۱۴۰۴/۰۸/۲۱

صدقه د مسلمان لپاره د قيامت په ورځ کې سايه ده:

ژباړه: عقبه بن عامر جهني وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:د مسلمان لپاره سايه د قيامت په ورځ کې د ده صدقه ده.

توضيح: يعني څوک چې په دنيا کې صدقه ورکړي او د خلکو سره احسان وکړي نو د قيامت په ورځ کې به دغه د ده صدقه د ده لپاره سايه شي په داسي حال کې چې په دې ورځ کې انسان سايې ته ډېره اړتیا لري ځکه په دې ورځ کې ډېره سخته ګرمي وي.

دا چې صدقه به يې څنګه سايه وي؟ په دې هکله ملا علي قاري رحمه الله په خپل کتاب "مرقات" کې ليکلي: الله پاک به يې د صدقې ثواب ورته سايه کړي، يا به يې صدقه خپله سايه کړي، او کله کله ورڅخه مراد هغه صدقه کيږي چې په دنيا کې حقيقي سايه ولري لکه خيمه، کور او داسي نور... خو پر هر حال د قيامت په سخته ورځ کې صدقه د انسان په درد باندې خوري او انسان ته يې ګټه رسيږي.
عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ الْجُهَنِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ظِلُّ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ صَدَقَتُهُ. [شرح مشکل الآثار للطحاوي3836]
مولوي نورالحق مظهري