۱۴۰۲/۰۲/۲۳

د شيطان سپارښتنه خپل زوی ته:

ژباړه: د معاذ بن جبل او عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چي شيطان خپل زوی "زلنبور" ته وايي: خپلي لښکري بوزه د بازار خاوندانو ته (يعني په بازار کي معامله کوونکو ته) نو دوی ته ښايسته کړه درواغ، قسم اخيستل، د خلګو خطا ايستل، چم او خيانت، او د لومړني راتلونکي او وروستني وتونکي سره ملګری سه!
توضيح: يعني ددې لپاره چي شيطان په بازار کي معامله کوونکي خلګ ډېر وغولوي او په هغوی باندي ډېر ګناهونه وکړي نو خپلو زامنو ته وايي: ولاړ سئ کوم خلګ چي بازار ته راځي هغوی ته هر ډول ګناه ښايسته کړئ لکه درواغ ويل، قسم اخيستل، د بل مسلمان ورور دوکه کول، و مشتري او يا بل چا ته چم او  دوکه ورکول او خيانت کول، او د هغه چا ملګري سئ کوم چي بازار ته تر ټولو مخکي راځي او تر ټولو وروسته ځي؛ يعني کوم څوک چي په بازار کي ډېر وقت تېروي د هغه سره ملګري سئ.

نوت: په إحياء علوم الدين کتاب کي راځي: د شيطان پنځه اولاده دي:
۱. زَلَنْبُورَ
۲. دَاسِمٌ
۳. ثَبْر
۴. أَعْور
۵. مِسْوَطٌ
دا پنځه اولاده هر يو ځان ته وظيفه لري؛ د زلنبور وظيفه  دا ده چي په بازار کي خلګ خطاباسي، خلګو ته د ګناه کولو وسوسه ور واچوي او ګناه ورته ښايسته کړي.
روي عن معاذ بن جبل وعبد الله بن عمر أن إبليس يقول لولده زلنبور سر بكتایبك فأت أصحاب الأسواق زين لهم الكذب والحلف والخديعة والمكر والخيانة وكن مع أول داخل وآخر خارج منها.[احياء علوم الدين]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۲/۱۸

عُنوان او مُعَنوَن:

عنوان د هري ليکني او بحث سرليک ته ويل کيږي او معنون د ليکني محتوی او مقصودي بحث ته ويل کيږي.
عادت داسي وي چي په عنوان کي د معنون لوري ته اشاره وي خو اصلي هدف معنون وي او دا مهمه نده چي عنوان بايد د معنون د بحث څخه مهم رکن او جزء وي ځکه چي عنوان هميشه داسي شی انتخابيږي چي زړه راښکونکی او جالب وي تر څو مخکي تر لوستلو ليکني ته د لوستونکو پام ځان ته را واړوي او د ليکني لوستلو ته د خلګو شوق را جلب کړي.
ځيني وختونه د اوږدې ليکني لپاره جالبه عنوان غوره کيږي تر خو ليکنه جالبه ښکاره سي او لوستونکي يې په لوستلو ستړي نسي او ځيني وختونه د جالب عنوان لپاره اوږده ليکنه کيږي تر څو لوستونکي عنوان ومني چي په دې صورت کي نو بيا اصلي هدف عنوان دی معنون هسي د يوې آلې په صفت راغلی وي.
د هري ليکني لوستونکي بايد عنوان او معنون او د هغو څخه هدفونه وپېژني او د ليکوال په هدف ځان پوه کړي تر څو د ليکني څخه غلط برداشت ونکړي، لوستونکي بايد عنوان پر معنون باندي په تمامه معنی دال و نه بولي او يو پر بل يې سره قياس نکړي لکه د انسان ظاهره چي په تمامه معنی د باطن ښکارندويي نه کوي په ليکني کي عنوان او معنون هم داسي دي.
که انسانانو ته ځير سو، تاريخونه او عادتونه يې مطالعه کړو دا به راته ثابته سي چي د انسان ظاهري ښه هيڅوخت دده پر باطني ښه باندي دلالت نه کوي ځکه منافقين په ظاهره ډېر ښه برابر وه؛ لباس يې هم برابر وو، قيافه او شکل يې هم برابر وو او خبري يې هم ډېري ښې او پستې وې خو په باطن کي ډېر سر سخته کافران وه ځکه نو هيڅوخت بايد موږ د يو چا باطن پر ظاهر باندي قياس نکړو، البته ظاهري عقيدوي فساد د باطني فساد ښکارندويي کوي او له مخي يې شرعا فيصله کېدلای سي خو ظاهري غير عقيدوي ناسموالی هيڅوخت د باطني حالت تعبير نه کوي لکه ظاهري سموالی چي پر باطني سموالي باندي دلالت نه کوي.
البته باطني اصلاح او فساد د ظاهري اصلاح او فساد لپاره سبب جوړېدلای سي لکه په حديث شريف کي چي د زړه په باره کي راځي: إِذَا صَلُحَت صَلُحَ الجَسَدُ کُلُّهُ وَ إِذَا فَسَدَت فَسَدَ الجَسَدُ کُلُّهُ. يعني چي کله زړه اصلاح سي بدن هم ورسره اصلاح کيږي او که زړه فاسد سي بدن هم ورسره فاسد کيږي خو ظاهري اصلاح د باطني اصلاح لپاره دليل نسي جوړېدلای ځکه په باره کي د منافقينو الله تعالی فرمايي: وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ.[البقرة8] ژباړه: ځيني خلګ وايي موږ پر الله او ورځي د آخرت ايمان راوړی دی په داسي حال کي چي دوی مؤمنان ندي. يعني په ظاهره ځانونه مؤمنان معرفي کوي خو په باطن او اصل کي مؤمنان ندي.
زموږ په زمانه کي کڅه هم د عقيدوي منافق پېژندل ګران کار دی خو ځيني خلګ د منافقينو کړني تر سره کوي ځکه نو د چا په ظاهري ښائښت، ظاهري کارونو او ظاهري وينا مه خطا وځئ البته ددې معنی داسي نده چي سړی به پر مسلمان بد ګمانه کيږي ځکه پر مسلمان باندي نيک کماني اصل دی په دې خاطر بايد هر مسلمان پر بل مسلمان باندي ښه ګمان ولري مګر دا چي دده څخه يې بد کار ليدلي وي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۲/۱۷

د منفي فکرونو ډولونه:

۱ ـ منجمد فکر؛ هغه فکر دی چي د خپلي ټولني څخه ليري پر انزوايي او تفردي باورونو او سوچونو ولاړ وي البته خپله دا خبره نسي درک کولای بلکي د واقعيت پر خلاف ځان ورته جامع او ټول شمول ښکاري.

۲ ـ ساده فکر؛ هغه فکر دی چي هيڅ ثبات او ټينګښت نلري بلکي د هر چا د خبري سره تغيير کوي، ساده فکر والا د تزلزل تر څنګ بې ځايه خوش باوره هم وي ځکه نو د هر چا سره د تأييدۍ سر ښوروي او داسي هم کيږي چي هم مهاله د يوه شي په اړه دوه متضاد باورونه ولري ځکه دی فکري خپلواکي نلري که چا ويل مثبت؛ دی هم وايي مثبت. او که چا ويل منفي؛ دی هم وايي منفي.

۳ ـ سوټه فکر؛ هغه فکر ته وايي چي تر مثبت يې منفي ته تمايل ډېر وي د بېلګي په ډول د يوه شخص په اړه دوه نفره د ښه او بد خبره ورته کوي سره ددې چي اصل په مسلمانانو کي ښه دی سوټه فکر والا د بد خبره مني که څه هم بې دليله وي او يا ښه خبره والا پر خپلي خبري ډېر دلائل ولري.
سوټه فکر والا په منفي ګرايۍ کي انتهاء ته رسېدلی وي ځکه نو د ښې خبري په منلو کي تزلزل لري خو د بدي خبري منلو ته بيا سل په سلو کي تيار وي.

۴ ـ سر ټمبه فکر؛ هغه فکر ته وايي چي خپل پر باور ډېر ټينګ وي که څه هم فاسد باور وي.
په سر ټمبه فکر والا کي د انفعال يا تأثر ماده ډېره کمه وي البته په نسبي ډول د مثبت په نسبت د منفي څخه ډېر ژر متأثر کيږي.
سرټمبه فکر والا چي خپله خبره ټينګه کړه که څه هم باطله خبره وي د هيچا سره قناعت نه کوي او د خپلي خبري څخه ګرسره نه اوړي.

۵ ـ کوټه فکر؛ هغه فکر ته وايي چي په درک کي ډېر ضعيف وي البته ضعف يې فطرتي يا مادرزادي نه وي بلکي د ټمبلۍ او بې غورۍ له کبله وي.
کوټه فکر والا د ځان په روزنه او شيانو په زده کولو کي هيڅ کوښښ نه کوي او هر شی تر سر تېروي ځکه چي ده په فکر کولو کي د تمرکز، دقت او غور څخه ځان محروم کړی وي.

۶ ـ خوار فکر؛ هغه فکر دی چي د عمر د ډېروالي او يا ځينو ناروغيو له وجهي ضعيف سوی وي او د ډېر دماغي انحطاط له کبله په الزايمر يا نسيان باندي اخته سوی وي.
خوار فکر والا حافظه نلري او شيان يې ډېر ژر هېريږي.
خوار فکري ناروغي ده ځکه نو د خوار فکر والا کس سره مرسته وکړئ او معذور يې وګڼئ.

فساد او مفسد:(اتمه برخه)

ټولنيز فساد:
ټولنيز فساد د هغو کړنو او کارونو څخه تعبير دی چي په کولو يې ټولنه تخريبيږي او عمومي فساد ورڅخه پيدا کيږي.
په کومي ټولني کي چي د اصولو او ضوابطو څخه په ټوليز ډول سرغړوني کيږي هلته ټولنيز فساد پيدا کيږي د بېلګي په ډول: په اسلامي ټولنه کي د کورني ژوند، معاملاتو، حکومتولۍ، سياست، معاشرت او داسي نورو کړنو لپاره خپل اصول ايښودل سوي دي چي انسانان بايد د هماغه اصولو سره سم په ټولنه کي خپل ژوند پر مخ باندي بوزي نو چي کله د هماغه اصولو څخه سرغړونه کيږي دستي فساد ورڅخه پيدا کيږي.
لويه ټولنه د کوچنيو ټولنو او کورنيو څخه تشکيل سوې وي ځکه نو په لويو ټولنو کي فساد د کوچينو ټولنو او کورنيو څخه را پيليږي او د کورنۍ د غړو تر مينځ فساد د هغوی کورنۍ ته او بيا د هغه ځای څخه ټولني ته انتقاليږي.
کله چي د افرادو د انحراف په سبب په کورنيو کي فساد پيدا سي په تدريجي ډول په ټولنه كي هم فساد ورڅخه پيدا کيږي او ورو ورو يې لمنه دومره پراخه کيږي چي هر څه ورڅخه متأثره کيږي.
د انسانانو د ژوند په برخو کي د تفاوت په سبب ټولنيز  فساد هم ځان ته ډېري برخي لري د بېلګي په ډول: امنيت د انسانانو د ژوند لپاره ډېر مهم دی نو کله چي په غلا، اختطاف، بغاوت او خودسريو سره امنيت اخلال کيږي عادتا فساد ورڅخه پيدا کيږي چي دې ته موږ د امنيت په برخه کي ټولنيز فساد ويلای سو، معاملات د انسانانو په ژوند کي لويه اړتيا ده کله چي د ځينو منحرفو انسانان لخوا په معاملاتو کي سود او ناروا سودا ګاني داخليږي حتما فساد ورڅخه پيدا کيږي چي دې ته موږ په معاملاتو کي ټولنيز فساد ويلای سو همداسي د ژوند نوري برخي چي د عادي او نورمال حالت څخه اوړي فساد ورته ويلای سو.
د ټولنيز فساد په سبب په کورنيو او ټولنو کي ژوند سره ګډوډ کيږي، امنيت خرابيږي، ناحقه ځوروني او وژني ډېريږي، نظامونه د ننګونو سره مخامخ کيږي، په ټولنو کي د اصلاحاتو او سمون مخه نيول کيږي او په انسانانو کي وحشت او بې بندوبارۍ ډېريږي ځکه نو د ټولنيز فساد په وړاندي مبارزه هم بايد ټولنيزه وي او هر فرد بايد د خپل حاکم نظام تر څنګ دداسي فساد په وړاندي ودريږي.
د ټولنيز فساد په پيدا کېدلو کي د خلګو علني ګناهونه، د اسلامي نظام څخه بغاوت، د شرعي اصولو او قانوني نورمونو څخه سرغړونه، د جرائمو په وړاندي تساهل، د شرعي حدودو نه اجراء، نا اهل کسانو ته د مسئوليت سپارل، مجرمينو ته په واسطه باندي برائت ورکول، د قوانينو په پلي کولو کي تبعيض، بې کاري، مبتذلی رسنۍ او په تېرو ليکنو کي د ذکر سوو ځانګړيو فسادونو عمومي کېدل مهم رول لري.
مولوي نورالحق مظهري