د اسلام مبارک دين د څلورو شعبو له لاري ساتل شوی او پرمختګ يې کړی دی؛ د دعوت او تبليغ له لاري، د جهاد او قتال له لاري، د تعليم او تدريس له لاري او د تزکيې او تصوف له لاري.
په اسلام کې داسي وېش ندی راغلی چې څوک به يوه طريقه چلوي او بل څوک به بله طريقه چلوي بلکې په څلور واړو کې خدمت د هر مسلمان دنده او وظيفه ده لکه پخوانيو خلکو ته چې الله تعالی داسي قوت ورکړی وو چې څلور واړه طريقې به يې هم مهاله پرمخ بيولې خو زموږ د زمانې خلک چې ضعيف شوي او په يوه يا دوو طريقو کې خدمت کوي د نورو طريقو د لارويانو سره بايد مرسته وکړي.
که څوک د جهاد لاره غوره کوي بايد د مبلغ، مدرس او متصوف سره هم مرسته وکړي، که څوک د تبليغ پر مسير روانيږي بايد د مدرس، مجاهد او متصوف سره هم مرسته وکړي، که څوک د تدريس وظيفه انتخابوي بايد د مجاهد، مبلغ او متصوف سره هم مرسته وکړي او که څوک تزکيې او تصوف ته مخه کوي بايد د مدرس، مجاهد او مبلغ سره هم مرسته وکړي.
دا د اسلام اعجاز دی چې د پرمختګ لپاره يې الله تعالی دومره ډېري لاري پيدا کړي دي که غواړو چې په رښتيا د خپل دين لپاره خدمت وکړو ارومرو بايد د يو بل سره مرسته وکړو او د يو بل د کار مخنيوي او پر يو بل باندي نيوکې ونکړو.
دا به زموږ لپاره لوی زيان وي چې يوه طريقه انتخاب کړو او پر نورو طريقو رد وکړو يا يې خدمت ته خنډ واچوو.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۳/۰۵/۱۳
د بيان او تبليغ آداب:(۸)
د بيان او تبليغ بل ادب دا دی چې بيان بايد په ډېره کچه ونشي بلکې د اړتيا سره سم او د خلکو د غوښتني په اندازه وشي؛ د عبدالله ابن عباس رضي الله عنه فرمايي: حَدِّثِ النَّاسَ كُلَّ جُمُعَةٍ مَرَّةً فَإِنْ أَبَيْتَ فَمَرَّتَيْنِ فَإِنَّ أَكْثَرْتَ فَثَلاَثَ مِرَارٍ ، وَلاَ تُمِلَّ النَّاسَ هَذَا الْقُرْآنَ.[صحيح البخاري ۶۳۳۷]
ژباړه: خلکو ته هر جمعه خبري وکړه که دي ډډه کول نو دوه ځلي يې وکړه، که دي ډېري کولې نو درې ځلي يې وکړه او خلک د قرآن څخه مه ستړي کوه.
عبدالله ابن مسعود رضي الله خلکو ته په هرو پنځو ورځو کې بيان کوی د دې لپاره چې خلک ستړي نشي لکه په حديث کې چې راځي:
عَنْ أَبِي وَائِلٍ قَالَ كَانَ عَبْدُ اللهِ يُذَكِّرُ النَّاسَ فِي كُلِّ خَمِيسٍ فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ يَا أَبَا عَبْدِ الرَّحْمَنِ لَوَدِدْتُ أَنَّكَ ذَكَّرْتَنَا كُلَّ يَوْمٍ قَالَ أَمَا إِنَّهُ يَمْنَعُنِي مِنْ ذَلِكَ أَنِّي أَكْرَهُ أَنْ أُمِلَّكُمْ وَإِنِّي أَتَخَوَّلُكُمْ بِالْمَوْعِظَةِ كَمَا كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم يَتَخَوَّلُنَا بِهَا مَخَافَةَ السَّآمَةِ عَلَيْنَا.[صحيح البخاري۷۰]
ژباړه: د ابي وائل څخه روايت دی چې عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه خلکو ته په هرو پنځو ورځو کې بيان کوی، يو کس ورته وويل: ای ابو عبدالله کاشکې دي هره ورځ موږ ته بيان کولای! عبدالله ابن مسعود ورته وويل: ما نه منعه کوي مګر دا چې زه وېرېږم چې تاسي به ستړي شی او زه په بيان کې داسي ستاسي مراعات کوم لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې زموږ مراعات کوی له دې وېري چې موږ ستړي نه شو.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د ده د اصحابو عادت ته په کتو هر بيان کوونکی بايد خلکو ته ډېر بيان ونکړي تر څو خلک ستړي نشي او د بيان څخه يې زړه بد نشي.
د ډېر بيان کولو بل تاوان دا دی چې خبري په خلکو کې بې تأثيره کيږي ځکه د ستړيا سره دا لازمه ده چې خبري دي په خلکو کې عادي شي او خپل ارزښت دې له لاسه ورکړي او د دې پر عکس که خبري لږ وي خلک به ارومرو خبرو ته تږي وي او په ډېري لېوالتيا سره به يې اوري.
مولوي نورالحق مظهري
د بيان او تبليغ آداب:(۷)
بل ادب د بيان دا دی چې بيان بايد په ښه آرامۍ او اطمينان سره وشي په دې معنی سره چې د بيان په کولو کې د چټکۍ او تيزۍ څخه کار وانخستل شي، ځکه تيز بيان د خلکو په ذهنونو کې ځای نه نيسي او هيڅ نشي ورڅخه زده کولای لکه عائشه رضي الله عنها چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بيان په اړه فرمايي:
عَنْ عَائِشَةَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ : كَانَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- لاَ يَسْرُدُ الْكَلاَمَ كَسَرْدِكُمْ هَذَا وَلَكِنْ كَانَ إِذَا تَكَلَّمَ تَكَلَّمَ فَصْلاً يُبَيِّنُهُ يَحْفَظُهُ كُلُّ مَنْ سَمِعَهُ.[السنن الکبري للبيهقي۵۹۶۸]
ژباړه: عايشه رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم به خبري په ډېر تلوار نه کولې لکه تاسي يې چې کوی بلکې هغه به چې کله خبري کولې نو جدا جدا به يې کولې او هر اورېدونکې به يادولې.
په تيز بيان باندي نه تنها دا چې خلک سم نه پوهيږي بلکې د تبليغ کوونکي څخه هم ډېري خبري پاتيږي او ممکن ډېري داسي خبري چې دی يې د کولو اراده ولري ورڅخه پاتي شي چي په نتيجه کې به د ځان او خلکو وخت هم ضايع کړي او د ښه بيان څخه به هم خلک محروم کړي ځکه که دی سم بيان وکړي خلک به ورڅخه استفاده وکړي او که دی سم بيان نشي کولای بل څوک به يې وکړي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۳/۰۵/۱۰
د غمرازۍ پيغام:
په ډېري خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د حماس مجاهدينو سياسي رهبر اسماعيل هنية د ايران په زړه تهران ولايت کې د غاصبو اسرائيلو لخوا په شهادت رسېدلی.
انا لله و انا اليه راجعون.
که څه هم د نوموړي وژل کېدل اسلامي نړۍ او فلسطين ته لويه ضايعه ده خو زه مطمئن يم چې د نوموړي په شهادت به جهادي بهير ټکنی نشي، د جهاد معنوي بڼ به نور هم سيراب شي او الله تعالی به د داسي کسانو د شهادت په برکت قدس د يهودانو څخه آزاد کړي.
صهيونستي ځناورن او د دوی همفکران بايد سر خلاص کړي چې د مشرانو په شهادت هيڅ وخت جهادي حرکتونه د جهاد تر داعيې نه تېريږي او هيڅ وخت به د ظالمو اسرائيلو په وړاندي د مبارزې څخه په شا نشي.
مسلمانان بايد را ويښ شي او د دې پيښې څخه درس واخلي چې څنګه اسرائيل په دې کار باندي و توانېدل او ولي يې مسلمانان په غچ اخيستلو کې ناتوانه دي؟
مولوي نورالحق مظهري
انا لله و انا اليه راجعون.
که څه هم د نوموړي وژل کېدل اسلامي نړۍ او فلسطين ته لويه ضايعه ده خو زه مطمئن يم چې د نوموړي په شهادت به جهادي بهير ټکنی نشي، د جهاد معنوي بڼ به نور هم سيراب شي او الله تعالی به د داسي کسانو د شهادت په برکت قدس د يهودانو څخه آزاد کړي.
صهيونستي ځناورن او د دوی همفکران بايد سر خلاص کړي چې د مشرانو په شهادت هيڅ وخت جهادي حرکتونه د جهاد تر داعيې نه تېريږي او هيڅ وخت به د ظالمو اسرائيلو په وړاندي د مبارزې څخه په شا نشي.
مسلمانان بايد را ويښ شي او د دې پيښې څخه درس واخلي چې څنګه اسرائيل په دې کار باندي و توانېدل او ولي يې مسلمانان په غچ اخيستلو کې ناتوانه دي؟
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۳/۰۵/۰۸
د بيان او تبليغ آداب:(۶)
شپږم ادب د بيان دا دی چې بيان بايد نه ډېر اوږد وي او نه هم ډېر لنډ وي بلکې منځنی او متوسط وي لکه صحابه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بيان قيصه همداسي کوي:
عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ قَالَ كُنْتُ أُصَلِّى مَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَكَانَتْ صَلاَتُهُ قَصْدًا وَخُطْبَتُهُ قَصْدًا.[صحيح مسلم ۲۰۴۰]
ژباړه: جابر بن سمره رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره لمونځ کاوه نو لمونځ به يې هم منځنی وو او خطبه به يې هم منځنۍ وه.
همدغه روايت په ابوداود کې راغلی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به څو آيتونه تلاوت کړه او خلکو ته به يې بيان وکړ.[سنن ابي داود ۱۱۰۳]. يعني د څو محدودو آيتونو په لوستلو سره به يې بسنه کوله.
د متوسط بيان ګټه دا وي چې خلک نه ستړي کيږي او په تفهيم کې يې پر خلکو بوج نه راځي بلکې په ښه آرامۍ سره يې هر څوک اوري او ښه يې زده کوي.
مولوي نورالحق مظهري
اشتراک در:
پستها (Atom)