۱۴۰۲/۰۱/۱۲

د روژې میاشتي برکتونه: یوولسم برکت:

بل برکت ددې مياشتي دا دی چي ددې مياشتي د روژې په نيولو باندي د انسان لپاره ددې مياشتي څخه مخکي د ټول عمر ګناهونه ور بخښل کيږي لکه په حديث کي چي راځي: من صام رمضان إيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ. [متفق عليه] ژباړه: څوک د روژې مياشتي روژه په ايماندارۍ او طلب د ثواب ونيسي ټول هغه ګناهونه به ورته وبخښل سي چي ده مخکي کړيدي.
دا ډېر عظیم او لوی برکت دی چي الله پاک د روژاتي په نصیب کړی دی، ددې عظیم برکت د لاسته راوړلو لپاره باید موږ د روژې په نیولو کي خپل نیتونه صفا کړو او تنها د الله پاک د رضایت لپاره روژه ونیسو.
كه دلته د ګناهونو څخه کوچني ګناهونه مراد هم سي بيا هم روژه د انسان لپاره ډېر لوی فرصت دی چي هيڅ وخت يې بايد له لاسه ورنکړي ځکه انسان د هر ډول ګناه څخه د ځان پاک کولو ته اړتيا لري.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۱۱

د روژې میاشتي برکتونه:

نهم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي په دې مياشتي کي د يوې روژې په نيولو سره انسان د اويا کالو سفر مسافت په اندازه د دوږخ څخه ليري کيږي.  لکه په حديث کي چي راځي:
مَنْ صَامَ يَوْمًا فِي سَبِيلِ اللهِ بَعَّدَ اللَّهُ وَجْهَهُ ، عَنِ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا.[صحيح البخاري 2840]
ژباړه: څوک چي يوه ورځ د الله په لاره کي روژه ونيسي نو الله پاک به يې مخ د اويا 70 کاله سفر مسافت په اندازه د اور څخه ليري کړي.
دا معلومه خبره ده چي هر مسلمان ددې غوښتونکی دی چي الله پاک یې د اور څخه لیري کړي نو د اور د لیري کېدلو لپاره یوه ذریعه ددې مبارکي میاشتي د روژې نیول دي چي هر مسلمان یې باید عملي کړي.

لسم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي دا مياشت د توبې کولو لپاره ځانګړی وخت بلل سوی دی چي په اخلاص باندي توبه کول ارومرو د الله پاک په دربار کي قبليږي لکه په حديث کي چي راځي: وَرَغِمَ أَنْفُ رَجُلٍ دَخَلَ عَلَيْهِ رَمَضَانُ ثُمَّ انْسَلَخَ قَبْلَ أَنْ يُغْفَرَ لَهُ.[سنن ترمذي 3890]
ژباړه: په خاورو دي سي پزه د هغه انسان چي مياشت د روژې ورباندي راسي او بيا بيرته ځيني ولاړه سي مخکي تر دې چي ده ته بخښه وسي.
نو مخكي تر دې چی الله مکړه دا طلایي فرصت راڅخه ولاړ سي راسئ همدا اوس توبه وکړو او پر تېرو ګناهونو باندي د پښېمانۍ په ښکاره کولو سره د الله پاک سره دا وعده وکړو چي هیڅ وخت بیا هغه ګناهونو ته نه ورځو، همدا راز د را روانو وختونو په اړه هم د الله پاک څخه ددې توفیق وغواړو چي د ګناهونو څخه مو وساتي او موږ ته پر توبې د استقامت همت او غیرت راکړي.
دوام لري....
مولوي نورالحق مظهري

روژه او توبه:(څلورمه او آخري برخه)

د توبې په کولو کي د ځينو خلګو خطاګاني:
۱ – ځيني خلګ ژر توبه نه باسي بلکي ځنډوي يې داسي فکر کوي چي وروسته به بيا توبه وباسم،‌ دا ډېره غلطه مفکوره ده ځکه انسان ندی خبر چي زه به تر کوم وخته ژوندی يم او بل څه وخت به زما توبه قبوله سي؟ نو چي څومره د انسان په طاقت وي بايد ژر توبه وباسي.
۲ – ځيني خلګ د توبې څخه غافل وي او تل دېته ګوري چي ما خو په ظاهره کومه غټه ګناه نه ده کړې نو زه ولي توبه وباسم؟ پداسي حال کي انسان بايد دېته و نه ګوري چي ما خو ظاهرا ګناه نه ده کړې، بلکي تل توبه وباسي، ځکه ځيني وختونه د انسان څخه په ناخبرۍ کي ګناه کيږي او ځيني وختونه انسان داسي شيان کوي چي دی يې ګناه نه بولي سره ددې  چي هغه ګناه وي، پدې خاطر دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: الشرك في هذه الأمة أخفى من دبيب النمل فقال أبو بكر : فكيف الخلاص منه يا رسول الله؟ قال: أن تقول: اللهم إني أعوذ بك أن أشرك بك وأنا أعلم، وأستغفرك لما لا أعلم. [رواه البخاري في الأدب المفرد]
ژباړه: په دې امت کي شرک د ميزيانو د پښو تر ږغ لا سپک دی، ابوبکر رضي الله عنه پوښتنه وکړه چي يا رسول الله څنګه به نو ځيني خلاصيږو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: داسي ووايه: ای الله په تا باندي پناه غوام ددې څخه چي ستا سره شريک ونيسم پداسي حال کي چي زه پوهېږم او ستا څخه طلب د بخښې کوم د هغه شرک په اړه چي زه نه په پوهېږم.
نو هميشه دي سړی عامه توبه باسي چي ای الله د هر ډول ګناه څخه مي توبه ده که ما په شعوري ډول کړېوي او که مي په غير شعوري ډول کړېوي.
۳ – ځيني خلګ توبه په دې خاطر نه کوي چي شايد زه بيرته ګناه ته رجوع وکړم، يا يې په دې خاطر نه کوي چي خلګ ما ته پېغور راکوي، يا يې په دې خاطر نه کوي چي زما چوکې او مرتبه له لاسه ځي، دا غلط فکر دی ځکه انسان بايد د ګناه د بيا کولو له وېري توبه ونه ځنډوي بلکي هر وخت توبه وباسي کڅه هم خدای مګړه ګناه ورڅخه ډېره کيږي، همدا راز د خلګو د پېغور له وېري او چوکۍ د لاسته تللو له وېري مسلمان ته د توبې ځنډول نه رواکيږي ځکه د توبې تر کولو پوري د انسان نجات او ژغورل تړاو لري نو د خلګو د پېغور له وجهي يا د يوې وظيفې د دلاسه ورکولو له وجهي نه بايد انسان خپل ځان د هلاکت کندي ته ورواچوي.
۴ - ځيني خلګ بيا توبه نه کوي ځکه د الله تعالی پر رحمت باندي اعتماد کوي، دا هم غلط فکر دی، دا صحيح خبره ده چي الله پاک رحيم او مهربان دی خو دا هم منل سوې خبره ده چي الله پاک قهار هم دی، جبار هم دی، عزيز هم دی، شديد العقاب هم دی او منقم هم دی نو لکه چي سړی بايد د الله پاک رحمت ته اميدوار وسي د الله  پاک څخه بايد وېره هم ولري، الله پاک فرمايي: وَلَا يُرَدُّ بَأْسُهُ عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ.[الأنعام:الآية ۱۴۷] ژباړه: د الله پاک عذاب د مجرمينو څخه نه ليري کيږي.
مولوي نورالحق مظهري

روژه او توبه:(دریمه برخه)

د توبې فضيلتونه:
1 - د توبې فضيلتونه او رازونه بيخي ډېر دي: توبه د کاميابۍ سبب دی، توبه د نيکمرغۍ لاره ده، په توبې باندي د انسان ګناهونه له مينځه ځي او چي څوک سمه توبه وباسي الله پاک يې بدۍ په نيکيو باندي بدلوي.

2 - الله تعالی د خپل بنده په توبې باندي ډېر خوشاله کيږي:
د احاديثو په کتابونو کي هغه حديث راغلی دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه کي د بنده په توبې باندي د الله پاک د خوشالۍ يادونه کوي؛ په حديث کي راځي: الله پاک د خپل بنده په توبې باندي تر هغه چا ډېر خوشاله کيږي چي يو ډېر خطرناک ځای ته ولاړ سي؛  ډوډې، اوبه او نور سامانونه يې پر سورلۍ باندي تړلي وي نو خپل سر کښېږدي تر څو يو کړی ويده سي کله چي  د خوبه را ويښ سي که ګوري سورلۍ يې نسته، ګرمي هم ډېره سخته وي او دی هم ډېر تږی سوی وي نو د خپلي دابې پسې وګرځي خو د پيدا کولو څخه يې عاجز سي تر څو چي ناهيلی سي نو د ځانه سره فيصله وکړي چي بيرته خپل هماغه پخواني ځای ته ځم، هغه ځای ته چي ولاړ سي نو ويده سي کله چي د خوبه را ويښ سي که ګوري سورلۍ يې سرته ولاړه ده، نو دا انسان ډېر خوشاله سي آن تردې چي د ډېري خوشالۍ له کبله ددې پر ځای چي دی ووايي: ای الله ته مي خدای يې زه دي بنده يم داسي ووايي ای الله ته مي بنده يې زه دي خدای يم.
نو دغه سړی چي څومره خوشاله کيږي الله پاک د خپل بنده په توبې باندي تر دغه انسان ډېر خوشاله کيږي.

3 - په توبې باندي الله پاک توبه کوونکي ته ډېر مراتب د عبوديت ورکوي چي بيا پر هغو باندي د ډېرو نعمتونو ورکول مرتب دي.

4 - په توبې باندي الله پاک توبه کوونکي ته محبت، د زړه نرمي، مهرباني، شکر ايستل، د الله پاک حمد ويل، د الله پاک څخه خوشاله کېدل ورکوي.

5 - په توبې باندي انسان ته عاجزي او نفس شکستي پيدا کيږي او عاجزي الله پاک ته تر ډېرو ښکاره اعمالو بهتره ده پدې خاطر دی چي الله پاک د عاجزۍ په وخت کي د انسان دعاء ژر قبلوي په خاصه توګه د سجدې په حالت کي دا ځکه چي هغه حالت د عاجزۍ او خضوع دی، له همدې امله د مظلوم او مسکين دعاء ژر قبلوي ځکه چي هغوی  عاجزي لري.
دوام لري....
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۱۰

ای د الله بنده تکبر مکوه!

ای د الله بنده! ته د ځانه سره فکر وکړه! د کوچنۍ ناروغۍ او تبي طاقت نه لرې او په يو ګړي دي تر بستر رسوي، د وړوکي غم طاقت نه لرې او په چيغو دي را ولي او د لږي ستړيا طاقت نه لرې پر ځای دي کښېنوي نو بيا ولي تکبر کوې! ته نه يې خبر چي الله تعالی فرمايي: خلق الانسان ضعيفا. يعني انسان ضعيف پیدا سوی دی. خپل ضعف درک کړه او د تکبر څخه ځان وساته!

ای د الله بنده! وظيفه چي هرڅومره غټه وي ددې ارزښت نلري چي انسان يې په درلودلو باندي تکبر وکړي.
ای د الله بنده! ته نه يې خبر چي تکبر د شيطان او فرعون صفته خلګو کار دی؟

ای د الله بنده! تا هغه حدیث ندی اورېدلی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د چا په زړه کي چي يوه زره تکبر وي هغه به جنت ته داخل نسي.؟

ای د الله بنده! تا هغه قدسي حدیث ندی اورېدلی چي الله جل جلاله فرمایي: تکبر زما پټو دی څوک چي په هغه کي زما سره لانجه کوي یعني تکبر کوي زه به هغه څوک اور ته وغورځوم؟

ای د الله بنده! تا هغه حدیث ندی اورېدلی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: هر څوک چي د الله تعالی پر مخلوقاتو تکبر وکړي الله تعالی به یې داسي بې ارزښته کړي چي آخر به یې اسفل السافلین ته ور واچوي؟

او ای د الله بنده! ته چي هر څومره تکبر وکړې نه ځانته ګټه په رسولای سې او نه هم بل چا ته تاوان، هسي خپلو سږمو ته باد مه ورکوه چي هرڅه وکړې آخر د نورو انسانانو غوندي ته هم يو انسان يې؛ ددوی غوندي ډوډې خورې او قضاء حاجت کوې، ددوی غوندي په ناروغۍ لوېږې او په اجل باندي مړ کېږې.
مولوي نورالحق مظهري

روژه او توبه:(دویمه برخه)

الله پاک پر خپلو بندګانو ډېر مهربانه دی، ددې ترڅنګ چي د نېکۍ په کولو یې ډېر خوشاله کیږي بلکي د روژې په میاشت کي یې څوبرابره ورته حسابي او په عامه توګه  یې استغفار او توبې ته تشویقوي ترڅو د ګناه کولو وروسته توبه وباسي او د الله د دربار څخه نا امیده نسي. الله جل جلاله فرمایی: وَمَنْ يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللَّهَ يَجِدِ اللَّهَ غَفُورًا رَحِيمًا.[النساء: 110]
ژباړه: هرڅوک چي بد کار وکړي او يا پرځان باندي ظلم وکړي وروسته بيا د الله پاک څخه د بښني غوښتنه وکړي نو الله پاک به بخښونکی او مهربان و مومي.
همدا راز د نصاراوو په اړه فرمايي: لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ ثَالِثُ ثَلَاثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا إِلَهٌ وَاحِدٌ وَإِنْ لَمْ يَنْتَهُوا عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ.[المائدة: 73]
ژباړه: يقينا چي کافران سويدي هغه خلګ چي دوی وايي: الله د درو دريم دی پداسي حال کي چي بېله يوه الله بل هيڅ حق معبود نسته، کچيري دوی د خپلي دغه وينا څخه لاس وانخلي نو ارومرو به هغه خلګو ته ددوی سخت عذاب ورسيږي چي کافران سويدي.
بيا یې وروسته الله پاک توبې کولو ته تشويقوي او فرمايي: أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى اللَّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ.[المائدة: 74]
ژباړه: ولي دوی الله پاک ته توبه نکوي او ولي د الله پاک څخه بخښه نه غواړي پداسي حال کي چي الله بخښونکی او مهربان دی.
او د هغه خلګو په اړه چي مسلمانان يې د اور کندو ته ور اچول الله پاک فرمايي:
إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ. [البروج: 10]
ژباړه: يقينا هغه خلګ چي مسلمانانو نرانو او مسلمانو ښځو ته يې عذاب ورکړ وروسته يې توبه هم نده کړې ددوی لپاره به د جهنم او سوځوونکی عذاب وي.
حسن بصري رحمه الله ددې آيت په تفسير کي فرمايي: تاسو د الله پاک احسان او مهربانۍ ته وګورئ چي دغه خلګو د الله پاک اولياء او دوستان وژلي دي خو الله پاک يې بياهم توبې او بخښني ته دعوتوي.
د توبې ارزښت دومره ډېر دی چي الله پاک خپل بندګان د الله پاک د رحمت د نا اميدۍ څخه منع کړيدي او  فرمايي:
قُلْ يَاعِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ. [الزمر: 53]
ژباړه: ووايه ای زما هغه بندګانو چي پر ځان مو اسراف کړی دی د الله د رحمت څخه مه ناهيلي کيږئ يقينا چي الله ټول ګناهونه بخښي او يقينا چي الله بخښونکی او مهربان دی.
عبدالله ابن عباس رضي الله عنه ددې آيت په تفسير کي فرمايي: څوک چي ددغه آيت وروسته خلګ د توبې څخه نا هيلي کړي نو هغه انسان د الله د کتاب څخه انکار وکړ.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۰۹

روژه او توبه: (لومړي برخه)

ای روژاتيانو! روژه د توبې کولو لپاره ډېره ښه موقع ده راځئ د ټولو ګناهونو څخه که کوچني وي که لوی توبه وباسو او الله پاک ته راجع سو!
الله پاک په خپل احسان باندي د توبې دروازه خلاصه پرې ايښې ده، ځکه الله پاک د توبې کولو امر کړی دی او د قبلولو وعده يې ورکړېده کڅه هم ګناهونه غټ او ډېر وي. الله پاک فرمايي: وَأَنِيبُوا إِلَى رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ.[الزمر: 54]
ژباړه: خپل رب ته رجوع وکړئ او ورته تسليم سئ مخکي تر دې چي تاسو ته عذاب راسي وروسته بيا ستاسو کومک نه کيږي.
پدې آيت کي الله پاک خپل بنده ګان پدې باندي امر کړيدي چي الله پاک ته راجع سي، د رجوع  معنی همدغه ده چي توبه دي وباسي.
البته د دريو حالتونو وروسته د انسان توبه نه قبليږي: هغه وخت چي لمر د مغرب لخوا را وخيژي، هغه وخت چي د انسان زکندن وي او د غرغرې حالت يې وي او هغه وخت چي د عذاب نزول شروع وي.
چي په همدغه آيت کي يوه شي ته اشاره سوېده ځکه الله پاک فرمايي مخکي تردې چي تاسو ته عذاب راسي الله پاک ته راجع سئ يعني د عذاب راتللو وروسته بيا راجع کېدل کومه ګټه نلري.
همدا راز الله پاک د توبې د قبلولو په اړه فرمايي: وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ. [الشورى: 25]
ژباړه: الله هغه ذات دی چي د خپلو بندګانو څخه توبه قبلوي او ګناهونه يې ورته بخښي او په هغه څه باندي پوهيږي چي بندګان يې کوي.
نو چي الله پاک زموږ توبه راڅخه قبلوي موږ بايد چي څومره ژر وي د ټولو لويو او کوچنيو ګناهونو څخه توبه وباسو او الله پاک ته راجع سو.
دوام لري...
مولوي  نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۰۸

د روژې میاشتي برکتونه:

شپږم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي څوک روژاتي ته روژه مات ورکړي نو الله پاک به و ده ته د روژاتي ثواب ورکوي لکه په حديث کي چي راځي: من فطر صائماً كان له مثل أجره غير أنه لا ينقص من أجر الصائم شيء. [مسند أحمد]
ژباړه: څوک چي روژاتي ته روژه مات ورکړي نو ده ته به د روژاتي غوندي مزدوري ورکول کيږي بېله دې چي د روژاتي د مزدورۍ څخه دي کوم شی کم کړل سي.
د روژاتي په ثواب باندي یواځي الله پاک خبر دی چي څومره به وي، دا پدې خاطر نه چي ثواب یې معلوم نه دی بلکي پدې خاطر چي ثواب یې بیخي ډېر دی نو څومره ثواب چي هغه ته د روژې پر نیولو ورکول کیږي و هغه چاته به هم هغومره ثواب ورکول کیږي چي روژاتي ته روژه مات ورکوي.

اووم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي پدې مياشتي کي د پيشلمي په کولو کي الله پاک ډېر فضيلت ايښی دی لکه چي په حديث کي راځي: تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً.[متفق عليه]
ژباړه: پيشلمی وکړئ ځکه چي په پيشملي کي برکت دی.
زموږ او د اهل کتابو د روژې یو تفاوت په دغه کي دی چي موږ پیشلمی کوو دوی یې نه کوي او د پیشلمي كول لکه په ظاهري معنی چي د الله پاک لخوا امت ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځانګړیتوب او احسان دی په معنوي لحاظ هم پر ډېرو برکتونو باندي مشتمل دی، پیشلمي ته کښیناستل ددې لامل جوړیږي چي انسان دي عبادت وکړي، ددې برکتناکه وخت د انوارو څخه دي برخمن سي او الهي رحمتونه دي ورباندی ووریږي.
د پیشلمي لپاره کوم خاص ټاکل سوی وخت نسته د شپې په آخرنۍ برخه کي د صبح دمېدلو څخه دي دومره وخت مخکي کښېني چي د صبح تر دمېدلو پوري په کافي اندازه خوراک او څښاک وکړي البته د صبح تر دمېدلو څو دقیقې مخکي باید پیشلمی بند کړل سي.
دوام لري....
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۰۶

آيا غواړی عبادات مو قبول سي؟

زموږ د تصوف علماء کرام فرمايي: تر څو چي انسان ځان د رزائلو څخه پاک نکړي په فضائلو باندي نسي ښايسته کېدلای؛ ځکه نو زموږ د ټولو عباداتو د قبوليت لپاره دا ضروري ده چي موږ لومړی ځانونه د هر ډول ظاهري او باطني ګناهونو څخه پاک کړو او د زنا، لواطت، غلا، غيبت، درواغ، حرام خوړلو، تهمت، چغلګري، حسد، بخالت، کينه او نورو جرمونو څخه توبه وباسو تر څو چي الله تعالی مو لمونځ، روژه، زکاة، حج، صله رحمي او نور عبادات په خپل دربار کي قبول کړي.
مولوي نورالحق مظهري