که دې رښتيا ويل ارومرو دي درواغجن خلک دښمنان کيږي، که دې د الله تعالی توحيد ته خلک رابلل ارومرو دي مشرک مزاجه خلک دښمنان کيږي، که دې سنت ته خلک رابلل ارومرو دي بدعتي انسانان دښمنان کيږي او که دې د پخوانيو ښو خلکو اجماع ته خلک رابلل ارومرو دي ناپوه او جاهل خلک دښمنان کيږي.
انساني ټولنه په فطرت کې داسي جوړه شوېده چې د هر مثبت لپاره يو منفي دښمن شته له همدې امله هغو کسانو ته ډېر ژر دښمنان پيدا کيږي چې په ټولنه کې د اصلاح او خيرخواهۍ کار کوي او خلک د خرافاتو او فاسدو رواجونو څخه راګرځوي بيا په خاصه توګه په هغه ټولنه کې چې رواجونه تقدس غوره کړي او د دين يوه برخه وګرځي ځکه په داسي ټولنه کې رواجونه د خلکو عقايد او باور ګرځي کوم چې انسان ځان ورباندې وژني.
که تاريخ ته وګورو د انبياؤ او حقاني علماؤ سره ډېرو نا اهلو انسانانو دښمني کړې ځکه چې هغوی خلک توحيد ته رابلل، په ټولنه کې يې امربالمعروف او نهي عن المنکر کوی او د ټولو خرافاتو او بدعاتو په وړاندې يې مبارزه کول له همدې امله يې پر انبياؤ تورونه لګول، هغوی ته يې بدبد نسبتونه کول او په ساحرانو او ليونيانو يې متهم کول.
دا د دين د دعوتګرانو د حقانيت نښه ده چې ټول مخالفين يې ناپوهان او نا اهله انسانان دي ځکه د اصلاحي عمل څخه هيڅ وخت ښه سړی مخالفت نه کوي او د مصلحو انسانانو مخې ته خنډونه نه اچوي بلکې تر خپل توانه مرسته او کومک ورسره کوي او د ديني دعوت په لاره کې يې معاونين جوړيږي.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر