۱۴۰۱/۰۸/۰۲

د اهل باطل جدیت او په وړاندی یې د مسلمانانو مبارزه:

ځيني وختونه باطل هم پر خپله عقيده ډېر ټينګيږي او د خپلي عقيدې پر خلاف بله هره عقيده ورته د تعجب وړ ښکاري.
رسول الله صلی الله عليه وسلم چي به کله د مکې مشرکينو ته د توحيد دعوت ورکوی نو دوی ته به ډېر تعجب معلومېدی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم کار به يې ناحق بلی.
لکه په قرآن کي چي الله جل جلاله د دوی حکايت کوي او فرمايي: أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ.[ص5]
ژباړه: آيا ډېر خدايان يې يو خدای ګرځولی دی دا خو ډېر د تعجب کار دی!
کله چي به رسول الله صلی الله عليه وسلم دوی را غونډ کړه او د توحيد دعوت به يې ورکړ دوی به د رسول الله صلي الله عليه وسلم د مجلس څخه ولاړ سوه او ويل به يې: خپلي لاري ته دوام ورکړئ او پر خپلو ډېرو خدايانو باندي همداسي پاته سئ دغه د توحيد خبره چي محمد(صلی الله عليه وسلم) يې کوي يو پلان دی چي غواړي په مټ يې ستاسي دين در څخه ورک کړي.
لکه څنګه چي الله جل جلاله د دوی حکايت کوي او فرمايي:
وَانْطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ.[ص6]
ژباړه: د دوی مشران ولاړه او په خپل مينځ کي يې ويل: پر خپلي عقيدې او لاري ولاړ سئ او پر خپلو خدايانو صبر وکړئ دغه توحيد يو پلان سوی کار دی.

نو پام کوئ چي د باطل په وړاندي مبارزه بابېزه ونه نيسئ ځکه اهل باطل په ګڼو نومونو او مختلفو شکلونو را ښکاره کيږي او پدې خاطر چي دوی په خپله عقيده کي ټينګ دي او نورو انسانانو ته هم خپله عقيده تزريق کوي د خپلي عقيدې د عملي کولو لپاره هر ډول کار ته لاس اچوي او په شعوري ډول د حق په وړاندي خپلي مبارزې ته دوام ورکوي.
تر ټولو لوی باطل شرک او کفر دی چي پيروان يې تل د خپلي عقيدې د پلي کولو او عمومي کولو لپاره کار کوي او په مسلمانانو کي د ارتداد هڅي کوي.
د شرک او کفر څخه وروسته هري لويي ګناه ته موږ باطل ويلای سو چي پيروان يې په مسلمانانو کي د فساد خپرولو کوښښ کوي او د اسلامي ټولني د تخريب لپاره هري کړني ته لاس اچوي.
په مجموع کي د ټوله اهل باطل هدف دا دی چي مسلمانان د ديني اصولو او اسلامي اخلاقو څخه ليري کړي او د اسلام سپېڅلي دين زموږ د زړونو او سيرت څخه وباسي.
مسلمانان بايد تل هوښيار، ځيرک او تل د تيارسی په حالت کي وي تر څو ځان او خپله ټولنه د هر ډول فساد څخه وساتي.
مولوي نورالحق مظهري

*د لوړو زده کړو وزارت د پخواني سرپرست وزیر د مننې پیغام*

د ا.ا.ا قدرمن مشرتابه، د لوړو زده کړو وزارت منسوبینو، د پوهنتونونو استاذانو، محصلینو او عامو هېوادوالو!

ښوونه، روزنه او لوړې زده کړې هغه فکتورونه دي، چې د یو ملت د بقا، پیاوړتیا، استقلال او سوکالۍ په برخه اساسي او مهم رول لوبوي او کمزورتیا/ نشتوالی یې د ملت د تباهۍ، غلامي او ذلت لامل کېدای شي. په تېره شل کلنه جهادي دوره کې د امنیتي، اقتصادي او نورو ستونزو سره سره د ا.ا.ا له لوري دې برخې ته ځانګړې پاملرنه، پالنه او په دې برخه کې د مسئولینو نه ستړي کېدونکې هلې ځلې د ستاینې او قدردانۍ وړ دي.

ددې لپاره، چې د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې د خدمت سعادت مونږ ته په نصیب شوی وو، تر ټولو لومړی د الله تعالی شکر ادا کوم او ورپسې د ا.ا.ا له مشرتابه څخه د زړه له کومي مننه کوم، چې ددې سپېڅلي نظام په مختلفو برخو په ځانګړې توګه په وروستیو څلورو کلونو کې یې د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې پر مونږ اعتماد وکړ او زمونږ له ټولو تصمیمونو، پلانونو او چارو څخه هر ډول مالي او معنوي ملاتړ وکړ.

محترمو وروڼو!
د تېر څلور کلن ماموریت په دوره کې له ټولو هغه مسئولینو او ملګرو څخه د زړه له کومي مننه کوم، چې شپه او ورځ یې ددې ستر رسالت په ادا کولو او درانده پيټې په پورته کولو کې زمونږ سره شپه او ورځ کار وکړ، لوږې، تندې، جسمي او روحي ستړیاوې، زندانونه او د خپلو ملګرو او خپلوانو شهادتونه یې راسره وزغمل او د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې یې تر دې مهاله په پوره مېړانه، صبر او استقامت خدمتونه ترسره کړل. د لوړو زده کړو وزارت او اړوند پوهنتونونو له ټولو مسئولینو او منسوبینو، استاذانو او همدارنګه له محصلینو څخه هم مننه کوم، چې په راسپارل شویو چارو کې یې ستړې او ستومانۍ راسره وزغملې او له حد زیات اداري، درسي او تدریسي مکلفیتونه یې پر غاړه واخیستل او تر ننه یې ټولې اداري او تدریسي چارې فعالي ساتلي او نورمال حالت ته یې راګرځولي دي.

علم پالو او متدینو هېوادوالو!
د هېواد د فتحې په جریان کې ټول دولتي او شخصي پوهنتونونه او وزارت ساتل شوي، اداري او تدریسي چارې په نورمال ډول پیل شوي، په تحصیلي چاپېریال کې د موجودو منکراتو مخنیوی شوی، ګډ/ مختلط درسي نظام ختم شوی، شته ستونزې تر ډېره حل شوې، خصوصي پوهنتونونه تر ډېره اصلاح شوي،  له هېواد څخه تر ممکن حده پورې د استاذانو د وتلو مخنیوی شوی، د علمي کادر زیاتره خالي بستونه په قانوني توګه ډک شوي دي او پاتې پروسه یې هم په نورمال ډول جریان لري. د تحصیلي نصاب ریاست جوړ شوی، له ۱۶۰ تحصیلي نصابونو څخه ۴۰ نصابونه اصلاح او بیا کتل شوي، د اسلامي ثقافت مضمون په اونۍ کې له یو څخه دریو درسي ساعتونو ته زیات شوی، ۶۵۸ بستونه ورته منظور شوي، اکثریت استاذان پکې جذب شوي او په ۱۸ پوهنتونونو کې د شرعیاتو پوهنځي ایجاد شوي دي.

د استاذانو او ټولو کارمندانو معاشات، حق الزحمې او مادي حقوق پوره ادا شوي، بهرنیو هېوادونو ته د لوړو زده کړو د حصول په موخه د تللیو او تلونکو استاذانو معاشات او مصارف د اجراء وړ دي، په زیاترو برخو کې د ضروري او مهمو اجناسو خریداري وشوه، عواید له ټاکل شوي هدف څخه ۹۶ سلنه لوړ راټول شوي او راکړل شوې بودیجه هم په قانوني او مؤثر ډول مصرف شوې ده. د فوق لېسانس په برخه کې درې پوهنتونونه (افغان نړیوال پوهنتون، جامعه حضرت عبد الله بن مسعود – کابل او جامعه حضرت ابراهیم نخعي - کندهار) او څه د پاسه ۳۰ د ماسټرۍ برنامې ایجاد شوې، د کانکور ملي ازموینه اخیستل شوې، ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونو پرته له کوم محدودیت د ټولو محصلینو پرمخ خلاص دي، درسي چارې نورمال حالت ته راګرځېدلي دي او د لوړو زده کړو په برخه کې ټول لازم او ضروري کارونه ترسره شوي دي.

قدرمنو مجاهدینو!
مونږ په خپل مسئولیت کې په پوره هڅه کړې، چې د لوړو زده کړو په برخه کې ټول هغه ارزښتونه تأمین کړم، چې مجاهدینو ستړیا ورباندې کړې او قربانۍ یې ورباندې ورکړي دي. زیاتره هغه محصلینو ته، چې د امنیتي تهدیدونو او جهادي چارو له امله پوهنتونونه ورڅخه پاتې شوي وو، د تحصیل زمینه برابره شوې، د علماء کرامو د اسنادو د ارزونې او معادلت په موخه لوی ریاست رامنځته شوی، ټول مقدماتي کارونه یې تکمیل شوي، ددې پروسې لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شوی دی او ټولې لازمې آسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو په برخه د کیفیت د لوړاوي او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه ټول شته امکانات په کار اچول شوي او خدای راکړی استعداد، علمیت، انرژي او ټول وخت مو خدمت ته وقف کړي وو او تر ډېره مو هڅه کړې، چې د راسپارل شوي خدمت حق ادا کړم. که چېرې په دې برخه غفلت شوی وي او د راسپارل شوي خدمت حق پوره نه وي ادا شوی، لومړی له الله تعالی، بیا د ا.ا.ا له مشرتابه او وروسته له ټول غیور او مجاهد ملت څخه بښنه غواړم او د لوړو زده کړو له نوې رهبرۍ څخه هیله لرم، چې په دې برخه کې نیمګړي او پاتي کارونه تکمیل او د لا پرمختګ او پیاوړتیا لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

والسلام
الحاج مولوي عبدالباقي “حقاني”
د لوړو زده کړو پخوانی سرپرست وزیر
۲۸ / ربیع الاول / ۱۴۴۴ هـ ق – ۲ / لړم / ۱۴۰۱ هـ ش