۱۴۰۴/۰۳/۲۳

پر ايران د اسرائيلو بريد:

دا يقیني خبره ده چې پر ایران باندي اسرائیلو په خپل سر بريد نه دی کړی بلکې د امريکا په مستقیم فرمان يې کړی دی او دا حمله د ايراني حکومت د سقوط لپاره نه دی سوې بلکې ايران ته د خطر يو زنګ دی چې يا به تر خپلو اټمي پروګرامونو تېريږي او يا به هم د عراق په برخليک اخته کيږي؛ د دې حملې تر شا ډېر اهداف پراته دي چې تر ټولو مهم يې د روسيې، شمالي کوريا، چين او ايران اتحاد له منځه وړل دي او د اسرائيلي جغرافیا د توسعې خوبونه رښتيا کول دي چې له مخکې څخه يهودانو  پلان ورته جوړ کړی دی.

امريکا به د اسرائیلو په واسطه په منځني ختيځ کې د ځان په وړاندي ټول احتمالي ګواښونه له منځه يوسي چې په نتيجه کې به اسرائيل د منځني ختيځ زبرځواک سي او د اسیايي هيوادونو د کنټرول لپاره به د امريکا تر ټولو ستره اډه ورڅخه جوړه شي چې بيا چين او روسيه هم د امريکا ګټو ته زیان نه سي رسولای، د ترکيې د پرمختګ مخه به ونيول سي او عربي هيوادونه به لا نور هم د امريکا په وړاندي د غلامۍ سر ټيټ کړي.

سياسي حالات ډېر پېچلي دي او په سوريې، لبنان او غزه کې تحولات د ځانه سره ډېر لوی پيغام لري، الله تعالی دي وکړي چې د مسلمانانو په ګټه تمام شي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۲۲

هغه وخت چې مسلمانانو تر ټولو قوي پوځ درلودی:

د عثماني خلافت پوځ د نړۍ تر ټولو قوي او پياوړی پوځ و، او په دريو پېړیو کې (له 1447م تر 1771م پورې) د نړۍ پر مخ داسي قوي پوځ نه و.

بیا یو بله پېړۍ (تر 1871م پورې) د نړۍ درېیم تر ټولو قوي پوځ و.

د یادونې وړ ده چې د یو نیمي پېړۍ (له 1517م تر 1683م پورې) د عثماني پوځ ځواک دومره زیات و، چې د نړۍ د ټولو پوځونو د ګډ ځواک سره برابر ګڼل کېدی.

امریکایي تاریخ‌پوه "مایکل اورين" وايي: عثماني پوځ تر خپلې وروستۍ شیبې پورې، د 1917م کال د لومړۍ نړیوالي جګړې تر پایه، له ماتي ډېر لیري و او هيچا د دې ګمان نه کوی چې عثماني پوځ دې په کومه جګړه کې ماتي وخوري.

په همدې جګړه کې، که څه هم عثماني خلافت په خپل تر ټولو کمزوري حالت کې و، خو بیا هم وتوانېد چې په یو وخت کې پر پنځو جبهو وجنګېږي، د ۲ میلیونه او ۹۰۰ زره عسکرو په شتون سره تقريبا د نړۍ د ټولو زبرځواکو هیوادونو سره جګړه وکړي.

په دې جګړه کې ۱۳ زره انګرېز عسکر عثماني پوځ ته تسلیم شوه چې دا د بریتانوي نظامي تاریخ تر ټولو سپکونکی تسلیم ګڼل شوی، لکه څنګه چې بریتانوي تاریخ‌پوه "جېمز موریس" یې بیانوي.

عثماني خلافت یواځې د کورنیو خیانتونو له امله مات شو، چې ملت‌پال سیکولرې تتريکي ډله، غداره ماسوني ډله، او لوی عربي خیانت یې د زوال لامل شول.

تر څو چې مسلمانان پر يوه اسلامي نظام سره راټول نه شي او تر خپل منځ پولي ماتي نه کړي تر هغه وخته به بيا د داسي قوي پوځ خاوندان نه شي.
ژباړه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۲۰

چې هر چيري عقل وي هلته به دين او اخلاق هم وي:

ژباړه: ځينو اهل علمو ويلي دي: کله چې الله تعالی آدم عليه السلام ځمکي ته راشوه کړ جبريل عليه السلام د دريو شيانو سره ورته راغی چې هغه دين، اخلاق او عقل دی نو يې آدم عليه السلام ته وويل: الله تعالی تا ته د دغه دريو شيانو په منځ اختيار درکړی دی(هريو چې غواړې)، آدم عليه السلام وويل: ای جبريله! تر دغه دريو ما ښايسته شيان نه دي ليدلي مګر په جنت کې بيا يې خپل لاس عقل ته اوږد کړ او هغه يې ځان ته نژدې کړ، جبرئيل عليه السلام هغه دوو نورو ته وويل: پورته شئ (بيرته ولاړ شئ) هغو ويل: موږ ته امر شوی دی چې بايد د عقل سره و اوسو چې هر چيري عقل وي موږ هم بايد ورسره و اوسو، نو دا درې واړه شيان (دين، اخلاق، عقل) د آدم عليه السلام سره پاتې شول. او دا درې شيان تر ټولو ستر کرامت دی چې الله تعالی خپل بنده ته په هغو عزت ورکړی، او تر ټولو ستر نعمت دی چې بنده ته يې ورکړی دی. خو الله تعالی د دې دريو لپاره دښمنان هم پيدا کړي دي: خواهشات (نفساني غوښتنې)، شيطان، او نفسِ اماره (هغه نفس چې تل بدۍ ته انسان هڅوي). او ترمنځ يې جګړه روانه ده، کله يو غالب شي، کله بل، خو بريا يواځي د الله تعالی له لوري ده، چې هغه غښتلی او حکمت لرونکی دی.

د دې اثر څخه د عقل ډېر ارزښت په ډاګه کيږي چې هر څوک يې ولري نو هغه د ستري هستۍ درلودونکی دی او چې د چا سره عقل وي د هغه سره به ديانت او اخلاق هم وي او چې څوک د عقل څخه محروم شو بيا به د اخلاقو او ديانت څخه هم محروم وي.

وقال بعض أهل العلم لما أهبط الله تبارك وتعالى آدم إلى الأرض أتاه جبريل عليه السلام بثلاثة أشياء الدين والخلق والعقل فقال إن الله يخيرك بين هذه الثلاثة فقال يا جبريل ما رأيت أحسن من هؤلاء إلا في الجنة ومد يده إلى العقل فضمه إلى نفسه فقال للآخرين اصعدا فقالا أمرنا أن نكون مع العقل حيث كان فصارت الثلاثة إلى آدم عليه السلام وهذه الثلاثة أعظم كرامة أكرم الله بها عبده وأجل عطية أعطاه إياها وجعل لها ثلاثة أعداء الهوى والشيطان والنفس الأمارة والحرب بينها دول وسجال وما النصر إلا من عند الله العزيز الحكيم.[العقل لابن ابي الدنيا ص20]
مولوي نورالحق مظهري