۱۴۰۳/۰۴/۳۰

د مفسدينو او مجرمينو مخه به څنګه نيسو؟

يو د ګټو او وظايفو څخه د اسلامي نظام دا دی چې د الله تعالی په مځکه کې عدل قائم کړي او د هر ډول فساد مخه ونيسي هغه چې په هره ذريعه او هره لاره کيږي؛ يوه ډله د مجرمينو هغه کسان دي چې په مځکه کې فساد کوي چې زموږ د فقهي په ډېرو کتابونو کې يې په مثال کې هغه کسان ياديږي چې پر مسلمانانو لاره بندوي او مسلمان لوټوي يا يې وژني، د داسي کسانو لپاره شريعت د مجازات په توګه وژل، د لاس او پښې پرېکول او حبس کول ټاکلي دي.

د فقهي په ځينو کتابونو کې يې ځيني نور کسان هم ذکر کړي دي چې په مځکه کې فساد کوونکې ورته ويل کېدلای سي او د هغو کسانو حکم لري چې پر مسلمانانو په ظلم سره لاره بندوي لکه هغه څوک چې مسلمانان په خپه وژني، لکه هغه څوک چې مسلمان د دې لپاره وژني چې مال يې ورڅخه واخلي او لکه هغه کسان چې په ښارونو کې د وسلې په واسطه پر مسلمانانو زور زياتي کوي يعني مسلمانان په عذابوي. [المحيط البرهاني ج2 ص337]

زما په آند زموږ په زمانه کې هغه کسان چې د خلکو امنيت ګډوډوي او په خلکو کې وحشت خپروي ټول په هغو انسانانو کې داخل دي چې په مځکه کې فساد کوي لکه هغه کسان چې د مسلمانانو ماشومان تښتوي، لکه هغه کسان چې په بازارونو کې پر مسلمانانو توپانچه او ټوپک راپورته کوي او مالونه يې ورڅخه اخلي او لکه هغه کسان چې د مسلمانانو کورونو ته اوړې او غلاوي ورڅخه کوي.

زما نظر دا دی چې د داسي کسانو سره هيڅ ډول عطوفت نه دی په کار او د دوی سره بايد ډېر سخت چلند وسي تر څو مسلمانان د دوی د شر څخه نجات پيدا کړي، په مسلمانانو کې امن او آرامي خوندي سي او د ټولو مجرمينو لپاره درس او عبرت سي.

زموږ په زمانه کې ډېری مجرمين د مجبوريت او مسکنت له وجهي جرم ته لاس نه اچوي بلکې يا يې دغه مسلک وي او يا يې هم د دې لپاره کوي چې پر خلکو امنيت سره ګډوډ کړي او پر نظام خلک بې باوره کړي؛ زه داسي فکر کوم چې ممکن په داسي جرمونو کې ځيني استخباراتي او مافيايي کړۍ دخالت ولري ځکه دوی په هيواد کې اسلامي نظام او بيا د اسلامي نظام تر سيوري لاندي امينت نسي زغملای له همدې امله خپل نهايتي کوښښ کوي تر څو نظام ضعيف او ناتوانه ښکاره کړي او د خلکو باور ورباندي کم کړي.

که د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې مطالعه کړو دا به له ورايه راته ثابته سي چې د اسلامي نظامونو د بدنامۍ لپاره منافقين د هر غوراوي او هر انتخاب څخه کار اخلي او ډېری وختونه داسي کسان کاروي چې هغوی د هماغه ښار او وطن اوسېدونکې وي تر څو په خلکو کې شور هم جوړ سي او يو ډول خپل منځي دښمنۍ هم راپورته سي.

د دې لپاره چې د داسي مفسدينو پلانونه په نطفه کې خنثی سي او مسلمانان يې د هر ډول شر څخه نجات پيدا کړي د دوی پر ضد بايد سياستًا ډېر تند چلند او برخورد وسي او که بېله محکمې د دوی په وژلو د دوی د شر مخه نيول کيږي لا يې هم مناسب کار بولم ځکه داسي انسانان دومره سخت زړي او سپين سترګي دي چې په حبس او بندي کولو هيڅ لاري ته نه راځي؛ تجربو هم دا ښودلېده چې داسي مجرمين بېله سخت مجازاته بل په هيڅ شي د جرم او ګناه څخه لاس نه اخلي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۴/۲۷

د تبليغ او بيان آداب:(۲)

دويم ادب د بيان او تبليغ دا دی چې بيان کوونکی به داسي بيان کوي چې خلک ورڅخه متأثر سي او د دې کوښښ به کوي چې د ناستو کسانو تر زړونو پوري خپل وعظ او تبليغ ورسوي نه يواځي تر غوږونو پوري؛ لکه په حديث کې د ترمذي چې راځي: عرباض بن ساريه رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم د سهار د لمانځه وروسته موږ ته داسي جامع تبليغ وکړ چې په سبب يې د ناستو کسانو سترګي و بهېدلې او زړونه يې و وېرېدل.
د ناستو کسانو د سترګو څخه اوښکي ځکه بهېدلي او زړونه يې ځکه وېرېدلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم جامع او هراړخيز مؤثر بيان کړی دی او داسي بيان ارومرو پر ناستو کسانو تأثير کوي لکه په قرآن شريف کې چې الله تعالی فرمايي: وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ.[الذاريات۵۵] ژباړه: وعظ وکړه يقينا چې وعظ مؤمنانو ته ګټه کوي؛ ابن جرير طبري رحمه الله د دې آيت په تفسير کې ليکي: يعني ای محمده هغو کسانو ته چې ته رالېږل سوی يې تبليغ وکړه يقينا چې تبليغ مؤمنانو ته ګټه کوي.
د تبليغ د ښه تأثير کولو لپاره يو سبب دا هم دی چې مبلغ د تبليغ په وخت کې په خپلو خبرو او ظاهري حرکاتو خلک داسي ځان ته متوجه کړي چې د ده د تبليغ تر تأثير لاندي راسي لکه جابر بن عبدالله رضي الله عنه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبليغ کولو حالت داسي بيانوي:
ژباړه: کله چې به رسول الله صلی الله عليه وسلم خطبه ويل نو سترګي به يې سرې سوې، ږغ به يې لوړ سو او قهر به يې ډېر سو او داسي به ښکارېدی لکه خلک چې د لښکر څخه وېروي او وايي: سهار پر تاسي حمله کوي او ماښام پر تاسي حمله کوي. [صحيح مسلم ۲۰۴۲]
هدف د دې څخه دا دی چې د خبرو د ډول سره د مبلغ او بيان کوونکې ږغ بايد تغيير وکړي تر څو يې بيان د ناستو کسانو په ذائقه ښه ولګيږي.
دوام لري....
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۴/۲۶

د بيان او تبليغ آداب:

لومړی ادب: د بیان او تبلیغ لپاره لومړی ادب اخلاص دی؛ په دې معنی سره چې تبلیغ کوونکی باید تر ټولو مخکې خپل نیت سم کړي او په پوره اخلاص بیان وکړي.
په بیان کې اخلاص کول دوې مهمي ګټي لري: لومړی ګټه یې دا ده چې پر تبلیغ یې ثواب مرتب کیږي ځکه چې د اخلاص په درلودلو یې بیان د الله تعالی لپاره ګرځي چې طبعا الله تعالی ثواب ورته ورکوي، دویمه ګټه یې دا ده چې پر حاضرینو او مخاطبینو تأثیر کوي ځکه په بیان کې اخلاص د معنوي تأثیر پیدا کېدلو سبب جوړیږي چې ارومرو پر حاضرینو مثبته اغېزه کوي.
الله تعالی فرمایي:  وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ....[البینة5] ژباړه: دوی نه دي امر سوي مګر په دې باندي چې د الله تعالی عبادت وکړي په داسي حال کې چې خپل عبادت یواځي د الله لپاره وګرځوي، د باطل څخه حق ته مایل وسي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: إنما الأعمال بالنیات و إنما لکل امرئ ما نوی...[متفق علیه] ژباړه: یقینا چې عملونه په نیتونو پوري اړه لري او د هر انسان لپاره هغه څه سته چې نیت یې کړی وي.
دا چې د الله  لپاره اخلاص او نصیحت څه شی دی په لاندي اثر کې یې ښه بیان کیږي:
ژباړه: د ابي ثمامه څخه روايت دی چې حواريونو عيسی عليه السلام ته وويل: د الله لپاره اخلاص څشی دی؟ عيسی عليه السلام ورته وويل: د الله لپاره اخلاص دا دی چې يو څوک(ښه کار) کار کوي خو دا يې نه خوښيږي چې خلک یې ستاينه ورباندي وکړي.
او د الله لپاره نصيحت کوونکی هغه څوک دی چې د الله حق د خلکو د حق څخه مخکي شروع کوي، د الله حق ته د خلکو پر حق ترجيح ورکوي او چې کله دوه کارونه ورته پيدا سي چې يو د دنيا کار وي او بل د آخرت کار وي دی د آخرت کار د دنيا تر کار مخکي شروع کوي.
عَنْ أَبِي ثُمَامَةَ ، قَالَ : قَالَ الْحَوَارِيُّونَ : يَا عِيسَى ، مَا الإِخْلاَصُ لِلَّهِ ؟ قَالَ : أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ الْعَمَلَ لاَ يُحِبُّ أَنْ يَحْمَدَهُ عَلَيْهِ أَحَدٌ مِنَ النَّاسِ ، وَالْمُنَاصِحُ لِلَّهِ الَّذِي يَبْدَأُ بِحَقِّ اللهِ قَبْلَ حَقِّ النَّاسِ ، يُؤْثِرُ حَقَّ اللهِ عَلَى حَقِّ النَّاسِ ، وَإِذَا عُرِضَ أَمْرَانِ : أَحَدُهُمَا لِلدُّنْيَا ، وَالآخَرُ لِلآخِرَةِ ، بَدَأَ بِأَمْرِ الآخِرَةِ قَبْلَ أَمْرِ الدُّنْيَا.[مصنف إبن أبي شيبة35375]
دوام لري......
مولوي نورالحق مظهري