۱۳۹۷/۰۳/۱۸

مسخه سوی إنسانان:

د هغو ټولو خلګو عقل اوبصیرت مسخ سوئ دئ چی په افغانستان کی دامریکا دحضور لپاره په نورو هیوادونو کی د امریکا په حضور باندی دلیل نیسی.
یو ددغو إنسانانو څخه هغه کم عقل نفر وو چی تیره شپه یې په بی بی سی راډیو کی دکابل څخه دعالم په نامه خبری کولې.

نوموړی ناپوه او جاهل په عربی هیوادونو کی دامریکایانو په حضور باندی دلیل نیوئ او پدې باندی یې په افغانستان کی دامریکایانو حضور توجیه کوئ.

زه حیران یم چی دا بعضی انسانان ولی دخپل عقل څخه پوره ګټه نه پورته کوی؟ ولی خپل عقل ته د الله لخوا څخه دیوه رسول په حیثیت نه ګوری؟ ولی دخپل عقل په ذریعه دتور اوسپین تشخیص نسی کولائ؟ ولی په خپل عقل باندی ددښمن او دوست پیژندنه نسی کولائ؟ ولی دخپل عقل په هینداره کی لومړئ ځانته اوبیا جهان دسالم فطرت په سترګه نه ګوری؟ ولی د اشغال ، استعمار ، استدمار او فکری انحراف ویروسونه نه پیژنی؟ ولی د خپلواک اوغلام ترمینځ فرق نسی کولائ؟ ولی دلیری واټن شی ته په ذره بین کی ګوری او ولی دنیژدې واټن شی ته په دوربین کی ګوری؟ ولی دلیونیانو او مزدورانو سره دهغوی شعار بدرګه کوی؟ ولی د واکمن او واهمن ظرفیتونه او استعدادونه نسی درک کولائ؟
زما په ګمان دغه خلګ یا عقل نلری او یایې هم عقلونه دومره ضعیف سوئ دی چی اوس بیخی دمثبت اومنفی تشخیص نسی کولائ او زړونه یې داسی قلف سویدی چی دهیڅ نیک شی لپاره نه خلاصیږی لکه الله پاک چی دمفسدینو اومنافقینو په اړه  فرمایی: أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ * أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا.[سورة محمد ۲۳ – ۲۴]
ژباړه: دوی هغه خلګ دی چی الله پاک په لعنت کړیدی نو کاڼه کړی یې دی(حق نه اوری) او ړانده کړی یې دی(نوحق نه وینی).آیا دوی په قرآن کی فکر نکوی(چی حق وپیژنی) اوکه یې پر زړونو باندی قلفونه دی(نوپه قرآن باندی نه پوهیږی).

زموږ سره په فیسبوک کی دانډوالۍ لپاره دغه ځای کلیک کړئ.

۱۳۹۷/۰۳/۱۷

د علماء کرامو لپاره:

محترمو علماء کرامو! ستاسو معنوی حیثیت ، روحانی مقام او ولسی رسوخ دهیچا څخه پټ ندئ په ټولو اسلامی هیوادونو کی په خاصه توګه زموږ په هیواد افغانستان کی خلګ ستاسو لپاره په ډیر لوړ احترام باندی قائل دی.
پدې خاطر دئ چی تاسو تل دهیواد په هر اړخیز سرنوشت کی ډیر فعال اوپریکنده رول لوبولئ دئ، که دهیوادوالو داصلاح څخه یې ونیسو بیا تر ټولو سیاسی او هراړخیزو پیښو پوری په ټولو کی تاسو ته د رهبرانو او نوښتګرو په سترګه کتل سویدی.
له همدې امله په هیواد کی هرڅوک غواړی تاسوته ځان نیژدی کړی ، ستاسوڅخه استفاده وکړی اوستاسو دملګرتیا په مټ ځان خپلو اهدافو ته ورسوی په همدې سبب دانگریزانو د اشغال څخه شروع بیا دروس او امریکا تراشغال پوری هر چا ددې هڅه کړیده چی دخپل هرعمل  دکولو تجویز دعلماؤ د آدرس څخه واخلی او دعلماؤ دنامه څخه په استفاده خپل کړه وړه مثبت او سم تلقی کړی.
ددې لپاره چی نا اهل انسانان زموږ څخه په خپلی ګټی باندی کار وانخلی او په غیر شعوری توګه مو دالله پاک ددین پرضد ونه کاروی لازمه ده چی ځانونه ډیر زیرک او ویښ ونیسو ، خلګ وپیژنو او د زاړه او نوی سیاسیت په تعریفونو او اهدافو باندی ځان پوه کړو.
د سیاسی اشخاصو اوګوندونو سره فقط دشریعت او اسلامی اخلاقو په چوکاټ کی دننه په ډیره زیرکتیا سره رابطه ولرئ ، کوم شخص چی پوره پرشریعت باندی برابروی پدې باندی ارځی چی إنسان ورسره سیاسی رابطه ولری  کنه نو د دینی عالم سره هیڅ مناسبه نده چی د یوه فاسق اوفاجر إنسان سره دی ددوستۍ رابطه ولری.
دعلماؤ لپاره د انډیوالۍ او ملتیا معیار باید تنها حق وسی په حق باندی هر هغه څوک وپیژنی کوم چی دئ ورسره د اربتاط غوښتونکئ وی او یاهم هغه دده څخه د انډیوالۍ غوښتنه کوی.
ډیرداسی موارد سته چی علماء یې د میلمستیا په نامه غوښتی وی خو کوربه ورڅخه نوره ناوړه استفاده کړیوی ، آن چی دعلماؤ سره دانځور اخیستلو څخه یې لاهم ناوړه استفاده کړیوی.
دخپل زراکت دثبوت لپاره او ځانی حریت دساتنی لپاره او ددې لپاره چی هیڅ تور داغ راته متوجه نسی لاندی موارد باید په پوره توګه په نظر کی ونیسو:
۱ – داوس لپاره په اسلامی نړۍ کی هیڅ داسی واکمن نسته چی دهغه سره دی علماء بیله کومی پابندۍ ناسته او ولاړه وکړی بناء د واکمنانو سره په رابطې کی باید د ډیر دقت او غور څخه کار واخیستل سی.
۲ – کڅه هم اوسنئ سیاست صرف درواغ ، دوکه اوچم دئ خو اصلی سیاست داسلام څخه نه بیلیدونکئ جزء دئ بناء دحق څخه باید بی پرې پاته نسو تل دحق مل وسو په هره بڼه او هر لباس کی چی وی او دحقو إنسانانو ملتیا وکړو په هره بڼه او هره طریقه چی وی.
۳ – دا زموږ اوستاسی اسلامی عقیده ده چی جهاد به تر آخرته پوری وی بناء هیڅ داسی عمل ونکړو چی په سبب یې جهادی داعیه خپه کیږی اویا ورکه کیږی.
۴ – په هیڅ داسی مجلس، سیمینار او محفل کی ګډون ونکړو چی موږ یې په هکله سل په سلو کی معلومات نلرو کنه نو ارومرو مو په سر او آبرو باندی سودا کیږی.
۵ – دا په تجربې ثابته سویده چی غرب اوغرب پلوه خلګ  یا په بل تعبیر یهود اونصاری او دهغوی ملګری داسلام سره هیڅ محبت نلری بناء په هیڅ داسی فعالیت کی ونډه وانخلو چی دغرب،یهودو اونصاراوو تر تسلط او یا نفوذ لاندی سرته رسیږی کنه نو دبلعم ابن باعورا په عاقبت باندی به اخته سو دکمونستیانو او شاه شجاع په څیر به دهیواد لپاره تور داغ سو.
۶ – اوسنی حاکمان ددې اهل ندی چی علماء دی دهغوی سره رفاقت او انډیوالی وکړی بناء دهغوی سره باید دومره رابطه وسی چی دشرڅخه یې امت وساتل سی نور داخلاص او صداقت څخه ددوی سره د رابطې کولو څخه باید په کلکه ډډه وسی اوهیڅ عالم ځان دهغوی درباری جوړ نکړی.
۷ – دهغو کفری او عامیانه اصطلاحاتو دکارولو څخه ډډه وسی کوم چی دعالم اومسلمان سره نه ښایې لکه: تروریست ، انتحار، پنجاب ، اورپکی ، افراطیت ، دیموکراسی ، ټولټاکنی او داسی نور...
۸ – علماء باید دخپل سیاسی او اقتصادی خودکفایې او استقلال غم وخوری ترڅو په سیاست او اقتصادکی  هیچا ته اړنوی.
۹ – ریښتنی او حقیقی علماء باید هغه خلګ ټولنی ته رسوا کړی کوم چی دعالم دنامه او لباس څخه ناوړه استفاده کوی.
۱۰ – علماء باید تر بل هروخت اوس ډیر دامت دسیاسی اونظامی خپلواکۍ لپاره هڅه وکړی دفرهنګی کارونو دچټک کولو ترڅنګ داسلامی ویښتابه لپاره هم ډیرکار وکړی او د بااحساسوفعالو انسانانوسره په ملتیا دعدل او انصاف دنظام راوستلو لپاره خپل نهایتی کوښښ وکړی .
۱۱ – علماء باید تر بل هروخت اوس ډیر په خپل مینځ کی یووالئ او اتحاد ولری یوبل وزغمی ، سلیقوی اختلافاتوته پاملرنه ونکړی اوپر مسلمو اصولو باندی سره راټول سی.

۱۳۹۷/۰۳/۱۶

که ښې خبری وکړو نوشیطان به په مینځ کی مداخله نکوی:


وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا. [الاسراء 53]
ژباړه: زما بندګانو ته ووایه چی ښې خبری وکړی یقینا چی شیطان ددوی په مینځ کی فساد راوړی یقینا چی شیطان ددوی لپاره ښکار دښمن دئ.
توضیح: یعنی کله چی تاسو په خپل مینځ کی او یاهم دکفارو سره خبری کوئ نو داسی خبری وکړی چی په هغو کی ښکنځل او سپکی سپوری نوی ځکه چی پداسی حال کی شیطان ستاسو په مینځ کی مداخله کوی او دوسوسې په اچولو سره ستاسو په مینځ کی ددښمنۍ اور بلوی علت یې دادئ چی شیطان ستاسو ښکاره دښمن دئ ستاسو په نسبت دهیڅ داسی کار څخه لاسه نه اخلی کوم چی ستاسو لپاره پکښې تباهی اوبربادی وی.
او ددې پرعکس که سمی اوښې خبری وکړئ بیا شیطان ستاسو په مینځ کی لاره نسی موندلائ او تاسو په جګړې او اختلافاتو باندی نسی سره اخته کولائ.

نسی کیدلائ

هر سپین کالئ عالم نسی کیدلائ
او هره خبره فتویٰ نسی کیدلائ.

هر رابلـــونکئ باچا نسی کیدلائ
او هره غونډه اجماع نسی کیدلائ.

هر زورواکئ نظام نسی کیدلائ
او هرقــــــدم ګام نسی کیدلائ.

هـــر جنګ تباهی نسی کیدلائ
او هره چوپتیا آرامی نسی کیدلائ.

۱۳۹۷/۰۳/۱۵

خبریالان د ریښتیا ویلو او اوریدلو توان نلری:

څو ورځی وړاندی یوه ملګری دخبریالانو په یوه ګروپ کی داخل کړم دوی  په ګروپ کی خپل نشرات کول مایې  تنها ننداره کول تیر ماښام یوه خبریال یو تصویر نشر کړئ چی ورته لیکلی یې وه: دنن ورځی لپاره ماته ترټولو دردوونکئ تصویر افغان وولسه الله دی درباندی ورحمیږی.
ده غوښتل داسی ښکاره کړی چی دغه سړئ په هغی پیښی کی ټپی سوئ دئ کومه چی دلویې جرګی په خیمې کی وسوه.
تصویر داسی جوړ وو چی: یو سړئ چی په یوه لاس اویوې پښې باندی ټپئ دئ دمیوې په ګاډۍ کی ناست دئ مخی ته یې دمیوو څخه ډک پلاسټیکان ایښی دی.
ماچی کله تصویر ولیدل نویقینا راته ثابته سوه چی هغه تصویر په افغانستان که نه بلکی په پاکستان نیول سوئ دئ ځکه دسړی شاته د ټلینار Telenar مخابراتی کمپنۍ چی په پاکستان کی خدمات لری بورډ لیګیدلئ دئ ، بغل ته یې په اردو باندی لفظ د ورانټی لیکل سوئ دئ او همداسی نور قرائن موجود وه چی له ورایه ورڅخه داسی ښکاری چی دغه تصویر په پاکستان کی نیول سوئ دئ.
ما ورته ولیکل چی دغه تصویر خو په پاکستان کی نیول سوئ دئ نه په افغانستان کی. هدف می داوو چی ولی یې دافغانستان ترپیښې پوری تړئ ځکه چی داخو یوډول درواغ دی.
سړی چی کله دغه یوه خبره حقیقت ولیدل دستی یې دبرق غوندی دګروپ څخه و ایستلم پداسی حال کی چی په ګروپ کی نورو خلګو هم نشرات کول.
نوماته داسی په ذهن کی راوګرځیدل چی دخبریالانو په مینځ کی ریښتیا نسی ویل کیدلائ اوډیرئ خبریالان دریښتیاویلو او اوریدلو توان نلری.

۱۳۹۷/۰۳/۱۴

دخالد بن ولید رضی الله عنه دوفات په مناسبت:

ژباړونکئ: نورالحق مظهری

په همدې ورځ ۱۸ د روژې
په تاریخ کی ترټولو لوړ نظامی مشر اوقومندان وفات سو ، هغه قومندان چی په خپل ژوند کی یې د ناکامۍ اوشکست خوند هم ندئ لیدلئ، هغه قومندان چی د فارس او رومیانو پرضد داسلامی پوځیانو استاد وو، هغه چی د مرتدینو پرضد په بریالۍ جګړه کی سترقومندان وو ، هغه چی دیرموک، یمامه، ذات السلاسل، قاهرصحراء الانبار او مؤتة په جګړوکی ستر قائد وو ، هغه چی پر کفارو باندی دالله پاک لڅه اوتیره توره وه دنیک اوښکلی ذکر خاوند، دسترو بریاوو سرلارئ مسلمان اوغښتلئ قهرمان خالد بن ولید رضی الله عنه.
دده څو جنګونه:
۱ - د اجنادین جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر رومیانو باندی بریالی سوه پداسی حال کی چی دمسلمانانو لښکر ۳۳ زره نفروه او د رومیانو لښکر ۹۰ زره نفروه.

۲ - د الیس جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر فارسیانو باندی کامیابه سوه.
۳ - د الانبار جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر فارسیانو باندی کامیابه سوه.
۴ - د المذار جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر فارسیانو باندی کامیابه سوه.
۵ - د الجسر الحدیدی جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر رومیانو باندی کامیابه سوه.
۶ - د الحیرة جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر فارسیانو باندی کامیابه سوه.
۷ - د الزمیل جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر فارسیانو باندی کامیابه سوه.
۸ - د الفراض جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر فارسیانواو پرعربی نصاراوو باندی کامیابه سوه پداسی حال کی چی دکفارو لښکر ۱۵۰ زره نفر وه.
۹ - د القریتین جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر غساسنه باندی کامیابه سوه.
۱۰ - دالولجة جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر فارسیانو باندی کامیابه سوه پداسی حال کی چی د فارسیانو شمیر دوه برابره دمسلمانانو وو.
۱۱ - دیرموک جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر رومیانو باندی کامیابه سوه پداسی حال کی چی مسلمانان ۳۰ زره نفروه او رومیان ۲۴۰ زره نفر وه په همدغی جګړې کی خالد بن ولید رضی الله عنه دخپلو ۱۰۰ نفرو سره پر۴۰ زره رومیانو باندی لاره بنده کړه هغوی یې  کمین ته واچول او تربریالی توب پوری ورسره وجنګیدئ.
۱۲ - دیمامة جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان په عربی جزیرې کی  پر مرتدینو باندی کامیابه سوه، مسیلمه کذاب دخپلو ۱۴ زره عسکرو سره ووژل سو.
۱۳ - دبزاخة جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان په عربی جزیرې کی  پر مرتدینو باندی کامیابه سوه.
۱۴ - دبیسان جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر رومیانو باندی کامیابه سوه پداسی حال کی چی مسلمانان ۲۵ زره نفروه او رومیان ۸۰ زره نفروه.
۱۵ - د ذات السلاسل جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر فارسیانو باندی کامیابه سوه پداسی حال کی چی مسلمانان ۱۸ زره نفروه او فارسیان ۴۰ نفروه.
۱۶ - دعین التمر جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر فارسیانو باندی کامیابه سوه.
۱۷ - دظفر جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر مرتدینو باندی کامیابه سوه.
۱۸ - دفحل جګړه:
قائد:خالدبن الولید رضی الله عنه
دجګړې نتیجه:مسلمانان پر رومیانو باندی کامیابه سوه.
په تاریخ کی ۴۴ جګړې دخالد بن ولید رضی الله عنه په نامه باندی ثبت سویدی:
۳ جګړې دمشرکینو سره.
۱۲ جګړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کی.
۳ جګړې دمرتدینو پرضد.
۱۵ جګړې د فارسیانو پرضد.
۴ جګړې دعراق اوشام ترمینځ.
۷ جګړې په شام کی د رومیانو پرضد
چی ټوله ۴۴ جګړې کیږی چی خالد بن ولید رضی الله عنه برخه پکښې اخیستی ده البته دده په مشرتوب باندی سویدی.

دده مبارک په لاس کی ۹ توری ماتی سویدی په یوه جګړه کی یواځی دده په لاس ۵۰۰۰ مشرکین وژل سویدی، په هیڅه جګړه کی یې شکست ندئ خوړلئ، اونه هم وژل سوئ دئ ، دوفات په وخت کی یې وویل: نارینه دجنګ په ډګر کی مری خو زه لکه اوښ په خپل کور کی مړکیږم پورته می کړئ دبې غیرتو انسانانو سترګی دی نه ویدیږی چی دوی داسی ګمان کوی چی په جنګ کی سړئ مړ کیږی. د روژې مبارکی میاشتی پر ۱۸ ورځ پداسی حال کی وفات سو چی پرخپلو پښوباندی ولاړوو.

خوعرب اوځینی ناخبره مسلمانان په هتلر باندی فخر کوی پداسی حال کی چی هغه دناکامۍ په وخت کی په ځان وژنی باندی مړسو.