۱۳۹۵/۱۰/۲۵

په زړه پوری خاطره

په زړه پوری خاطره:
________
نن یوځوان راته قیصه کوله چی څو ورځی وړاندی می خپلی میرمنی ته کالی رانیول کله چی می پلاس ورکړه ښځی راته وویل: سړیه ته خبریی! ددغه کالو اغوستل څومره ګناه لری؟
ماورته وویل: نه ؛ زه خبرنه یم خوته چاخبره کړی چی دداسی کالو اغوستل ګناه لری؟ ښځی راته ویل: مادتعلیم الإسلام راډیوڅخه واوریدل چی دداسی کالو اغوستل ډیره ګناه لری او مسلمانه میرمن باید دداسی کالوڅخه په کلکه ډډه وکړی.
ځوان ویل: نه تنها داچی دښځی خبره می ځای پرځای ورسره ومنل اوډیریی دخبری څخه متأثره سوم دځانه سره می هم کلک هوډ وکړئ چی ددی وروسته به زه هم تعلیم الإسلام راډیو په پوره توګه اورم.
الحمدلله
یاالله زموږ ټوله ځوانان اوځوانانی هدایت کړی.
--
هره پیغله به ملاله اوهرځوان به میرویس خان سی
چی یی سمه عقیده سی داصلاح په غم دځان سی
ټول کړه وړه یی دسنتوله چوګاټه ســـره سم سی
رواجونه پسی پریږدی شریعت ته په فـرمان سی