۱۳۹۳/۰۳/۰۸

افسوس افسوس افسوس

افسوس افسوس افسوس:
...........................

پرون 1435/5/27 دیومقتدی سره دده دځوی لپاره یوځای مرکه ولاړم ، ددوی دخیښ کورته د ناستی اوروغبړه وروسته ، ددوستۍ اوخیښۍ خبری پورته سوی، ما خطاب وټولو ته وویل: دا ولورونه او مهرونه داسی ډیر مه ایږدئ، مصارف دټولو مراسمو کم کړئ، ځکه الله پاک په قرآن عظیم الشأن کی فرمایی: ولاتنسوالفضل بینکم.[سورة البقرة 237] یعنی په خپل مینځ کی دیوبل سره احسان مه هیروئ او دامعلومه خبره ده چی دډیر مهر په ایښودلو کی احسان نه بلکه ظلم دئ همدا راز الله پاک فرمایی: وَأَنْكِحُواْ الأَيَامَى مِنْكُمْ.[سورة النور 32] یعنی خپلو مجردو ځوانانوته ښځی وکړئ اوخپلی مجردی ښځی مړو ته ورکړئ. او دامعلومه خبره ده چی مجردو ځوانانوته ښځی کول او مجردی ښځی مړو ته ورکول هغه وخت په آسانه د هرچا په توان کی راتلائ شی ، چی ولورونه لږ او نکاح آسانه وی، همدغه یی لامل دئ چی اوس په ټولنه کی ډیرئ ځوانان ډیر لوړ سن اوعمر ته رسیدلی دی خو دنکاح کولو توان نلری همدا راز ډیری ځوانانی ښځی چی دډیره وخته څخه بلوغ ته رسیدلی دی خوڅوک ورته مرکه نه راځی ، ځکه پلارونه یی په ډیر مهر باندی قیمتوی، پداسی حالکی چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم حضرت علی ته پر دریو شیانو باندی دتلوار کولو توصیه کوی ، چی یو دهغوی څخه دپیغلی ژر په نکاح ورکول دی چی فرمایی: والأيم إذا وجدت لها كفؤا.[سنن ترمذی 171] اوپیغله چی کله دی سیال ورته وموندئ. یعنی چی کله دی دپیغلی لپاره سیال چی دهغی خاوند کیدلائ شو وموندئ نو بس په نکاح یی ورکړه، مه یی ځنډه وه. په همدی خاطر مونږ وینو چی په ټولنه کی ډیر اخلاقی فساد اوفحشاء مخ په خوریدو ده. همدا راز رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایی: أعظم النساء بركة أيسرهن مؤنة.[مسند امام احمد 25162] یعنی ترټولو دلوی برکت خاونده هغه ښځه ده چی مصارف یی لږوی.

همدا راز فرمایی: "خيرهن أيسرهن صداقا" [صحیح ابن حبان 4034] یعنی ترټولو بهترینه ښځه هغه ده چی مهر یی آسانه وی(لږ وی).

همدا راز می ځینی نوری لازمی شرعی توصیی هم ورته بیان کړی.

خو افسوس چی ددی پرځای چی خلګ ځما خبروته غوږ کښیږدی او پر هغه باندی غور وکړی، وایی: مولوی صاحب! ته خوښه خبری کوی ، خومونږ داکار نشو کولائ ځکه اوس مصارف ډیردی، ماورته ویل: دمصارفو کول خو ستاسو په خپل اختیار کیدی بیامصارف لږ وکړئ، دوی ویل:مصارف لږ ځکه نشو کولائ چی زمونږ ښځی مو نه پسی پریږدی ، اودلږ مصارف اجازه نه راکوی، پدی ځای کی می هغه حدیث درسول اکرم صلی الله علیه وسلم را یاد شو چی وړاند وینه یی کړیده اوفرمایی: کله چی داسی زمانه راغله چی مړونه دخپلو ښځو تابع شوه، نوتاسو ددی انتظار وکاږئ چی الله پاک به پرتاسو باندی سور طوفان، زلزلی ، اودډبرو غورځول او ډیر نور مختلف اومسلسل آفتونه راوړی.[سنن ترمذی]

په رښیتاچی همدغه زمانه ده چی زمونږ ګرانه او رښتیا ویونکی پیغمبرصلی الله علیه وسلم یی وړاند وینه کړیده ، همدغه زمانه ده.

الله پاک دی مو ددغسی خلګو څخه نه ګرځوی او الله پاک دی راته دخپلو آفتونو څخه نجات راکړی.

۱۳۹۳/۰۳/۰۷

نيکټايی دافغانی کلتور له نظره

نيکټايی دافغانی کلتور له نظره

دا یوحقیقت دئ چی نکټایی په افغانی کلتور اوفرهنګ کی هیڅ مقام اوځای نلری، ځکه دافغانستان خلګ دکوم وقت څخه چی مسلمانان شویدی، طبعی خبره ده چی ټول هغه دودونه اوعنعنات چی هغه غیر اسلامی او غیراخلاقی دی دوی پسی پری ایښی دی، که په کوم ځای کی دیو چا لخوا یوغیر اسلامی دود اوعنعنه پرمخ باندی بیول کیږی هغه سړئ دافغانستان دخلګو نماینده گی نشی کولای، ځکه د ریښتینو مسلمانانو نماینده گی به رښتینئ مسلمان کوی، څوک چی کفارو په اصطلاحګانو باندی روبد وی هغه هیڅ کله دیو مسلمان هیواد دخلګو رښتینئ اومنل شوئ نماینده اودهغوی دفرهنګ اوکلتور مظهر نشی کیدلای، دافغانستان دټولو مسلمانو وګړو فرهنګ هغه شئ دئ کوم چی اسلام ورته راوستلئ دئ، اوهغه یی ددوی لپاره فرهنګ او دژوند لیدلارئ معرفی کړئ دئ، نیکټایی چی کوم شرعی حیثیت نلری نو افغانی حیثیت هم نلری، نکټایی چی په اسلام کی حرامه ده ، نو په افغانیت کی هم حرامه ده، مونږ چی دخپلو نیکه ګانو تاریخ ولولو نودابه راته له ورایه ښکاره شی ، چی هغوی نکټایی ګرسره نه پیژندل، بلکه دایو داسی لباس دئ، چی غرب اوشرق دمزدورانو اوهمفکره خلګو لخوا افغانستان ته راوړل شوئ دئ، هیڅ افغانی اصل اوریښه نلری، اوس یی هم هغه خلګ په غاړه کوی کوم چی ځانونو ته عصری مسلمانان Moderate Muslim وایی، خودا بیچاره ګان ددی څخه ناخبره دی چی عصری مسلمان څه معنی؟ عصری مسلمان دیته وایی: چی دعصر په مسائلو یی سرخلاص وی، دوقت اوعصر په حالاتو باندی پوهیږی په عصری اومدرن امکاناتو باندی خلګو ته داسلام په جوکاټ کی داخل اسلامی اوشرعی خدمات کوی، نه داچی دزمانی داهل سره دی دئ خپل اسلامی کلچر ته تغییر ورکړی، نوم دی هم نوئ کښیږدی کالی دی هم نوی واغوندی، خبری دی هم نوی نوی خبری کوی، کارونه دی هم نوی اوعجیب کارونه کوی، دغربیانو اوکفارو سره دی ځان مشابه کوی بس دغه عصری مسلمان شو، داسی نده ، داعصری مسلمان ندئ، دا داسی مسلمان دئ، چی دعصر قربانی شوئ دئ، ددنیا دحالاتو اوکفری اصطلاحګانوښکار ګرځیدلئ دئ.

توصيه

درنو اوقدرمنو لوستونکو! تاسو درسول اکرم صلی الله علیه وسلم احادیث اودفقهاؤ اقوال ولیدل چی لباس اوعلامی ته یی څونه اعتبار ورکړئ دئ، آن چی علامه اولباس یی یومعیار ګرځولئ دپاره دظاهری تشخیص دمسلمان اوکافر نومونږ ته لازمه ده چی دکفارو دهرقسم لباس څخه کوم چی په دوی پوری خاص وی، اویاددوی سره یوه عقیدتی بڼه ولری ځان وساتو، بیاپه خاصه نکټایی چی په اړه یی تاسو پورتنئ تحقیق ولوستئ چی هم دقرآن اوحدیث اوفقه په تطابق اوهم دعلماؤ په تصریحاتوباندی حرامه ده، دامعلومه خبره ده چی مسلمان لکه په دینی اموراتو کی چی مستقل او ځان کفا دئ داغسی په فرهنګ اوکلتور کی هم ځان کفادئ، دیته ندئ محتاجه چی په خپل لباس اوظاهری شکل جوړولو کیدی دکفار څخه تقلید وکړی، اسلام هرڅه ورته ښودلیدی، که لباس دئ، که خوراک اوڅښاک، اوکه اقتصاد دئ، په ټولو کی الله پاک ورته ښه اوبد معرفی کړی، اودده دضرورت هرشی یی ده ته ورښودلئ دئ دهغه کیفیت اوکمیت یی ورته ډیر واضح بیان کړئ دئ، نو راشئ خپل اسلامی ، او اصیل افغانی لباس په تن کړئ داده کفارو اوګمراهانو دلباس څخه پرهیزوکړئ، إن شاء الله خدای پاک به درباندی خپل رحمت وکړی او دنورو پخوانیو نیکمرغو انسانانو غوندی به نیکمرغی در په برخه کړی.

خلاصه:

خلاصه نکټایی په اسلام کی حرامه ده که یی څوک په عقیده دصلیب او په کومه عقیده چی یی کفار تړی ، وتړی پدی باندی انسان کافر کیږی اوکه یی په هغه عقیده باندی ونه تړی نوبیا کافر کیږی خونه ، لیکن تړل یی حرام ځکه دی چی پدی کی دکفارو سره مشابهت راځی، دهغوی سره دځان مشابه کول حرام دی.

ربنا تقبل منا إنک أنت السمیع العلیم. وصلی الله تعالی علی خیرخلقه ونورعرشه محمدوآله وصحبه اجمعین.

تفریعات

تفريعات
1. ولو التقطه مسلم فادعى نصراني أنه ابنه فهو ابنه وهو مسلم لما تقدم ، وإن كان

عليه زي النصارى كالصليب والزنار فهو نصراني ، لأن الظاهر أنه ولد على فراشه ولا اعتباربالمكان .[ألإختیار لتعلیل المختارکتاب اللقیط]

ژباړه: کچیری غورځول شوئ ماشوم مسلمان پیداکئ نونصرانی دعوه په وکړه، چی دغه یی زوی دئ، نودنصرانی زوی دئ خومسلمان دئ، لکه څنګه چی مخکی تیره شوه(ځکه چی پدی کی یی منفعت دئ) اوکچیری پرده باندی لباس دنصاراوو وو لکه صلیب او زنار نوبیا نصرانی دئ، ځکه دظاهره څخه داسی معلومیږی چی دنصرانی پرفراش زیږیدلئ دئ وځای ته اعتبار نشته.

2. وَإِنْ كَانَ إسْكَافًا أَمَرَهُ إنْسَانٌ أَنْ يَتَّخِذَ لَهُ خُفًّا عَلَى زِيِّ الْمَجُوسِ أَوْ الْفَسَقَةِ أَوْ خَيَّاطًا أَمَرَهُ أَنْ يَتَّخِذَ لَهُ ثَوْبًا عَلَى زِيِّ الْفُسَّاقِ يُكْرَهُ لَهُ أَنْ يَفْعَلَ لِأَنَّهُ سَبَبُ التَّشَبُّهِ بِالْمَجُوسِ وَالْفَسَقَةِ.[ردالمحتارفصل فی البیع، الشاملة]

ژباړه: کچیری یوسړی بوټ جوړوونکئ پدی باندی امر کړئ چی ده ته دی دمجوسیانو اویا دفاسقانو په ډول موزی جوړی کړی، اویا یوسړی خیاط ته وویل: چی ده ته دی دفاسقانو په ډول قمیص جوړکړی، نو دده (بوټ جوړوونکی ، اوخیاط) لپاره دا کارمکروه (حرام) دئ، ځکه داسبب دمشابهت دمجوسیانو اوفاسقانوسره دئ.

3. وَفِي الْمَبْسُوطِ كَمَا لَوْ اخْتَلَطَ الْكُفَّارُ يَعْنِي مَوْتَانَا بِمَوْتَاهُمْ فَإِنَّهُ يُعْتَبَرُ بِالزِّيِّ وَالْعَلَامَةِ.[البحرالرائق کتاب اللقیط]

ژباړه: په مبسوط کی راغلیدی: لکه چی زمونږ مړی دکفارو دمړو سره ګډشی نو اعتبار ولباس اوعلامی ته سته.

یعنی پرهرمړی چی لباس اوعلامه دمسلمان وه، بس هغه مسلمان دئ، اوکه ورباندی لباس اوعلامه دکفر وه بیا کافر حسابل کیږی.

دنکټايی په اړه دعلماؤ فتواګانی

دنکټايی په اړه دعلماؤ فتواګانی

1.الشيخ الدكتور سليمان بن سليم الله الرحيلي.
نوموړی وروسته تربیان دتاریخ دنکټایی کوم چی مخکی مونږ دده په حواله ذکر کړئ داسی وایی: فأنا - يظهر لي والله أعلم - أنه لا يجوز للمسلمين أن يلبسوها.
ماته خوداسی معلومیږی چی دنکټایی اغوستل مسلمان ته نه رواکیږی. والله اعلم

2. الشیخ ناصر الفهد.
ددغه عالم فتوی مو مخکی هم ذکر کړه چی دئ دخپلی فتوی په اول کی وایی: لايجوز لبسها لأنها تشبه بالكفار. ددی اغوستل نه رواکیږی ځکه پدیکی دکفارو سره مشابهت راځی.


3. الشيخ عبدالرحمن بن عبدالخالق اليوسف.
نوموړی عالم وروسته تردی چی څوک ورڅخه دنکټایی په هکله سوال کوی داسی وایی: ربطة العنق من شعار ولباس الكفار، ولا يجوز للمسلم أن يلبسها لأن في هذا تشبه بهم. یعنی نکټایی دکافرانو شعار اولباس دئ، مسلمان ته دهغی اغوستل نه رواکیږی ځکه چی پدیکی دهغوی سره مشابهت راځی.
[http://majles.alukah.net/showthread.php?40747]


4. الشیخ ناصرالدین الالبانی:
صورة أخرى من التشبه:
لقد أصبح التشبه بالكفار أمراً سهلاً جداً، فضربت لكم مثلاً: (البرنيطة) ولننزل درجة، فنأخذ وضع العقدة هذه التي يسمونها (الكرفتة)، هذه ما المقصود منها يا ترى؟ لا شيء أبداً إلا أن هذا زي كافر نقله الكفار حينما استحلوا بلادنا، فزين الشيطان لنا ذلك الزي فقلدناهم وتشبهنا بهم.
ژباړه:
بل صورت دمشابهت دکفارو سره:
اوس خو دکفاروسره مشابهت یو ډیر آسانه اوهوسی کار ګرځیدلئ، زه یی تاسوته یو مثال وایم: انگریزی خولۍ (رخچینه) او یو درجه چی کښته شو نودغه غوټه به راواخلو کوم چی خلګ ورته نکټایی وایی ددی څخه مقصد څه شئ دئ؟ بل هیڅ مقصد ځنی نشته غیرلدی څخه چی دغه لباس دکافر دئ چی کفارو زمونږ ښارونو ته دځانه سره راوړئ دئ هغه وقت چی زمونږ ښارونه یی اشغال کړل.
نودغه ددوی لباس شیطان مونږ ته ښایسته کړئ مونږ یی هم تقلید وکئ او ځانونه مو ددوی سره مشابه کړل.
[دروس الشیخ محمدناصر الالبانی المکتبة الشاملة]