۱۳۹۷/۱۱/۱۱

درې خصلتونه او انسانی ډولونه:

ژباړه: د ابوکبشه انماری رضی الله عنه څخه روایت چی ده د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چی ویې فرمایل: درې شیان دی چی زه پر هغو باندی تاسو ته قسم اخلم او یوه خبره درته کوم هغه یاد کړئ.هغه چی قسم ورباندی اخلم( دادی ): د خیرات له وجهی د هیچا مال نه کمیږی، پر بنده باندی ظلم نکیږی چی دئ صبر ورباندی کوی مګر داچی په هغه باندی یې الله پاک عزت ډیروی، بنده دځان لپاره د سوال دروازه نه خلاصوی مګر داچی الله پاک ورته دروازه د فقر را خلاصوی. او هغه خبره چی درته کوم یې او تاسو یې باید زده کړئ ( دا ده ) دنیا د څلورو نفرو لپاره ده: دهغه بنده لپاره چی الله پاک مال او علم ورکړئ وی نو دئ په هغوکی د الله پاک څخه ویریږی، صله رحمی وصل کوی او د الله لپاره په هغو کی ښه کار کوی ددغه بنده تر ټولو ښه مرتبه ده.د هغه بنده لپاره چی الله پاک علم ورکړئ وی خو مال یې نوی ورکړئ خو دده نیت سم وی او وایی: که ما مال درلودلائ نو مابه هم د فلانی(مخکنی سړی) په څیر په مال کی عمل کولائ . نو ددغو دوو نفرو مزدوری سره یو ډول ده. د هغه بنده لپاره چی الله پاک مال ورکړئ وی خو علم یې نوی ورکړئ نو دئ په بې علمۍ سره په خپل مال کی تصرف کوی په خپل مال کی د الله پاک څخه نه ویریږی ، صله رحمی نه وصل کوی او سم تصرف پکښې نکوی نو ددې سړی لپاره بد ترینه مرتبه ده او بل دهغه بنده لپاره چی الله پاک نه مال ورکړئ وی او نه یې هم علم ورکړئ وی نو دئ وایی: کچیری ما مال درلودلائ نو ما به هم د فلانی(مخکنی سړی) په څیر په خپل مال کی تصرف کولائ نو دده نیت معتبر دئ او ددغو دواړو نفرو ګناه سره یوډول ده.
توضیح: پر درو شیانو باندی رسول الله صلی الله علیه وسلم قسم اخیستئ دئ:
۱ – په صدقې او خیرات باندی د چا مال نه کمیږی.
۲ – څوک چی پر ظلم باندی صبر وکړی الله پاک به یې په هغه باندی عزت ډیر کړی.
۳ - څوک چی سوال او ګدایی کوی هغه به نور هم مسکین کیږی.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: په دنیا کی څلور ډوله خلګ ژوند کوی:
۱ – هغه څوک چی الله پاک مال او علم دواړه ورکړیوی نو دئ د خپل مال اوعلم په اړه د الله پاک څخه ویریږی په مال او علم کی خیانت نکوی. د خپلوانو او دوستانو سره صله رحمی وصل کوی او په مال او علم کی د الله پاک د رضا لپاره کار کوی ددغه سړی ډیره ښه مرتبه ده.
۲ – هغه څوک چی الله پاک علم ورکړئ وی خو مال یې نوی ورکړئ خو دده نیت صفا وی او داسی وایی: کچیری ما مال درلودلائ نو ما به هم دهغه بل ښه سړی په څیر ورڅخه ښه استفاده کولائ. ددغو دوو نفرو ثواب او مزدوری یوډول ده.
۳ – هغه څوک چی الله پاک مال ورکړئ وی خو علم یې نوی ورکړئ نو دئ په خپل مال کی د ناپوهۍ تصرفات کوی، د خپل مال په اړه د الله پاک څخه نه ویریږی، صله رحمی نه وصل کوی او په خپل مال کی سم روا تصرف نکوی. ددې سړی ترټولو بدترینه مرتبه ده.
۴ – هغه څوک چی الله پاک نه مال ورکړئ وی او نه علم نو دئ وایې: کچیری ما مال درلودلائ نو ما به هم دفلانی بد سړی په څیر ناوړه تصرف پکښې کړئ وای بس دده نیت ته اعتبار سته او ددغو دوو نفرو ګناه سره یو ډول ده.

وَعَنْ أَبِي كَبْشَةَ الْأَنْمَارِيِّ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - يَقُولُ: " «ثَلَاثٌ أُقْسِمُ عَلَيْهِنَّ، وَأُحَدِّثُكُمْ حَدِيثًا فَاحْفَظُوهُ، فَأَمَّا الَّذِي أُقْسِمُ عَلَيْهِنَّ فَإِنَّهُ مَا نَقَصَ مَالُ عَبْدٍ مِنْ صَدَقَةٍ، وَلَا ظُلِمَ عَبْدٌ مَظْلِمَةً صَبَرَ عَلَيْهَا إِلَّا زَادَهُ اللَّهُ بِهَا عِزًّا، وَلَا فَتَحَ عَبْدٌ بَابَ مَسْأَلَةٍ إِلَّا فَتَحَ اللَّهُ عَلَيْهِ بَابَ فَقْرٍ. وَأَمَّا الَّذِي أُحَدِّثُكُمْ فَاحْفَظُوهُ " فَقَالَ: " إِنَّمَا الدُّنْيَا لِأَرْبَعَةِ نَفَرٍ: عَبْدٍ رَزَقَهُ اللَّهُ مَالًا وَعِلْمًا، فَهُوَ يَتَّقِي فِيهِ رَبَّهُ، وَيَصِلُ رَحِمَهُ، وَيَعْمَلُ لِلَّهِ فِيهِ بِحَقِّهِ، فَهَذَا بِأَفْضَلِ الْمَنَازِلِ. وَعَبْدٍ رَزَقَهُ اللَّهُ عِلْمًا وَلَمْ يَرْزُقْهُ مَالًا، فَهُوَ صَادِقُ النِّيَّةِ يَقُولُ: لَوْ أَنَّ لِي مَالًا لَعَمِلْتُ بِعَمَلِ فُلَانٍ، فَأَجْرُهُمَا سَوَاءٌ. وَعَبْدٍ رَزَقَهُ اللَّهُ مَالًا وَلَمْ يَرْزُقْهُ عِلْمًا، فَهُوَ يَتَخَبَّطُ فِي مَالِهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ، لَا يَتَّقِي فِيهِ رَبَّهُ وَلَا يَصِلُ فِيهِ رَحِمَهُ، وَلَا يَعْمَلُ فِيهِ بِحَقٍّ، فَهَذَا بِأَخْبَثِ الْمَنَازِلِ، وَعَبُدٍ لَمْ يَرْزُقْهُ اللَّهُ مَالًا وَلَا عِلْمًا، فَهُوَ يَقُولُ: لَوْ أَنَّ لِي مَالًا لَعَمِلْتُ فِيهِ بِعَمَلِ فُلَانٍ، فَهُوَ نِيَّتُهُ وَوِزْرُهُمَا سَوَاءٌ» ". رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ، وَقَالَ: هَذَا حَدِيثٌ صَحِيحٌ.

دوه مهم عادتونه:

ژباړه: عمرو بن شعیب دخپل پلارڅخه هغه دده دنیکه څخه راویت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دوه خصلته دی چی په هر چاکی وی الله پاک به یې شکر کوونکئ او صبر کوونکئ ولیکی څوک چی په دین کی ترځان لوړ ته وګوری نو په هغه پسې اقتداء وکړی، او څوک چی په دنیا کی ترځان کښته ته وګوری نو د هغه احسان له کبله چی الله پاک پر ده باندی کړئ دئ د الله پاک حمد ووایی نو الله پاک به یې شکر کوونکئ او صبر کوونکئ ولیکی. او څوک چی په دین کی ترځان کښته ته وګوری او په دنیا کی تر ځان لوړ ته وګوری نو پر هغه څه باندی چی دده دلاسه وتلی دی غمګینی وکړی الله پاک به یې شکر کوونکئ او صبر کوونکئ ونه لیکی.

توضیح: په دین کی ترځان لوړ ته کتل دا ګټه لری چی إنسان د نور لاډیر عبادت کولو ته هڅیږی او هیڅوخت په لږ عبادت باندی بسنه نکوی بلکی د ډیر عبادت لپاره لا ډیر زیار باسی او په دین کی ترځان کښته ته کتل ددې لامل جوړیږی چی إنسان دی په لږ عبادت باندی اکتفاء وکړی او په ډیر لږ عبادت دی ځان اهل جنت او اهل الله وبولی.
او په دنیا کی ترځان کښته ته کتل دا ګټه لری چی إنسان هیڅوخت نه نا امیده کیږی او دخپل ژوند څخه یې هیڅوخت زړه نه توریږی او تل د قناعت څخه برخمن وی خو ترځان لوړ ته کتل دا تاوان لری چی هیڅوخت إنسان ته قناعت نه حاصلیږی، تل د حقارت احساس کوی او تل ځان ورته نیمګړئ او ناکامه ښکاری.

وَعَنْ عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ جَدِّهِ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: " «خَصْلَتَانِ مَنْ كَانَتَا فِيهِ كَتَبَهُ اللَّهُ شَاكِرًا صَابِرًا: مَنْ نَظَرَ فِي دِينِهِ إِلَى مَنْ هُوَ فَوْقَهُ، فَاقْتَدَى بِهِ، وَنَظَرَ فِي دُنْيَاهُ إِلَى مَنْ هُوَ دُونَهُ، فَحَمِدَ اللَّهَ عَلَى مَا فَضَّلَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ ; كَتَبَهُ اللَّهُ شَاكِرًا صَابِرًا. وَمَنْ نَظَرَ فِي دِينِهِ إِلَى مَنْ هُوَ دُونَهُ، وَنَظَرَ فِي دُنْيَاهُ إِلَى مَنْ هُوَ فَوْقَهُ فَأَسِفَ عَلَى مَا فَاتَهُ مِنْهُ، لَمْ يَكْتُبْهُ اللَّهُ شَاكِرًا وَلَا صَابِرًا» ". رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ.

هیڅوخت تر ضعیفانو ځان لوړ مه بولئ!

ژباړه: د مصعب بن سعد رضی الله عنه څخه روایت دئ چی سعد پدې باور وو چی دئ پرهغو خلګو لوړتیا لری چی ترده کښته دی ( فقراء او ضعیفان دی)  نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ستاسو نصرت نکیږی او تاسوته رزق نه درکول کیږی مګر ستاسو د ضعیفانو پخاطر.
یعنی سعد داسی فکر کوئ چی دئ ترهغو خلګو بهتره دئ چی هغوی مسکینان او ضعیفان دی خو رسول  الله صلی الله علیه وسلم ده ته په ځواب کی او د نورو لپاره په تنبیه باندی وفرمایل:چی تاسو د همدغه مسکینانو او ضعیفانو په خاطر رزق خورئ او د دوی په خاطر ستاسو نصرت اوکومک کیږی. یعنی الله پاک ستاسو سره مرسته د دوی په خاطر کوی.

وَعَنْ مُصْعَبِ بْنِ سَعْدٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: «رَأَى سَعْدٌ أَنَّ لَهُ فَضْلًا عَلَى مَنْ دُونَهُ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " هَلْ تُنْصَرُونَ وَتُرْزَقُونَ إِلَّا بِضُعَفَائِكُمْ؟ !» [رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ]

هغه جاته ځان نیژدې کړه چی متقی وی او لږ خبری کوی:

ژباړه: د ابوهریره او ابوخلاد رضی الله عنهما څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چی مو یو بنده ولیدئ چی په دنیا کی زهد ورکول سوئ وو او لږ خبری کول ورکول سوی وه نو هغه بنده ته ځانونه ورنیژدې کړئ ځکه چی دئ حکمت ښکاره کوی.
یعنی کوم څوک چی د دنیا سره ډیر محبت نلری، د دنیا ډیرول ورته مهم نوی او لږ خبری کوی نو هغه بنده ته ځان نیژدې کړئ ځکه چی هغه بنده ته حکمت ورکول سوئ دئ او حکمت ورڅخه زده کیږی.

وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ وَأَبِي خَلَّادٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: " «إِذَا رَأَيْتُمُ الْعَبْدَ يُعْطِي زُهْدًا فِي الدُّنْيَا، وَقِلَّةَ مَنْطِقٍ فَاقْتَرِبُوا مِنْهُ ; فَإِنَّهُ يُلْقِي الْحِكْمَةَ» ". رَوَاهُ الْبَيْهَقِيُّ فِي (شُعَبِ الْإِيمَانِ)

څلور مهم خصلتونه:

ژباړه: د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څلور خصلتونه دی چی کله په تاکښې موجود سی نو ددنیا هرشئ چی ستا څخه ولاړ سی تاته تاوان نکوی: د امانت ساتنه، په خبرو کی رښتیا ویل، ښه اخلاق، او په خوړو کی پاکی.
یعنی دغه څلور خصلتونه چی د هرچا په برخه سی نور نو هغه سړئ تاوانی ندئ کڅه هم په دنیا کی د دنیا هرشئ ورڅخه ولاړ سی او د لاسه یې ووځی.
۱ – د امانت ساتنه ده، فرق نلری که د الله پاک لخوا امانت وی اوکه دبل بنده لخوا.
۲ – په خبرو کی رښتیا ویل، دهر ډول درواغو څخه د ځان ساتنه.
۳ – ښه اخلاق غوره کول، په هره معامله کی چی وی.
۴ – د پاک خوراک پیدا کول او لټول، د حرام مال څخه ځان ساتل.

وَعَنْ عبدالله بن عمرُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: «أَرْبَعٌ إِذَا كُنَّ فِيكَ فَلَا عَلَيْكَ مَا فَاتَكَ مِنَ الدُّنْيَا: حِفْظُ أَمَانَةٍ، وَصِدْقُ حَدِيثٍ، وَحُسْنُ خَلِيقَةٍ، وَعِفَّةٌ فِي طُعْمَةٍ» [شُعَبِ الْإِيمَانِ 4878]

إنا لله وإنا إلیه راجعون.

څو ورځی وړاندی  د مولوی شمس الحق حقانی نقشبندی صاحب د مړینی آوازې سوې، مافکر کوئ چی دابه هسی فیسبوکی خبره وی خو داسی ښکاری چی د مولوی صاحب دمړینی خبر رښتیا دئ.
الله پاک دی مولوی صاحب شمس الحق ته بخښه وکړی او جنت الفردوس دی الله پاک ورپه برخه کړی او دده ټول دینی خدمتونه دی الله پاک ورڅخه قبول کړی.
د یادونی وړده چی مولوی شمس الحق حقانی صاحب می مخامخ نوو لیدلئ خو دفیسبوک په نړۍ کی می ملګرئ او یوفعاله مبارز شخصیت وو الله پاک دی جنتونه ورکړی.
د نوموړی د مړینی له کبله خپل د غمرازۍ مراتب دده محترمی کورنۍ او خپلوانوته وړاندی کوو او په مصیبت کی یې ځانونه ورسره شریکان بولو.
اعظم الله اجرکم واحسن عزائکم وغفر لمیتکم.

په دنیا کی د تقوی ګټی:

ژباړه: د ابوذر رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:هیڅ بنده په دنیا کی تقوی نکوی مګر داچی الله پاک یې په زړه کی حکمت شین کوی، پر ژبه یې حکمت جاری کوی، د دنیا عیب، ناروغی او دواء په وینی او د دنیا څخه یې سالم جنت ته وړی.
یعنی څوک چی په دنیا کی تقوی او پرهیزګاری وکړی، ځان د دنیا په کارونو باندی داسی مصروف نکړی چی د دین او آخرت کار ځینی پاته سی نو الله پاک یې په زړه کی دحق معرفت را ژوندئ کوی، اوپه حق باندی د تلفظ کولو توفیق ورکوی، او د دنیا عیبونه په وینی، او د دنیا ناروغی او درمل په پیژنی او د دنیا څخه یې روغ اوسالم جنت ته داخلوی.

وَعَنْ أبی ذر قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " «مَا زَهِدَ عَبْدُ فِي الدُّنْيَا إِلَّا أَنْبَتَ اللَّهُ الْحِكْمَةَ فِي قَلْبِهِ، وَأَنْطَقَ بِهَا لِسَانَهُ، وَبَصَّرَهُ عَيْبَ الدُّنْيَا وَدَاءَهَا وَدَوَاءَهَا، وَأَخْرَجَهُ مِنْهَا سَالِمًا إِلَى دَارِ السَّلَامِ» "[رَوَاهُ الْبَيْهَقِيُّ فِي شُعَبِ الْإِيمَانِ]

مال تر ټولو ستره فتنه ده:

ژباړه: کعب بن عیاضی رضی الله عنه وایی ما درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چی ویل یی: د هرامت لپاره فتنه وی خو زما د امت فتنه مال دئ.

وَعَنْ كَعْبِ بْنِ عِيَاضٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - يَقُولُ: «إِنَّ لِكُلِّ أُمَّةٍ فِتْنَةً وَفِتْنَةُ أُمَّتِي الْمَالُ»[رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ]

پر مال باندی د حرض تاوان:

وَعَنْ كَعْبِ بْنِ مَالِكٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " «مَا ذِئْبَانِ جَائِعَانِ أُرْسِلَا فِي غَنَمٍ بِأَفْسَدَ لَهَا مِنْ حِرْصِ الْمَرْءِ عَلَى الْمَالِ وَالشَّرَفِ لِدِينِهِ» " [رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ، وَالدَّارِمِيُّ]
ژباړه: کعب بن مالک رضی الله عنه فرمایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دوه وږی شرموښان چی د پسو په رمې کی ایله سی دومره یې تاوان ندئ لکه د مال او دنیوی شرف د حرص تاوان چی د دین لپاره یې لری.

د دنیا او آخرت سره د محبت پایله:

وَعَنْ أَبِي مُوسَى - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " «مَنْ أَحَبَّ دُنْيَاهُ أَضَرَّ بِآخِرَتِهِ، وَمَنْ أَحَبَّ آخِرَتَهُ أَضَرَّ بِدُنْيَاهُ، فَآثِرُوا مَا يَبْقَى عَلَى مَا يَفْنَى» ". رَوَاهُ أَحْمَدُ، وَالْبَيْهَقِيُّ فِي (شُعَبِ الْإِيمَانِ).
ژباړه: د ابوموسی رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چی د خپلی دنیا سره محبت وکړی خپل آخرت ته به تاوان ورسوی او څوک چی خپل د آخرت سره محبت وکړی خپلی دنیا ته به تاوان ورسوی نو تاسو پاته کیدونکئ شئ پر ورکیدونکی شی باندی غوړه کړئ.
یعنی څوک چی د دنیا سره ډیر محبت ولری دومره محبت چی درلودل یې په عباداتو او طاعاتو کی د سستۍ لامل جوړ سی، خپل دنیوی ژوند ټوله په دنیوی کارونو کی ولګوی نو دغه سړی د دنیا سره د محبت په خاطر خپل آخرت خراب کړ. او څوک چی د آخرت سره محبت ولری، د الله پاک عبادت او طاعت کوی، ټوله اوامر یې پر ځان باندی عملی کوی نو د آخرت په کارونو کی به کامیابه سی خو په دنیا کی به ارومرو د ستونزو سره مخامخ کیږی چی صبر او تحمل یې د ناکامۍ څخه ژغورلائ سی.
نو د دنیا او آخرت مثال داسی دئ لکه د ترازو دوې پلې هره پله چی درنه سوه هغه بله به سپکه وی نو که دچا د دنیا پله درنه سوه د آخرت پله به یې سپکه او که یې د آخرت پله درنه کړه د دنیا پله به یې سپکه وی.

د دنیا او آخرت سره د محبت پایله:

وَعَنْ أَبِي مُوسَى - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " «مَنْ أَحَبَّ دُنْيَاهُ أَضَرَّ بِآخِرَتِهِ، وَمَنْ أَحَبَّ آخِرَتَهُ أَضَرَّ بِدُنْيَاهُ، فَآثِرُوا مَا يَبْقَى عَلَى مَا يَفْنَى» ". رَوَاهُ أَحْمَدُ، وَالْبَيْهَقِيُّ فِي (شُعَبِ الْإِيمَانِ).
ژباړه: د ابوموسی رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چی د خپلی دنیا سره محبت وکړی خپل آخرت ته به تاوان ورسوی او څوک چی خپل د آخرت سره محبت وکړی خپلی دنیا ته به تاوان ورسوی نو تاسو پاته کیدونکئ شئ پر ورکیدونکی شی باندی غوړه کړئ.
یعنی څوک چی د دنیا سره ډیر محبت ولری دومره محبت چی درلودل یې په عباداتو او طاعاتو کی د سستۍ لامل جوړ سی، خپل دنیوی ژوند ټوله په دنیوی کارونو کی ولګوی نو دغه سړی د دنیا سره د محبت په خاطر خپل آخرت خراب کړ. او څوک چی د آخرت سره محبت ولری، د الله پاک عبادت او طاعت کوی، ټوله اوامر یې پر ځان باندی عملی کوی نو د آخرت په کارونو کی به کامیابه سی خو په دنیا کی به ارومرو د ستونزو سره مخامخ کیږی چی صبر او تحمل یې د ناکامۍ څخه ژغورلائ سی.
نو د دنیا او آخرت مثال داسی دئ لکه د ترازو دوې پلې هره پله چی درنه سوه هغه بله به سپکه وی نو که دچا د دنیا پله درنه سوه د آخرت پله به یې سپکه او که یې د آخرت پله درنه کړه د دنیا پله به یې سپکه وی.

که باران غواړئ نو د الله پاک اطاعت وکړئ:

وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - أَنَّ النَّبِيَّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: " «قَالَ رَبُّكُمْ عَزَّ وَجَلَّ: لَوْ أَنَّ عَبِيدِي أَطَاعُونِي لَأَسْقَيْتُهُمُ الْمَطَرَ بِاللَّيْلِ، وَأَطْلَعْتُ عَلَيْهِمُ الشَّمْسَ بِالنَّهَارِ، وَلَمْ أُسْمِعْهُمْ صَوْتَ الرَّعْدِ» ". رَوَاهُ أَحْمَدُ.
ژباړه: د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله پاک فرمایلی دی: که زما بنده ګان زما اطاعت وکړی نو زه به دوی د شپې په باران باندی اوبه کړم او د ورځی به لمر ورباندی را وخیژوم او د تندر ږغ به په دوی باندی وانورم.
یعنی که زما بنده ګان زما عبادت وکړی نو زه به دوی ته داسی ښه باران ورکړم چی د شپې به ورباندی باران ووری خو د ورځی به لمر ورباندی راخیژی او هیڅ قسم ویره به پداسی باران کی نوی.