۱۳۹۷/۱۲/۲۸

د نوروز د لمانځلو پر حراموالی باندی دلائل:

1. دنوروز په لمانځلوکی دکفارو دنفسی غوښتنومتابعت دئ ، پداسی حال کی چی مسلمان دهغوۍ دنفسی غوښتنودمتابعت څخه صراحتامنع سوئ دئ.
• وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ.[البقرة 145]
ژباړه: کچیری (بالفرض) ته د دوۍ (کفارو) دنفسی غوښتنومتابعت وکړې وروسته تردې چی تاته علم درکړل سوئ دئ نویقینا پدې وخت کی ته دظالمانوڅخه یې.
• وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا.[ سورة المائدة 48]
ژباړه: اوته متابعت ددوۍ دنفسی غوښتنو مکوه دهغه څه نه چی تاسوته د حق څخه راغلئ دئ ، ستاسوڅخه هریوه ته می لاره اوطریقه جوړه کړیده.
• يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا * وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا [الأحزاب 1 – 2]
ژباړه: ائ پیغمبره دالله څخه وویریږه، د کافرانو اومنافقینوپیروی مکوه یقینا چی الله پوه اوحکمت والادئ ، او دهغه څه متابعت وکړه چی تاته دالله له لوری د وحی په توګه راغلی دی یقینا چی الله پاک په هغه څه باندی ښه خبردئ چی تاسویې کوئ.

2. د نوروز په لمانځلو باندی ځان دکفارو غوندی جوړل دی ، اومسلمان صراحتا ددې څخه منع سوئ دئ چی ځان دی دکفاروغوندی جوړکړی.
• وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.[ سورة الحشر19]
ژباړه: تاسو مه جوړیږئ په شان دهغو خلګو چی الله پاک یې هیرکړئ دئ نو دوۍ ځانونه هیرکړیدی، دوۍ هغه خلګ دی چی د الله د اطاعت څخه وتلی دی.
• أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ.[سوره الحدید]
آیا ندئ نیژدې سوئ هغه خلګوته چی إیمان یې راوړئ دا چی د دوۍ زړونه د الله د ذکر لپاره اوهغه حق ته چی پردوۍ نازل سوئ دئ وویریږی ، اود هغوخلګو په ډول نسی کوم چی دوۍ ته مخکی کتاب ورکړل سو ، بیا پردوۍ باندی زمانه اوږده سوه (یعنی ددوۍ او أنبیاؤ ترمینځ ډیره زمانه تیره سوه) نو د دوۍ زړونه کلک سوه اوډیرئ د دوۍ فاسقان دی.

3.  دنوروز په لمانځلوکی دکفارو لوری ته شوق اومیلان دئ اوالله پاک مسلمانان ددې څخه په ښکاره منع کړئ دئ ، فرق نلری که میلان دوۍ ته په دوستۍ باندی وی ، که د اسلام په هکله ددوۍ دخبره په منلوباندی وی اوکه د دوۍ په کارونوباندی په خوشاله کیدلوباندی وی.
وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ.[هود113]
ژباړه: تاسومیلان مکوئ هغوکسانوته چی ظلم یې کړئ(کافران سویدی) نو اوربه مو مسه کړی ، اوتاسولره بغیرله الله نه هیڅ دوست نسته بیابه ستاسوهیڅ نصرت ونسی.

4. دنوروز په لمانځلوکی دکفاروسره مشابهت دئ ، اودهغه څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت منع کړئ دئ.
• عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري.[سنن ترمذی 2695]
ژباړه: عمرو بن شعیب دخپل پلارڅخه هغه دده د نیکه څخه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زموږ څخه ندئ هغه څوک چی ځان دغیرسره زموږ(چی کافران دی) مشابه کوی ، دیهودو اونصاراووسره مشابهت مکوئ.
• عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ ».[سنن ابی داود 4033]
ژباړه: هرڅوک چی ځان دیوقوم سره مشابه کړئ دئ د هماغه قوم څخه شمیرل کیږی.

5. د نوروز ورځی پرلمانځلو باندی عملا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا بندیزلګیدلئ دئ:
عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ « مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ ». قَالُوا كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضْحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ».
ژباړه: انس رضی الله عنه فرمایی: کله چی رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته راغئ، د مدینې خلګو دوې ورځی لمانځلې اوپه هغو کی یې لوبی کولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا کومی ورځی دی؟ دوۍ ورته وویل: موږ دجاهلیت په وخت کی (یعنی مخکی تراسلامه) دا ورځی لمانځلې اولوبی موپکښې کولې. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: الله پاک تاسوته ددغه دوو ورځو په بدل کی دوې نوری ورځی چی تردغه دوو ورځو ډیری ښې دی درکړی چی دلوی اوکوچنی اخترونو ورځی دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث ددې جزء " قدابدلکم بهما" له ورایه ښکاری چی د لوې اوکوچنی اخترونو ورځی دهغو دوو ورځو په بدل کی ورکول سویدی، معلومه خبره ده چی د بدل ورکولو وروسته ، مبدل منه چی هغه پخوانۍ ورځی دی وروسته پرخپل حال باندی پاته کیدلائ نسی. نو دنوروز اومیزان ورځی حرامی سوی پرځای یې دلوی اوکوچنی اخترونو ورځی کښیښودل سوې.

6. د نوروز د ورځی لمانځل صحابه کرامو غندلئ اومسلمانان یې دلمانځلوڅخه ویرولی دی.
• عن عبد الله بن عمرو بن العاص _ رضي الله عنه _ قال: ((من بنى ببلاد الأعاجم وصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشـبه بهم حتى يموت وهو كذلك حشر معهم يوم القيامة)) [ سـنن البيهقي الكبرى: 9/234،]
ژباړه: دعبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنه څخه روایت دئ چی هرڅوک دکفارو په ښارونوکی بناء وکړی ، د دوۍ نوروز اومیزان ولمانځی اود دوۍ سره ځان مشابه کړی ترڅوچی پردغه حالت باندی مړکیږی نو دغه سړئ به د دوۍ سره حشرکیږی.
• عن عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : اجْتَنِبُوا أَعْدَاءَ اللَّهِ فِى عِيدِهِمْ.
(رواه البخاري في تاريخه،والبيهقي)
ژباړه: حضرت عمر رضی الله عنه فرمایی: دالله پاک د دښمنانو داخترونوڅخه ځانونه وساتئ.
معلومه خبره ده چی " نوروز" د الله ددښمنانو اختردئ.

7. فقهاء کرامو دقرآن اوحدیث څخه په استنباط د نوروز د ورځی لمانځل حرام بللئ دئ.
• قال المظهر : وفيه دليل على أن تعظيم يوم النيروز والمهرجان ونحوهما منهي عنه وقال أبو حفص الحنفي : من أهدى فيه بيضة لمشرك تعظيما لليوم كفر.[ فيض القدير شرح جامع الصغير]
ژباړه: مظهرویلی دی: پدې خبره کی دلیل دئ پردې باندی چی د نوروز اومیزان د ورځو تعظیم منع سوئ دئ، ابوحفص حنفی ویلی دی: څوک چی د نوروز د تعظیم په نیت یوکافرته یوه هګۍ ورکړی دئ پدې باندی کافرسو.
• ويكفر بخروجه إلى نيروز المجوس والموافقة معهم فيما يفعلونه في ذلك اليوم وبشرائه يوم نيروز شيئا لم يكن يشتريه قبل ذلك تعظيما للنيروز لا للأكل والشرب وبإهدائه ذلك اليوم للمشركين ولو بيضة تعظيما لذلك اليوم.(مجمع الانهرفي شرح ملتقي الابهر- بحرالرائق- الفتاوي الهندية)
ژباړه: کافرکیږی په ورتلو سره ونوروزته د مجوسیانو اوپه موافقت باندی د دوۍ سره په هغه کارونوکی چی دوۍ یې پدې ورځ کی کوی. او کافرکیږی په رانیولوسره د یوشی د نوروز په ورځ کوم چی بله ورځ یې نه رانیوئ البته پخاطر ددې تعظیم د نوروز نه پخاطر دخوړلو اوچیښولو، همدا راز کافرکیږی کافرته په سوغات ورکولو پدې ورځ کی کڅه هم یوه هګۍ وی البته پخاطر دتعظیم ددې ورځی.
دنوروز لمانځل حرام دی کڅه هم دکافرانو اومجوسیانو په نیب باندی نوی ، ځکه چی دکافرسره پداسی شیانوکی مشابهت کول نیت نه غواړی ، که په نیت باندی وی هغه خوعلماء لیکی چی سړئ ورباندی کافرکیږی اوکه بغیرله نیته وی نوحکم یې حراموالئ دئ.
مولوی نورالحق مظهری

په نوروز کی باید دغه کارونه ونه کړل سی.

په نوروز کی باید مسلمان ځان د لاندی شیانو څخه وساتی چی خدای مکړه د لویی ګناه مرتکب نسی:
1.په ځانګړیو مراسمو باندی د کال دوروستنۍ چهارشنبې لمانځل چی دوۍ ورته سوری چهارشنبې اویا توره چهارشنبې وایې.
2.د نوروز په مناسبت او استقبال د كورونواوسرايونوپاكول،منيځل اود كورد سامانونو بدلول.
3. ډول ډول خوراكونه په سترخان ايښودل، پرشا اوخوا یې راټوليدل او دکال نوی کیدلو ته انتظارکول.
4.بل چاته  دنوي كال مباركي ويل اود مباركي كارټ یا پیغام  استول.
5. اختري(عيدي)وركول اود هغه اخیستل كه ناوي ته وي اوكه زوم ته.
6. په مناسبت ددې ورځي د دوستانواوخپلوانوسره ليدل او د هغوۍ سره ملاقات اوناسته کول.
7.ددې ورځي په مناسبت د نووكالو اغوستل.
8.د دوكانونو، مدارسو، مكاتبو او پوهنتونونو تعطيلول اوبندول.
9.په مناسبت ددې ورځي سفركول.
10.په ديارلسمه ورځ د نوروز د تفریح او سیاحت لپاره وتل(سيزده بدركول).
11.ددې ورځي په مناسبت غرونو، رودونو، پاركونواوباغونوته د ميلې لپاره تلل.
خلاصه : هرعمل چي په مناسبت ددې ورځي وي بايد مسلمان د هغه د كولوڅخه ځان وساتی ، البته ځینی کارونه سته چی کچیری د نوروز په مناست او نوروز لپاره نوی بلکی د عادت پر بنیاد وی نوبیا شرعا کوم مشکل نلری. لکه سفرکول، میلمستیا جوړول ، دنوو کالو اغوستل، د کورونو صفایې او داسی نور.....

غبرګون

په نوي زیلنډ کی پر مسلمانو لمونځ کوونکو باندی د وحشي صفته انسانانو برید په کلکه غندو او دهغو مبارزینو سره همږغی او همکتاره یو چی ددغه جنایت کارانو محاکمه غواړي او د نوي زیلنډ پر حکومت د جدي عملی اقدام غوښتونکی دی.
الله پاک دی د شهیدانو شهادت قبول کړی، ټپیانو ته دی الله پاک پوره شفاء ورکړی او خپلوانو ته دی الله پاک صبر ورکړی.
کومی نښی چی په ټولنیزو رسنیو کی ښکاره سوی دا په ډاګه کوی چی برید ګر د ډیره وخته څخه دا پلان جوړ کړئ وو او برید یې د مسلمانانو سره د ډیری سختی دښمنۍ د درلودلو له کبله او انتقام اخیستلو په موخه کړئ دئ ځکه برید ګر پر خپل ټوپک داسی رسمونه کښلی وه چی د اسلامی خلافتونو د وخت جګړو ته یې پکې اشاره کړېوه.

مسلمانانو وړونو!
کفار ستاسو د اسلامی خلافتونو تاریخ لولی او د بیرته راتللو د مخنیوی لپاره یې هر ډول کارونه کوی خو تاسو د خپلو اسلامی خلافتونو په اړه هیڅ معلومات نلرئ او دبیرته راتګ لپاره یې خپل ایمانی مسئولیت سرته نه رسوئ.
پدې باندی ښه خپل سر خلاص کړئ چی تر څو یوقوی اسلامی خلافت را ژوندئ نکړئ د عزت او شرافت مخ به ونه وینئ.
د مسلمانانو عزت، وقار، هیبت او زور به هغه وخت را ښکاره شی چی اسلامی خلافت را ژوندئ سي او دغه جمهوریتونه او مرزونه له منځه ولاړسي.

د پګړۍ تړلو د غونډی راپور:

د فراه په ولایت مرکزی عیدګاه کی د ۱۳۹۷ کال د حوت پر ۲۲ نیټه دچهار شنبې په ورځ د پګړۍ تړلو شانداره ستره غونډه جوړه سوه.
غونډه چی د بدرالعلوم، تجویدالقرآن، الازهر، اشرف العلوم، امام بخاری، مدینة العلوم او حضرت حفصه دینی مدارسو لخوا په ګډه نیول سوېوه د سحار په ۰۹:۰۰ بجوباندی د الحاج قاری سید محمدقاسم آغا لخوا د تلاوت په لوستلو باندی پیل سوه.
وروسته د دری او پښتو ژبو انانسرانومولوی عبداللطیف صاحب او حافظ مسلم صاحب په دعوت دیرئ علماء کرام وینا ته را وبلل سوه چی د هرات ولایت څخه مفتی محمد سرور صاحب او مولوی محمدعلی صاحب، د نیمروز ولایت څخه مولوی محمدحسین صاحب، مولوی ولی احمد صاحب او مولوی احمدالله صاحب او دکندهار ولایت څخه مولوی عبدالقیوم صاحب د غونډو ګډونوالو ته ګټوری علمی او معلوماتی ویناګانی وکړې وروسته د مولانا عبدالخالق صاحب لخوا د ټولو ګډونکونکو دینی په مدارسو په نماینده ګۍ د کوربه په صفت ټولو راغلو علماء کراموته ښه راغلاست او کور ودانئ وویل سو او د ټولو څخه مننه وسوه چی پدې شانداره غونډه کی یې شرکت کړئ وو.
په غونډه کی ترنم ته هم برخه ورکول سوېوه او په درې اوپښتو ژبو باندی دوې په زړه پوری او جذابی ترانې هم وویل سوې.
بیا ومولوی عبدالحی صاحب ته بلنه ورکړل سوه چی د غونډی د بیان او دعوت برخه په خپلی دعائیې باندی ختمه کړی.
د دعا وروسته د ګڼ شمیر مفتیانو، حافظانو اوقاریانو د فراغت پګړۍ د علماء کرامو لخوا پرسر ورکول سوې او د فراغت سندونه یې ورباندی وویشل سوه.
په غونډه کی د فراه مرکز، ولسوالیو او نورو ولایتونو څخه په ډیره پیمانه علماء کرامو او عامو خلګو ګډون کړئ وو او په ډیری اطمینانی او آرامی فضاء کی سرته ورسیدل، غونډه د محتوا له مخی پر ډیرو معنویاتو او خورا جذابیت باندی مشتمله وه چی ترټولو مهم یې د یووالی او اتفاق یپغام وو چی د یادو مدارسو لخوا دګډ محفل د نیولو څخه ښکاره کیدئ.
په غونډه کی د ګډون لپاره تعلیم الاسلام راډیو ته رسمی دعوت ورکول سوئ وو نوځکه یې ټوله جریان دتعلیم الاسلام راډیو فراه څانګی لخوا ثبت سوئ دئ چی پر مناسب او ټاکل سوی وخت به نشر ته وسپارل سی.

د کفاروڅخه مشوره مه غواړئ!

څوک چی کفار دځان لپاره مشاورین جوړوی ارومرو یې هغوی هلاکت او دوږخ ته کشوی اوڅوک چی ریښیتینئ مسلمان دځان لپاره مشاور جوړوی او په قرآن، سنت او اسلامی فقه باندی خپلی فیصلې آواروی ارومرو الله پاک ورته هدایت کوی او سمه لار یې ورپه برخه کوی.
په  سورة البقرة ۲۲۱ آیة کی الله پاک فرمایی: أُولَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (221) یعنی مشرکین، خلګ د اور خواته رابولی او الله پاک خلګ دجنت اوپه خپله خوښه د بخښی خواته رابولی او دخلګو لپاره خپل آیاتونه بیانوی ترڅوچی دوی وعظ قبول کړی.
نو مسلمان ته لازمه ده چی کفارو ته ددې موقع په لاس ورنکړی چی مسلمانان د کفر اوشرک لوری ته دعوت کړی او دخپلی خوښی فکرونه په مسلمانانو کی ترویج کړی.

ښه او بد سیاست:

حقیقی او سم سیاست زور ماتوي خو دروغجن سیاست بیا په زور سمیږي پدې خاطر موږ وینو چی د ریښتینی سیاست خاوندان د نړۍ سره ډغری وهي، امپراطورۍ ماتوي او تاریخونه ګټي خو دروغجن سیاست والا یا په غلامۍ کی مري او یاهم ډیر ناوخته د اصلاح یونیفورم اغوندی او ښې خبري په پخوانۍ خوله کی شخوندوی.
دروغجن سیاست والا تل دمادیاتو پسې روان وی، د ترازو پلې ته ګوری هره خوا چی درنه سوه هماغه ستایې په خوله یوشئ وایی او په زړه کی یې نورشیان راګرځی.
خو دحق سیاست خاوندان د غره غوندی ثابت او مستحکم وی د اصلاح په موخه او شرعی ضرورت لپاره پر مدارات باور لری خو په مداهنت باندی هیڅ وخت ځان نه بدناموی او دخپل دین سره هیڅکله خیانت نکوی.
ریښتینی سیاست والا هیڅ منفی زورته نه تسلمیږی خو دروغجن سیاست والا د زور په لیدلو د ښه توب تظاهر کوی او ځان ښه ښکاره کوی.
مولوی نورالحق مظهری

دهرمسلمان لپاره ځینی اړین او ضروری مسئولیتونه:

۱ – الله پاک ته متوجه کیدل او پوره تقوی غوره کول.
۲ – پر عباداتو باندی ځان مکلف ګڼل او د عبادت په کولو کی پوره جدیت.
۳ – د مسلمانانو ترمینځ یووالئ او ورورولی راوستل او هر مسلمان ته دځان په سترګه کتل.
۴ – په مسلمانانو کی د سیمی، ژبی او قوم پربنیاد دتقسیم او ویش مخه نیول.
۵ – په مسلمانانو کی دا عقیده محکومول او ختمول چی د ښار خلګ د وطن خلګ بد بولی او د وطن خلګ د ښار خلګ بد بولی.
۶ – اسلامی شعائر پیژندل او دهغو درناوی ته ځان متعهد ګڼل.
۷ – د اسلام دین په پوره غور سره د ټولو اجتماعی ځانګړتیاوو او انسانی غوراوی سره پیژندل.
۸ – ددین خدمت ته تر ټولو مخکی وړاندی کیدل خو دنورو سره هم پوره مرسته کول.
۹ – د مدرن اوعصری امکاناتو او تکنالوژۍ څخه ددین په ګټه کار اخیستل.
۱۰ – دمال په لاسته راوړلو کی داسی هڅه کول چی د حرام مال څخه ځان او خپله کورنې په پوره توګه وساتی.
۱۱ – د خپلو اولادونو فکری او عملی روزنی ته پوره پاملرنه.
۱۲ – د هرهغه چا سره مرسته کول چی د اسلام لپاره په هره ذریعه خدمت کوی.
مولوی نورالحق مظهری

د غمرازۍ پیغام:

په ډیری خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چی په فراه رود کی د برایې په جګړه کی د فراه رود د مرکزی جامع جومات د خطیب او تعلیم الاسلام راډیو فراه څانګی همکار محترم مولوی بسم الله سخاوی صاحب پلار، میرمن او خور هم پر کوریې د هاوان مرمۍ د لګیدلو له امله په شهادت رسیدلی دي. انا لله وانا الیه راجعون.
محترم مولوی صاحب او ټولي محترمی کورنۍ ته یې د تسلیت او غمرازۍ مراتب وړاندی کوو، په مصیبت کی ځان ورسره شریک بولو او د الله پاک څخه د شهیدانو لپاره قبولیت او علو درجات او ټولو خپلوانو ته یې صبر جمیل او اجر جزیل غواړو.
الله پاک دی ټولو ته نعم البدل ورکړی.

د غمرازۍ پیغام:

په ډیری خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چی په فراه رود کی د برایې په جګړه کی د فراه رود د مرکزی جامع جومات د خطیب او تعلیم الاسلام راډیو فراه څانګی همکار محترم مولوی بسم الله سخاوی صاحب پلار، میرمن او خور هم پر کوریې د هاوان مرمۍ د لګیدلو له امله په شهادت رسیدلی دي. انا لله وانا الیه راجعون.
محترم مولوی صاحب او ټولي محترمی کورنۍ ته یې د تسلیت او غمرازۍ مراتب وړاندی کوو، په مصیبت کی ځان ورسره شریک بولو او د الله پاک څخه د شهیدانو لپاره قبولیت او علو درجات او ټولو خپلوانو ته یې صبر جمیل او اجر جزیل غواړو.
الله پاک دی ټولو ته نعم البدل ورکړی.

دغه مو دعاء او غوښتنه ده:

الله پاک دی د خپلو مخلصو بندګانو د بندګۍ، زحمتونو، شهادتونو او قربانیو په خاطر زموږ هیواد د یوسوچه اسلامی نظام په رڼا باندی روښانه کړی، هر هیوادوال دی الله پاک د یوستر قوی اسلامی حاکمیت ترسایې لاندی راولی او هیواد ته دی الله پاک داسی شرعی پسرلئ راولی چی د هرمسلمان هیوادوال د هیلو غوټۍ ورسره ګل سی.
الله پاک دی زموږ په ژوند کی د ارمانجنو مؤمنانو ارمانونه پوره کړی، د قرآن، سنت اواسلامی فقه قانون دی الله پاک په پوره توګه زموږ په هیواد کی نافذ کړی او پریو مسلمان، عالم، عادل او مهربانه رهبر دی الله پاک زموږ مسلمانان راټول کړی.
د هر بدمرغه او بدخواه لاسونه دی الله پاک زموږ د هیواد څخه لنډ کړی او پوره هر اړخیزه خپلواکی دی الله پاک زموږ ټولو په برخه کړی.

زموږ د اوسنی ژوند په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وړاند وینه:

ژباړه: ثوبان رضی الله عنه  روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نیژدې دئ چی خلګ به پرتاسو باندی داسی راټول سی لکه خوړونکی چی پر خپلی کاسې باندی راټولیږی. یوچا وویل: یارسول الله آیا زموږ د لږوالی له کبله داسی کیږی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نه  پدې وخت کی تاسو ډیرئ یاست خو داسی سپک یاست لکه د سیل پوتل ( خاشې‌ )، الله پاک به ستاسو هیبت ستاسو د دښمنانو د زړونو څخه ایسته کړی او ستاسو زړونو ته به وهن (سستی) ور واچوی، یو چا پوښتنه وکړه : وهن څشئ دئ یارسول الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دنیا سره محبت او د مرګ څخه بد وړل.
اوس همداسی وخت دئ چی د نړۍ تقریبا ټوله کفار پر مسلمانانو باندی راټول سویدی او په هرځای کی مسلمانان وژنی او ځپی خو مسلمانان یې په مقابل کی ډیر بې غیرته سویدی، زړونو ته یې بې غیرتۍ نفوذ کړئ دئ، د دنیا په عیش اوعشرت کی ډوب دی او دمرګ څخه ویریږی نو ځکه دښمنان یې ورباندی دلاوره سوی دی او هیڅ په عار یې نه راوړی.

وَعَنْ ثَوْبَانَ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: «يُوشِكُ الْأُمَمُ أَنْ تَدَاعَى عَلَيْكُمْ كَمَا تَدَاعَى الْأَكَلَةُ إِلَى قَصْعَتِهَا "، فَقَالَ قَائِلٌ: وَمِنْ قِلَّةٍ نَحْنُ يَوْمَئِذٍ؟ قَالَ: " بَلْ أَنْتُمْ يَوْمَئِذٍ كَثِيرٌ، وَلَكِنَّكُمْ غُثَاءٌ كَغُثَاءِ السَّيْلِ، وَلَيَنْزِعَنَّ اللَّهُ مِنْ صُدُورِ عَدُوِّكُمُ الْمَهَابَةَ مِنْكُمْ، وَلَيَقْذِفَنَّ فِي قُلُوبِكُمُ الْوَهْنَ "، قَالَ قَائِلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَمَا الْوَهْنُ؟ قَالَ: " حُبُّ الدُّنْيَا وَكَرَاهِيَةُ الْمَوْتِ» . رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ، والْبَيْهَقِيُّ فِي (دَلَائِلِ النُّبُوَّةِ) .

زموږ د اوسنی ژوند په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وړاند وینه:

ژباړه: ثوبان رضی الله عنه  روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نیژدې دئ چی خلګ به پرتاسو باندی داسی راټول سی لکه خوړونکی چی پر خپلی کاسې باندی راټولیږی. یوچا وویل: یارسول الله آیا زموږ د لږوالی له کبله داسی کیږی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نه  پدې وخت کی تاسو ډیرئ یاست خو داسی سپک یاست لکه د سیل پوتل ( خاشې‌ )، الله پاک به ستاسو هیبت ستاسو د دښمنانو د زړونو څخه ایسته کړی او ستاسو زړونو ته به وهن (سستی) ور واچوی، یو چا پوښتنه وکړه : وهن څشئ دئ یارسول الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دنیا سره محبت او د مرګ څخه بد وړل.
اوس همداسی وخت دئ چی د نړۍ تقریبا ټوله کفار پر مسلمانانو باندی راټول سویدی او په هرځای کی مسلمانان وژنی او ځپی خو مسلمانان یې په مقابل کی ډیر بې غیرته سویدی، زړونو ته یې بې غیرتۍ نفوذ کړئ دئ، د دنیا په عیش اوعشرت کی ډوب دی او دمرګ څخه ویریږی نو ځکه دښمنان یې ورباندی دلاوره سوی دی او هیڅ په عار یې نه راوړی.

وَعَنْ ثَوْبَانَ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: «يُوشِكُ الْأُمَمُ أَنْ تَدَاعَى عَلَيْكُمْ كَمَا تَدَاعَى الْأَكَلَةُ إِلَى قَصْعَتِهَا "، فَقَالَ قَائِلٌ: وَمِنْ قِلَّةٍ نَحْنُ يَوْمَئِذٍ؟ قَالَ: " بَلْ أَنْتُمْ يَوْمَئِذٍ كَثِيرٌ، وَلَكِنَّكُمْ غُثَاءٌ كَغُثَاءِ السَّيْلِ، وَلَيَنْزِعَنَّ اللَّهُ مِنْ صُدُورِ عَدُوِّكُمُ الْمَهَابَةَ مِنْكُمْ، وَلَيَقْذِفَنَّ فِي قُلُوبِكُمُ الْوَهْنَ "، قَالَ قَائِلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَمَا الْوَهْنُ؟ قَالَ: " حُبُّ الدُّنْيَا وَكَرَاهِيَةُ الْمَوْتِ» . رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ، والْبَيْهَقِيُّ فِي (دَلَائِلِ النُّبُوَّةِ) .