۱۴۰۴/۰۶/۳۱

د عمر څخه غفلت:

هغه غفلت چې د انسان د خوارۍ او ذلت سبب جوړيږي د خپل عمر څخه غفلت دی، عمر په استثنائي ډول هغه لوی نعمت دی چې په څېر يې بل نعمت نه سي پيدا کېدلای خو له بده مرغه چې ډېری انسانان يې په ارزښت نه پوهيزي.

مشهور متل دی چي عمر داسي دی لکه سره زر؛ خو زه وايم عمر تر سرو زرو هم ارزښتناکه دی ځکه په عمر باندې چې کوم کارونه کيږي  په سرو زرو يې انسان لاس ته نه سي راوستلای، که انسان خپل عمر او ځوانۍ ته پوره ځير سي دا به ورته ثابته سي چې هر ځوان که وغواړي يواځې په ځوانۍ کې د دنيا او آخرت نيکمرغي لاس ته راوړلای سي او ځان د بريا هغې لويي څوکي ته رسولای سي چې څوک يې فکر هم نه کوي.

که موږ د مسلمانانو زرين تاريخ ته وګورو دا به راته ثابته سي چې ډېر کسان د څلويښتو او پنځوسو کلونو څخه مخکې داسي لوړي مرتبې ته رسېدلي دي چې نن زموږ په زمانه کې خلک افتخار په کوي چې لويه بېلګه يې په سياسي او علمي ډګرونو کې ځيني مسلمان باچاهان او ستر علماء دي.

د وخت ارزښت او اهميت ته په کتو په حديث کې راځي: عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ؛ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ: الصِّحَّةُ، وَالْفَرَاغُ.[المجالسة وجواهرالعلم1675] ژباړه: د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دوه نعمته دي چې ډېری خلک پکې تاوانيان دي: روغتيا او  فراغت دی.

همداسي په بل حديث کې راځي: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِرَجُلٍ وَهُوَ يَعِظُهُ: اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ، شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ، وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ، وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ، وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغُلِكَ، وَحَيَاتَكَ قَبْلَ مَوْتِكَ.[شعب الايمان 9768] ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم په داسي حال کې چې يو سړي ته يې نصيحت کوی وفرمايل: پنځه شيان د پنځو شيانو مخکې غنيمت وشمېره: ځواني د سپينږيرتوب مخکې، روغتيا د ناروغۍ مخکې، بډايي د نادارۍ مخکې، فراغت د مصروفيت مخکې او ژوند د مړيني مخکې.

نو راځئ وخت او عمر غنيمت وګڼو او سمه ګټه ورڅخه پورته کړو! زموږ د عمر هره شيبه چې تېريږي زموږ څخه يو فرصت له لاسه وځي او تللي فرصتونه بيا هيڅ وخت په لاس نه راځي.

د ژوند په هره برخه کې چې مصروفيت لرو په هماغه برخه کې د خپل معيشت سره تر څنګ د ځان او نورو مسلمانانو نيکمرغۍ ته هم پاملرنه وکړو او د خپل عمر په هره لحظه کې د ځان او نورو مسلمانانو د دنيا او آخرت لپاره کار وکړو.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: