۱۴۰۴/۰۸/۲۶

د افغانانو احسان او د پاکستان ناشکري:

که په تاريخ کې د افغانانو او ګاونډيو هيوادونو نسبت ته کتنه وشي دا به راته ثابته شي چې د تاريخ په اږدو کې افغانانو د خپلو ګاونډيو سره ډېر احسانونه کړي او په ډېرو سختو شرايطو کې يې ګاونډيو ته د مرستي کولو لاس غځولی، چې له دې جملې څخه يو پاکستان هيواد دی چې د افغانانو په برکت د ډېرو لويو ستونزو او کړاوونو څخه را وتلی او د افغانانو په سبب تر اوسه  د پاکستان په نوم پاتي شوی دی، ځکه دا څو پېړۍ چې افغانانو په جنګ کې تيري کړي دي په دې کې پاکستان ته په ښکاره ډول ډېري ګټي رسېدلي دي چې په لاندې ډول څو مواردو ته اشاره کولای شو:
1 – کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ افغانان يې مخي ته ودرېدل او د روسانو پر ضد يې جهاد پيل کړ، چې هم مهاله د نړۍ ځينو هيوادونو د افغان مجاهدينو سره مرسته کول، خو د تاريخي معلوماتو پر بنسټ دا مرسته د پاکستان هيواد له لاري کېدل چې د دې مرستو څخه به ډېره برخه پاکستاني نظام ځان ته ګرځول او ډېره کمه برخه به يې افغان مجاهدينو ته ورکول، له بله پلوه چې کله افغانان پاکستان ته کډوال شوه، د افغانانو په نوم پاکستان د نړيوالي ټولني او ملګرو ملتونو څخه ډېري مرستي تر لاسه کړې چې ممکن 20% لا هم افغانانو ته نه وي ورکول شوي؛ دا چې افغانانو په پاکسان کې په ودانيزه برخه کې څومره خدمت کړی او يا يې په اقتصادي برخه کې څومره پانګه اچونه کړې دا خو لا پر خپل حال پرېږده! بلکې د افغانانو شتون هلته پاکستان ته د چندې او خيرات ټولولو دومره لويه پلمه جوړه شوې وه چې د يوې سروې پر اساس تر اوسه پاکستان د افغانانو په نوم 6 ميليارده ډالر نغدي پيسې تر لاسه کړي دي چې ممکن په همدومره مقدار يې غير نغدي مرسته لاس ته راوړې وي خو پاکسان لا هم شکر نه آداء کوي او هر وخت افغانانو ته په خاصه توګه کډوالو ته ستونزي جوړوي.

2 – کله چې افغانانو روسانو ته په افغانستان کې ماتي ورکړه، دا يواځې د افغانستان لپاره خپلواکي نه وه بلکې پاکستان يې هم د روسانو د احتمالي اشغال څخه خلاص کړ ځکه که روسان د تل لپاره په افغانستان کې پاته شوي وای ارومرو پاکستان يې هم اشغالوی ځکه روسان يواځې د افغانستان د اشغال لپاره نه وه راغلي بلکې په سيمه کې د خپلي امپراطورۍ غځولو او غټولو ته راغلي وه چې د افغانستان وروسته پاکستان د دوی لپاره ډېر مهم وو؛ چې د افغانستان په نسبت يې پاکستان ډېر ژر اشغالولای شو، خو د افغانانو د قربانۍ، ستړيا او کړاوونو ګټه وه چې هم افغانستان د روسي اشغال څخه خلاص شو او هم پاکستان د روسانو د بريد څخه وژغورل شو لکه شاعر چې په دري ژبه وايي: ما تن به فنا داديم تا زنده شما باشيد. يعني موږ ځانونه مرګ ته ورکړه تر څو تاسې ژوند پاتي شی. خو له بده مرغه چې پاکستان د افغانانو دغه احسان بيخي له پامه غورځولی او پاکستاني پوځ د افغانانو په وړاندې د کرکي، کينې او دښمنۍ پاليسي غوره کړېده.

3 – د پاکستان سره د افغانانو بل ستر احسان دا دی چې په هيواد کې يې پاکستاني صادراتو ته د مصرف او لګښت بازار جوړ کړی دی چې پاکستاني ميوې، درمل، خوراکي توکي او تعميراتي مواد په ډېره لوړه کچه د پاکستان څخه افغانستان ته راځي او دلته مصرفيږي چې په دې کار سره د پاکستاني تجاراتو او خلکو تر څنګ پاکستاني رژيم هم ډېره ګټه جيب ته اچوي، خو له بده مرغه چې پاکستاني پوځ هيڅوخت د خپلو خلکو او تجارانو اړتيا په پام کې نه ده نيولې او هيڅوخت يې د افغاني تجاراتو سره په کافي اندازه مرسته نه ده کړې بلکې برسېره پر دې يې پر فرضي کرښه ازغن تار لګولی، تګ راتګ يې محدود کړی او تجارت يې د خپل غلط سياست په اور باندې سوځولی چې په سبب يې هم پاکستاني ولس او هم افغاني ولس ډېر زيانونه ليدلي دي چې دا غلط سياست او د دواړو ملتونو په وړاندې ستر خيانت دی او په وروستي انداز باندې لويه ناشکري ده.

4 – کله چې په 2001 م کال کې امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ پاکستان خپله ځمکه او فضا د افغانانو پر ضد امريکا ته په اختيار کې ورکړه او د دې څخه علاوه يې د امريکايانو څخه د خپل قرارداد په مقابل کې ډېري مرستې تر لاسه کړې، چې په اصل کې دا ټولي مرستې د افغانانو پر سر وې او د دې لپاره وې چې پاکستان د افغانستان پر ضد خپل ټول حکومت امريکايانو ته په اجاره ورکړی وو، بلکې ډېر افغانان يې د ډالرو په مقابل کې پر امريکايانو وپلورل، آن تر دې چې افغان ديپلوماتان يې لا امريکايانو ته حواله کړه، چې د سالم عقل په فيصله او حکم داسي ويلای شو چې پر افغانانو باندې امريکايانو په شل کلن اشغال کې څومره ظلمونه وکړه په ټولو کې پاکستانی پوځ ورسره شريک وو، خو بيا هم افغانانو د زغم څخه کار واخيست او پاکستان ته يې د يو قسم خوړلي غليم په سترګه و نه کتل بلکې د دوستۍ لاس يې ورته وغځوی او په اقتصادي، سياسي او نورو برخو کې يې پاکستان ته د ورور حيثيت ورکړ خو پاکستاني پوځ په ډېري سپين سترګۍ او بې شرمۍ سره د افغانانو زغم، احسان او دوستانه روابط هېر کړه او د افغانانو په وړاندې يې د ناشکرۍ او دښمنۍ توره پاليسي غوره کړه.

5 – که څه هم ممکن پاکستاني پوځ د امريکا په غلامۍ خوشحاله وي خو موږ ډاډه يو چې د پاکستان مسلمان ولس د امريکايي غلامۍ خلاف دی نو ځکه ويلای شو چې کله افغانانو په افغانستان کې د الله تعالی په مرسته امريکايانو ته ماتي ورکړه او هغوی يې د افغانستان څخه وتلو ته مجبور کړه نو دا نه يواځې دا چې د افغانستان لپاره خپلواکي وه بلکې د لوی ښار د خولې څخه د پاکستان را ايستل هم وه، ځکه که امريکا د تل لپاره په افغانستان کې پاتي شوې وای نو د نورو اسيايي هيوادونو تر څنګ پاکستاني ولس به يې هم يرغمل نيولی وای، خو د دې پر ځای چې پاکستاني پوځ د افغانو څخه مننه وکړي او د هغوی مېړانه وستايي پر هغوی بمبار کوي او په وړاندې يې خصمانه پاليسي غوره کوي.

لنډه دا چې افغانانو د پاکستان سره ډېر ستر سياسي، اقتصادي او ټولنيز احسانونه کړي دي او د پاکستان په وړاندې يې د ډېر زغم څخه کار اخيستی دی خو په مقابل کې پاکستاني پوځ ډېره لويه تېروتنه او ستره ناشکر ي کړېده چې ان شاء الله يوه ورځ به يې د سر په بيه تاون ورکوي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: