۱۴۰۴/۰۶/۲۶

پر انټرنټ محدوديت څنګه دی؟

د کومې ورځې څخه چې په افغانستان کې پر انټرنټ محدوديت لګېدلی او له امله يې په ځينو ولايتونو کې فايبر نوري شبکه مسدوده سوېده په سوشل ميډيا يا ټولنيزو شبکو کې خورا ګرم او تاوده بحثونه ورباندې روان دي؛ خو زه دومره وايم چې هر رښتينی حاکم نظام د خپل هيواد ملي ګټي په پام کې نيسي بيا چې کله نظام اسلامي وي خو بيخي يې په پام کې نيسي نو کومه پرېکړه چې د ا.ا.ا د مشرتابه لخوا د انټرنټ د محدوديت په اړه سوېده ممکن په دې کې د هيواد ملي ګټي په پام کې نيول سوي وي ځکه تجربې او عقلي ادراک ښودلېده چې هيڅ مسلمان با احساسه مشر د خپل ولس لپاره تباهي، جهالت او ګمراهي نه غواړي بلکې په هر فرمان او حکم کې د ملت ټولي ګټي په پام کې نيسي ځکه نو د هيڅ مسلمان لپاره دا مناسبه نه ده چې دومره ژر په پټو سترګو پر نظام نيوکي او انتقادونه پيل کړي.

که اوسنۍ نړۍ ته وګورو هر هيواد خپلو داخلي او خارجي ګټو ته په پام پر انټرنټ محدوديت لګوی دی آن تر دې چې په ځينو هيوادونو کې خو انټرنټ ته لاسرسي ډېره محدوده وي نو ځکه ويلای سو چې امارت هم حق لري پر انټرنټ محدوديت ولګوي، مبتذل او مفسد ويب سايټونه فلتر کړي، په هيواد کې د ځوانانو د سياسي او فکري انحراف د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په ټولنيزو رسنيو کې د دښمنانو تبليغاتو او پروپاګند ته د عامو خالي الذهن انسانانو لاسرسي بنده کړي ځکه د ناروا رسنيو د منفي تأثيراتو څخه اغيزمنتيا د هيچا څخه پټه نه ده چې په نړۍ کې د دې لپاره موږ ډېر مثالونه لرو.

دا صحيح خبره ده چې د انټرنټ څخه ښه استفاده هم کېدلای سي خو محدوديت په دې معنی نه دی چې څوک دې نو ښه استفاده ورڅخه نه کوي بلکې محدوديت د دې لپاره دی چې د غير شرعي او غير اخلاقي استفادې مخه ونيول سي او د ځوانانو ارزښتناکه وخت په ګټورو شيانو کې ولګول سي.

د هر شي څخه ښه  او بده استفاده د خلکو په پوهاوي پوري اړه لري؛ دا معلومه خبره ده چې زموږ په خلکو کې په خاصه توګه په ډېرو ځوانانو کې د انټرنټ څخه د ښې استفادې په اړه پوهاوی ډېر کم دی ځکه زموږ ډېری ځوانان نالوستي دي او يا هم د ښې استفادې لپاره شرايط ورته برابر نه دي نو په دې کې هيڅ خبره نسته چې د شرايطو د برابرولو په موخه او يا د پوهاوي ورکولو په نيت انټرنټ محدود سي.

زه خپله يو ډاکټر ته ولاړم، پوره يو ساعت دېته منتظر وم چې ما ته نوبت ورسيږي کله چې نوبت راته ورسېدی او د ډاکټر کتنځای ته ورغلم، زه ډاکټر ته ناست وم خو ډاکټر تر لسو دقيقو اضافه په ټليفون مصروف وو په داسي حال کې چې د کتنځای څخه بهر په لسهاوو نو خلک هم ډاکټر ته په نوبت کې ناست وه، دا يې يوه وړوکې بېلګه وه ډېری داسي کسان موږ ليدلي دي چې ټوله ورځ هسي بې فايدې پر ټليفون ګوتي ښوروي چې نه يې ځان ته ګټه رسيږي او نه يې هم نورو ته نو محدوديت يې هيڅ پروا نه لري بلکې لا ډېري ګټي پکې نغښتي دي.

دا سمه خبره ده چې نن د طبابت، انجينري، تجارت، علم، احصائيې، څېړنو، بانکدارۍ، رسنيو او تکنالوژې په برخه کې سيسټمونه جوړ شوي چې بېله انټرنټه کار نه کوي خو د انټرنټ محدوديت پر دې شيانو کومه بده اغېزه نه کوي؛ بلکې نظام داسي نه کوي چې دا ټول سيسټمونه دې بند کړي او د سل کال مخکې ساده طريقو ته مخه کړي. پر انټرنټ محدوديت يواځې د اخلاقي، سياسي، اداري او ټولنيز فساد د مخنيوي لپاره وضع کيږي او دا کومه نوې خبره نه ده همدا اوس په ډېرو هيوادونو کې داسي محدوديت وضع دی.

زموږ غوښتنه د خپل ولس څخه دا ده چې د هيچا پر تبليغاتو دې غوږ نه نيسي يواځې دې په هيواد کې د ننه د خپلو علماؤ، پوهانو او مشرانو توصيو ته پام وکړي او د نظام سره دې په جراآتو کې لا ښه مرسته وکړي تر څو په همږغۍ سره د هيواد د آبادۍ لپاره ګامونه پورته کړو.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۲۳

د بدعتي انسان څخه هيڅ شی نه قبليږي:

ژباړه: حذيفه رضي الله روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالی د بدعتي انسان څخه نه روژه قبلوي، نه لمونځ قبلوي، نه يې صدقه قبلوي، نه يې حج قبلوي، نه يې عمره قبلوي، نه يې جهاد قبلوي، نه يې فرضي عبادت قبلوي او نه يې نفلي عبادت قبلوي؛ بدعتي انسان د اسلام څخه داسي وځي لکه ورېښته چې د اوړو څخه وځي.

په دې حديث کې د بدعت لپاره دوه لوی تاوانونه بيان سوي دي: لومړی دا چې د بدعتي انسان هيڅ عبادت الله تعالی ته د قبول وړ نه دی. دويم دا چې د بدعتي انسان خاتمه په خطر کې ده ځکه چې دی ډېر ژر د اسلام څخه وځي دا په دې خاطر چې دی خرافات او بې ثبوته کارونه د دين په نوم باندې کوي.

د دې لپاره چې د هيڅ مسلمان هيڅ عبادت بيهوده او بې فايدې نه سي او خاتمه يې هم په خطر کې نه سي بايد ځان د هر ډول بدعت څخه وساتي.

عَنْ حُذَيْفَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : لاَ يَقْبَلُ اللَّهُ لِصَاحِبِ بِدْعَةٍ صَوْمًا ، وَلاَ صَلاَةً ، وَلاَ صَدَقَةً ، وَلاَ حَجًّا ، وَلاَ عُمْرَةً ، وَلاَ جِهَادًا ، وَلاَ صَرْفًا ، وَلاَ عَدْلاً ، يَخْرُجُ مِنَ الإِسْلاَمِ كَمَا تَخْرُجُ الشَّعَرَةُ مِنَ الْعَجِينِ.(سنن ابن ماجة49)
مولوي نورالحق مظهري