۱۴۰۲/۰۱/۳۱

د روژې مياشتي صالح اعمال به څنګه ساتو؟

د هر نيک عمل د کولو وروسته د هغه عمل ساتل ډېر مهم دی ځکه که عمل و نه ساتل سي نو هغه عمل ضائع او خراب سو انسان ته يې هيڅ ګټه نه رسيږي الله تعالی فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ.[محمد۳۳].
ژباړه: ای مؤمنانو د الله تعالی اطاعت وکړئ، د رسول اطاعت وکړئ او خپل عملونه مه باطلوئ.
يعني خپل عملونه په ګناهونو باندي مه باطلوئ ځکه په ګناه باندي د انسان صالح اعمال له مينځه ځي لکه په حديث شريف کي چي راځي: إِيَّاكُمْ وَالْحَسَدَ فَإِنَّ الْحَسَدَ يَأْكُلُ الْحَسَنَاتِ كَمَا تَأْكُلُ النَّارُ الْحَطَبَ.[سنن ابي داود۴۹۰۵].
ژباړه: ځانونه د حسد څخه وساتئ ځکه حسد نيکۍ داسي خوري لکه اور چي بوټي خوري.
همداسي په حديث کي راځي: عن حذيفة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: قذف المحصنة يهدم عمل مائة سنة.[مساوئ الأخلاق للخرائطي۷۰۳]
ژباړه: حذيفه رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي ده وفرمايل: پر پاکي ښځي تهمت ويل د انسان د سلو کلونو عملونه خرابوي.
همداسي په حديث کي راځي: إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ عَلَيْهِ السَّلامُ كَانَ يَقُولُ: اتَّقُوا عَلَى حَسَنَاتِكُمْ، وَلا تَنْسَلَّ مِنْكُمْ كَمَا يَنْسَلُّ الْمَاءُ مِنْ يَدِ أَحَدِكُمْ، قَالُوا: بِمَاذَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: بِالاغْتِيَابِ.[الجامع في الحديث لإبن وهب۳۴۱]
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم ويل: خپلي نيکۍ وساتئ او ستاسي څخه دي په ناخبرۍ کي نه ځي لکه اوبه چي ستاسي د لاس څخه ځي، صحابه وو وويل: په څشي باندي نيک اعمال زموږ د لاسه څخه ځي يا رسول الله؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په غيبت کولو باندي.
يعني که تاسي د نورو مسلمانانو غيبت وکړی نو ستاسي نيک اعمال به ورسره له مينځه ځي.

لکه د ګناه څخه په ځان ساتني چي د انسان صالح اعمال ساتل کېدلای سي پر نيکو اعمالو په استقامت باندي هم نيک اعمال د ضائع کېدلو څخه ساتل کېدلای سي.
علماؤ  فرمايلي دي: که څوک په لاندي پنځو شيانو کي استقامت وکړي ارومرو به يې مخکني نيک اعمال قبول سي او په را روان وخت کي به د نورو نيکو اعمالو توفيق ورته په نصيب سي:
۱ – استقامت د الله تعالی پر توحيد او يووالي.
۲ – استقامت پر عباداتو او طاعاتو.
۳ – استقامت پر اخلاص او حسن نيت.
۴ – استقامت د وينا او عمل پر يووالي؛ يعني لکه په خوله چي ښه خبري کوي په عمل کي هم ښه کارونه وکړي.
۵ – استقامت د ظاهر او باطن پر يووالي؛ يعني لکه په ظاهره چي انسان ځان له ګناه څخه ساتي په باطن کي هم ځان د ګناه څخه وساتي.
نو مسلمان بايد خپل ټول صالح اعمال د کولو څخه وروسته وساتي تر څو ضائع نسي او د ثواب څخه يې محروم نسي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۳۰

څنګه پوه سو چي روژې پر موږ مثبت تأثير کړی دی؟

دا معلومه خبره ده چي په هر عبادت کي الله تعالی مثبت تأثير ايښی دی؛ روژه هم د هغو عبادتونو څخه ده چي الله تعالی د بنده لپاره ډېر مثبت تأثيرونه پکښې ايښي دي.
ددې تر څنګ چي روژه د انسان ظاهري روغتيا ته ګټه لري د انسان لپاره د ګناهونو څخه پاک کوونکې مياشت هم ده ځکه نو بايد په روژه باندي د انسان ايمان قوي سي، اخلاق يې برابر سي او د نيکو کارونو سره يې علاقه مندي ډېره سي.
که د روژې مياشتي د تېرېدلو وروسته په کوم انسان کي د عبادت سره مينه موجوده وه، پر جماعت او نورو عبادتونو يې پابندي کوله، د خپلوانو سره يې صله رحمي ټينګوله، د مور او پلار سره يې پوره نيکي کوله، د صدقاتو او نفلي عباداتو سره يې مينه درلودله، د ځان او نورو مسلمانانو تزکيه يې کوله، همداسي د حرام خوړلو، حرام ويلو، حرام کتلو، حرام اورېدلو او حرام کولو څخه يې د ځان ساتنه کوله يقينا چي په دغه انسان کي روژې پوره تأثير کړی او روژه يې الله تعالی ورڅخه قبوله کړېده.
د روژې مياشت د حمام کولو حيثيت لري لکه په حمام کولو باندي چي انسان د ظاهري چټليو او بديويۍ څخه ساتل کيږي په روژه باندي هم انسان د ګناه د چټليو څخه ساتل کيږي او په هره برخه کي تهذيب او تزکيه د انسان په برخه کيږي.
خلاصه دا چي که لاندي موارد په انسان کي موجود وه نو یقينا چي روژې پر ده باندي ښه تأثير کړی دی:
۱ ـ د عباداتو سره مينه.
۲ ـ د حقوق الله او حقوق العباد پوره آداء کولو ته ژمنتيا.
۳ ـ د ټولو حرامو او ناروا شيانو څخه د ځان ساتنه.
۴ ـ د باطل او هر ډول فساد څخه په زړه کي نفرت او کرکه.
۵ ـ په روژه کي پرېښودل سوو ګناهونو ته د تل لپاره نه را ګرځېدل.
۶ ـ په نيکو اخلاقو ښايسته کېدل او د بدو اخلاقو څخه پاک کېدل.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۲۹

د روژې میاشتي برکتونه: اوه ویشتم برکت:

بل برکت ددې میاشتي دا دی چي ددې میاشتي په روژې باندي مځکه او آسمانونه خوشاله کیږي او که الله پاک مځکي او آسمانونو ته اجازه ورکړي نو دوی به و هغه چا ته زېری د جنت ورکړي چي ددې مبارکي میاشتي روژه نیسي لکه په حدیث کي چي راځي: عن أنس بن مالك، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لو أن الله أذن للسموات والأرض أن تتكلما لبشرتا من صام رمضان بالجنة.[احادیث شهر رمضان لإبن عساکر22]
ژباړه: انس بن مالک رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چي هغه و فرمایل: که الله آسمانونو او مځکي ته اجازه ورکړي نو هغوی به و هغه چا ته چي روژه نیسي زیری د جنت ورکړي.
دا دی لوی برکت او ستر فضيلت! مځکي او آسمانونه هم د روژې په فضيلت باندي قائل دي او هغه چا ته په زېري ورکولو خوشحاله کيږي چي ددې مبارکي مياشتي روژه نيسي.
یا الله ددې مبارکي میاشتي په برکت مو اهل د جنت وګرځوې!
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۲۸

د روژې میاشتي برکتونه:شپږویشتم برکت:

بل برکت ددې مبارکي میاشتي دا دی چي په دې میاشتي کي الله پاک عمرې كولو ته ډېر ثواب ورکړی دی آن تر دې چي هغه یې په ثواب کي د حج سره برابر بللې ده لکه په حدیث کي چي راځي: عَنْ وَهْبِ بْنِ خَنْبَشٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : عُمْرَةٌ فِي رَمَضَانَ ، تَعْدِلُ حَجَّةً.[سنن ابن ماجه ۲۹۹۱]
ژباړه:  وهب بن خنبش وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د روژې په میاشتي کي عمره کول د حج سره برابره ده.
علماؤ لیکلي دي: عمره خو د حج ځای ته نسي رسېدلای نو ځکه دلته هدف بیان د ډېروالي د ثواب دی نسبت ونورو وختونو ته یعني کوم ثواب چي عمره یې د روژې په میاشتي کي لري بل وخت یې نه لري، ‌ددې داسي مثال دی لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چي فرمایلي دي: څوک چي یو ځل سورت اخلاص ولولي داسي کیږي لکه ده چي درېیمه حصه د قرآن لوستلې وي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۲۷

په وظيفه کي معاش خپل هدف مه ګرځوه!

دا حقيقت دی چي معاش او اجرت د انسان اړتيا او ضرورت دی او بېله معاشه کار هم نسي کېدلای خو په وظيفه کي معاش د ځان هدف او مقصود مه ګرځوه بلکي هدف د الله تعالی رضايت او د خپلو خلګو او نظام خدمت وګرځوه تر څو دي الله تعالی په کار کي برکت هم واچوي او په آرام زړه خپل کار هم پر مخ باندي بوزې.
دا په تجربه ثابته سوېده چي د معاش لپاره وظيفه کول ددې تر څنګ چي برکت به ونلري انسان به په وظيفه کي د برياليتوب څخه هم محروم وي او د يو ډول غفلت او ټنبلۍ سره به مخامخ کيږي ځکه  دده ټول فکر به د معاش لپاره وي چي څنګه يې ډېر کړي او يا يې څنګه ثابت وساتي؟ چي طبعا په داسي حالت کي د کار معنويات او په کار کي للهيت له مينځه ځي او د مادياتو په محبت کي انسان غوټه کيږي.
د مادياتو په محبت کي غوټه کېدل په هر مسئوليت کي د انسان د ناکامۍ لپاره لوی سبب دی ځکه د همدغه محبت له کبله انسان رشوت اخلي، په هر ډول چي وي د خپل معاش ډېرولو هڅي او کوښښونه کوي، د زياتو پيسو لاس ته راوړلو لپاره فساد او درغلۍ ته مخه کوي آن تر دې چي په خپل ټاکل سوي معاش باندي قناعت نه کوي ځکه نو ممکن د خپلي رسمي وظيفې سره سره بله وظيفه هم وکړي او يا هم د خپلي وظيفې د محدوديت څخه بهر د امتيازاتو لپاره کوښښ وکړي چي په نتيجه کي په خپله رسمي وظيفه کي د غفلت سره او بيا د ناکامۍ سره مخامخ کيږي.
د مسلمان لپاره په هر کار کي د نيت اخلاص ډېر مهم دی، که په مباح کار کي مسلمان خپل نيت سم کړي ارومرو به الله تعالی پر هغه باندي ثواب ورکوي له همدې امله زبيد يامي رحمه الله فرمايي: زه خوښ لرم چي په هر شي کي نيت ولرم، آن تر دې چي د ډوډۍ په خوړلو او اوبو څښلو کي هم نيت ولرم.
وعن زُبَيدٍ اليامي، قال: إنِّي لأحبُّ أن تكونَ لي نيَّةٌ في كلِّ شيءٍ، حتى في الطَّعام والشَّراب.[جامع العلوم والحکم]
دا معلومه خبره ده چي په نظام کي وظيفه کول د هيواد، نظام او خلګو په خير باندي تماميږي نو که څوک خپل نيت د الله لپاره کړي ددې تر څنګ چي الله تعالی به يې په وظيفه کي مرسته کوي او برکت به يې په برخه کوي په وظيفه کي به برياليتوب هم ورته په نصيب کړي او معاش خو بېله هغه ورته ورکول کيږي نو ډېره ښه خبره دا ده چي انسان په ښه نيت باندي خدمت وکړي.
مولوي نورالحق مظهري

د روژې میاشتي برکتونه:پنځه ویشتم برکت:

بل برکت ددې مبارکي میاشتي دا دی چي په دې میاشتي کي د الله پاک ملائکي ټوله ورځ د روژه ماتي تر وخته پوري د روژاتیانو لپاره طلب د بخښي کوي یعني ملائکي دا دعا کوي چي ای الله امت ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم بخښه وکړه، په حدیث کي راځي: وَتَسْتَغْفِرُ لَهُمُ الْمَلاَئِكَةُ حَتَّى يُفْطِرُوا.[ مسند احمد ۷۹۱۷]
ژباړه: ملائکي ددوی لپاره طلب د بخښي کوي تر څو چي دوی روژه ماتوي.
موږ باید د ځانه سره دا فکر وکړو چي ملائکي زموږ لپاره طلب د بخښي کوي نو موږ یې ولي د ځان لپاره نه کوو په داسي حال کي چي د ډېرو ګناهونو له کبله موږ هر يو استغفار ته پوره اړتيا لرو؟. 
الله پاک دي د ملائکو استغفار زموږ لپاره قبول کړي!
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

په دين کي استقامت - بيان: مولوي نورالحق مظهري

په دين کي استقامت ـ بيان

په روژه کي اعتکاف:

فقد جاء في الصحيحين عن ابن عمر - رضي الله عنهما - قال: كان النبي صلى الله عليه وسلم يعتكف في العشر الأواخر من رمضان.
ژباړه: په بخاري او مسلم کتابونو کي د عبدالله ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت راغلی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې میاشتي په لسو آخرو شپو کي اعتکاف کوی.
په دې حديث باندي مشروعيت د اعتکاف ثابتيږي او اعتکاف ودېته وايي چي د ثواب په نيت دي په خاصه طريقه او خاص صفت باندي سړئ په مسجد کي تر معلومي مدې پوري کښيني.
علامه ابن القيم رحمه الله فرمايلي دي: اعتکاف هغه عبادت دئ چي مقصود او اصلي هدف ورڅخه پر الله پاک باندي د خپل زړه تړل دي، پر الله پاک باندي د خپلو ټولو تصوراتو راټول دي، ځان د مخلوقاتو څخه فارغ کول او د الله پاک په ذکر باندي ځان په پوره توګه مصروف کول دي داسي چي په هروخت کي په خاصه توګه د غم او مصيبت په وخت کي د معکتف ټوله توجه او پاملرنه د الله پاک ذکر او محبت ته وي د زړه ټول مقصود او هدف يې د الله پاک سره محبت او د هغه رضا وي.
د الله پاک د خوشاله کولو لپاره خطرونه او ستړياوي پر ځان باندي ګالي، د الله پاک په خوشاله کولو کي او الله پاک ته د نژدې کېدلو لپاره خپل فکر په کار اچوي.
نو ددې پر ځای چي د مخلوقاتو سره محبت وکړي د الله پاک سره يې محبت ډېريږي چي په همدغه محبت باندي دی د هغي ورځي د محبت مستحق ګرځي کومه ورځ چي بېله الله پاک بل هيڅ محبت کوونکی نسته او بېله الله تعالی هيڅوک د انسان په درد باندي نه خوري او هغه ورځ د وحشت او يواځي والي ده په قبر کي.
په قبر کي تنها د الله پاک محبت دی چي انسان ژغوري، د قبر د عذاب څخه نجات ورکوي او د جنت د نعمتونو دروازې ورباندي را خلاصوي.
د اعتکاف څخه مهم او لوی هدف هم دغه دی.
ددې لپاره چي معتکف وکولای سي سم او مقبول اعتکاف وکړي نو لاندي آداب بايد په نظر کي ونيسي:
1 – خپل نيت دي خالص او صفا کړي او يواځي دي د الله پاک رضايت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سنت باندي عمل کول خپل په زړه کي را وګرځوي او د الله تعالی څخه دي د اجرت تر لاسه کولو په نيت اعتکاف وکړي.
2 – د عبادت لپاره دي ځان فارغ کړي، د ټولو هغو شيانو سره دي رابطه قطعه کړي چي دده د عبادت مخنيوی کوي او الله پاک ته دي تنها په زړه باندي توجه وکړي.
3 – بېله شرعي او انساني ضروت څخه دي د مسجد څخه نه وځي.
4 – پر ورځنيو نيکو اعمالو او ذکرونو دي کوښښ وکړي، لکه رواتب سنتونه، د اشراق او غرمې لمونځ، د شپې او تهجد لمونځ، تل په اوداسه باندي اوسېدل، د سهار او ماښام منقول ذکرونه کول، د فرضي لمونځونو وروسته ثابت اذکار نه هېرول، د موذن جواب ورکول او داسي نور هغه اعمال چي د معتکف د اعتکاف د مقصود برخه وي.
5 – معتکف چي د هر لمانځه مخکي ويديږي لمانځه ته دي وختي کښيني تر څو په ښه طريقه اودس وکړي او په پوره اطمينان او آمادګۍ سره لمونځ آداء کړي.
6 – معتکف دي نفلي عبادات ډېر کوي او ددې لپاره چي احساس د ستړيا ونکړي په عباداتو کي دي تنوع راوړي مثلا کله ناکله دي لمونځ کوي، کله دي بيا تلاوت د قرآن کوي، کله دي بيا تسبيح، تهليل، تحميد او تکبير وايي، کله دي دعاء کوي، کله دي استغفار کوي، کله دي پر رسول الله صلی الله عليه وسلم باندي درود وايي او ځيني وختونه دي د الله پاک په مخلوقاتو کي تفکر کوي تر څو د الله پاک عظيم قدرت ته متوجه سي او عاجزي يې په برخه سي.
7 – هغه څوک چي اهل د مطالعې وي هغه دي د ځانه سره ښه په زړه پوري کتابونه کښيږدي او کله ناکله دي مطالعه کوي په خاصه توګه د قرآن تفسيرونه چي په مطالعه کولو سره يې  د قرآن تلاوت ته نور هم د انسان شوق کيږي.
8 – معتکف دي خوراک لږ کوي، عادي خبري دي لږ کوي او خوب دي لږ کوي تنها دومره خوراک، خبري او خوب دي کوي چي خپل ضرورت ورباندي رفع کولای سي نور ټول وخت دي عبادت ته ورکړي ځکه د خوراک، خوب او خبرو په لږولو سره د انسان زړه نرم کيږي، نفس يې عاجزه کيږي، وخت يې د ضياع څخه ساتل کيږي او د ګناه څخه ژغورل کيږي.
9 – معتکف بايد د اوداسه پر درلودلو ډير حريص وي او هيڅ وخت بې اودسه پاته نسي او بې اوسده ويده نسي.
10 – معتکف بايد د سنتونو پر تطبيق، د حق او صبر پر وصيت، پر امر بالمعروف او نهي عن المنکر، پر نصيحت او تذکر او په نيکو کارونو کي د نورو سره پر مرسته کولو ډېر حريص وي. 
هغه شيان چي معتکف بايد ځان ورڅخه وساتي:
1 – مسجد ته دي ورته ډېر ملاقات کوونکي نه راځي ځکه دا کار ددې سبب کيږي چي دی دي عبادت لږ وکړي او ډېر وخت دي په مجلس او بانډار کي ورباندي تېر سي.
2 – په ټلفن دي ځان ډېر نه مصروف کوي تنها د ضرورت د رفع کولو په اندازه دي استفاده ورڅخه کوي.
3 – ډير خوراکونه دي پر ځان باندي نه راکوټه کوي ځکه دا کار ددې سبب جوړيږي چي دی دي ډېر خوراک وکړي او د ډېر خوراک نو بيا ځان ته ډېر تاوانونه دي.
4 – خوب دي ډېر نه کوي، د خوب څخه دي ژر را ولاړيږي، څوک چي يې د خوب څخه ويښ کړي د هغه څخه دي مننه او تشکر وکړي او ورته په خښم کيږي دي نه.
5- وخت او فرصت دي نه ضايع کوي بېله عباداتو دي بل په هيڅ شي باندي ځان نه مصروف کوي.
6 – داسي څوک دي په اعتکاف کي د ځانه سره نه کښېنوي چي د اعتکاف آداب نه مراعات کوي او ددې احتمال سته چي دی دي هم ورسره په تکليف سي او اعتکاف دي ورباندي خراب کړي.
منبع: تحف رمضانية.
ژباړه او وضاعت: مولوي نورالحق مظهري