۱۴۰۱/۰۷/۱۶

اصلي نارينه څوک دی؟

ژباړه: عبد بن ام کلاب وايي: ما د عمر رضي الله عنه څخه واورېدل چي ويل يې: تاسو ته دي د نارينه ږغ خوند نه درکوي، څوک چي امانت سم آداء کړي او د خلګو د آبرو څخه ځان وساتي هغه سم نارينه دی.
يعني نارينه هغه ندی چي خوندور ږغ ولري يا ډېري خبري کوي بلکي اصلي نارينه هغه څوک دی چي په امانت کي خيانت نه کوي او امانت سم آداء کوي که هغه د الله لخوا امانت وي او که د بل بنده لخوا امانت وي همدا راز د خلګو پر آبرو او عزت تېری نه کوي بلکي د مسلمان د آبرو او عزت ساتنه کوي.
په بل روایت کي "طنطنته باللیل" راغلی دی یعني نارینه توب د شپې په لمانځه باندي ندی بلکي نارینه توب دادی چي امانت آداء کړل سي او د مسلمانانو د آبرو ساتنه وسي.
عَنْ عَبْدِ الْعَزِيزِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ ، عَنْ عَبْدِ بْنِ أُمِّ كِلاَبٍ ، أَوْ عَنْ رَجُلٍ - ابْنُ صَاعِدٍ يَشُكُّ - أَنَّهُ سَمِعَ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ وَهُوَ يَخْطُبُ النَّاسَ وَهُوَ يَقُولُ : لاَ يُعْجِبَنَّكُمْ مِنَ الرَّجُلِ طَنْطَنَتُهُ ، وَلَكِنَّهُ مَنْ أَدَّى الأَمَانَةَ ، وَكَفَّ عَنْ أَعْرَاضِ النَّاسِ فَهُوَ الرَّجُلُ.[الزهد لإبن مبارک695]
مولوي نورالحق مظهري

راځئ خپله ژبه د خلګو د آّبرو او خښم څخه وساتو!

ژباړه: د ابوجعفر څخه روايت دی چي  رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي خپله ژبه د خلګو د آبرو څخه وساتي الله تعالی به د قيامت په ورځ دده ګناهونه ورته وبخښي او څوک چي خپل غضب د خلګو څخه بند کړي الله تعالی به يې د قيامت په ورځ د خپل عذاب څخه وساتي.
يعني کوم خلګ چي په دنيا کي د خلګو پر آبرو او عزت تېری نه کوي بلکي د هغوی آبرو او عزت ساتي الله تعالی به د قيامت په ورځ ددوی ګناهونه ورته وبخښي او کوم خلګ چي پر نورو خلګو خښم او قهر نه کوي الله تعالی به يې د قيامت په ورځ د خپل عذاب څخه وساتي.
راځئ دغه دوه خصلتونه په ځانونو کي را ژوندي کړو! د نورو مسلمانانو په آبرو او عزت کار ونلرو او مسلمانانو ته ځانونه د خښم او قهر څخه وساتو!
عَنْ أَبِي جَعْفَرٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ كَفَّ لِسَانَهُ عَنْ أَعْرَاضِ النَّاسِ ، أَقَالَهُ اللَّهُ عَثْرَتَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ، وَمَنْ كَفَّ غَضَبَهُ عَنْهُمْ ، وَقَاهُ اللَّهُ عَذَابَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ.[الزهد لابن مبارک 745]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۷/۱۲

د شکر اظهار(۱)/تجويدالقرآن ديني مدرسه کي خدمت:

په حديث شريف کي راځي: التحدث بالنعم شكر.[مسند الشهاب۴۴] يعني د نعمتونو يادونه خپل شکر دی، پر همدې اساس بايد ووايم: الحمدلله چي الله تعالی تر اوسه په تجويدالقرآن ديني مدرسه کي د تدريس توفيق راکړی دی او د الله تعالی په فضل، ددې مدرسې د ادارې په قوي مديريت او د ټولو استادانو په پوره زيار په سلهاوو داسي شاګردان پدې مدرسه کي روزل سويدي چي په اسلامي عقيده پاخه، په علمي استعداد ښايسته او په عملي برخه کي ددين خادمان دي.
د هيچا څخه دا خبره نده پټه چي د تجويدالقرآن ديني مدرسې شاګردان د حفظ، علم، جهاد او خدمت په برخه کي ځلېدلي او ډېری شاګردان يې اوس په تدريس او په اسلامي نظام کي په لويو خدمتونو باندي بوخت دي.
ددې مدرسې ټولو شاګردانو ته مو لکه چي شفاهي توصيه کړې د ليري څخه يې هم ورته کوو چي د دين، مذهب او تقوی قوي لاري ټينګي کړي؛ د تکبر، غرور او اختلافاتو څخه ځان وساتي او په هره برخه کي چي يې په وسه وي د نورو مسلمانانو تر څنګ اسلام او مذهب ته خدمت وکړي.
د يادوني وړ ده چي تجويدالقرآن ديني مدرسه په فراه ولايت قلعه زمان کلي کي موقعيت لري او د تکړه استادانو او جيدو علماء کرامو لخوا د حفظ، تجويد او کتابونو په برخو کي په سلهاوو شاګردان روزل کيږي.
مولوي نورالحق مظهري 

۱۴۰۱/۰۷/۱۱

مادي او معنوي دواړه قوتونه مهم دي:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
لومړی به دا خبره وکړو چی قوت پر دوه قسمه دی: مادي قوت او معنوي قوت، انسان په خپلی بریا کی دواړو قوتونو ته اړتیا لری، البته په يواځي مادي قوت باندي کله کله انسان بريالی کيږي خو ليکن دغه بريا اوږده او مفيده نه وي.
که وګورو په قرآن عظيم الشان کي ددې لپاره ډېري نمونې ذکر سويدي چي يوه نمونه يې عاديان، ثموديان او فرعونیان دي. 
عادیان او ثمودیان په خپل وخت کی په مادي لحاظ ډېر قوي وه له همدې امله یې تکبر او غرور کوی، د الله د پیغمبرانو سره یې جګړه او مخالفت کوی او په مځکه کي یې فسادونه خپرول، نو ځکه یې الله پاک ټوله قدرتونه ختم کړه او سخت عذابونه یې ورباندي راوستل.
او دا د هغو امتونو څو بېلګي  دي چي مادي قوت يې بيخي ډېر درلودی خو د معنوي او روحي قوت څخه خالي وه.
او د شرایطو او عادت پر بنیاد يواځي معنوي قوت هم د انسان د نصرت او کاميابۍ لپاره کافي ندی لکه شاعر چي وايي:
لا خيرَ في حقٍّ إذا لم تَحْمِه ... حَلَقُ الحديدِ وألسنُ النيرانِِ
ژباړه: هیڅ خیر په هغه حق کي نسته چي د اوسپنو په کړیو او د اور په لمبو باندي یې ساتنه نه کیږي.
مادي او روحي قوتونه حيثيت د دوو وزرو لري لکه مارغه چي په يوه وزر باندي نسي الووتلای انسان هم په يوه قوت باندي نسي بريالی کېدلای بناء صحيح او شرعي لاره داده چي انسان ځانته دواړه قوتونه حاصل کړي او ددنیوي او اخروي دواړو ښېګڼو لپاره هڅه وکړي لکه قرآن چي موږ ته تعليم را کړی دی او فرمایي:
وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ. [ سورة البقرة 201] ژباړه: ځیني ددوی څخه وایي: ای ربه زموږ! موږ ته په دنیا کي هم ښېګڼي راکړه او په آخرت کي هم ښېګڼي راکړه او موږ د اور د عذاب څخه وساته.
نو مسلمان لکه د اخروي ژوند د سمون لپاره چي کوښښ کوي د دنیوي ژوند د سمون لپاره هم باید کوښښ وکړي.
او لکه د اخروي ژوند سمون چي په معنویاتو باندي لاس ته راځي د دنیوی ژوند سمون په مادیاتو باندي لاس ته راځی او مادیات خالص اسباب دي چي په مټ یې معنویاتو ته سړی رسېدلای سي او چي کله مادیات او معنویات دواړه برابر سي بیا نو هراړخیزه نیکمرغي د انسان په برخه کیږي.
هېره دي نه وي  لکه الله پاک چي موږ ته د عقيدې د سموالي او محکموالي سپارښتنه کړېده د مادي قوت د برابروالي سپارښتنه يې هم کړېده: او فرمایی: وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ.[ الانفال 60]
ژباړه: تاسو برابر کړئ د دوی لپاره هغه چی ستاسو په طاقت وي د قوت او تړلو څخه د آسانو تر څو تاسو په هغه باندي د الله او د ځان دښمنان و وېروی.
پدې باندی باید موږ ځانونه پوه کړوکوم شی چي د شرعي اصولو څخه ښکاري او په تجربه باندي هم ثابت سوی دی دا دی چي د معنوي قوت سره چي کله مادي قوت يوځای سي نو پر مطلق مادي قوت باندي بری پيدا کوي.
لکه الله پاک چي فرمايي:كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ.[ البقرة 249]
ژباړه: ډېر ځله داسي پېښیږي چي کوچنۍ  ډله دي پر لویي ډلي باندي د الله په اراده کامیابه سي او الله د صبر کوونکو سره دی. 
او ددې لپاره د بدر غزوه لويه بېلګه ده چي د مسلمانانو شمير 300 نفره وو خو کفار 1000 نفر وه خو مسلمانان ځکه کاميابه سوه چي د توان سره سم د مادي قوت تر څنګ معنوي قوت هم ورسره وو ځکه مسلمانان په اسلامي سپېڅلې عقیده، نبوي اخلاقو او روحي سکون باندي سمبال وه، مادي قوت یې کڅه هم د کفارو په نسبت لږ وو خو بیا هم تر خپل توان یې د هغه د برابرولو هڅه کړېوه داسي یې نه وه کړي چي بېله کومي امادګۍ او بېله کومي وسلې جنګ ته ووځي.
د همدغو دوو قوتونو مثال الله پاک په قرآن کي موسی عليه السلام راوړی دی:
موسی عليه السلام چي کله د مصر څخه مدین ته را ورسېدی په لاره کي یې پر یوه څاه باندي دوې نجوني ولیدلې چي غوښتل یې خپل مالونه اوبه کړي خو د کمزورۍ له کبله یې ژر نه سوې اوبولای موسی علیه السلام د دغو دوو نجونو مالونه د مټ په زور چي مادي زور دی اوبه کړه خو چي کله نجلۍ د خپل پلار په غوښتنه دی کورته وغوښتی نو په نجلۍ پسې روان سو دا نتيجه د معنوي قوت وه چي په حياء باندي ورسره روان وو او هیڅ یې ورته نه کتل.
او بل مثال يې الله پاک په امت د رسول الله صلي الله عليه وسلم باندي ويلی دی لکه چي فرمايي:
مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا.[سورة الفتح 29]
ژباړه: محمد د الله رسول دی، او هغه خلګ چي دده سره دي پر کفارو باندي سخت دي او په خپل مینځ کي ډېر سره مهربانه دي، ته دوی وینې پداسي حال کي چي رکوع او سجده کوي تر څو د الله مهرباني او خوشالي لاسته راوړي.
علماو لیکلي دي: دا چي الله پاک وایي: دوی پر کفارو باندي سخت دي. دا د مادي قوت عنوان دی، او دا چی وایي: دوی په خپل مینځ کي پر یو بل مهربان دي. دا د معنوي قوت عنوان دی، او دا چی الله پاک وایي: ته دوی وینې پداسي حال کي چي رکوع او سجده کوي تر څو د الله مهرباني او خوشالي لاسته راوړي. دا د مادي او معنوي قوت نتیجه او د اسلامي امت د نیکمرغۍ لپاره هغه اصل دی چي مادي او معنوي قوت سره یوځای کوي.
د مادي قوت تر لاسه کولو لپاره باید موږ طبیعي/د وخت عصري زده کړي وکړو او په تمامه معنی ګټه ورڅخه پورته کړو ځکه طبیعي زده کړي هنر دی چي په مټ یې انسان د ژوند د اړتیا سره سم اسباب جوړولای سي چي په ګڼو  برخو کي مادي قوت د همدغه اسبابو څخه تشکیلږي د بېلګي په ډول: که موږ غواړو د خپل ټول چاپیریال مادي اړتیاوي پوره کړو نو دېته اړتیا سته چي موږ باید بیولوژي، جیولوژي، کیمیا، ساینس، طب، ریاضي، کامپیوټر، انجینري، اجتماعیات او داسي نور... عصري علوم په عملي ډول ووایو او کله ناکله په عملي تجربو باندي هم انسان د اسباب جوړولو لږ کمال ته رسیږي.
د معنوي قوت ترلاسه کولو لپاره باید موږ دیني زده کړي وکړو ځکه په معنویاتو کي د انسان اخلاق، شخصیت، عقیده، اعمال او تزکیه دخیل دي چي ترلاسه کول یې د الهي وحیو او مربوطه علومو په زده کولو باندي کیږي ځکه نو باید موږ د تفسیر، حدیث، فقه، عقاید او هغه علوم چي ددغو علوم زده کړه ورباندي موقوف وي زده کړو تر څو د عمل په میدان کي په عقیدوي او اخلاقي لحاظ ځانونه کمال ته ورسوو.

۱۴۰۱/۰۷/۱۰

پر عصري/طبيعي علومو ټينګار:

ژباړه: علي رضي الله عنه فرمايي: علم او پوهه د مسلمان ورکه ده نو تاسو يې واخلئ کڅه د لاسونو څخه د مشرکينو وي او هيڅوک دي پدې باندي نه شرميږي چي علم د چا څخه اوري.
يعني طبيعي علم چي موږ ورته عصري یا دنيوي علم وايو تاسو يې زده کړئ کڅه هم د کفارو څخه يې زده کوی ځکه عصري علم د هري زمانې په تناسب د مسلمانانو اړتيا ده نو زده کړه يې هم اړينه ده آن تر دې چي د کفارو څخه يې هم سړی زده کولای سي.
عن علي -رحمه الله- أنه قال في كلام له: العلم ضالة المؤمن، فخذوه ولو من أيدي المشركين، ولا يأنف أحدكم أن يأخذ الحكمة ممن سمعها منه.[جامع بيان العلم وفضله395]
مولوي نورالحق مظهري