۱۴۰۱/۰۸/۱۱

په اداراتو کي د کار پرمختګ:

په اداراتو کي د پرمختګ لپاره د انډيواليزم ختمول مهم عنصر دی چي د عملي کولو او ښه اجراء لپاره يې يوه لاره داده چي که کوم مشر ادارې ته نوی راځي د هغه بل مشر په وخت کي ګمارل سوي کسان دي نه ايستوي چي پر ځای يې خپل ملګري وګماري بلکي د هماغه پخوانيو کسانو سره دي خدمت وکړي.
زه فکر کوم ځيني وختونه د مشرتابه لخوا ځيني تبدیلۍ د همدې لپاره کيږي چي ګمارل سوی کس يواځي بېله خپل ملګرو ادارې ته ولاړ سي او دده تر مخه چي په اداره کي کوم کسان مقرر سويدي د هغوی سره دی کار وکړي.
ددې کار لپاره څو ګټي دي:
۱ ـ منفي انډيوایزم به ختم سي او د کار محور به يواځي نظام وي نه سابقه روابط.
۲ ـ د ادارې کارونه به نه سره پاشل کيږي او د کاري خلاء او وقفې مخه به ونيول سي.
۳ ـ د دولتي وظيفې حيثيت به خوندي وي او د اضطرار او اضطرای مخه به ونيول سي.
۴ ـ کاري طرحي او پلانونه به پر نيمايي نه پاتيژي.
۵ ـ په وظيفه کي د نابلده کسانو د ګمارلو مخه به ونيول سي.
۶ ـ د ظرفيت لوړلو لپارع به بوديجوي ډېروالي ته اړتيا نه وي ځکه زاړه کسان ورکشاپونو او سيمينارونو ته اړتيا نلري.
مولوي نورالحق مظهري

په ټاکنه او ګمارنه کي خپلوي مکوئ!

د ابوبکر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي د محبت له کبله خپل قريب(خپلوان) پر وظيفې وګماري پداسي حال کي چي تر ده بهتره پیدا کولای سي نو دی به د جنت بوی و نه ويني.
يعني کوم مشر چي د خپلوۍ په خاطر يو څوک پر وظيفه وګماري پداسي حال کي چي دی ددغي وظيفې لپاره تر هغه بل څوک بهتره او غوره پیدا کولای سي نو ددغه مشر څخه به بوی د جنت هم و نه مښلي.
عن ابي بکر رضي الله عنه ﺇﻧﻲ ﺳﻤﻌﺖ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻳﻘﻮﻝ: ﻣﻦ ﻭﻟﻰ ﺫا ﻗﺮاﺑﺔ ﻣﺤﺎﺑﺎﺓ ﻭﻫﻮ ﻳﺠﺪ ﺧﻴﺮا ﻣﻨﻪ ﻟﻢ ﻳﺮﺡ ﺭاﺋﺤﺔ اﻟﺠﻨﺔ.[مسندالشاميين3572]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۸/۱۰

په ټاکنو او ګمارنو کي ډېر دقت وکړئ!

ژباړه: د عبدالله بن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي د مسلمانانو څخه يو کار کوونکی وګماري پداسي حال کي چي دی پدې خبر وي چي په مسلمانانو تر دغه کس غوره او د الله په کتاب او د پيغمبر په سنت پوه سته نو يقينا دغه(مشر) سړي د الله، رسول او ټولو مسلمانانو سره خيانت وکړ.
يعني چي کوم مشر پر وظيفه باندي يو څوک وګماري پداسي حال کي چي په اسلامي ټولنه کي دی تر دغه کس پوهان خلګ پيژني خو نه يې ګماري بلکي ددغه کس د نسبي ناپوهۍ سره سره وظيفه ورکوي نو یقينا چي دغه مشر د الله، رسول او ټولو مسلمانانو سره خيانت وکړ.
ﻋﻦ اﺑﻦ ﻋﺒﺎﺱ ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﻤﺎ ﻋﻦ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ: ﻣﻦ اﺳﺘﻌﻤﻞ ﻋﺎﻣﻼ ﻣﻦ اﻟﻤﺴﻠﻤﻴﻦ ﻭﻫﻮ ﻳﻌﻠﻢ ﺃﻥ ﻓﻴﻬﻢ ﺃﻭﻟﻰ ﺑﺬﻟﻚ ﻣﻨﻪ ﻭﺃﻋﻠﻢ ﺑﻜﺘﺎﺏ اﻟﻠﻪ ﻭﺳﻨﺔ ﻧﺒﻴﻪ ﻓﻘﺪ ﺧﺎﻥ اﻟﻠﻪ ﻭﺭﺳﻮﻟﻪ ﻭﺟﻤﻴﻊ اﻟﻤﺴﻠﻤﻴﻦ. [السنن الكبرى للبيهقي20364]
مولوي نورالحق مظهري

د دولت او ملت تر مينځ د باور او همکارۍ پل:

د ملکي خدماتو عرضه کول د دولت او ملت تر مينځ د باور او همکارۍ مهم پل دی ځکه نو بايد د ملکي خدماتو په وړاندي کولو کي د ډېر جديت څخه کار واخيستل سي او هر مربوطه مسئول د ملکي خدماتو په وړاندي کولو ځان مکلف وبولي او د خپل لائحه وظائف او طرزالعمل له مخي د ملکي خدماتو په وړاندي کولو کي ډېر جدي او چټک وسي.
په مجموع کي ټول مسئولين په خاصه توګه بيا لوړپوړي مسئولين بايد اجازه ور نکړي چي د ملکي خدماتو وړاندي کول په ټپه ودريږي او يا ټکنی سي.
مولوي نورالحق مظهري