۱۴۰۴/۰۵/۱۴

د ځوانانو د انحراف بېلګې:(پنځمه برخه)

سياسي انحراف: 
د ځوانانو د انحراف بله بېلګه د اسلامي سياست څخه اووښتل دي؛ دا معلومه خبره ده چې اصلي سياست د دين نه بېلېدونکې برخه ده بناءً هر مسلمان بايد ځان په اسلامي سياست کې ورسوي خو له بده مرغه چې زموږ ځيني ځوانان اوس د کاذب سياست ښکار سويدي او د اسلامي سياسي مسير څخه اووښتي دي.

اسلامي حاکميت او اسلامي نظام چې د اسلامي سياست بنسټيز اصل او اساسي محور دی د ځينو ځوانانو څخه بيخي بېګانه سوی دی نو ځکه د تېرو اسلامي خلافتونو په اړه معلومات نه لري، د اسلامي نظام په فلسفه باندې خبر نه دي، د اسلامي نظام په ارزښت باندې نه پوهيږي او د اسلامي نظام راتللو، پياده کولو او قوي کولو ته نه ليوالتيا لري او نه يې هم دومره مهم بولي په داسي حال کي چي د تجربو پر اساس او د سالم عقل په حکم په اسلامي هيوادونو کې بېله اسلامي نظامه بل هيڅ نظام نه نتيجه ورکوي او نه هم د مسلمانانو د هر اړخيز ژوند ضمانت کولای شي.

مسلمان ځوانان بايد په هغه سياست باندي ځان سمبال کړي چې مأخذ يې قرآن، سنت او اسلامي تاريخ وي او خپل هر سياسي فعاليت د اسلامي نظام د راتللو په موخه سر ته ورسوي.

مسلمان ځوانان که سياسي تبصره او تحليل کوي، که سياسي ليکني کوي او که په عملي بڼه د سياست په ډګر کې د واک، ځواک او ټولنيز حاکميت لپاره کار کوي هدف يې بايد اسلامي نظام وي ځکه د مسلمان لپاره په دنيا کې د سياسي فعاليت يواځنی مجوز د اسلامي نظام إحياء او بقاء ده.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: