۱۴۰۲/۰۷/۰۸

۲۱ نبوي ملغلري:

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: تر عقل ښه مال نسته، تر تکبر ناوړه يواځي والی نسته، د تدبير غوندي عقل نسته، د تقوی غوندي سخاوت نسته، د ښو اخلاقو غوندي ملګری نسته، د ادب غوندي ميراث نسته، د توفيق غوندي فايده نسته، د نيک عمل په څېر تجارت نسته، د الله تعالی د ثواب په څېر ګټه نسته، د شبهې سره د درېدلو په څېر پرهيزګاري نسته، د حرام څخه د ځان ساتني په څېر زهد نسته، د فکر کولو په څېر علم نسته، د فرائضو د آداء کولو په څېر عبادت نسته، د حياء او صبر په څېر ايمان نسته، د عاجزۍ په څېر لويي او اعتبار نسته، د علم په څېر شرف نسته، تر مشورې کاميابه همږغي نسته نو سر او هغه غړي چي په سر پوري نښتي دي وساته، نس او هغه شيان چي د نس سره متصل دي وساته او مرګ په ياد کړه او په قبر کي خپل خرابېدل په ياد کړه. [البصائر والذخائر ج۱ص۳]

تشريح:
رسول الله صلی الله عليه وسلم په پورته حديث کي ۲۱ مهمي خبري ذکر کړيدي چي تشريح يې په لاندي ډول ده:
۱ – هيڅ مال تر عقل غوره ندی بلکي عقل تر هر ډول مال ښه دی.
۲ – يواځي والی د انسان لپاره بد دی خو تر ټولو ناوړه يواځي والی تکبر او غرور دی.
۳ – عقل د انسان لپاره کمال دی خو هيڅ عقل د تدبير او پلان مرتبې ته نسي رسېدلای.
۴ – سخاوت د انسان لپاره ډېر ښه دی خو د تقوی غوندي سخاوت نسي پيدا کېدلای؛ يعني د سخاوت په ټولو اقسامو کي تقوی ډېر ښه سخاوت دی.
۵ – انسان بايد تل د ښه ملګري پسې وګرځي خو تر تقوی د انسان لپاره ښه ملګری نسي پيدا کېدلای.
۶ – په ميراث باندي د هر ښه شي پاته کېدل د انسان لپاره ګټه ده خو ادب تر ټولو ښه ميراث دی.
۷ – که څوک د فايدو پسې ګرځي نو تر توفيق ښه فايده نسي موندلای؛ توفيق پر نيکو کارونو د توان اوقدرت پيدا کېدلو ته وايي.
۹ – دا معلومه خبره ده چي په تجارت کي د انسان لپاره ګټه ده خو نيک عمل تر ټولو ښه تجارت دی.
۱۰ – که څوک د ګټي پسې ګرځي نو د الله تعالی له لوري ثواب ورکول ډېره لويه ګټه ده ځکه نو انسان يې بايد په لاس ته راوړلو کي زيار وباسي.
۱۱ – پرهيزګاري د هر انسان دنده ده خو تر ټولو ښه پرهيزګاري د هغه شيانو څخه د ځان ساتل دي چي شبهه پکښې وي.
۱۲ – انسان په دې باندي مأمور دی چي د دنيا سره محبت ونکړي خو د دنيا څخه لويه مخ اړونه د حرامو شيانو څخه د ځان ساتل دي.
۱۳ – هر مثبت علم د انسان لپاره پرمختګ دی خو فکر کول تر ټولو ښه علم دی.
۱۴ – هر عبادت د انسان لپاره ثواب لري خو تر ټولو  ښه عبادت د فرائضو آداء کول دي.
۱۵ – ايمان ډېري برخي لري خو حياء  او صبر يې ډېري لويي برخي دي.
۱۶ – په ښه توب کي اعتبار او عزت د انسان لپاره ډېر ښه دی خو عاجزي تر ټولو ښه عزت او اعتبار دی.
۱۷ – په علم کي الله تعالی د انسان لپاره دومره شرف ايښی دی چي د هغه په څېر بل شرف نسي پيدا کېدلای.
۱۸ – د دوستانو او خپلوانو سره همږغي او خواخوږي ډېره ښه ده خو مشوره تر ټولو شيانو ښه همږغي ده.
۱۹ – انسان په دې باندي مکلف دی چي خپل سر او هغه اعضاء د ګناه څخه وساتي چي په سر پوري نښتي دي لکه سترګي، غوږونه، پزه او خوله.
۲۰ – انسان په دې باندي مکلف دی چي خپل نس او هغه اندامونه چي نس ته نژدې دي د حرامو څخه وساتي لکه عورت.
۲۱ – ددې لپاره چي انسان هيڅ وخت د ګناه کولو ته زړه ښه نکړي بايد تل مرګ او د قبر حالات په ياد ولري.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۷/۰۵

آيا غواړی د الله تعالی په نزد غوره انسانان سی؟

ژباړه:ابوبکر رضي الله عنه فرمايلي دي: د الله په نزد تر ټولو غوره انسان هغه څوک دی چي حق په ده باندي عزتمند سي، رښتيار ورڅخه خپاره سي او دده په رأيه درځ وتړل سي.
يعني الله تعالی ته تر ټولو انسانانو غوره انسان هغه څوک دی چي دده په واسطه حق دروند او عزتمند سي يعني د حق لپاره کار وکړي او دده څخه رښتيا نشر سي؛ په دې معنی سره چي دی په رښتيا ويلو او رښتينولۍ مشهور سي او همداسي دده په واسطه د خلګو تر مينځ درځونه، دښمنۍ او نفرتونه ختم سي.
نو کوښښ وکړئ چي تل د حق پلوي وکړئ او د باطل څخه ځان وساتئ، د درواغو څخه ډډه وکړئ او رښتيا ويل د ځان عادت جوړ کړئ او د خلګو تر مينځ د سولي او خواخوږۍ لپاره کار وکړئ تر څو د الله تعالی په نزد غوره انسان سی.
قال أبو بكر بن أبي قحافة رضي الله عنه: أفضل الناس عند الله من عز به الحق، وانتشر عنه الصدق، ورتق برأيه الفتق.[البصائر والذخائر ج1ص55]
مولوي نورالحق مظهري