۱۴۰۴/۰۳/۱۷

نيکمرغه لوی اختر مو مبارک سه!

د ګروپ ټولو ګډونوالو او ملګرو ته د نيکمرغه لوی اختر د را رسېدلو مبارکي وايم، الله تعالی مو ټول عبادتونه او قربانۍ په خپل دربار کې قبول کړه او د ژوند په ټولو چارو کې مو بریاليتوب او سرلوړي په برخه سه.
موږ بايد کوښښ وکړو چې په داسي مبارکو او د خوشحالۍ ډکو ورځو کې د خپلو مسلمانانو وړونو سره مرسته وکړو په خاصه توګه د غزې مسلمانان په مالي مرسته او دعا کې ياد وساتو.
په درنښت:
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۱۶

د لوی اختر فلسفه، ارزښت او لمانځل:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
د اختر د ورځي فلسفه:
د اختر ورځ هغه ورځ ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو لپاره د خوشالۍ او خوشبختۍ ورځ نومولې ده لکه څنګه چې د ابو داود شريف په حديث کې راځي: کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی خلکو دوې ورځي چې ورځ د نوروز او اوله ورځ د ميزان وه په اختريزو ځانګړيو مراسمو باندي لمانځلې رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چې دا کومې ورځي دي چې تاسو يې لمانځی؟ هغوی وويل: موږ په جاهليت کې لمانځلې نو اوس يې هم لمانځو. 
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته د دغو ورځو په بدل کې تر هغو غوره دوې نوري ورځي درکړيدي چې تاسو يې د ځان لپاره اختر ونيسئ او په اختريزو مراسمو يې و لمانځئ چې ورځ د کوچني او ورځ د لوی اختر ده.
نو له هماغه ورځي څخه په اسلام کې د اخترونو په صفت همدغه دوې ورځي پېژندل کېږي او په اختريزو مراسمو يې لمانځل مسلمان ته روا کېږي نوري ورځي چې ځيني نور خلک ورته اختر وايي او په اختريزو مراسمو يې لمانځي په اسلام کې کوم ثبوت او ارزښت نه لري او مسلمان يې بايد د لمانځلو څخه په کلکه ډډه وکړي په خاصه توګه د نوروز ورځ چې مسلمان ته يې په هيڅ صورت لمانځل نه دی روا.
په خلاف د هغو خلکو چې عقيدې يې ضعيفي وي، د اسلام د دين په کامله کېدلو يې سر نه خلاصيږي او د ژوند په ټولو برخو کې د اسلام د دين بسيا او خود کفايي ورته نه معلوميږي دوی هغه ورځي لمانځي کومي چې په اسلام کې نه تنها دا چې ثبوت نه لري بلکې د ځينو د لمانځلو څخه خو صراحتا ممانعت راغلی وي او اسلام و هيڅ مسلمان ته د دې اجازه نه ورکوي چې هغه ورځي دي په ځانګړيو اختريزو مراسمو باندي و لمانځي آن تر دې چې د دې اجازه لا نسته چې د اختر په نامه يې ونوموي.
د اخترونو ورځي د هغو ورځو بدیل راغلي دي چې مخکې تر اسلام خلکو لمانځلې او د دې لپاره چې مسلمانان د خوشالۍ کولو لپاره ځانګړي ورځي ولري او د عبادت په کولو باندي یې مرتبې لوړي شي الله پاک ورته دغه مبارکې ورځي ورکړیدي.

د لوی اختر د ورځي فضايل:
1 – د لوی اختر ورځ د هغو لسو ورځو څخه يوه ورځ ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د کال بهترينه ورځي بللي دي.
2 – د لوی اختر ورځ د مسلمانانو لپاره شرعي اختر دی، مسلمانان هر کال و دغه ورځي ته انتظار باسي او چې کله دا مبارکه ورځ را رسیږي په دې ورځي کې مسلمانان يو بل ته مبارکي ورکوي، او د نيکو اعمالو په کولو باندي الله جل جلاله ته ځانونه نژدې کوي ځکه په دې ورځ کې مسلمانان پر يوبل باندي پوښتنه کوي، صله رحمي مراعات کوي، اختريان حلالوي، د مسکېنانو سره مرسته کوي، په اجتماع باندي د اختر لمونځ آداء کوي، د تشريق تکبيرونه وايي، پر ځان او اولاد باندي پيراخي د روزۍ کوي او داسي ډېر نور ښه کارونه سر ته رسوي، چې دا ټوله د دې ورځي پر ارزښت او فضيلت باندي دلالت کوي.
3 – د لوی اختر ورځ د لوی حج ورځ ده په دې ورځو کې حجاج کرام د حج ډېر افعال او مناسک سر ته رسوي لکه طواف کول، د صفا او مروا تر منځ تګ کول، شکريه حلالول، د سر د ورېښتيانو خريل يا لنډول او د جمرة العقبة ويشتل، دا ټوله هغه کارونه دي چې د دې ورځي پر فضيلت او ارزښت باندي دلالت کوي.
4 – د اختر ورځي فضيلت په يوې ورځي کې نه خلاصيږي بلکې څو ورځي نور هم دوام کوي ځکه درې ورځي د اختر وروسته هم ډېري معززي ورځي دي چې مسلمانان پکې ډېر ښه اعمال سر ته رسوي.
نو موږ مسلمانان بايد ودې مبارکې ورځي ته د ډېر عزت او احترام په سترګه و ګورو او په ډېرو ښو مراسمو يې و لمانځو.

د منکراتو څخه د ځان ساتنه:
کله چې الله پاک پر انسان خپل خاص رحمت وکړ او داسي ورځ يې ورکړه لکه ورځ د اختر نو د انسان لپاره هم دا لازمه ده چې د الله پاک شکر پرځای کړي چې يقينا د شکر په آداء کولو د انسان لپاره د الله پاک رحمتونه او نعمتونه ډېريږي لکه د آيت مفهوم چې همداسي دی: چې ای بندګانو که چېري تاسو زما شکر آداء کړ نو زه به خپل نعمتونه نور هم  درباندي ډېر کړم او که مو کفران د نعمت وکړ بيا نو پوه سئ چې زما عذاب ډېر سخت دی.

د الله پاک د شکر آداء کول په لاندي شيانو کولای شو:
• د اختر په ورځو کې بايد د اسراف څخه ځان وساتو، د شيرينۍ او ځينو خوراکې توکو په رانیولو او استعمالولوکې اعتدال مراعات کړو، که څوک د ځان او خپل کور لپاره شيريني رانيسي نو د بل مسکېن غم هم بايد ورسره وي، د دې پر ځای چې پر شيرينۍ او خوراکې شيانو ډېري روپۍ لګوي هغه دي و يو مسکېن ته ورکړي تر څو مسکېن هم ورڅخه خوشاله سي، الله پاک هم ورڅخه خوشاله سي، او ځان د الله پاک د رحمت مستحق هم وګرځوي.
•  د اختر په مبارکو ورځو کې بايد انسان ځان د بې فايدې او عبثو کارونو څخه وساتي لکه د سپيو، خروسانو، هګيو او نورو حيواناتو د جنګولو څخه، ځکه متقي انسان دا نه دی چې نفلي عبادات ډېر کوي بلکې متقي او پرهيزګار انسان هغه دی چې د عباداتو د کولو ترڅنګ د محرماتو څخه هم ځان ساتي.
• د اختر په ورځو کې دي د غير شرعي او ناروا رواجونو څخه  ځان وساتي، ځيني داسي مراسم شته چې نه تنها دا چې جايز نه دي او فايده نه لري بلکې شرعا حرام او ناروا دي لکه د موسيقۍ محفل جوړول، د شراب څښلو او ورقو کولو مجلس جوړول او دېته ورته نور محافل چې ځيني د دين څخه ناخبره خلک يې په دې مبارکو ورځو کې جوړوي. 
همدا راز په دې ورځو کې ځيني خلک فاتحه نيسي چې داکار هم شرعا نه دی روا ځکه دا ورځي د مصيبت لپاره نه بلکې د خوشالۍ لپاره دي.
• لکه په نورو ورځو کې چې مسلمان لمونځ په جماعت سره کوي د اختر په ورځو کې هم بايد مسلمان لمونځ په جماعت سره وکړي او په دې پلمه چې ورځ د اختر ده او زما مصروفیتونه ډېر دي د جماعت پرېښودل ورته نه رواکېږي.
• په ځينو سيمو كې داسي رواج دی چې د اختر مخکې د هر چا مړی سوی وي هغه دغه اختر نه لمانځي، نوي کالي نه اغوندي، ځان نه پاکوي او هیڅ ډول اختریز مراسم نه ترسره کوي چی دا غلط کار او غلط رواج دی موږ باید د دې رواج څخه ځان وساتو.
• همداسي کور ته چې د اختر مخکې یې مړی سوی وي په ځینو ځایونو کې د کلي خلک او امام ټوله په یووار د فاتحې لپاره ورځي سره د دې چې د هغه شرعي درې ورځي فاتحه خو مخکې خلاصه سوې وي دوی هم مخکی تسلیت ورکړی وي خو د اختر په ورځ بیا ورځي دا رواج هم هیڅ شرعي ثبوت نه لري او موږ باید ورڅخه ډډه وکړو ځکه شرعا تر درو ورځو اضافه مصیبت په اسلام کې نسته دا چې څو میاشتي یا هفتې وروسته دوی ورځي بیرته یې مصیبت را تازه کوي دا خپله یو غیر شرعي عمل دی.

د اختر د ورځي آداب:
د دې مبارکې ورځي د آدابو د پرځای کولو لپاره بايد مسلمان مخکې تر دې چې د لمانځه لپاره عيدګاه ته ولاړ سي غسل وکړي، ښه کالي واغوندي، عطر وکاروي او د اختري تر حلالولو پوري دي ځان د خوراک څخه وساتي.
په دې ورځي کې بايد مسلمان خپل اړ او ناداره ګاونډيان هېر نکړي ځکه چې په دې ورځي کې نفلي صدقات ډېر ثواب لري.
کله چې عيدګاه ته ځي تکبيرونه دي نه هېروي، پر يوې لاري دي ولاړ سي او پر بلي لاري دي بيرته خپل کورته راسي، په لوی اختر کې دي مخکې تر تللو و عيدګاه هیڅ شی نه خوري بلکې د خپل اختري تر حلالولو پوري دي صبر وکړي کله چې یې اختری حلال کړ خپل امساک دي د اختري په غوښو باندي مات کړي.
د عیدګاه د لمانځه وروسته چې کله د خپل مسلمان ورور سره مخامخ کېږي د ځان او د خپل مسلمان ورور د عباداتو د قبوليت دعاء دي وکړي ځکه په صحابه وو کې دا رواج وو چې د اختر په ورځ به  دوی سره مخامخ کېدل نو يو بل ته به يې ويل: تقبل الله منا ومنکم صالح اعمالنا. يعني الله پاک دي زموږ او ستاسو نيک اعمال قبول کړي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو پراساس بايد هر مسلمان نور مسلمانان د خير کارونو ته تشويق کړي او د بدو کارونو څخه يې را وګرځوي. 
کله چې د عیدګاه څخه کور ته راسي خپل اختری دي حلال کړي، د اختري په حلالولو کې ښه خبره دا ده چې خپله یې حلال کړي که یې خپله نه شو حلالولای بل څوک دي ورته حلال کړي خو خپله دي ورته ودریږي.
د اختري په غوښو کې سنت طریقه دا ده چې غوښي یې درې برخي سي یوه برخه یې خپله وخوري بله برخه یې خپلو اړو خپلوانو ته ورکړي او درېیمه برخه دي بېګانه مسکینانو ته ورکړي.

اختر د چا لپاره دی؟
يو څوک د اختر په ورځ د حضرت علي رضي الله عنه کور ته ځي که ګوري چې مخته يې ارزان قيمته او عادي خواړه ايښي دي دا سړی ورته وايي: ای علي(رضي الله عنه) د اختر ورځ ده خو ته د ارزان قيمته خوړو څخه استفاده کوې؟ حضرت علي رضي الله عنه ورته فرمايي: «ليس العيد لمن لبس الجديد، إنما العيد لمن طاعته تزيد». يعني اختر د هغه چا لپاره نه دی چې نوي کالي واغوندي بلکې اختر د هغه چا لپاره دی چې ډير طاعت او بندګي وکړي.
«ليس العيد لمن حاز الدرهم والدينار... إنما العيد لمن أطاع العزيز الغفار». اختر د هغه چا لپاره نه دی چې ډېر دراهم او دنانير لاسته راوړي بلکې اختر د هغه چا لپاره دی چې د عزيز اوغفار الله پاک اطاعت وکړي.
نو د هغو خلکو لپاره دي خوشالي او مبارکې وي چې د ذوالحجې په نورو ورځو کې یې عبادت کړی وي، د مساکېنو او فقيرانو سره يې مرسته کړې وي او پوره تقوی يې لاسته راوړې وي ځکه اصلي اختر هم د دوی لپاره دی.

د اختر د ورځي پيغام:
د اختر ورځ د مسلمانانو لپاره د يووالي او اتحاد د ثابتوالي ورځ ده، د اختر ورځ د توبې او مغفرت ورځ ده، د اختر ورځ د نورو اړو مسلمانانو د حاجت پوره کولو ورځ ده.
دېته بايد تل ډېره پاملرنه ولرو چې مسلمانان بايد هميشه د دښمنانو په مقابل کې خپل يووالی او اتفاق په ثبوت ورسوي په ځانګړې توګه پداسي ورځي کې چې د اجرت او مزدورۍ ورځ ياديږي، هغه ورځ چې مسلمانان په يو ځای کې په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کوي چې دا خپله پر فکري، عقيدتي او عملي وحدت او يووالي دلالت کوي او د دې ښکارندويي کوي چې مسلمانان د ځايونو، قومونو، رنګونو او ژبو د توپير سره سره د يوې کورنۍ په شان دي او دا بايد موږ مسلمانان د ځان وظيفه وبولو چې ټوله اوږه پر اوږه په عيدګاه کې په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کړو او بيرته په ډېري خوښۍ او خوشالۍ سره خپلو کورونو ته  ستانه سو.

۱۴۰۴/۰۳/۱۵

د اختري په اړه د عوامو ځيني غلطياني:

د اختري په اړه دغه لاندي شيان چې په ځينو ځايونو کې رواج دي هيڅ اصل او حقيقت نه لري موږ بايد ځان ورڅخه وساتو:
1 – مخکې تر حلالولو د اختري سترګي په رانجو او يا بل شي باندي تورول.

2 – د اختري په خوله باندي مالګه يا شيريني ورکول او هغه بيا تر څه وخته د تبرک لپاره ساتل.

3 – د اختري ورېښتيان يا پړی د تبرک لپاره د ځانه سره ساتل.

4 – د اختري د حلالولو په وخت کې چې کومه وينه توی سوې وي هغه وينه اخيستل بيا مخ پر قبلې پر يو ديوال باندي د هغې مښوول.

دا هغه شيان دي چي په ځينو ځايونو کې رواج دي خو هيڅ حقيقت نه لري بايد موږ ځانونه ورڅخه وساتو.

د اختري حيوان هم لکه نور حيوانان داسي حلاليږي، شرعي دستور دا دی چې مخکې تر حلالولو د حيوان، چاړه بايد ښه تېره کړل سي او په شرعي طريقه باندي ذبح کړل سي، د اختري ذبح لکه نارينه چې يې کولای سي ښځينه يې هم کولای سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۱۴

اختری(قرباني) د څه شي لپاره کيږي؟

د اختري د وجوب لپاره ډېر حکمتونه سته خو موږ يې يو څو دانې ذکر کوو:
1 – اختری کول د ابراهيم عليه السلام سنت دی موږ هم د هغه د سنت په ژوندي ساتلو باندي امر سوي يو لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي: سنة ابيکم ابراهيم. يعني ستاسو د پلار ابراهيم عليه السلام سنت دی.

2 – د اختري په حلالولو کې پر خپل ځان، اولاد، کورنۍ، دوستانو او مسکينانو باندي پيراخي د رزق ده او دا کار د الله جل جلاله ډېر خوښيږي.

څوک چې د طاقت او توان سره پر خپل اولاد باندي د رزق او روزۍ  پيراخي کوي، د خپلو خپلوانو او نورو مسکينانو سره مرسته کوي دا کار د الله جل جلاله ډېر خوښيږي له همدې امله د اختري په غوښو کې مستحب دا دی چې درې  برخي سي يوه برخه يې انسان خپله د خپلو اولادونو سره وخوري، بله برخه يې خپلو اړو خپلوانو ته ورکړي او درېيمه برخه يې نورو بېګانه مسکينانو ته ورکړي.

3 – د اختري په حلالولو باندي د الله جل جلاله شکر اداء کيږي ځکه د دې تر څنګ چې د اختري په کولو باندي د الله پاک امر عملي کيږي د الله تعالی د رضايت لپاره مالي لګښت او مصرف هم کيږي چې د الله جل جلاله د خوشالۍ سبب جوړيږي.

4 – د اختري په کولو باندي انسان ته ثواب په لاس ورځي  لکه په فضائلو کې د اختري چې راځي: د اختر په ورځ کې تر بل هر عمل الله پاک ته د اختري حلالول ډېر خوښ دي او انسان ته د اختري د غوښو، ښکرونو، ورېښتيانو او ښنګوروکو په مقابل کې ثواب ورکول کيږي او د اختري د لومړي څاڅکي ويني سره د انسان هره ګناه ورته بخښل کيږي.[سنن ترمذي]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۱۲

ولس بايد خوله ولري او مشران بايد غوږونه ولري:

ژباړه: حسن بصري رحمه الله فرمايي: يو سړي عمر رضي الله عنه ته وويل: ای عمره د خدای څخه و وېرېږه! او دا خبره يې بيخي ډېره ورته وکړه؛ يو کس دغه سړي ته وويل: چوپ سه امير المؤمنين ته دي ډېري خبري وکړې! عمر رضي الله عنه ورته وويل: پرې ايږده په دوی کې به خير نه وي چې موږ ته يې و نه وايي او په موږ کې به خير نه وي چې د دوی څخه يې و نه منو.
يعني پرې ايږده چې خپلي خبري ما ته وکړي؛ په دوی کې به هيڅ خير نه وي چې موږ ته خپلي خبر ونکړي او په موږ کې به هيڅ خير نه وي چې د دوی خبري و نه منو.

په بل روايت کې راځي چې يوه ښځه د أم حکيم په نامه د حضرت عمر رضي الله عنه مخي ته ولاړه سوه نيوکه يې ورباندي وکړه او ورته ويې ويل: د خدای څخه و وېرېږه ای عمره! د ناستو کسانو څخه يو نفر اراده وکړه چې ښځه په چپلاخه/څپېړه ووهي، عمر رضي الله عنه منع کړ او ورته ويې ويل: پرې ايږده چې خپله خبره وکړي! زما دې په الله قسم وي چې په دوی کې هيڅ خير نسته که خپلي خبري موږ ته ونکړي او په موږ کې هيڅ خير نسته چې د دوی خبرو ته غوږ و نه نيسو.  

په کوم نظام کې چې ملت خپلي مشورې، وړانديزونه او سالمي نيوکي د مسئولينو تر غوږو پوري ورسوي او مسئولين يې هم په ورين تندي واوري لکه حضرت عمر رضي الله عنه چې د دغه سړي او د دغې ښځي خبري واورېدلې يقينا چې نظام به هم سمبال وي او هم به د خپل ولس ډېر باور تر لاسه کړي ځکه د هر ځای خپلواک نظام د هماغه ځای د خلکو څخه جوړ دی نو که د خلکو او نظام تر منځ پوره همږغي او د يو بل په وړاندي پوره خواخوږي  موجوده وي هيڅ کله به د نظام او ولس تر منځ منفي واټن نه پيدا کيږي او که خلک خپل ږغ تر مسئولينو پوري و نه رسوي او يا يې مسئولين ورڅخه وا نه وري يقينا چې دواړو د يو بل په وړاندي خپل مسئوليت سر ته نه دی رسولی او د کارونو په پرمختګ کې يې د يو بل سره مرسته نه ده کړې. 

خلاصه داسي ويلای شو چې ملت بايد خوله ولري يعني د خپل نظام په اړه مشرانو ته مشوره ورکړي او مشران بايد غوږونه ولري يعني د ملت خبره واوري او غور ورباندي وکړي، کوم ملت چې د خپل دولت سره مشورې نه شريکوي او يا د اړتيا په صورت کې سالمه نيوکه د مسئولينو تر غوږو پوري نه رسوي د حضرت عمر رضي الله عنه د خبري په حواله په داسي ملت کې خير نشته او که چارواکي د خلکو پر خبرو غوږ و نه نيسي او د هغوی خبري يا سالمي نيوکي وا نه وري بيا نو د حضرت عمر رضي الله عنه د خبري حواله په داسي چارواکو کې خير نشته.

عن الحسن البصري أن رجلا قال لعمر بن الخطاب: اتق الله يا عمر!(واکثر عليه) فقال له قائل: اسکت فقد أکثرت علي أميرالمؤمنين فقال له عمر: دعه، لا خير فيهم إن لم يقولوا لنا، و لاخير فينا إن لم نقبل.[الخراج ص 12]

قالت له أم حكيم بنت الحارث اتق الله يا عمر، فقام إليها أحد الحاضرين يريد لطمها، فمنعه عمر وقال له: دعها تقول، فوالله لا خير فيهم إن لم يقولوها، ولا خير فينا إن لم نسمعها.[الفتنة في عهدالصحابة98]
مولوی نورالحق مظهری

۱۴۰۴/۰۳/۱۱

کله به اسلامي امت را ويښ شي؟

د غزې د مسلمانانو په حالت باندي ټول خبر دي چې تر تصور او فکر لوړ ظلمونه ورسره کيږي، بسته بسته کورنۍ تر خاورو لاندي کيږي او پوره ښارونه د خاورو سره خاوري شوي دي.

څه موده وړاندي د يوې خور ډاکټري آلاء النجار 9 اولادونه د غاصبو اسرائيلو په بمبار کې شهيدان شوه او نن يې خاوند ډاکټر حمدي النجار هم په شهادت ورسېدی.

که آسمانونه پر مځکه د ظلم له کبله را شوه کېدلای نو نن به ارومرو را شوه شوي وای او که مځکي د ظلم له کبله زلزله کولای نن به يې ارومرو زلزله کړې وای خو هغوی د الله تعالی تکويني امر ته په انتظار دي مګر مسلمانان دومره بې غيرته او بې همته دي چې د 57 اسلامي هيوادونو په مخ کي نن د دوی د مسلمانانو وړونو، خويندو او ماشومانو سره داسي کيږي.

د تعجب خبره لا دا ده چې ځيني مسلمان هيوادونو اوس لا هم د اسرائيلو سره ديپلوماتيکي او تجارتي اړيکي لري چې مصر، ترکيه، اردن، متحده امارات، مراکش، اذربايجان، بحرين، قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان هيوادونه اوس هم اسرائيل په رسميت پېژني او لا هم ديپلوماتيکي اړيکي ورسره ساتي او د المغرب هيواد خو د اسرائيلو دفاع وزير ته ډالۍ هم ورکوي ځکه پر غزې يې خورا منظم بمبارونه کړي دي.

تر څو مسلمانان را ويښ نه شي، په هغه اسلامي هيوادونو کې چې بې غيرته حاکمان لري انقلابونه را نه شي او بې دينه حاکمان د واک څخه ګوښه نه شي، او ټول مسلمانان پر يو مسلمان حاکم سرا راټول نه شي تر هغې پوري به د نړۍ په هيڅ ځای کې مسلمانان د بې غمۍ ژوند ونکړي.
مولوي نورالحق مظهري