يو وخت داسي وو چې نارينه به کله په قهر سوه نو ارومرو به يې داسي کړنه تر سره کول چې په تاريخونو کې ثبت سي او د داسي مثبت بدلون لامل سي چې په را روانو زمانو کې يې خلک د بېلګې په ډول يادوي لکه لاندې ځيني کسان چې کله په قهر سوي دي نو داسي کارونه يې کړي چې موږ او ورباندې وياړو:
۱ - کله چې معاوية بن أبي سفيان رضي الله عنه په قهر شو، د مسلمانانو په تاریخ کې یې لومړی ځل د روميانو پر ضد د سمندري جګړې بیړۍ واستولې.
۲ - خالد بن الولید رضي الله عنه د فارس پاچا کسرى ته لیک واستاوه او ویې ویل: اسلام ومنه که نه، زه به درته له داسې سړیو سره راشم چې د مرګ داسي مینوال دي لکه تاسو چې د ژوند مینوال یاست. کله چې کسرى دا لیک ولوست د چین پاچا ته یې د مرستې غوښتنه وکړه. خو د چین پاچا ورته وویل: ای کسرى! زه د داسې قوم مقابله نه شم کولای که دوی وغواړي غرونه له ځايه پورته کړي پورته کوي يې.
۳ - کله چې المعتصم بالله په قهر شو، د روميانو تر ټولو لویه کلا، عموريه یې فتحه کړه.
۴ - کله چې صلاح الدين الأيوبي په قهر شو، قسم یې وخوړ چې تر هغه وخته به نه خاندي تر څو پورې يې چې بیت المقدس بیرته مسلمانانو ته نه وي را ګرځولی.
۵ - کله چې عبدالرحمن الغافقي په قهر شو، د مسلمانانو لښکر یې د پاریس تر منځنۍ برخې پورې ورسوه.
۶ - کله چې محمد الفاتح په قهر شو قسطنطنیه یې فتحه کړه — د روميانو تر ټولو ستر ښار.
۷ - کله چې هارون الرشید د رومي پاچا نقفوز ته په قهر شو، ورته یې داسې لیک ولیکه: له هارون الرشید، د مسلمانانو له امیر المؤمنینه، تر نقفوز، د روميانو سپي ته! ځواب به ووینې، نه دا چې وا ېې ورې! وروسته خپله د ۱۳۵ زره پوځ په مشرۍ ووت، هرقله ته ورسېد، محاصره یې کړه او په زور یې فتحه کړه.
۸ - کله چې عقبة بن نافع د لس زره پوځ سره د اتیا زره رومي پوځ مقابلې ته ووتی، د هغه مېرمنې ترې وپوښتل: که جګړه توده شي زه به تا چیرته پیدا کړم؟ هغه ځواب ورکړ: یا د دښمن د قومندان په خیمه کې یا په جنت کې.
له بده مرغه چې نن زموږ په زمانه کې نه نارينه سته او نه هم د نارينه وو قهر سته ځکه که نارينه وای نو پر اسلامي نړۍ به نن داسي حالت نه وای، نن فلسطین د همدغه حاکمانو د بې غيرتۍ په سبب په پوره توګه په اور کې وسوځېدی، د سوريې او لبنان ځمکي اسرائيلو په زوره باندې لاندې کړې، ليبيا او سوډان يې په داخلي جګړې باندي اخته کړه او څو کلونه وړاندې يې افغانستان او عراق په امریکا باندې اشغال کړه.
منبع: تاریخ الدولة العثمانية.
ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري