۱۳۹۷/۰۴/۰۲

د ځینو اهل علمو ځینی نواقص او اشتباهات:

۱ – شهرت طلبی.
۲ – ځان په هرڅه باندی پوه ګڼل.
۳ – په ځینو شیانو باندی د نه پوهیدلو څخه انکار.
۴ – دنورو علماؤ دملاقات اولیدنی څخه نفرت.
۵ – بی تحقیقه خبره منل.
۶ – تند تبیلغ او سست عمل.
۷ – پر خپل عمل اوخبره باندی دلیل ویل کڅه هم خلاف د تحقیق وی.
۸ – پر نورو علماؤ باندی ژر ټاپې اومهرونه لګول.
۹ – دیوه عمل له وجهی دشخصیتونو جرح اوتقبیح کول.
۱۰ – پرځان باندی دداسی لقب او تخلص ایښوول چی تریوه مذهب اویایوه شرعی اصل پوری دده دتړاو ښکارندویې کوی لکه: موحد، توحیدی ، حنفی، مذهبی او داسی نور...
۱۱ – دځان لپاره په اوږده نامه اوتخلص باندی خوشاله کیدل او یاهم دنورو لپاره اوږد نوم او یاتخلص کارول.
۱۲ – خط ، قرائت اوعصری علومو ته نه پاملرنه.
۱۳ – د عوامو په اصطلاح اوژبه باندی خبری کول.
۱۴ – دینی خدمت په ځان کی منحصر کول او دنورو دینی خدماتو ته په سپکه کتل.
۱۵ – دنورو لیکنه او تصنیف ځانته منسوبول.
۱۶ – په حجرې اومدرسې کی طالب العلم ته دکار لپاره ځای ورکول.
۱۷ – شاګردانو ته ښکنځل اوسپکی خبری کول.
۱۸ – دقوم ، نژاد اوژبی  پربنیاد دخلګو سره خاصه رابطه ساتل.
۱۹ – په ناخبرۍ کی دمنکراتو او یااتهام مجلس ته تلل بیا هلته دتوان سره سره چوپ پاته کیدل.
۲۰ – دخپلو لوڼو نکاح ځنډول اویا په ډیر ولور باندی ورکول.

۱۳۹۷/۰۴/۰۱

د علماؤ لپاره اوږده نومونه او لقبونه

د علماؤ لپاره لوی او اوږده نومان او لقبونه کمال نه بلکی نقصان دئ.
د اوږدو نومانو او لقبونو تاوانونه:
۱ ـ په ویلو کی یې ضیاع د وخت راځی.
۲ ـ په لیکلو کی یې ضیاع د وخت،کاغذ او قلم راځی.
۳ ـ په اوریدلو یې په انسان کی تکبر پیدا کیږی.
۴ ـ په هغه صورت کی چی څوک په خوشاله وسی په لوی نامه باندی تظاهر دتزکیې راځی کوم چی شرعا ممنوع دئ.
۵ ـ د لوی نوم او لقب په ایښودلو کی ارومرو داسی مبالغه کیږی چی درواغ ویلو ته مفضی کیږی.
۶ ـ دلوی لقب ایښودل داسی عمل دئ چی صحابه وو، تابعینو، تبع تابعینو او مجتهدینو ندئ کړئ آن تردې چی نیژدې تیرو سوو مصنفینو ندئ کړئ او دیو بل دتعارف لپاره یې هیڅ وخت لوی نوم ندئ کارولئ.
۷ ـ دلوی نوم اولقب په مروج کیدلو سره انسان ته یو قسم دشهرت طلبۍ عادت پیدا کیږی چی له مخی یې هروخت په لوی نوم باندی دځان دمعرفی کولو غوښتنه کوی که یې څوک په لوی نامه او لقب معرفی نکړی خوا یې ورڅخه بدېږی.
۸ ـ د لوی نوم او لقب په مروج کیدلو سره د انسانانو ترمینځ پرلقبونو، نومونو، لفظونو او عنوانونو یوقسم منفی سیالی او رقابت پیدا کیږی چی ګټه یې تنها شیطان ته رسیږی او دهغه د خوشالۍ سبب جوړېږی.