۱۴۰۱/۱۰/۲۴

په دوو کارونو کي کوم يو ښه دی؟

ژباړه: بزرجمهر حکيم ويلي دي: چي دوه کارونه ستا څخه ګډوډ سي او ته نه پوهېږې چي کوم يو يې ښه دی؟ نو هغه چي ستا نفسي غوښتني ته نژدې وي د هغه څخه ځان وساته.
قَالَ بُزْرُجَمْهِرُ الْحَكِيمُ: إِذَا اشْتَبَهَ عَلَيْكَ أَمْرَانِ فَلَمْ تَدْرِ فِي أَيِّهِمَا الصَّوَابُ؛ فَانْظُرْ أَقْرَبَهُمَا إِلَى هَوَاكَ، فَاجْتَنِبْهُ.[المجالسة وجواهرالعلم1406]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۲۳

داسي فکر مکوه:

۱ ـ داسي فکر مکوه چي هر شی چي ته یې صحي بولې هغه به خاماخا صحي وي ځکه یو خو ته معصوم نه یې بل که ستا هر فکر صحي سي نو د هر چا هر فکر صحي دی بیا نو غلط او خطأ نسي موجودېدلای سره ددې چي د خطأ او غلط وجود حق دی.
۲ ـ داسي فکر مکوه چي کوم حیثیت چي ته يې په خپل قوم او وطن کي لرې هغه به په ټولو قومونو او وطنونو کي لرې ځکه ستا قوم به د قومیت په خاطر او وطنداران به دي د وطندارۍ په خاطر عزت کوي او دا دواړه تړونونه ته د نورو خلګو سره نلرې.
۳ ـ داسي فکر مکوه چي ته په يوې ټولني کي په علمیت باندي مشهوره یې نو په ټولي نړۍ کي به ته په علميت باندي مشهوره کیږې او په نړیواله سطحه به ستا کلیوال حیثیت منل کیږي ځکه نړیوال شهرت نړیوال ظرفیت غواړي او هغه په هر چا کي نسته.
۴ ـ داسي فکر مکوه چي ستا هره خبره بايد نور خلګ ومني او يا په هرشي کي بايد نور خلګ ستا سره مشوره وکړي ځکه ستا خبره خو قرآن او حدیث ندی چي په منلو یې نور انسانان مجبور وي او نه هم هر څوک په تا باور کوي چي ستا سره مشوره وکړي.
۵ ـ داسي فکر مکوه چي کله ته په يو نظام کي وظیفه ولرې نو ستا هر کار دي په هره برخه کي د نظام په نماينده ګۍ وي او تا ته دي دا حق وي چي خپل هر کار نظام ته منسوب کړې ځکه نظام یواځي ستا پر فکر او ستا پر عمل باندي ندی ولاړ بلکي ددې تر څنګ چې نظام ځان ته اساسي قانون لري په نظام کي ستا په څېر په سلهاوو خلګ سته نو که هر یو ستا غوندي دعوه وکړي بیا خو نو د یوه نظام څخه په سلهاوو نظامونه جوړيږي؛ همداسي پر ځان باندي نيوکه نظام ته مه متوجه کوه ځکه ته په نظام کي فرد يې چي ګڼ شمير رسمي او غير رسمي کارونه درڅخه کيږي او جائز الخطاء يې چي ښه او بد دواړه کارونه ممکن درڅخه وسي.
۶ ـ داسي فکر مکوه چي دين او مذهب د یوه ښار او یوه کلي لپاره راغلي تر څو نور ښارونه او کلي ستا د ښار او کلي په مذهب سي بلکي دین او مذهب د عقیدې او عمل نوم دی په هر ځای او هر چا کي موجودېدلای سي.
۷ ـ داسي فکر مکوه چي دين او مذهب ته ستا لخوا جوړ سوي شعارونه بايد ټول خلګ ومني ځکه ستا لخوا جوړ سوي شیان د دین او مذهب شعایر ندي بلکي ستا تفردات دي منل او نه منل یې یواځي ستا کار دی نور خلګ یې په منلو باندي مکلف ندي.
۸ ـ داسي فکر مکوه چي د یو شخص د کاري ظرفیت او استعداد په تشخیص کي ته حتما پر حق یې او نور خلګ هم باید د هغه شخص په نسبت ستا خبره ومني ځکه دا ستا خپل شخصي فکر او انفرادي استنباط دی ممکن ته پکښې خطاوتلی وسې.
مولوي نورالحق مظهري

زما خپلي تجربې:

۱ ـ که د ورځي يو ځل یاسين شریف تلاوت کړی ټوله ورځ به مو حافظه فعاله وي او ډېر ښه کار به کوي.
۲ ـ که د شپې يو ځل سورة الملک وواياست ټوله شپه او ورځ به خوشحاله ياست او هيڅ افسردګي يا روحي فشار به و نه وينی.
۳ ـ که هره شپه د سورة الحشر درې آخري آيتونه درې ځلي، سورة الزلزال دوه ځلي او ابراهيمي درود لس ځلي ووایاست ټوله شپه په آرام خوب، ښه خوبونو او هوسايۍ سره تېره کړی.
البته دا د ډېره وخته زما خپلي تجربې دي.
مولوي نورالحق مظهري

د درو نفرو سره ورورګلوي او دوستي مکوه:

ژباړه: علي رضي الله عنه فرمايي: د ګناهکاره سره ورورګلوي مکوه ځکه دی تا ته خپل کار ښايسته کوي، دی دا خوښ لري چي ته هم دده غوندي وسې، تا ته خپل بد عادتونه ښايسته کوي او ستا څخه دده راتلل او تلل تا ته عيب او پيغور دی. او د بې عقل سره هم ورورګلوري مکوه ځکه دی ستا لپاره کوښښ کوي خو ګټه نسي درته رسولای کله کله خو ددې اراده ولري چي تا ته ګټه ورسوي خو هغه تاوان درته ورسوي نو دده سکوت تر خبرو کولو ښه دی، ليري والی يې تر نژدې والي ښه دی او مرګ يې د ژوند ښه دی. او د درواغجن سره هم ورورګلوري مکوه ځکه دده ژوند تا ته هيڅ ګټه نلري، دی ستا خبري وړي، تا ته خبري راوړي او که رښتيا ووايي خبره يې نه منل کيږي.
خلاصه د خبري دا ده چي د درو نفرو سره ورورګلوي او دوستي مکوه:
1 – د ګناهکاره انسان سره.
2 – د بې عقل انسان سره.
3 – د درواغجن انسان سره.
قَالَ عَلِيُّ بْنُ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: لا تُؤَاخِ الْفَاجِرَ؛ فَإِنَّهُ يُزَيِّنُ لَكَ فِعْلَهُ، وَيُحِبُّ لَوْ أَنَّكَ مِثْلُهُ، وَيُزَيِّنُ لك أَسْوَأَ خِصَالِهِ، وَمَدْخَلُهُ عَلَيْكَ وَمَخْرَجُهُ مِنْ عِنْدِكَ شَيْنٌ وَعَارٌ. وَلا الْأَحْمَقَ؛ فَإِنَّهُ يُجْهِدُ نَفْسَهُ لَكَ وَلا يَنْفَعُكَ، وَرُبَّمَا أَرَادَ أَنْ يَنْفَعَكَ فَيَضُرُّكَ؛ فَسُكُوتُهُ خَيْرٌ مِنْ نُطْقِهِ، وَبُعْدُهُ خَيْرٌ مِنْ قُرْبِهِ، وَمَوْتُهُ خَيْرٌ مِنْ حَيَاتِهِ. وَلا الْكَذَّابَ؛ فَإِنَّهُ لا يَنْفَعُكَ مَعَهُ عَيْشٌ، يَنْقُلُ حَدِيثَكَ، وَيَنْقُلُ الْحَدِيثَ إِلَيْكَ، وَإِنْ تَحَدَّثَ بِالصِّدْقِ فَمَا يُصَدَّقُ.[المجالسة وجواهرالعلم1379]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۲۲

لويه ګناه:

ژباړه: علي رضي الله عنه فرمايي: دا هم لويه ګناه ده چي يو څوک خپل ګناه ته په سپکه ګوري.
هيڅوخت ګناه سپکه مه ګڼئ او ګناه ته په سپک نظر مه ګورئ بلکي هره ګناه لويه او خطرناکه وبولئ!
قَالَ عَلِيُّ بْنُ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: إِنَّ مِنْ أَعْظَمَ الذَّنْبِ أَنْ يَسْتَخِفَّ الرَّجُلُ بِذَنْبِهِ.[المجالسة وجواهرالعلم1356]
مولوي نورالحق مظهري

کله چي الله تعالی د بنده لپاره خير وغواړي:

ژباړه: محمد بن کعب فرمايي: کله چي الله تعالی د خپل بنده لپاره خير وغواړي نو هغه ته په دنيا کي تقوی ورکوي، په دين کي پوهه ورکوي او دده عيبونه په ويني.
يعني کله چي الله تعالی د يو بنده لپاره خير غواړي نو هغه په دنيوي کارونو باندي ډېر نه مصروف کوي بلکي د دنيا سره يې رابطه کموي، په دين کي پوهه ورکوي او دده عيبونه په ويني؛ نو هر وخت چي مو خپل عيبونه په خپله وليدل پدې باندي پوه سئ چي الله تعالی ستاسي لپاره خير غواړي ځکه په خپله د خپلو عيبونو ليدل ددې سبب جوړيږي چي انسان دي ځان اصلاح کړي او پر ګناه کولو دي نور دوام ونکړي.
عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ كَعْبٍ؛ قَالَ: إِذَا أَرَادَ اللهُ بِعَبْدٍ خَيْرًا زَهَّدَهُ فِي الدُّنْيَا، وَفَقَّهَهُ فِي الدِّينِ، وَبَصَّرَهُ عُيُوبَهُ.[المجالسة وجواهرالعلم1348]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۲۰

بې عقلي او د هغې علامې:

بې عقل چا ته ويل کيږي؟ 
هغه څوک چي عقل ونلري او د عقل د عظيم نعمت څخه محروم وي هغه ته بې عقل ويل کيږي.

 د عقل ارزښت: 
و عقل ته د هر لحاظه ډېر ارزښت ورکول سوی دی په خاصه توګه په اسلام کي؛ آن تر دې چي الله جل جلاله عقل ته زړه ويلي دي يو خو پدې خاطر چي زړه د عقل ځای دی او بل اشاره و ارزښت ته د عقل ده ځکه په زړه باندي انسان ژوندی وي نو څوک چي عقل ونلري د هغه مثال داسي دی لکه د مړي.
الله تعالی فرمايي: إِنَّ فِي ذَلِكَ لِذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْب.[ق۳۷] يعني پدې کي پند دی د هغه چا لپاره چي عقل ولري.
او د دوږخيانو په باره کي الله تعالی فرمايي: وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ.[الاعراف ۱۷۹] ژباړه: يقينا چي موږ د جهنم لپاره ډېری جنيات او انسانان پيدا کړيدي، دوی زړونه لري خو شی نسي په درک کولای، سترګي لري خو شی نه په ويني، غوږونه لري خو شی نه په اوري، دوی داسي دي لکه چارپايان بلکي تر هغو لا دوی ګمراه دي، دوی ناخبره دي.
پدې آيت کي الله تعالی يو هغه شی چي جنيات او انسانان يې په غندلي دي دا دی چي دوی په خپلو زړونو باندي درک نسي کولای؛ يعني دوی بې عقلان دي.

 بې عقلي بده ناروغي ده:
د انسان لپاره تر ټولو بده ناروغي بې عقلي ده، بې عقلي سر ترسره شر دی او بې عقل د ځان او نورو دښمن دی ځکه دی هم ځان ته تاوان رسوي او هم يې نورو ته رسوي او بې عقل نه پوهه لري او نه هم رأيه لري.

د بې عقل څخه ځان وساتئ:
ابن ابي زياد وايي: زما پلار ما ته وويل: ای زويه د هوښيارانو ملتيا وکړه او د هغوی سره کښېنه زه د بې عقل سره نه يم کښېناستلی چي وروسته ولاړ سوی يم مګر دا چي په خپل عقل کي مي لږوالی ليدلی دی.
د هوښيار تکليف پر خپل ځان دی خو د بې عقل تکليف پر خلګو دی او هر څوک چي عقل ونلري هغه نه دنيا لري نه آخرت.
د بې عقل سره چي څومره انسان ډېره مليتا کوي په هماغه اندازه يې پر انسان بد تأثير لويږي ځکه چي بې عقلي حد او اندازه نلري؛ د ابراهيم نظام څخه پوښتنه وسوه چي د بې عقلۍ اندازه څومره ده؟ هغه ورته وويل: د داسي شي په اړه دي پوښتنه راڅخه وکړه چي اندازه نلري.

 بې عقلي په آسانۍ سره نه ختميږي:
ابي اسحاق وايي: کله چي تا ته خبر ورسيږي چي غني فقير سوی دی ته يې ورسره ومنه، که خبر درته ورسيږي چي فقير غني سوی دی ته يې ورسره ومنه، که خبر درته ورسيږي چي ژوندی مړ سوی دی ته يې ورسره ومنه او که خبر درته ورسيږي چي بې عقل عقل پيدا کړی دی ته يې مه ورسره منه. هدف يې دا دی چي بې عقل نسي هوښيار کېدلای.
د اوزاعي څخه روايت دی چي عيسی عليه السلام ته وويل سوه: آيا ته مړي ژوند کوې؟ هغه وويل: هو؛ د الله تعالی په اراده، بيا يې ورته وويل: ته ړانده جوړوې؟ هغه ورته وويل: هو؛ د الله په اراده، بيا يې ورته وويل: د بې عقلۍ درمل چشی دی؟ هغه ورته وويل: دغه هغه شی دی چي زه يې عاجز کړی يم. يعني د بې عقلۍ درمل نسته.

 د بې عقلۍ نښي او علامې:
ابوحاتم ويلي دي: د بې عقلۍ نښي تيز جواب دی، د ټينګ والي پرېښودل دي، ډېره خندا کول دي، شا او خوا ډېر کتل دي، د ښو خلګو پسې خبري کول دي، د بدو خلګو سره يوځای کېدل دي، د بې عقل څخه چي مخ واړوې تندی درته تريش کړي، چي مخ ور واړوې مغروره سي، که حلم او صبر ورته وکړې ځان ناخبره اچوي، که ښه ورسره وکړې بد درسره کوي او که انصاف ورسره وکړې ظلم درسره کوي.
يعني بې عقل بېله دې چي په يو شي کي فکر وکړي ناسنجيده چټک جواب ورکوي، په کارونو کي استقامت او ثابته پاليسي نلري، ډېره  خندا کوي، پر لاره چي ځي خپل شا اوخوا بې ځايه ډېر ګوري، د ښو او نيکو انسانانو پسې خبري کوي، د بدو خلګو سره ملګرتيا او دوستي کوي، چي کله ته د يو حکمت پر اساس ځان ورڅخه ليري کړې دی تندی درته تريش کړي او دښمني درسره کوي، چي مخ ورته واړوې او پوښتنه ورباندي وکړې نو دی مغروره کيږي او ځان ډېر غټ ورته معلوميږي، که دده په وړاندي صبر او زغم وکړې دی ځان نا خبره اچوي او ښه نه ورباندي معلوميږي، که ته ښه ورسره وکړې دی بد درسره کوي او که ته انصاف ورسره وکړې دی ظلم درسره کوي.
ځينو حکماو ويلي دي: د اخلاقو څخه د بې  عقل دا دي: چي کله غني سي نو تکبر کوي، که فقير سي نا اميده کيږي، که خوشحاله سي شور کوي، که خبري کوي ښکنځل کوي که سوال ورڅخه وسي بخالت کوي، که سوال کوي نو ډېر ټينګار کوي، که خبري ورته کوې نه په پوهيږي، که خاندي چيغي وهي او که ژاړي بې سده کيږي.
احنف بن قيس د خليل څخه ورايت کوي چي هغه وويل: خلګ پر څلور ډوله دي: لومړی هغه څوک چي پوهيږي او دی پوهيږي چي پوهيږي نو دا سړی عالم دی تاسي استفاده ورڅخه وکړئ، دويم هغه څوک چي پوهيږي خو دی نه پوهيږي چي پوهيږي دا سړی هېرجن دی خبره ورته په ياد کړئ، دريم هغه څوک دی چي نه پوهيږي او دی پوهيږي چي نه پوهيږي دا سړی د پوهي غوښتونکی دی تاسي يې پوه کړئ او څلورم هغه څوک دی چي نه پوهيږي او دی نه پوهيږي چي نه پوهيږي دا سړی نو بې عقل دی د ځان څخه يې ليري کړئ.
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
منبع: اسلام ويب

هغه درې شيان چي ايمان په کامل کيږي:

ژباړه: لقمان حکيم خپل زوی ته ويل: درې شيان چي په چا کي وي نو هغه خپل ايمان پوره کړ: څوک چي خوشحاله سي خو خوشحالي يې باطل ته نه باسي، څوک چي په قهر سي خو قهر يې د حق څخه نه باسي او څوک چي قدرت پيدا کړي خو هغه شي ته لاس نه ور اچوي چي دده نه وي.
يعني هغه انسان چي د خوشحالۍ، قهر او قدرت په حالتونو کي ځان کنټرول کوي د خوشحالۍ په وخت کي باطل ته لاس نه اچوي، د قهر په وخت کي تر حق نه تېريږي او د قدرت په وخت کي د نورو خلګو مالونو ته لاس نه اچوي نو ددغه انسان ايمان به کامل کيږي.
قَالَ لُقْمَانُ الْحَكِيمُ لِابْنِهِ: ثَلاثَةٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ فَقَدِ اسْتَكْمَلَ الْإِيمَانَ: مَنْ إِذَا رَضِيَ لَمْ يُخْرِجْهُ رِضَاهُ إِلَى الْبَاطِلِ، وَإِذَا غَضِبَ لَمْ يُخْرِجْهُ غَضَبُهُ مِنَ الْحَقِّ، وَإِذَا قَدِرَ لَمْ يَتَنَاوَلْ مَا لَيْسَ لَهُ.[المجالسة وجواهرالعلم1311]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۱۹

آیا آسانه عزت او هيبت غواړی؟

ژباړه: سفيان ثوري رحمه الله فرمايي: څوک چي بېله قومه عزت غواړي او بېله قدرته هيبت غواړي نو ځان دي د الله جل جلاله د نافرمانۍ د ذلت څخه د اطاعت و عزت وباسي.
يعني که څوک غواړي بېله دې چي قوم ولري عزت تر لاسه کړي او بېله دې چي قدرت ولري هيبت تر لاسه کړي نو د الله تعالی اطاعت دي وکړي او د نافرمانۍ څخه دي ځان وساتي الله تعالی به ارومرو عزت او هيبت دواړه ورکوي.
سُفْيَانُ الثَّوْرِيُّ؛ قَالَ: كَانَ يُقَالُ: مَنْ أَرَادَ عِزًّا بِلا عَشِيرَةٍ، وَهَيْبَةً بِلا سُلْطَانٍ؛ فَلْيَخْرُجْ مِنْ ذُلِّ مَعْصِيَةِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ إِلَى عِزِّ طَاعَتِهِ.[المجالسة وجواهرالعلم1310]
مولوي نورالحق مظهري

د حضرت عمر رضی الله ۱۲ صفتونه:

ژباړه: معاويه رضي الله عنه صعصعه ته وويل: د عمر رضي الله عنه صفت راته وکړه! هغه ورته وويل: عمر رضي الله عنه د خپل رعيت په حال خبر وو، په خپل ځان کي عادل وو، لويي يې نه کول، عذرونه يې قبلول، آسانه يې ځان پټوی، دروازه يې خلاصه وه، د حق پلټنه يې کول، د بدۍ څخه ليري وو، پر ضعيف مهربانه وو، بې ځايه خبري يې نه کولې، ډېر وخت به چوپ ناست وو او د عيب څخه ليري وو.

د صفاتو تشريح:
۱ - عمر رضي الله عنه د خپل خلافت په وخت کي د خپل رعيت او ملت په حال ځان خبروی تر څو د اړتيا په صورت کي مرسته ورسره وکړي او ستونزي يې حل کړي.
۲ - حضرت عمر رضي الله عنه د خپل ځان سره عدالت کوی؛ يعني افراط او تفريط به يې نه کوی؛ يا يې معنی دا ده چي عدالت دده په خټه کي نغښتی ځکه يې هر چيري د هر چا سره عدالت چلوی.
۳ - حضرت عمر رضي الله عنه لويي او تکبر نه کوی ځکه نو تل يې د ضعيفو او ناتوانو مسلمانانو خيال ساتی او د دوی هر مشکل ته يې رسېدګي کول.
۴ - حضرت عمر رضي الله عنه د معذورو انسانان عذر قبلوی؛ پدې معنی سره چي کله به يو څوک ورته راغی او د يو شي په اړه به يې عذر ورته وړاندي کړ نو حضرت عمر رضي الله عنه به يې عذر قبلوی.
۵ - حضرت عمر رضي الله عنه په لباس او کالو کي تر حد تجاوز نه کوی او تنها د خپل بدن په پټولو سره به يې بسنه کول؛ داسي يې نه کول چي ډېر ګران قيمته او لوړ ارزښته کالي واغوندي.
۶ - د حضرت عمر رضي الله عنه دروازه تل د خپل ولس او خلګو په مخ خلاصه وه هر څوک يې بېله کومي پابندۍ ليدني او ملاقت راتلای سو.
۷ - حضرت عمر رضي الله عنه د حق پلټنه کول او په هري موضوع کي يې حق پيدا کوی؛ په پټو سترګو او ناخبرۍ کي يې نه فيصله کول، نه يې هم کوم فرمان صادروی او نه يې هم کوم مسلمان متهم کوی.
۸ - حضرت عمر رضي الله عنه د بدۍ څخه ځان ليري ساتی تر څو د ځان ساتني تر څنګ په خپل ولس کي رعب او هيبت له لاسه ورنکړي او لوی الله جل جلاله ورڅخه خوابدی نسي چي بيا به يې ټول معنويات له مينځه ولاړ سي.
۹ - حضرت عمر رضي الله عنه پر ضعيفو انسانانو باندي ډېر مهربانه وو ځکه نو تل د ضعيفو او بې کسه کسانو څنګ ته درېدی او هغه يې د هر زورور او زورواکي څخه ساتی.
۱۰ - حضرت عمر رضي الله عنه بې ځايه او بې فايدې خبري نه کولې او هيڅ وخت يې ځان په اټکلي خبرو نه مصروف کوي.
۱۱ - حضرت عمر رضي الله عنه به ډېر وخت چوپ ناست وو تر څو د خپل ولس په ښېرازۍ او خدمت کي فکر وکړي او د هغوی لپاره مهم خدمتونه عرضه کړي.
۱۲ - حضرت عمر رضي الله عنه په ځان د عيب پيدا کولو او د بل مسلمان د عيب بيانولو څخه په کلکه ډډ کول او هيڅ وخت يې په نورو مسلمانانو کي عيبونه نه پيدا کول.
ګرانو او معززو مشرانو! د حضرت عمر رضي الله عنه غوندي ځانونه جوړ کړئ چي د هغه غوندي حکومت کول مو په برخه سي.
قَالَ مُعَاوِيَةُ بْنُ أَبِي سُفْيَانَ لِصَعْصَعَةَ: صِفْ لِي عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ. فَقَالَ: كَانَ عَالِمًا بِرَعِيَّتِهِ، عَادِلًا فِي نَفْسِهِ، قَلِيلَ الْكِبْرِ، قَبُولَ الْعُذْرِ، سَهْلَ الحجاب، مفتوح الباب، يتحرى الصَّوَابَ، بَعِيدًا مِنَ الْإِسَاءَةِ، رَفِيقًا بِالضَّعِيفِ، غَيْرَ صَخَّابٍ، كَثِيرَ الصَّمْتِ، بَعِيدًا مِنَ الْعَيْبِ.[المجالسة وجواهرالعم1300]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۱۸

استغفار انسان د هري ستونزي څخه ساتي:

ژباړه: علي رضي الله عنه فرمايي: زه تعجب کوم هغه چا ته چي هلاک کيږي پداسي حال کي چي نجات هم ورسره سته! چا پوښتنه وکړه: نجات څشی دی ای اميرالمؤمنينه؟ هغه وويل: استغفار دی.
يعني استغفار انسان د هري ستونزي او هر مشکل څخه خلاصولای سي خو چي کله انسان استغفار ووايي؛ نو ځکه حضرت علي رضي الله عنه هغه انسان ته تعجب کوي چي استغفار کولای سي خو بيا هم دی هلاک کيږي.
قَالَ عَلِيُّ بْنُ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: عَجِبْتُ لِمَنْ يَهْلِكُ وَالنَّجَاةُ مَعَهُ! قِيلَ لَهُ: مَا هِيَ يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ؟ قَالَ: الِاسْتِغْفَارُ.[المجالسة وجواهرالعلم1207]
مولوي نورالحق مظهري

عالم بايد څه وکړي؟

ژباړه: عمر رضي الله عنه فرمايي: علم زده کړئ او د علم لپاره آرامتيا او بردباري هم زده کړئ، د هغه خلګو لپاره عاجزي وکړئ چي تاسي د هغوی څخه علم زده کوی، هغه څوک دي تاسي ته عاجزي وکړي چي تاسي علم ورته زده کوی، د ظالمانو علماو څخه مه جوړېږئ چي بيا مو علم د جهالت مخه نسي نيولای.
برداشت: د حضرت عمر رضي الله عنه د خبرو څخه ښکاري چي عالم بايد د خپل علم لپاره آرامتيا او نرمي زده کړي تر څو هم مطمئن وي او هم صبر او تحمل ولري، د علم په دوران کي بايد طالب العلم د خپلو استاذانو په وړاندي عاجزي وکړي او عالم بايد د ځانه څخه ظالم او متکبر جوړ نکړي چي بيا به يې علم هيڅ ګټه ورته ونکړي او د ناپوهۍ مخه به يې و نه نيسي.
قَالَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: تَعَلَّمُوا الْعِلْمَ وَتَعَلَّمُوا لِلْعِلْمِ السَّكِينَةَ وَالْحِلْمَ، وَتَوَاضَعُوا لِمَنْ تَعَلَّمُونَ مِنْهُمْ، وَلْيَتَوَاضَعْ لَكُمْ مَنْ تُعَلِّمُونَ، وَلا تَكُونُوا مِنْ جَبَابِرَةِ الْعُلَمَاءِ؛ فَلا يَقُومُ عِلْمُكُمْ بِجَهْلِكُمْ.[المجالسة وجواهرالعلم1197]
مولوي نورالحق مظهري