۱۴۰۲/۰۵/۲۴

د خپلواکۍ دويمه کليزه مو مبارک سه!

د امریکایي اشغال څخه د افغانستان د خپلواکۍ دويمه کليزه دي ټولو افغانانو ته مبارک وي، الله تعالی دي دا خپلواکي د همدې اسلامي نظام په حاکمیت کي تر ابده وغځوي او الله تعالی دي  موږ ته د همدې نظام د ساتني او سمبالښت توفيق راکړي.
د انقلابونو پاڅون او ګټل سخت کار دی خو ساتل یې تر هغه لا سخت وي ځکه نو موږ ټول بايد د شل کلني مبارزې دوې لويي لاس ته راوړني چي د هيواد استقلال او اسلامي حاکمیت دي له لاسه ور نکړو.
د استقلال او نظام په ساتنه کي حکومت او ملت دواړه ګډ مسئوليت لري چي بايد يې سر ته ورسوي.
د نظام د بقاء لپاره چي څومره ستړياوو ته اړتيا وي دولت او ملت يې بايد په ګډه وګالي او په امنيتي، اقتصادي، تعليمي، فرهنګي او اصلاحي برخو کي ملت او دولت دواړه د يو بل سره څنګ پر څنګ و دريږي.
دولت او ملت دواړه ددې مسئوليت لري چي په هيواد کي د هر ډول فساد، درغلۍ، خيانت او سرغړونو په وړاندي سره يو موټی سي او هيچا ته اجازه ورنکړي چي د هیوادوالو آرامي وګواښي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۵/۲۳

شل کلن اشغال، خپلواکي او زموږ مسئوليتونه:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د شل کلن اشغال لنډ انځور: 
کله چي په ۲۰۰۱ ميلادي کال کي امريکايانو د ټولو عقلي او نړيوالو اصولو او نورمونو پر خلاف پر افغانستان نظامي يرغل وکړ او د يو څو نا اهلو غولېدلو انسانانو په ملتيا يې اسلامي نظام ړنګ او هيواد يې اشغال کړ د هماغه ورځي څخه پر هيواد د هراړخيزي تباهۍ او بربادۍ دروازې را خلاصي سوې.
د يرغل په پيل کي يې د هيواد ډېری عام المنفعه ځايونه، ټول رادارونه، طيارې او چورلکي، لويي وسلې او هوايي ډګرونه بمبار کړه چي تقريبا ټول شيان يې له کاره و ايستل او د اسلامي امارت د مجاهدينو سره يې د څه مدې په جګړه کي زموږ ډېر بې ګناه افغانان شهيدان کړه.
کله چي د افغانانو لخوا د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په رهبرۍ ددوی پر ضد سپېڅلی جهاد پيل سو د هماغه ورځي څخه بيا ددوی تر ماتي پوري يې داسي ظلمونه وکړه چي په تاريخ کي يې ساری نه وو تېر سوی؛ پوره پوره کلي يې بمبار کړه، ودونه او جنازې يې بمبار کړې، بې ګناه خلګ يې بمبار کړه او آن تر دې چي تر ټولو غټ د بمونو مور يې هم پر هيواد وکارول.
د مځکي پر مخ يې د خپلو لاسپوڅو په ملتيا پر مظلومو افغانانو باندي اور بل کړ، چاپې يې ووهلې، په زرهاوو کلي يې وران کړه او په لکهاوو مظلوم افغانان يې شهيدان، کونډي، يتيمان او ژوبل کړه او که جزئياتو ته ولاړ سو نو ويلای سو چي د هر افغان کور ته يې بې شمېره غمونه راوړه.
امريکايانو او د هغوی ملګرو هيوادونو د نظامي جګړې تر څنګ خپله فکري او فرهنګي جګړه هم ښه په توندۍ سره جاري ساتلې وه چي د افغانانو د ګمراه کولو لپاره يې خپل ټول امکانات په کار باندي واچول؛ ډېر ټلويزيونونه، راډيوګاني، مجلې، ورځپاڼي، ويب پاڼي او په سوشل ميډيا کي پاڼي يې د افغانانو د ګمراه کولو لپاره پر لاره کړې چي په زرهاوو منحرف او ګمراه انسانان يې  د افغانانو د بې لاري کولو لپاره پکښې وګمارل چي په منظم ډول به يې د ګڼو لارو څخه د اسلام او افغاني کلتور پر ضد نشرات کول آن تر دې چي په ځينو ځايونو کي يې د منسوخ کتاب انجيل نسخې هم پر خلګو ووېشلې. لنډه دا چي پر افغانانو يې د هري خوا څخه د ارتداد، انحراف او ګمراه کېدلو کړکۍ را خلاصي کړې.
د بلي خوا يې پر افغانانو د سيکولر نظام حاکم کولو لپاره کار پيل کړ؛ غولوونکي ټاکني يې شروع کړې، د بهر څخه روزل سوي سيکولران يې هيواد ته را واستول، زاړه کمونستان او د چوکيو شوقيان يې د غلامۍ پر پښو و درول، د خپلي خوښي نظام جوړولو په موخه يې ميلياردونه ډالر افغانستان ته راولېږل او پدې ګمان چي افغانستان به زما لپاره د هضمولو ښه غوړه ګوله وي ګڼ شمېر غربي مؤسسات يې په مختلفو نومونو افغانستان ته راواستول تر څو افغانستان خپله مستعمره وګرځوي او له لاري يې پر ټولي آسيا حکومت وکړي.
خو د وړاندوينو، اټکلنو، تخمين او عادت پر خلاف الله تعالی ددې فيصله کړېوه چي امريکايان به د افغان مجاهدينو په لاس ماتي خوري او د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په وينا د لست د سر څخه به و پای ته راځي چي همداسي وسوه او د ډېري نظامي، سياسي، فکري او فرهنګي مبارزې وروسته په ۱۴۰۰لمريز کال کي د زمري(اسد) پر ۲۴ د افغانو سرتيرو مجاهدینو په وړاندي مات سول او ګران افغانستان ددوی د چټل او پليت نيواک څخه خلاص سو.(ولله الحمد والمنة)

 د اشغال زېږنده:
د شل کلن اشغال په وخت کي لاندي شیان را پیدا سوه:
۱ – فکري او سياسي انحراف.
۲- فحشاء او بې حيايي.
۳ – آزاد بازار او سود خوري.
۴ – قومي او اقليمي ترپګني.
۵ – فاسده او مبتذله ميډيا.
۶ – سکولاريزم او بۍ ديني.
۷ – اخلاقي او اداري فساد.
۸ – د غربي دودونو ترويج.
۹ – د علماو او ديني مخورو بې احترامي.
۱۰ – مقدساتو او ديني شعائرو ته سپکاوی.
۱۱ – شرعي او ديني علوم بې اعتباره کول.
۱۲ – ماده پرستي.
۱۳ – د بيان د آزادۍ په نوم بدګويي.
۱۴ – په تلويزيونونو کي د ښځو رقص او په راډيوګانو د ښځو زمزمې.
۱۵ – په تلويزيونونو کي کفري سريالونه او په راډيو ګانو کي فسقي تمثيلونه او ډرامې.
۱۶ – د ځينو بې لاري انسانانو په ذريعه د دين تحريف.
۱۷ – د ښځو او نارينه وو ترمينځ فاسد مساوات.
۱۹ – د مدني فعالانو په نوم غربيانو ته جاسوسي او مزدوري.
۲۰ – د خانه امن په نوم فحاش خانې.
۲۱- د خانه ملت او جرګې په نوم د بدماشانو باندونه.
۲۲ – د 01 ،02 ،03 ،04 په نوم لښخوران.
۲۳ – د اربکيانو په نوم غله او لوټماران.
۲۴ – او داسي نور......

د اوسني نظام او خلګو مسئوليت: 
د اشغال څخه را پیدا سوي شیان ځيني د اشغال په وخت کي د مجاهدينو د جهاد او په ښارونو کي د حقاني علماو او ويښو مسلمانانو د مبارزې په نتيجه کي له مينځه ولاړه او ځيني يې د امريکايانو د وتلو او جمهوريت د ورانېدلو سره سم ختم سوه خو ځيني به ممکن تر ډېره وخته پوري په فکري لحاظ پاته وي بناء زموږ د ټولو دا مسئوليت دی چي لکه امريکايان چي مو په ګډه مبارزه د هيواد څخه و ايستل امريکائيتوب هم په ګډه مبارزه د هيواد څخه ورک کړو او د خپل اوسني حاکم نظام سره په مرسته په ډېره حوصله او منظم پلان په هر ډګر کي د اسلامي حاکميت او اسلامي فکر لپاره کار وکړو.

 د شکر آداء کول:
دا يقيني خبره ده چي د امريکايانو په ماتي کي پر افغانانو الله تعالی ډېر احسان وکړ او دا د الله تعالی فضل وو چي دومره لوی زبرځواک يې د کمزورو افغانانو په لاس مات کړ ځکه نو موږ بايد پر دو شيانو ډېر د الله تعالی شکر آداء کړو: لومړی د امريکايانو پر ماتي دويم د اسلامي نظام پر حاکميت ځکه د امريکايانو د ماتي څخه مخکي افغانانو دوې نوري امپراطورۍ هم ماتي کړيدي خو وروسته يې اسلامي حاکميت ندی راغلی نو لکه د امريکايانو په ماتي کي چي مو د الله تعالی څخه نصرت غوښتی ددې نظام پر قوي کېدلو، خوندي پاته کېدلو او پوره سمبالېدلو هم د الله تعالی څخه توفيق وغواړو او د هر پر مختګ سره الله تعالی له ياده و نه باسو او د لاندي شيانو عملي کول د ځان دنده وبولو:
۱ – د تکبر، غرور او ځان ځانۍ څخه ځان وساتو او هر څه د الله تعالی د توفيق نتيجه وبولو.
۲ - د خپلو مشرانو اطاعت وکړو او نور خلګ يې  اطاعت ته را وبولو.
۳ – په وظيفو او مسئوليتونو کي د درغلۍ، خيانت او غفلت څخه ځان وساتو او د وطن په خدمت کي تر خپل توان ډېر کار وکړو.
۴ – د هيوادوالو تر مينځ هيڅ ډول تبعيض او ترپګنۍ ته اجازه ورنکړو او کوښښ وکړو چي ټول هيوادوال د اسلام او افغان پر نوم سره راټول سي.
۵ – د هيواد او هيوادوالو په ګټه په لاس راغلي فرصتونه له لاسه ورنګړو او ټولو هيوادوالو ته په هيواد کي د مصروف کېدلو زمينه برابره کړو.
۶ – په فکري او فرهنګي برخو کي دومره فعال او چټک کار وکړو چي دښمنان دوستان کړو او دوستان نور هم ځان ته نژدې کړو.
۷ – په نظامي، سياسي، اقتصادي، تعليمي او اصلاحي برخو کي د داسي ميکانيزم له مخي کار وکړو چي په پنځه واړو کي د خپلواکۍ تر څنګ نوي نوښتونه ولرو او په يادو برخو کي د نړۍ په کچه پوره تکامل ته ورسيږو.
۸ – پر رجال جوړوني او ملت جوړوني داسي تمرکز وکړو چي هري برخي ته مسلکي کسان وروزو او د نظام او ملت تر مينځ د واټن پيدا کېدلو مخه ونيول سي. 
۹ – د سالمي حکومتولۍ په جوړولو سره ټولو هيوادوالو ته د اړتيا سره سم په هر اړخيز ډول اړين خدمتونه عرضه کړو.