۱۴۰۱/۰۹/۱۱

چاپلوس ته د مخلص خطاب:

خپل زړه او ژبه سم کړئ چي ايمان مو سم سي!

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: د بنده ايمان تر هغه وخته پوري نه سميږي تر څو چي زړه يې سم نسي او زړه يې تر هغه وخت پوري نه سميږي ترڅو چي ژبه يې سمه نسي.
موعظه: که غواړی ايمان مو سم او صحيح سي نو خپل زړه سم کړئ او د حسد، بخل، کرکي، ځانځانۍ، جهالت، منافقت او نورو منفي تصوراتو څخه خپل زړه وساتئ او که غواړی زړه مو سم او صحيح سي نو خپله ژبه د درواغو، چغلګرۍ، تهمت، ښکنځلو، چاپلوسۍ، کفري خبرو، پيغورونو او فسق څخه وساتئ.
معلومه خبره ده چي هر مسلمان د ځان لپاره پوره ايمان او جوړ زړه غواړي چي د خپلي ژبي په ساتلو او سمولو يې خاوند کېدلای سي.
نو د خپلي ژبي سره ډېر کوښښ وکړئ او داسي يې کنټرول کړئ چي په سبب مو زړه او ايمان دواړه قوي سي.
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَا يَسْتَقِيمُ إِيمَانُ عَبْدٍ حَتَّى يَسْتَقِيمَ قَلْبُهُ، وَلَا يَسْتَقِيمُ قَلْبُهُ حَتَّى يَسْتَقِيمَ لِسَانُهُ.[شعب الايمان۸]
مولوي نورالحق مظهري

په چاپلوس انسان باور مکوه!

د چاپلوس انسان زړه ناروغ دی او ژبه يې منحرفه ده ځکه نو هيڅ وخت باور مه ورباندي مکوه او ډېر هوښيار وسه چي د خپلو موخو لپاره درڅخه استفاده ونکړي.
چاپلوس انسان کوښښ کوي چي مخلص او رښتيني مسلمانان سره واچوي ځکه نو تل د مسلمانانو په مینځ کي منافقت کوي او یو مسلمان بل مسلمان ته بد معرفي کوي ترڅو ساده او باوري مسلمان خطاباسي او د بل بې ګناه مسلمان پر ضد يې وکاروي.
چاپلوس انسان کورنۍ او ټولني ورانوي او په خپلي چاپلوسۍ د مشرانو په دوکه کولو نظامونه او حکومتونه ړنګوي.
چاپلوس انسان ستا د دوست څخه دښمن جوړوي او دښمن درته نور قوي کوي ځکه نو ډېر هوښیار وسه او په خندا يې مه دوکه کيږه.
چاپلوس انسان د حقائقو په پټولو او باطل په ښائسته کولو د شيطان او نفس سره ستا پر ګمراه کولو مرسته کوي او ستا د پوهېدلو او زراکت مخه نيسي ځکه دی ستا سره پر هره خبره سر ښوروي او ستا تأييد کوي چي په نتيجه کي ته خپلو اشتباهاتو ته ګرسره نه متوجه کيږې.
چاپلوس انسان تا ته ځان ستا غمخور معرفي کوي خو په اصل کي دی ستا اصلي دښمن دی ځکه پر تا باندي د خير دروازې تړي، الله تعالی درڅخه خوابدی کوي او نيک خلګ ستا څخه متنفر کوي.
مولوي نورالحق مظهري

هغه شی چی دوستي خرابوي:

ژباړه: شعبي رحمه الله وايي: جنګجال او مخالفت پخوانۍ دوستي خرابوي او ددوستۍ ډېري ټينګي غوټي خلاصوي.
يعني چي د دوست سره جنګجال او مخالفت د دوستۍ د خرابېدلو سبب جوړيږي او په جنګجال باندي د دوستۍ ډېر ټينګ روابط له مينځه ځي.
نو ددې لپاره چي دوستي مو د تل لپاره وساتل سي د دوستانو سره جنګجال او مخالفت مکوئ.
الشَّعْبِيَّ، يَقُولُ: الْمِرَاءُ يُفْسِدُ الصَّدَاقَةَ الْقَدِيمَةَ، وَيَحُلُّ الْعُقَدَ الْوَثِيقَةَ.[شعب الايمان8078]
مولوي نورالحق مظهري

تاواني او زيانمند انسان:

ژباړه: بلال بن سعد وايي: که دي يو څوک وليدی چي چمبازه او لچر وو، جنګجالي وو او خپل په رأيه باندي مغرور وو نو يقينا د هغه انسان تاوان پوره سوی دی.
يعني دغه درې علامې د تاواني او زيانمند انسان دي:
۱ – چمبازي او لچر بازي؛ هغه چي خلګ خطاباسي او د خلګو سره پر هر شي چمبازي کوي.
۲ – هغه چي ډېر جنګجالي وي او پر هر شي د خلګو سره جګړه او سختي کوي.
۳ – هغه چي په خپل فکر او رأيه باندي مغرور او متکبر وي او خپل هر فکر او نظر پر حق بولي.
عَن بِلَالَ بْنَ سَعْدٍ، يَقُولُ: إِذَا رَأَيْتَ الرَّجُلَ لَجُوجًا مُمَارِيًا مُعْجَبًا بِرَأْيِهِ فَقَدْ تَمَّتْ خَسَارَتُهُ.[شعب الايمان۸۰۷۷]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۹/۰۶

د مسلمانانو په مينځ کي د فتنو ډولونه:

۱ – منفي او د درواغو تبليغات؛ ددې لپاره چي پر مسلمانانو حقائق ګډوډ سي، په درواغو پسې ولاړ سي او د ژوند په ټولو چارو کي د ستونزو سره مخامخ سي ځيني فتنه ګر خلګ په مسلمانانو کي درواغ او باطل نشروي لکه د مدينې منورې منافقينو او يهودو چي همداسي کول.
۲ – د مسلمانانو په مينځ اختلافاتو ته لمن وهل؛ کله چي په مسلمانانو کي د قوت آثار وليدل سي او مسلمانان پر يو اسلامي نظام باندي سره راټول سي پدې وخت کي نو ځيني فتنه ګر انسانان کوښښ کوي چي په ګڼو لارو د مسلمانانو تر مينځ اختلافات پيدا کړي او مسلمانان پر مختلفو قومونو، ډلو ټپلو، حزبونو، ځايونو، ژبو او رنګونو باندي وويشي او يا په مسلمانانو کي پر يو بل د بې ځايه تهمت ويلو کړنه رواج کړي لکه په مدينه منوره کي چي يهودو د اسلامي دولت د جوړېدلو د څرک ليدلو وروسته همداسي کول او يا لکه د اسلامي خلافتونو په وخت کي چي کفارو او خوارجو د اسلامي خلافت د نړولو لپاره د همدې تاکتيک څخه کار اخيستی.
۳ – په مسلمانانو کي د فحشاء خپرول؛ ددې لپاره چي د مسلمانانو څخه معنوي او روحي قوت ولاړ سي ځيني فتنه ګر انسانان کوښښ کوي په مسلمانانو کي د ګڼو لارو څخه فحشاء او بې حيايي خپره کړي چي پدې کار کي ددوی ډېر تمرکز پر ځوانانو او ښځو باندي وي.
البته د مسلمانانو په مينځ کي د کفارو او فتنه ګرو انسانانو لخوا د فحشاء خپرولو ډېري لويي بېلګي په تاريخونو کي ثبت سويدي چي تر ټولو نژدې يې زموږ په هيواد افغانستان کي د شل کلن اشغال په دوره کي د اشغالګرو او ددوی د مزدورانو لخوا د فحشاء لپاره په پيراخه کچه کار کول دي.
۴ – په دين کي شبهات پيدا کول؛ ددې لپاره چي خلګ ددين څخه ليري سي او يا مسلمانانو ته په دين کي شک پيدا سي کفار او فتنه ګر خلګ تل په مسلمانانو کي ددين په اړه شبهات پيدا کوي او يو ډول مسلمانان د الله ددين پر لاره د روانېدلو څخه راګرځوي.
۵ – د نظام پر مشرانو او پر ديني عالمانو بې باوري؛ ددې لپاره چي مسلمانان په ديني او سياسي برخو کي بې سرپرسته او بې مشرانو پاته سي کفار او فتنه ګر انسانان ددې کوښښ کوي چي پر ديني علماو او د حاکم اسلامي نظام پر مشرانو د خلګو باور کم کړي تر څو خلګ هم په دين کي او هم په سياست کي د تزلزل سره مخامخ سي او په تنيجه کي په فکري او سياسي انحراف باندي اخته سي.
مسلمانان بايد تل هوښيار وسي او په خپل مينځ کي هيڅ ډول فتنې ته د راپورته کېدلو اجازه ورنکړي.
مولوي نورالحق مظهري