۱۴۰۳/۰۴/۰۲

د رمې په اړه د شرمښ پرېشاني:

څو ورځې وړاندي د ملګرو ملتونو ريپورټر ريچارج بنټ د افغانستان د ښځو په اړه خپل تشويش په ډاګه کړ او افغان حکومت يې د ښځو د حقونو په ترپښو لاندي کولو تورن کړ، نومړي د افغان ښځو په اړه ويلي دي چې په افغانستان کې د ښځو وضعيت ډېر خراب دی او د طالبانو حکومت يې حقونه نه ورکوي.

که څه هم د داسي کسانو لخوا د داسي خبرو کول کومه نوې خبره نده خو موږ يې په اړه د کره اسنادو پر بنسټ خپل نظر په لاندي ډول په ډاګه کوو:
لومړی خبره دا ده چې د داسي خبرو د تاريخي پس منظر او بک ګرونډ څخه ښکاري چې ريچارج بنټ يا يهودی دی، يا د يهودانو اجير دی او يا هم ساده لوحه ناپوه دی ځکه په تاريخ کې د اسلام او اسلامي حکومتونو په وړاندي د داسي خبرو کول د دغو کتګوريو انسانانو کار دی له همدې لکه په عموم کې چې د داسي خلکو خبري هيڅ اعتبار نه لري د ريچارج بنټ خبره هم هيڅ معتبر وزن او ارزښت نه لري زموږ مسلمانان بايد غوږ ورباندي و نه نيسي.

دويمه خبره دا ده چې د ښځو په اړه د هغه چا خبره د قبول وړ ده چې خپله يې د ښځو حقونه مراعات کړي وي نه د بنټ غوندي انسانانو خبري ځکه نه تنها دا چې دوی د ښځو حقونه ندي مراعات کړي بلکې د ښځو پر حقوقو يې نه جبران کېدونکې تېرۍ کړي؛  په غربي نړۍ کې ښځه د انساني ټولني څخه ايستل سوې بلکې د يوې دنيوي ګټي او بازاري توکي په توګه استفاده ورڅخه کيږي چې نن دا حقيقت ټولو هوښیارانو انسانانو ته په مشاهده معلوميږي، نو د دوی خبري د ښځو په اړه داسي دي لکه شرمښ چې د رمې په اړه د تشويش خبره کوي.

درېيمه خبره دا ده چې د بنټ خبري د هغو د ښمنانو د خبرو انعکاس او ايکو ده چې تل په شعوري ډول د اوسني نظام په اړه منفي خبري کوي او د افغانانو سره د دښمنۍ له امله د افغان ولس او حاکم نظام په وړاندي نړيوال ذهنيتونه خرابوي چې دا خبره خپله په صراحت د بنټ څخه سوې هم ده ځکه نوموړي پر افغان حکومت تورونه لګولي او نړيوال يې هڅولي تر څو يې د حکومت په صفت په رسميت و نه پېژني، د همدې خبري پر اساس داسي ويلای سو چې ريچارج بنټ دا خبري د افغانو ښځو سره د خواخوږۍ په سبب نه دي کړي بلکې د طالبانو سره يې د دښمني په خاطر کړي دي نو زموږ مسلمان ولس بايد ډېر هوښيار وسي او د داسي معاندينو او ضدګرو انسانانو خبرو ته غوږ و نه نيسي.
مولوي نورالحق مظهري

د متکبر د تکبر ماتول ثواب لري:

تکبر ډېره لويه ګناه ده خو پر متکبر انسان تکبر کول ثواب لري او صدقه ده ځکه که متکبر ته تواضع وکړې نو دی نور هم ګمراه کيږي او که تکبر ورباندي وکړې بيا تنبيه کيږي له همدې امله امام شافعي رحمه الله فرمايلي دي: پر متکبر انسان دوه ځله تکبر وکړه. 
امام زهري فرمايلي دي: د دنيا پر زامنو باندي تکبر کول د اسلام ټينګ پيوند دی. 
د امام ابوحنيفه رحمه الله څخه روايت دی: تر ټولو ظالم انسان هغه څوک دی چي داسي چا ته تواضع کوي چي هغه ورته هيڅ پاملرنه نه کوي. 
علماؤ ويلي دي: کله نا کله تکبر د متکبر د تنبيه لپاره وي نه د ځان لوړولو لپاره نو بيا خو داسي تکبر ښه دی لکه پر جاهلانو او اغنياؤ تکبر کول.
او يحيی بن معين رحمه الله فرمايلي دي: هغه څوک چې په خپل مال سره پر تا تکبر کوي پر هغه باندي تکبر کول تواضع او عاجزي ده يعني ښه کار دی.
التَّكَبُّرُ عَلَى الْمُتَكَبِّرِ صَدَقَةٌ؛ لِأَنَّهُ إذَا تَوَاضَعْت لَهُ تَمَادَى فِي ضَلَالِهِ وَإِذَا تَكَبَّرْت عَلَيْهِ تَنَبَّهَ.
وَمِنْ هُنَا قَالَ الشَّافِعِيُّ تَكَبَّرْ عَلَى الْمُتَكَبِّرِ مَرَّتَيْنِ وَقَالَ الزُّهْرِيُّ التَّجَبُّرُ عَلَى أَبْنَاءِ الدُّنْيَا أَوْثَقُ عُرَى الْإِسْلَامِ .
وَعَنْ أَبِي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى أَظْلَمُ الظَّالِمِينَ مَنْ تَوَاضَعَ لِمَنْ لَا يَلْتَفِتُ إلَيْهِ وَقِيلَ قَدْ يَكُونُ التَّكَبُّرُ لِتَنْبِيهِ الْمُتَكَبِّرِ لَا لِرِفْعَةِ النَّفْسِ فَيَكُونُ مَحْمُودًا كَالتَّكَبُّرِ عَلَى الْجُهَلَاءِ وَالْأَغْنِيَاءِ.
قَالَ يَحْيَى بْنُ مُعَاذٍ: التَّكَبُّرُ عَلَى مَنْ تَكَبَّرَ عَلَيْك بِمَالِهِ تَوَاضُعٌ.[بريقة محمودية]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۳/۳۰

تجار او سرمايه دار ورور ته!

ای هغه وروره چې الله تعالی درته مال او سرمايه درکړې آيا غواړې  داسي کار وکړې چې د الله تعالی ډېر خوښيږي؟ آيا غواړې داسي کار وکړې چې د فرائضو وروسته الله تعالی ته غوره او بهتره کار وي؟ 
که يې غواړې نو د اختر په مبارکو ورځو کې خپل ناداره او ناتوانه وړونه د مرستي کولو څخه مه هېروه!
که ته د دوی سره د کالو، اختري او شيرينۍ په رانيولو کې مرسته وکړې يقينا چې تا هغه کار کړی چې د الله تعالی ډېر خوښيږي ځکه چې تا پر خپل ورور خوشحالي راوستلې ده او پر مسلمان باندي د خوشحالۍ راوستل د الله تعالی ډېر خوښيږي.
په حديث شريف کې راځي: ژباړه: د عبدالله ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د فرائضو څخه وروسته الله تعالی ته ښه عمل، پر مسلمان باندي د خوشحالۍ راوستل دي.
او په بل حديث شريف کي راځي: ژباړه: د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وسوه چي کوم کارونه ښه دي؟ هغه ورته وويل: پر مسلمان باندي د خوشحالۍ راوستل؛ چې لوږه يې ليري کړې/موړ يې کړې، لڅوالی يې پټ کړې/کالي ورکړې او اړتيا يې ورته پوره کړې.
که د اختر په ورځو کي موږ نور مسلمانان د ځانه سره په خوشحالۍ کې شريکان کړو تر دې نو لوی ثواب او ډېر ښه کار کوم دی؟
ګرانه وروره! که ستا پر شا اوخوا مسکينان شتون لري د هغوی سره مرسته وکړه که شتون نه لري کولای سې د ليري مسلمانانو سره مرسته وکړې او خپلي پيسې د باوري کسانو په لاس ورکړې چې مسکينانو ته يې ورسوي او الله تعالی تا د هغو کسانو څخه وګرځوي چې الله تعالی ورسره ډېره مينه او محبت لري.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِي اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:إِنَّ أَحَبَّ الأَعْمَالِ إِلَى اللَّهِ بَعْدَ الْفَرَائِضِ إِدْخَالُ السُّرُورِ عَلَى الْمُسْلِمِ.[المعجم الکبير للطبراني۱۰۹۱۶]
سئل رسول الله صلى الله عليه و سلم اي الاعمال افضل قال ادخالك السرور على مؤمن اشبعت جوعته او كسوت عريه او قضيت له حاجة.[المعجم الکبير للطبراني۵۰۸۱]
مولوي نورالحق مظهري