا واورېدل نو هلته مه ورځئ او چي کله په کوم چي ځای کي چي تاسي ياست هلته راسي نو د هغه ځای څخه مه وځئ.
همداسي نور ډېر احاديث او آيتونه سته چي انسان ته د وقايې او ځان ساتني سپارښتنه کوي.
نو بايد موږ د خپل توان سره سم د هري پيښي او ننګوني په وړاندي له مخکي څخه آمادګي ولرو تر څو خپله هوښياري هم په اثبات ورسوو او ځانونه هم د ستونزو څخه وساتو.
قَالَ سُفْيَانُ: قَالَ زِيَادٌ: لَيْسَ الْعَاقِلُ الذي يحتال للأمر إِذَا وَقَعَ فِيهِ، وَلَكِنِ الْعَاقِلُ الَّذِي يَحْتَالُ لِلْأَمْرِ أَنْ لَا يَقَعَ فِيهِ[المجالسة وجواهرالعلم۶۷۰]
مولوي نورالحق مظهري

څوک چي مو زړونو ځوروي:

د هیواد په تاریخ کي دوې توري ورځي:

د جدي شپږمه او د میزان پنځلسمه هغه دوې توري اوکرغېړني ورځي دي چي په هيواد کي د راپاتي کړاوونو پيلامه بلل کيږي.
د جدي په شپږمه د وخت مغرور، متکبر، ظالم، کمونستي کفري هيواد شوروي پر افغانستان باندي يرغل وکړ؛ هيواد يې اشغال کړ، آبادي يې ړنګه کړه او په مليونونو هيواد وال يې شهيدان کړه.
د شورویانو يرغل ته بې دينه کمونستانو زمنيه برابره کړه او شورويان يې هيواد ته راوستل چي د ډېر وحشت او بربريت ترڅنګ يې د هيواد د بدمرغۍ بنسټ کښېښود چي څو لسيزي يې ګران هيواد په اورونو کي وسوځوی.
زموږ اوسنی اسلامي نظام او مسلمان ولس بايد د شورويانو تېری او د کمونستیانو خباثت او خيانت هېر نکړي او هيڅوخت په افغاني ټولنه کي د کمونستانو لپاره د هيڅ ډول فعاليت اجازه ورنکړي.
د میزان پر پنځلسمه د وخت بل وحشي، د انسانيت نړيوال دښمن، بين المللي جنايتکار، د اسلامي هيوادونو ورانوونکی، د غاصبو يهودانو پلوی، د اسلامي مقدساتو سپکوونکی او د بشريت پر ټنډه باندي تور داغ امريکا پر هيواد يرغل وکړ، عامه تأسيسات يې وران کړه، د هيواد اقتصادي زېرمي يې وسوځولې، کلي اوښارونه يې وران کړه، ډله ايزي وژني يې وکړې، ودونه اوجنازې يې بمبار کړې، په زرهاوو انسانان يې ووژل او هيواد يې د لويي بدبختۍ خيټي ته ور واچوی.
د امريکايانو تيري ته بې دينه سيکولرانو لاره آواره کړه او د هغوی مخته را روان وه چي افغان مسلمان ولس يې د هغوی په بمبارونو او غټو بمونو باندي وسوځوی او هيواد يې د هري برخي د فساد ځاله وګرځول.
زموږ اوسنی اسلامي نظام بايد د بې دينه سيکولرانو په مقابل کي ډېر هوښيار وسي او هيڅوخت په هيڅه برخه کي د هيواد واک او اختيار ددوی په لاس ورنکړي کننه نو هم به مو دين راڅخه يوسي او هم به مو افغاني فرهنګ راڅخه لوټ کړي.
یا الله دغه اسلامي نظام مو راته وساتې او په هیواد کي يي د ټولو هيوادوالو لپاره د خدمت او د هيواد لپاره د حريت ساتني جوګه وګرځوې.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۰۵

حسد کوونکی د الله تعالی دښمن دی:

ژباړه: ابن ابجر وايي: ما په ځينو کتابونو کي ليدلي دي چي الله تعالی فرمايي: حسد کوونکی انسان زما د نعمت دښمن دی، زما فيصلې او قضاء ته په خښم دی او زما په بندګانو کي زما په تقسيم باندي خوشحال ندی.
کوښښ وکړئ چي د هيڅ مسلمان سره حسد ونکړئ تر څو خدای مکړه د الله تعالی د نعمتونو دښمنان، د الله تعالی فيصلې ته په خښم او د الله تعالی په تقسيم باندي خوابدي و نه ګرځی.
په اصل کي حسد کول د الله تعالی سره دښمني ده ځکه نو بايد هر مسلمان ځان ورڅخه وساتي او نور مسلمانان هم د حسد کولو څخه را وګرځوي.
قَالَ ابْنُ أَبْجَرَ: فِي بَعْضِ الْكُتُبِ: يَقُولُ اللهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: الْحَاسِدُ عَدُوُّ نِعْمَتِي، مُتَسَخِّطٌ لِقَضَائِي، غَيْرُ رَاضٍ بَقَسْمِي بَيْنَ عِبَادِي.[المجالسة وجواهرالعلم658]
مولوي نورالحق مظهري

هوښيار څوک دی؟(فقهي اصل)

ژباړه: سفيان ويلي دي: عمر بن العاص فرمايلي دي: هوښيار هغه ندی چي خير د شر څخه پېژني بلکي هوښيار هغه دی چي په دوو شرو کي غوره پېژني. 
يعني کله چي انسان د دوو تاوانونو او ضررونو تر مينځ راځي هوښيار هغه څوک دی چي هغه لږ ضرر و پېژني او په ګاللو يې ځان د لوی شر څخه خلاص کړي؛ هغه څوک هوښيار ندی چي خير د شر څخه جلا کولای سي ځکه ددې کار توان خو ډېری خلګ لري.
په عمومي ډول خير او شر سره بېل دي او د خير جلا کول د شر څخه دومره سخت کار هم ندی خو په دوو تاوانونو کي د آسانه او سپک پېژندل او بيا يې په ګاللو کي د سخت او غټ تاوان څخه د ځان ساتل ګران کار دی ځکه نو عمرو بن العاص رضي الله عنه دغه انسان هوښيار او عاقل بولي.
دا خبره زموږ په فقه کي هم يو اصل دی چي: کله د دوو تاوانونو تقابل سره راسي نو د ډېر تاوان د دفع کولو لپاره دي لږ تاوان وګالل سي.
په تبيين الحقائق کتاب کي راځي: کله چي د دواړو تاوانونو دفع کول ممکن نه وي نو ارومرو به د ډېر تاوان د دفع کولو لپاره لږ تاوان ګالل کيږي.
په شرح کي د سيرالکبير راځي: کله چي ځينو خلګو ته د ضرر رسولو څخه موږ هيڅ چاره ونلرو نو هغه لږ ضرر ته پر ډېر ضرر ترجيح ورکول کيږي.
ددغه اصل او قانون څخه موږ د ژوند په ټولو چارو کي استفاده کولای سو او په ټولو غير منصوصي مسائلو کي يې کارولای سو.
قال سفيان:قَالَ عَمْرُو بْنُ الْعَاصِ: لَيْسَ الْعَاقِلُ الَّذِي يَعْرِفُ الْخَيْرَ مِنَ الشَّرِّ، وَلَكِنِ الْعَاقِلُ الَّذِي يَعْرِفُ خَيْرَ الشَّرَّيْنِ.[المجالسة وجواهرالعلم670]
لَمَّا لَمْ يُمْكِنْ دَفْعُ الضَّرَرَيْنِ جَمِيعًا لَا بُدَّ مِنْ أَنْ يَتَحَمَّلَ أَدْنَى الضَّرَرَيْنِ لِدَفْعِ الضَّرَرِ الْأَعْلَى.[تبيين الحقائق باب الوصي]
وَإِذَا لَمْ نَجِدْ بُدًّا مِنْ إيصَالِ الضَّرَرِ إلَى بَعْضِ النَّاسِ ، تَرَجَّحَ أَهْوَنُ الضَّرَرَيْنِ عَلَى أَعْظَمِهِمَا.[شرح السيرالکبير]
مولوي نورالحق مظهري

دنيا د هر چا دښمنه ده:

ژباړه: عمر بن عبدالعزيز خپل کارکوونکي عدي بن ارطاة ته وليکل: دنيا د الله د دوستانو او دوښمنانو دښمنه ده؛ دوستان يې په غم اخته کړي او دښمنان يې خطا ايستلي دي.
د الله د دوستانو سره د دنيا دښمني دا ده چي دوی يې په غم اخته کړيدي ځکه دوی د دنيا په فتنه کي ډوب سويدي چي د مسلمان لپاره تر ټولو لوی غم دی او د الله د دښمنانو سره د دنيا دښمني دا ده چي دوی يې خطا ايستلي او مغروره کړي دي ځکه نو رښتينې لاره ورڅخه ورکه ده او پر باطل باندي روان دي.
كَتَبَ عُمَرُ بْنُ عَبْدِ الْعَزِيزِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ إِلَى عَامِلِهِ عَدِيُّ بْنُ أَرْطَأَةَ: أَمَّا بَعْدُ؛ فَإِنَّ الدُّنْيَا عُدُوَةُ أَوْلِيَاءِ اللهِ وَعُدُوَةُ أَعْدَاءِ اللهِ، أَمَّا أَوْلِياءُ اللهِ؛ فَغَمَّتْهُمْ، وَأَمَّا أَعْدَاءُ اللهِ؛ فَغَرَّتْهُمْ.[المجالسة وجواهرالعلم680]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۰۴

مولوي نورالحق مظهري

https://twitter.com/m_mazharee
په تويټر کي راسره ملګري سئ او پسټ د نورو ملګرو سره هم شريک کړئ.
مننه

حاسد انسان څنګه خوشحاله کيږي؟

ژباړه: معاويه رضي الله عنه فرمايي: ټوله خلګ زه خوشحاله کولای سم مګر هغه څوک چي د نعمت له کبله حسد راسره کوي؛ ځکه هغه کس بېله دې چي هغه نعمت زوال سي په بل شي باندي نه خوشحاله کيږي.
دداسي چا څخه ځان ساته چي تا ته د الله لخوا پر درکړل سوي نعمت حسد درسره کوي ځکه داسي څوک ګرسره نه خوشحاله کيږي مګر داچي هغه نعمت ستا څخه زوال سي.
قَالَ مُعَاوِيَةُ بْنُ أَبِي سُفْيَانَ رَضِيَ اللهِ عَنْهُ: كُلُّ النَّاسِ أَسْتَطِيعُ أَنْ أُرْضِيَهُ؛ إِلَّا حَاسِدَ نِعْمَةٍ؛ فَإِنَّهُ لَا يُرْضِيهِ إِلَّا زَوَالُهَا.[المجالسة وجواهرالعلم657]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

د ماشومانو زده کوونکو تر مينځ عدالت وکړئ!

ژباړه: مجاهد فرمايي: د قيامت په ورځ به د قرآن ښوونکی را وغوښتل سي که يې د ماشومان تر مينځ عدالت کړی وو خو ښه دی او که يې نه وو کړی نو د ظالمانو سره به ودرول سي.
ګرانو ښوونکو! ددې  لپاره چي د قيامت په ورځ د ظالمانو سره و نه درول سی د خپلو ماشومانو زده کوونکو تر مينځ عدالت وکړئ او ټولو ته د خپلو بچيانو او وړونو په سترګه وګورئ.
عَنْ مُجَاهِدٍ؛ قَالَ: يُؤْتَى بِمُعَلِّمِ الْكُتَّابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، فَإِنْ كَانَ عَدَلَ بَيْنَ الْغِلْمَانِ، وَإِلَّا؛ أُقِيمَ مَعَ الظَّلَمَةِ.[المجالسة وجواهر العلم۶۱۹]
مولوي نورالحق مظهري