۱۴۰۴/۰۸/۰۵

د مسلمان ورور په وړاندې خيانتونه:

هر مسلمان د بل مسلمان په وړاندي ډېر مسئوليتونه لري چې ناديده نيول يې د مسلمان ورور سره د خیانت کولو سبب جوړيږي چې ځيني يې په لاندي ډول دي:
1 - که دي د خپل مسلمان ورور غيبت وکړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

2 – که دي په سودا او معامله کې خپل مسلمان ورور دوکه کړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

3 – که دي د خپل مسلمان ورور په آّبرو، عزت او نسب کې د عيب پيدا کولو هڅه وکړه نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

4 – که دي د خپل مسلمان ورور سره حسد وکړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

5 – که دي پر خپل مسلمان ورور بې ځايه تور او تهمت ولګوی نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

6 – که دي قصدا خپل مسلمان ورور ته بېله کومي شرعي استثناء درواغ وويل نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

7 – که دي خپل مسلمان ورور ته ستونزي جوړولې او يا يې په ستونزو خوشحاله کېدلې نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

8 – که دي خپل مسلمان ورور ته ښکنځل او يا سپکه خبره وکړه نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

9 – که دي د خپل مسلمان ورور پر عزت او آبرو بريد وکړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

10 – که دي د خپل مسلمان ورور په اړه بې تحقيقه منفي خبره ومنل نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

11 – که دي د خپل مسلمان ورور سره بېله کوم شرعي لاسونده عقدوي چلند وکړ نو پوه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

12 – که دي د خپل مسلمان ورور په وړاندې د ترحم، شفقت او ورورګلوۍ پاليسي تر پښو لاندي کړه نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

13 – که دي پر خپل مسلمان ورور تکبر او غرور وکړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

14 – که دي د خپل مسلمان ورور په وړاندي هغه شرعي مسئوليت نه آداء کوی چې تا ته درکول سوی دی نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

15 – که دي د خپل مسلمان ورور د ترقۍ او پر مختګ مخه نيول نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

16 – که دي د خپل شرعي مشر او رهبر اطاعت نه کوی نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

مسلمانه وروره! په دې پوه سه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خيانت کولو څخه پناه غوښتې او فرمايلي دي: و أعوذ بک من الخيانة فإنها بئست البطانة.[سنن ابن ماجه 3354] ژباړه: ای الله زه په تا باندې د خيانت کولو څخه پناه غواړم ځکه دا ډېر بد عادت دی.

مسلمانه وروره! مجاهد رحمه الله روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: المکر والخديعة والخيانة في النار، وليس من أخلاق المؤمن المکر والخيانة.[الجامع في الحديث 487] ژباړه: د فريب، چم او خيانت کوونکی به په اور کې وي، فريب او خيانت د مؤمن د اخلاقو څخه نه دي.

مسلمانه وروره! الله جل جلاله فرمايلي دي: وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ.[الانفال27] ژباړه: د خپلو امانتونو سره خيانت مه کوئ! امانت هر هغه شي ته ويل کيږي چې انسان يې په وړاندي مسئوليت لري چې يو د هغو څخه خپل مسلمان ورور دی.

مسلمانه وروره! الله جل جلاله فرمايي: وَلَا تَكُنْ لِلْخَائِنِينَ خَصِيمًا.[النساء105]ژباړه: د خائنينو دفاع مه کوه. خائنين دومره بد دي چې الله جل جلاله انسان د هغوی د دفاع کولو څخه منع کړی دی.

مسلمان وروره! الله جل جلاله فرمايي: إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ.[الحج38]ژباړه: د الله جل جلاله هيڅ خائن او ناشکره نه خوښيږي. همداسي فرمايي: إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ.[الانفال58] د الله تعالی خيانت کوونکي انسانان نه خوښيږي.

ګرانه وروره! د خپل مسلمان ورور سره څنګ پر څنګ خپل انفرادي او اجتماعي کارونه وکړه، د خپل وررو سره په غم او ښادۍ کې ګډون وکړه، د خپل ورور سره هیڅ ډول تبعیضي چلند مه کوه، د مشرانو احترام کوه، پر کشرانو شفقت کوه، د رهبرانو اطاعت کوه، د علماو خبره منه، د مظلومانو دفاع کوه، د ناداره او مسکین سره مرسته کوه، د ښځو ټول ثابت سوي حقوق ورکړه او د هر مسلمان په وړاندي د ایثار پالیسي غوره کړه تر څو هم خپله نيکمرغه سې او هم نورو مسلمانانو ته د الله په مرسته نيکمرغي وبښې.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: