۱۴۰۲/۱۱/۰۴

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(درېيمه برخه)

ليكنه: مولوي نورالحق مظهري.
کله چي عثمان رضي الله عنه د مسلمانانو خليفه وټاکل سو حضرت عثمان رضي الله عنه د حضرت عمر رضي الله د لاري تعقيبول پيل کړه او د هغو ناتمامو پروژو اکمال يې شروع کړ کومي چي د حضرت عمر رضي الله عنه څخه پاتي سوي وې د بېلګي په ډول: د اسلامي حاکميت په داخل کي به د مسلمانانو تر مينځ يووالي او اصلاح ته کار کوي، د اسلامي نظام حاکميت به نورو سيمو ته غځوي او د الله تعالی دين به ټولي نړۍ ته رسوي دلته د يهودو په زړه کي اورونه بل سوه او د وخت منافقين يې د اسلامي نظام په وړاندي ورانيو ته ودرول.
عبدالله بن سبأ يهودي چي په ابن السوداء باندي مشهور وو د حضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه کي يې د اسلام اظهار وکړ تر څو په مسلمانانو کي د مسلمان په نوم نفوذ وکړي او د يهوادنو پلانونه عملي کړي.
ابن سبأ يهودي د اسلامي نظام په حاکميت کي خپل شيطنت پيل کړ او د خپلو شخصي منافقو ملګرو په ذريعه يې ډېر منافقين او ساده فکره مسلمانان پر ځان باندي راټول کړه او په عراق، شام او مصر کي يې د اسلامي نظام او حضرت عثمان رضي الله عنه پر ضد تبليغات شروع کړه البته تبليغات يې د ښکاره منفي خبرو په شکل نه کول بلکي په ډېري چاپلوسۍ سره يې د نصيحت او خير خواهۍ په بڼه تبليغات کول او د نظام او خليفه پر ضد يې د خلګو په ذهنونو کي شبهات پيدا کول.
عبدالله بن سبأ منافق د حضرت عثمان رضي الله عنه پر ضد خلګ را وپارول او ډېره لويه فتنه يې پيل کړه آن تردې چي د حضرت عثمان رضي الله عنه د عزل او ګوښه کېدلو غوښتنه يې وکړه چي په سبب يې حضرت عثمان رضي الله عنه شهيد سو او د مسلمانانو په مينځ کي ډېرو لويو فتنو ځای ونيوی او همدغه عبدالله بن سبأ وو چي حضرت علي رضي الله عنه ته يې د خدای نسبت وکړ چي وروسته يې پر همدغه عقيده لويه ډله جوړه سوه.
ابن سبأ يهودي د مسلمانانو په مينځ کي خپل  منافقين داسي پاشلي وه چي مؤرخين وايي: د جمل او صفين لوی جنګونه چي د عثمان رضي الله عنه د شهادت وروسته وسوه سبب يې هغه منافقين وه د مسلمانانو په صفونو کي يې ځای نيولی وو او په خاصو دسيسو باندي به يې مسلمانان يو د بل په وړاندي تحريکول.
د همدغه ابن سبأ د منافقت په سبب په مسلمانانو کي د هغه وخت څخه دوې لويي فتنه ګري ډلي روافض او خوارج پيدا سوه.
نو منافقين تل ددې کوښښ کوي چي په مسلمانانو کي بې اتفاقي پيدا کړي، د مسلمانانو پر اسلامي نظام د خلګو باورونه له مينځه يوسي، د مسلمانانو پر خليفه يا اميرالمؤمنين شبهات واردوي او تبليغات پسې کوي تر څو مسلمانان يې په وړاندي را وپاريږي، د مسلمانانو په مينځ کي د يو بل په وړاندي مخالفتونه پيدا کوي او بالآخره کوښښ کوي چي مسلمانان په ګڼو ډلو او حزبونو سره وويشي.
په دويمه صدۍ کي د ابوالخطاب ابن الاجدع په نوم يو منافق چي د جعفر الصادق رضي الله عنه څخه يې په دې پلمه چي ګويا زه ستا خدمت کوم بده استفاده کول او د مسلمانانو تر مينځ يې نفاق خپروي تر څو همدغه منافق د خطابيه په نوم ډله جوړه کړه او دده يو شاګرد وو چي ميمون القداح نومېدی او په اصل کي يهودي وو د إباحيه په نوم ډله جوړه کړه چي بيا دده يوه لمسي چي سعيد نومېدی ددې دعوه يې وکړه چي زه د اسماعيل بن جعفر د هغو زامنو څخه يم چي ځانونه يې پټ کړيدي؛ بيا يې پر ځان د عبيدالله نوم کښېښودی او ملګرو يې په نوم تبليغات شروع کړه چي ګويا دی د فاطمې رضي الله عنها د اولادې څخه دی چي په سبب يې په المغرب، بحرين او يمن کي ډېر پلويان پيدا کړه او د عبيديينو په نوم يې ځان ته حکومت جوړ کړ چي په المغرب کي د 297هـ ق څخه بيا تر 363 هـ ق پوري د دوی حکومت دوام وکړ.
د عبيديينو عادت دا وو چي ځانونه به يې يهودو او نصاراوو ته ډېر نژدې کول، د هغوی سره به يې د نکاح دوستۍ کولې، هغوی ته به يې په خپل دولت کي وظيفې ورکولې تر څو آخر د دوی حکومت د يهودو لاس ته ولوېدی او ددوی مشران د شام څخه چي د دوی په لاس کي وو وتښتېدل چي د هغه وروسته يهودانو په سيمه کي ډېر نفوذ وکړ او د اقصي مسجد يې اشغال کړ.
مسلمانان بايد تل هوښيار وي او د منافقينو په وړاندي ځانونه ډېر ځيرک ونيسي تر څو خدای مکړه دوکه يې نکړي، اسلامي نظام يې بدنام او ړنګ نکړي او د دوی دښمنان ورباندي واکمن نکړي.

۱۴۰۲/۱۱/۰۳

د لاندي کسانو سره بحثونه او مرکې مکوئ!

۱ ـ د متعصب انسان سره بحث او مرکه مکوئ ځکه چي متعصب انسان د تعصب په سبب د حق د منلو څخه منکر، د ليدلو څخه يې ړوند، د ويلو څخه يې ګونګی او د اورېدلو څخه يې کوڼ دی؛ متعصب انسان ستا په وړاندي د بديهياتو څخه هم انکار کوي او ستا هر ډول مثبت ته د منفي په سترګه ګوري.
۲ ـ د بدژبي او ښکنځلمار انسان سره بحث مکوئ ځکه چي هغه په هره خبره کي تاسي ته سپکي خبري کوي چي په نتيجه کي ممکن ستاسي احساسات را وپاريږي او بحث په لانجه بدل سي او يا هم ممکن ستاسي عزت او آبرو ورسره لوټ سي.
۳ ـ د منفي ګرا يا منفي ليدلوري والا انسان سره بحث مکوئ ځکه چي هغه مو د منفي خوا ته کشوي او تاسي ته ستاسي په ثابته پالېسۍ کي شکونه پیدا کوي او ستاسي اعتماد بالنفس يا په ځان باور له مينځه وړي.
۴ ـ د کم علمه انسان سره بحث مکوئ ځکه چي کم علمه انسان ستاسي د علم او پوهي په ارزښت نه پوهيږي او نه هم ستاسي دلائل درک کولای سي.
۵ ـ د هغه چا سره بحث مکوئ چي سياست د دين څخه جدا بولي ځکه دا کس سيکولر دی او يا داسي جاهل دی چي د سياست او دين په اصلي معنی نه پوهيږي چي په دواړو صورتونو کي اهليت د بحث، ارزښت د خبرو او احتمال د هدايت نه لري
۶ ـ د عنادي او ضدګر انسان سره بحث مکوئ ځکه چي هغه له مخکي لا تاسي ملامت بولي او ستاسي پر خبره غوږ نه نيسي ځکه هغه ستاسي شخصيت نه مني نو علميت او پوهه به دي څنګه ومني؟
۷ ـ د سوټه فکر او سرټمبه انسان سره بحث مکوئ ځکه چي د هغه دماغ ستاسي د خبري منلو ته آمادګي نلري او زړه ته يې ستاسي هيڅه خبره نه تېريږي که څه هم پوره حق خبره وي.
۹ ـ د ډېر ساده انسان سره بحث مکوئ ځکه چي هغه خپلواک فکر نه لري بلکي ستاسي د خبري وزن د نورو خلګو په خبرو کي ويني.
۱۰ ـ د غير مشهور اهل باطل سره بحث مکوئ ځکه چي هغه غواړي ستاسي سره په بحث کولو ځان مشهور کړي او خپل پلويان ډېر کړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۱۱/۰۲

د انسانانو څخه د منني ارزښت:

په دنيا کي انساني ژوند داسي جوړ دی چي د ټولو انسانانو استعدادونه سره برابر ندي او نه هم انسان جامع الکمالات جوړېدلای سي ځکه نو ځيني کارونه ځينو انسانانو زده وي او ځيني نور بيا ځينو نورو زده وي داسي نسي کېدلای چي ټول کارونه دي يوه نفر زده وي له همدې امله د انسانانو تر مينځ په کارونو کي همږغي او مرسته ډېره ضروري ده.
 
کومو انسانانو چي کار زده وي هغوی بايد د خپل توان سره سم په اخلاص او صداقت کار وکړي او کومو کسانو چي کار زده نه وي ددې تر څنګ چي کار به زده کوي د هغو کسانو څخه به مننه او شکر ګذاري کوي چي دوی ته کار زده کوي يا ددوی په اداره کي مسلکي کار سر ته رسوي ځکه له يوې خوا دا د انسانانو څخه مننه او ستاينه ده کوم چي د الله تعالی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېره خوښيږي او بله خبره دا ده چي ترڅو انسان د الله تعالی د بندګانو شکر آداء نکړي تر هغه وخته د الله تعالی شکر نسي آداء کولای؛ په حديث شريف کي راځي: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: لاَ يَشْكُرُ اللَّهَ مَنْ لاَ يَشْكُرُ النَّاسَ.[سنن ابي داود4813]
ژباړه: هغه څوک د الله تعالی شکر نسي آداء کولای کوم چي د خلګو شکر نسي آداء کولای.
 
په بل حديث کي راځي: عَنِ الأَشْعَثِ بْنِ قَيْسٍ قَالَ قَالَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم: أَشْكَرُ النَّاسِ لِلَّهِ أَشْكَرْهُمْ لِلنَّاسِ.[السنن الکبري للبيهقي12391]
ژباړه: اشعث بن قيس وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په خلګو کي د الله تعالی ډېر شکر هغه چا آداء کړی دی چي د خلګو شکر يې ډېر آداء کړی وي.
 
په دې خاطر چي د نورو انسانانو سره موږ په څنګ کي ژوند کوو او د نورو انسانانو لخوا احسان په اصل کي د الله تعالی لخوا احسان دی نو ځکه موږ چي کله د نورو انسانانو څخه ښيګڼه او پېرزوينه وينو مننه ورڅخه وکړو او شکر يې آداء کړو.
 
که زموږ سره کوم څوک په مال، ځان، مشوره او بل شي مرسته کوي موږ يې بايد مننه وکړو او شکر يې آداء کړو.
 
که زموږ سره کوم څوک په يوه اداره کي کار کوي او په خپل کار کي ډېر رسېدلی او تکړه وي موږ بايد مننه ورڅخه  وکړو او شکر يې آداء کړو.
 
که زموږ سره په اداره يا ټولنه کي داسي څوک وي چي په کارونو کي نوښتونه او ابتکارات رامينځ ته کوي موږ بايد مننه ورڅخه وکړو او شکر يې آداء کړو.
 
که کوم څوک موږ ته حقه لار بيانوي او د ګمراهۍ څخه مو راګرځوي موږ بايد مننه ورڅخه وکړو او شکر يې آداء کړو.
 
که کوم څوک موږ ته د ښه ژوند او ښه اقتصاد امکانات برابروي موږ بايد مننه ورڅخه وکړو او شکر يې آداء کړو.
 
د شکر آداء کول د انسانانو سره د مرتبې په لحاظ فرق کوي ذوالنون مصري رحمه الله وايي: د هغه چا شکر چي تر تا لوړ وي دا دی چي طاعت يې وسي، د سيال شکر دا دی چي مکافات ورسره وسي او تر تا د کښته شکر دا دی چي احسان او نيکي ورسره وسي.[تفسير القرطبي ج 1ص398]
کوم څوک چي د انسان سره ښه وکړي هيڅ وخت يې بايد هېر نکړي او د مناسبت په شرط يې په مناسب ځای کي يادونه وکړي په حديث شريف کي راځي:
عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-: مَنْ أُعْطِىَ عَطَاءً فَوَجَدَ فَلْيَجْزِ بِهِ فَإِنْ لَمْ يَجِدْ فَلْيُثْنِ فَمَنْ أَثْنَى بِهِ فَقَدْ شَكَرَهُ وَمَنْ كَتَمَهُ فَقَدْ كَفَرَهُ.[السنن الکبري للبيهقي 12388]
ژباړه: د جابر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چا ته چي کوم شی ورکړل سي نو دی يو شی ومومي د هغه بدل دي ورکړي، که يې و نه موندی نو ښه دي ووايي که يې ښه وويل نو د هغه شکر يې آداء کړ او که يې خبره پټه کړه نو د هغه ناشکري يې وکړه.

په آخره کي هغه جالبه قيصه درته ليکم چي د هغه چا په اړه راغلې ده چي ډېره ناشکري يې کړې او د هغه چا سره يې ډېر بد کړي دي چي هغه دده سره ډېر ښه کړي وه:
وايي: نعمان بن المنذر يو بنا د سنمار په نوم مزدور کړ چي يوه ماڼۍ ورته جوړه کړي، کله يې چي ماڼۍ جوړه کړه نعمان سنمار د ځانه سره پر ماڼۍ وګرځوی تر څو د نژدې څخه يې وګوري؛ کله يې چي ماڼۍ وکتله ډېره يې خوښه سوه؛ سنمار ته يې وويل: آيا تر دې هم ښکلۍ ماڼۍ جوړولای سې؟ سنمار ورته وويل: هو؛ نعمان خپلو عسکرو ته امر وکړ او سنمار يې د قصر د سر څخه لاندي را وغورځوی او مړ يې کړ د دې لپاره چي بل چا ته د ده تر دغه ماڼۍ ښايسته ماڼۍ جوړه نکړي.[المفصل في تاريخ العرب]
 
موږ هم چي کله څوک مرسته راسره کوي هيڅ وخت د هغه احسان هېر نکړو او چي په کوم انسان کي د خدمت ښه استعداد او لياقت وينو روحيه يې مړه نکړو بلکي نور يې هم تشويق کړو او چي څوک احسان را سره کوي که مو په وسه وه احسان ورسره وکړو که مو په وسه نه وه احسان يې تل په ياد ولرو او ناشکري يې ونکړو.
مولوي نورالحق مظهري