۱۴۰۲/۰۸/۰۵

د کفارو په وړاندی د مسلمانانو د ناتوانۍ حالت:

ژباړه: ثوبان رضي الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: نژدې دي چي کفار به پر تاسي داسي سره راټول سي لکه خوړونکي چي پر کاسې سره راټوليږي، يو چا وويل: يا رسول الله په دې خاطر چي په دې وخت کي موږ لږ يو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: تاسي په دې وخت کي ډېر ياست خو تاسي داسي سپک ياست لکه د سيل زګ او الله تعالی به ستاسي وېره  ستاسي د دښمن له زړونو څخه وباسي او ستاسي په زړونو کي به وهن واچوي؛ يو چا وويل يارسول الله وهن څشی دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: د دنيا محبت او د مرګ څخه کرکه.
توضيح: يعني پر تاسي مسلمانانو به داسي وخت راسي چي د نړۍ کفار به ستاسي پر ضد اتحاد او اتفاق سره وکړي او ستاسي څخه به خپلواکي، عزت او سرلوړي واخلي صحابه وو پوښتنه وکړه: يارسول الله په دې وخت کي موږ لږ يو چي کفار زموږ سره داسي کوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نه؛ تاسي لږ نه ياست بلکي ډېر ياست خو تاسي به دومره بې اعتباره او سپک ياست لکه د سيل د اوبو پر مخ زګ چي څومره سپک او بې اعتباره دي دا ځکه چي ستاسي د بې غيرتۍ او بې اتفاقۍ له کبله به ستاسي هيبت او وقار له مينځه ولاړ سي او د کفارو د زړونو څخه به ستاسي څخه وېره ووځي او ستاسي په زړونو کي به د دنيا سره محبت او د مرګ څخه کرکه ځای ونيسي.
که تاريخ ته وګورو د څو پېړيو څخه را پدې خوا اسلامي امت د همداسي ناوړه حالت سره مخامخ دی چي لويي بېلګي يې د اسلامي خلافتونو ړنګېدل، د کفارو لخوا د ډېرو اسلامي هيوادونو اشغال کېدل، د يهودو لخوا د فلسطين نيول او د مسلمانانو له لاسه د بيت المقدس ايستل، په 2001 م کال کي پر افغانستان او عراق باندي د امريکا په مشرۍ د کفري نړۍ را ټولېدل او اوس پر فلسطين باندي د امريکا، انگليس، فرانسې او اسرائيلو راټولېدل دي.
د مسلمانانو لپاره دا تر ټولو د بې عزتۍ خرابه زمانه ده ځکه کفار چي نن په نړۍ کي هر څه کوي هيڅ مسلمان يې مخي ته نسي درېدلای ځکه چي ډېری مسلمانان د دنيا په عيش او عشرت باندي مصروف دي د مسلمانانو سره خواخوږي خو لا هلته پسې پرېږده خپله مسلماني ورڅخه هېره د ه چي په مسلمانانو کي بې ديني او د فاسدو حاکمانو راتلل يې ډېره بده نتيجه ده.
يهود چي په ټولي نړۍ کي قاطع اقليت دی نن داسي حالت ته رسېدلي دي چي هيڅ اسلامي هيواد يې په وړاندي د درېدلو جرأت نسي کولای يهودان چي يو وخت په فلسطين کي تر 5% لږ وه او 2% مځکه يې په لاس کي وه نن يې ټول فلسطين اشغال کړی او نژدې دی چي د فلسطين80% نفوس ته ځانونه ورسوي دا ځکه چي په فلسطين کي د اسرائيلو د حکومت د جوړېدلو وروسته د نړۍ د مختلفو هيوادونو څخه يهودان فلسطين ته راکډه سوه او په مقابل کي يې د فلسطين اصلي عرب اوسېدونکي اجباري کوچ کولو ته مجبوره سوه چي نن همدغه يهود ټولي اسلامي نړۍ ته لوی سرخوږی جوړ سوی دی.
که مسلمانان را ويښ نسي، تر خپل مينځ اتحاد او اتفاق ونکړي او پر خپل دين اسلام باندي منګولي ټينګي و نه نيسي ممکن تر دې لا ډېر د اسرائيلو او امريکايانو لخوا و ځوريږي.
عَنْ ثَوْبَانَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يُوشِكُ الأُمَمُ أَنْ تَدَاعَى عَلَيْكُمْ كَمَا تَدَاعَى الأَكَلَةُ إِلَى قَصْعَتِهَا. فَقَالَ قَائِلٌ وَمِنْ قِلَّةٍ نَحْنُ يَوْمَئِذٍ قَالَ: بَلْ أَنْتُمْ يَوْمَئِذٍ كَثِيرٌ وَلَكِنَّكُمْ غُثَاءٌ كَغُثَاءِ السَّيْلِ وَلَيَنْزِعَنَّ اللَّهُ مِنْ صُدُورِ عَدُوِّكُمُ الْمَهَابَةَ مِنْكُمْ وَلَيَقْذِفَنَّ اللَّهُ فِى قُلُوبِكُمُ الْوَهَنَ. فَقَالَ قَائِلٌ يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا الْوَهَنُ قَالَ: حُبُّ الدُّنْيَا وَكَرَاهِيَةُ الْمَوْتِ.[ سنن ابي داود4299]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۸/۰۲

غزه په اور کي سوځي خو مسلمانان يې ننداره کوي:

پر فلسطيني مسلمانانو داسي حالت دی لکه آسمان چي ورباندي چپه سوی وي، اسرائيلي نيواکګر داسي ړندې او ډېري بمبارۍ ورباندي کوي چي د غزې ښار يې د فضاء څخه د لويو بالستيکي بمونو په استعمال پاک سوځولی او کنډواله کړی دی، خدای خبر چي زموږ څومره فلسطيني وړونه او خويندي به پکښې شهيدان سوي وي؟.
د نړيوالو بشر دوستي او د مسلمانانو ديني اخوت دې اندازې ته رسېدلی چي هيڅوک د غزې د مظلومانو سره د مرستي کولو هڅه نه کوي بلکي ددې پر عکس ډېری غربي او اروپايي هيوادونه د امريکا په مشرۍ د اسرائيلو سره مرسته کوي او زموږ ځيني اسلامي هيوادونه خو دومره بې غيرته دي چي د لاسرسۍ سره سره د اسرائيلو په وړاندي هيڅ تند عکس العمل نه ښکاره کوي.
ترکيه، مصر او سعودي هغه اسلامي هيوادونه دي چي لا هم د اسرائيلو سره اړيکي لري او پر حماس باندي د جنګ درولو ږغونه کوي په داسي حال کي چي د حماس په شمول ټولي جهادي ډلي د ځان دفاع کوي اصلي تېري ګر او متجاوزين يهودي اسرائليان دي چي ورځ تر بلي د مسلمانانو خاروي غصب کوي او خپل يهودان پکښې ميشتوي.
د امريکا، اسرائيلو او نورو غربي هيوادونو څخه وېره، د ايمان ضعف او عياشي هغه شيان دي چي په درلودلو يې نن د اسلامي هيوادونو څخه غيرت پورته سوی او د خپلو مسلمانانو وړونو سره يې د خواخوږۍ احساس مړ سوی کنه نو چي يواځي په اسلامي نړۍ کي غټ هيوادونه په اخلاص خپل ږغ پورته کړي او د اسرائيلو سره خپلي ټولي اړيکي پرې کړي ارومرو به اسرائيل پر فلسطينيانو خپل بريدونه بند او يا محدود کړي.
د فلسطين د اوسني حالت سره کټ مټ هغه حالت راته ياديږي چي په ۲۰۰۱ م کال کي نړيوال کفر د امريکا په رهبرۍ پر افغانستان داسي وحشي بريد وکړ او زموږ د اسلامي نظام د ړنکېدو سره يې شل کاله افغانان د جنګ په اور کي وسوځول، هغه وخت هم بې غيرته اسلامي هيوادونه داسي چوپ پاته وه بلکي ځينو منافقو هيوادونو خو خپل مځکه او فضاء امريکا ته په اختیار کي ورکړه.
نن د غزې پر مسلمانانو هم همداسي لوی ناورين دی، الله تعالی دي اسرائيليان هم داسي وشرموي لکه امريکايان چي يې په افغانستان کي وشرمول.
د غزې مسلمانانو! موږ مو په غم غمجن يو خو څه وکړو چي لاس مو نه درته رسيږي الله تعالی مو د غيب څخه نصرت وکړه.
مولوي نورالحق مظهري