۱۳۹۱/۱۰/۱۵

تکرار دجماعت په مسجدکی

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته


تکرار دجماعت په مسجدکی

مسجد به یا دلاری مسجد وی اویا دمحلی او کلی مسجد، د لاری په مسجد کی اتفاقا تکرار دجماعت روادئ، ځکه چی دهغه لپاره خو معین امام اومعین خلګ نوی معلوم هرڅوک چی پرلاره تیریږی په صورت کی د اجتماع دشرائطو کولای شی چی پکی جماعت وکړی.لکه چی په بحرالرائق کی راځی: وَهَذَا إذَا لَمْ يَكُنْ الْمَسْجِدُ عَلَى قَارِعَةِ الطَّرِيقِ ، فَإِنْ كَانَ كَذَلِكَ فَلَا بَأْسَ بِتَكْرَارِ الْجَمَاعَةِ فِيهِ بِأَذَانٍ وَإِقَامَةٍ لِأَنَّهُ لَيْسَ لَهُ أَهْلٌ مَعْلُومٌ فَكَانَتْ حُرْمَتُهُ أَخَفَّ {بحراالرائق باب صفة الإمامة فی الصلوة}.

ژباړه: او دغه هغه وقت چی مسجد پر سر دلاری نوی، کچیری پر سردلاری وی نو هیڅ پروا نلری چی په هغه کی دی جماعت دآذان او اقامت سره تکرار شی، ځکه دهغه لپاره خو معلوم اهل نوی، نو حرمت یی سپک دئ.

او همدا راز په بدائع الصنایع کی راځی: وَالدَّلِيلُ عَلَيْهِ أَنَّهُ لَا يُكْرَهُ فِي مَسَاجِدِ قَوَارِعِ الطُّرُقِ {بدائع الصنایع فصل فی بیان محل وجوب الأذان}.

ژباړه: او دلیل پردی باندی دادئ: چی یقینا تکرار دجماعت دلاری دسر په مساجدو کی مکروه ندئ.

خوکچیری مسجد دکلی او محلی وی نو پدی کی دفقهاؤ اختلاف دئ، امام شافعی رحمه الله یی مطلقا جایز بولی، امام ابوحنیفة رحمه الله وایی: که جماعت تر درو نفرو ډیر وو مکروه دئ، اوکه ډیر نوو نوبیا مکروه ندئ، او امام محمد رحمه الله وایی: کچیری دویم جماعت په طریقه سره ددعوت اوبلنی وی نو مکروه دئ، او که داسی نوی نو بیا مکروه ندئ، او امام ابویوسف رحمه الله وایی:دویم جماعت هغه وقت مکروه دئ، چی خلګ ډیروی، اوکه دوه یادری نفره وی نو په یو کنج کی دمسجد ودریږی لمونځ په جماعت باندی وکړی مکروه ندئ{تحفة الفقهاء} خو په بل روایت کی دامام ابویوسف رحمه الله دقول سره یی بل شرط هم ذکر کړئ دئ چی تغییر دهیئت ددویم جماعت دئ، دهیئت سره دلومړنی جماعت.

امام شافعی رحمه الله په لاندی حدیث باندی دلیل نیسی: عن أبي سعيد الخدري قال : دخل رجل المسجد و رسول الله صلى الله عليه و سلم قد صلى فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ( ألا من يتصدق على هذا فليصل معه ) صحيح ابن حبان حديث2397 قال شعيب الأرنؤوط : إسناده صحيح.

ژباړه: دابی سعید خدری (رض) څخه روایت دئ، چی یوسړی مسجد راغئ، رسول اکرم (ص) لمونځ کړئ وو، نو رسول اکرم (ص) وفرمایل: آیا څوک سته چی پر دغه سړی باندی صدقه وکړی اولمونځ ورسره وکړی؟. بل ځای راځی چی ابوبکر صدیق ویل زه لمونځ ورسره کوم، یارسول الله! نو ابوبکر صدیق (رض) ورسره ودریدئ، لمونځ یی ورسره وکئ.

او کوم علماء چی یی مکروه بولی هغوی درسول اکرم (ص) په لاندی فعل باندی دلیل نیسی: رَوَى عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ أَبِي بَكْرٍ عَنْ أَبِيهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ مِنْ بَيْتِهِ لِيُصْلِحَ بَيْنَ الْأَنْصَارِ لِتَشَاجُرٍ بَيْنَهُمْ فَرَجَعَ وَقَدْ صَلَّى فِي الْمَسْجِدِ بِجَمَاعَةٍ فَدَخَلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي مَنْزِلِ بَعْضِ أَهْلِهِ فَجَمَعَ أَهْلَهُ فَصَلَّى بِهِمْ جَمَاعَةً ، .{بدائع الصنایع فصل فی محل وجوب الآذان}.

ژباړه: عبدالرحمن بن ابوبکر(رض) دخپل پلار څخه روایت کوی: چی رسول اکرم(ص) دکوره څخه ووتئ، ددی لپاره چی په مابین کی دانصارو صلح وکړی، په خاطر دهغه جنګجال چی ددوی په مینځ کی پیښ شوئ وو، نو رسول اکرم(ص) راغئ، پداسی حال کی چی لمونځ په جماعت باندی آداء شوئ وو، نورسول اکرم(ص) کورته دخپلی یوی کورنی داخل سو، دوی یی سره راټول کړه، نولمونځ یی په جماعت باندی ورسره آداء کی.

بیا ددی حدیث په ادامه کی پورته کتاب لیکی: وَلَوْ لَمْ يُكْرَهُ تَكْرَارُ الْجَمَاعَةِ فِي الْمَسْجِدِ لَمَا تَرَكَهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَعَ عِلْمِهِ بِفَضْلِ الْجَمَاعَةِ فِي الْمَسْجِد.{بدائع الصنایع مخکنی حواله}

ژباړه: کچیری تکرار دجماعت په مسجد کی مکروه نوای، نو رسول اکرم(ص) به نوای پسی پری ایښئ، سره ددی چی دئ په فضیلت دجماعت هم خبر وو.

خوعلامه شامی رحمه الله په خپل مشهور ښکلی فقهی کتاب " رد المحتار" کی وروسته تر نقل کولو داختلاف مذکور داسی لیکی: وقدمنا في باب الأذان عن آخر شرح المنية عن أبي يوسف أنه إذا لم تكن الجماعة على الهيئة الأولى لا تكره وإلا تكره وهو الصحيح وبالعدول عن المحراب تختلف الهيئة كذا في البزازية انتهى.{رد الحتار مطلب فی تکرار الجماعة فی المسجد}.

ژباړه: او مونږ مخکی په باب کی دآذان ذکر کړه دآخرڅخه دشرح المنیة دابویوسف رحمه الله څخه چی کچیری دویم جماعت د اول جماعت پرهیئت اوشکل باندی نوی، نو مکروه ندئ، اوکه وو نوبیا مکروه دئ، او داغه قول هم صحیح دئ، او په اوښتلو باندی دمحراب څخه هیئت مختلف کیږی، داغسی په بزازیه هم راغلی دی،.

خلاصه دمسئلی داسی سوه، چی دلاری په مسجد کی خو مطلقا تکرار دجماعت مکروه ندئ، کڅه هم هر جماعت دځان لپاره آذان او اقامت وکړی، البته همزمان نه بلکه په مختلفو اوقاتو کی اوپرله پسی.

او دمحلی په مسجد کی چی داسی نوی چی دویم جماعت دی، سبب ددی سی چی خلګ دی بیا پردویم جماعت باندی اتکاء وکړی اول جماعت ته دی نه حاضریږی، یعنی چی هروقت په ډیرئ او بلنه باندی نوی، بلکه بغیر له دعوت، آذان اواقامت څخه، اټکلی وی او امام ددویم جماعت هم په محراب ولاړ نوی نو بیا جماعت مکروه ندئ، ځکه دداسی جماعت کول کوم حالی اویا تدریجی تاوان نلری که یی څوک وکړی کوم مشکل پدی کی نشته لکه چی په کتابونوکی یی نظر وهمدغه تاوان ته چی تقلیل دجماعت دئ حکم کړئ دئ. لکه چی په بدائع الصنایع کی راځی: وَلِأَنَّ التَّكْرَارَ يُؤَدِّي إلَى تَقْلِيلِ الْجَمَاعَةِ ؛ لِأَنَّ النَّاسَ إذَا عَلِمُوا أَنَّهُمْ تَفُوتُهُمْ الْجَمَاعَةُ فَيَسْتَعْجِلُونَ فَتَكْثُرُ الْجَمَاعَةُ ، وَإِذَا عَلِمُوا أَنَّهَا لَا تَفُوتُهُمْ يَتَأَخَّرُونَ فَتَقِلُّ الْجَمَاعَةُ ، وَتَقْلِيلُ الْجَمَاعَةِ مَكْرُوهٌ ، بِخِلَافِ الْمَسَاجِدِ الَّتِي عَلَى قَوَارِعِ الطُّرُقِ ؛ لِأَنَّهَا لَيْسَتْ لَهَا أَهْلٌ مَعْرُوفُونَ ، فَأَدَاءُ الْجَمَاعَةِ فِيهَا مَرَّةً بَعْدَ أُخْرَى لَا يُؤَدِّي إلَى تَقْلِيلِ الْجَمَاعَاتِ.{بدایئع الصنایع فصل فی بیان محل وجوب الآذان}

ژباړه: اوتکرار دجماعت پدی خاطر مکروه دئ، چی تکرار سبب ده لږوالی دجماعت کیږی ځکه خلګ چی پوه شی چه ددوی څخه جماعت فوت کیږی ژر راځی نوجماعت ډیریږی، اوکه پوه سی چی ددوی څخه جماعت نه فوت کیږی نوبیا وروسته راځی نوبیا جماعت لږیږی، او لږوالی دجماعت مکروه دئ، پخلاف د هغه مساجدو چی دلاری پر سرجوړوی، ځکه دهغوی لپاره معلوم اهل نوی، نوپدوی کی یوجماعت وروسته تربل جماعت سبب ده لږوالی دجماعت نکیږی.

نوپه مراعات کولو سره دپورتنی شرائطو دویم جماعت په مسجد کی مکروه ندئ. چی داخبره د شامی رحمه الله دلاندی قول څخه هم په صراحت سره معلومیږی: وفي آخر شرح المنية وعن أبي حنيفة لو كانت الجماعة أكثر من ثلاثة يكره التكرار وإلا فلا

وعن أبي يوسف إذا لم تكن على الهيئة الأولى لا تكره وإلا تكره وهو الصحيح وبالعدول عن المحراب تختلف الهيئة كذا في البزازية ا هـ

وفي التاترخانية عن الولوالجية وبه نأخذ.{ ردالمحتار}

ژباړه: په آخر کی دشرح المنیة راعلی دی: دامام ابوحنیفه رحمه الله څخه روایت دئ، چی کچیری جماعت تر درو نفرو ډیر وی نو مکروه دئ، او که ډیر نوی نوبیا مکروه ندئ، او دامام ابویوسف رحمه الله څخه روایت دئ، چی( دویم ) جماعت په اول هیئت نوی مکروه ندئ، او کچیری وو نوبیا مکروه دئ، او په اوښتلو دمحراب څخه هیئت مختلف کیږی، داغسی په بزازیه کی راغلی دی. او په تاترخانیه کی د ولولوالجیة څخه راغلی دی چی: پدغه قول باندی مونږ عمل کوو.

خوکڅوک ځان دمحل څخه دخلاف باسی نو بهتر دغه دئ، چی دکلی په مسجد کی دی، دویم ځل جماعت نکوی، کوښښ دی وکړی چی ځان لومړی او هغه سنت جماعت ته راورسوی، خوکه بالفرض یو وقت دیو عارض اوقاصر په خاطر جماعت ځنی پاتی شی، نوبیادی جماعت بیله مسجده بل ځای په خپل کور اویا په فارغه اطاق کی وکړی.