۱۴۰۴/۰۲/۱۶

هغه وخت چې موږ خلافت درلودی:

لاندي متن د هغه ليک دی چې دويم سلطان عبدالحميد رحمه الله یهودي ثیودر هرتسل ته په جواب کې ليکلی دی، ثيودر هرتسل هغه يهودي وو چې د يهودانو لپاره يې د خپلواک دولت جوړولو هڅي کولې؛ نوموړي سلطان عبدالحميد رحمه الله ته پيغام رالېږلی وو چې که موږ يهودانو ته په فلسطين کې ځمکه راکړی تر څو موږ ځان ته خپلواک دولت ورباندي جوړ کړو نو موږ به تا ته په ميليونونه پيسې درکړو تر څو د خلافت پورونه په آداء کړی، سلطان عبدالحميد رحمه الله د ده غوښتنه ردوي او په لاندي ډول جواب ورته ليکي:

ډاکټر هرتزل ته مشوره ورکړئ چې په دې موضوع کې دي جدي ګامونه نه اخلي، ځکه زه د فلسطین له خاورې نه حتی یوه لوېشته هم نه شم تېرېدلای. دا ځمکه زما شخصي ملکیت نه دی، بلکې د اسلامي امت ملکيت دی. زما ولس د دې خاورې لپاره جهاد کړی او دا یې په خپلو وینو خړوبه کړې ده. یهودیان دې خپل میلیونونه(پيسې) وساتي. که یوه ورځ د خلافت دولت ټوټه ټوټه شي، نو هغه مهال شاید هغوی وکولای شي فلسطین بې قیمته او مفت ترلاسه کړي. خو تر هغه چې زه ژوندی یم، زما لپاره دا آسانه ده چې چړې زما په بدن کې ووهل شي، خو دا نه شم زغملی چې فلسطین دې د خلافت له دولت څخه جلا شي. دا هېڅکله نه شي کېدای. زه نه شم کولی پر دې موافقت وکړم چې زموږ بدنونه دې زموږ په ژوند کې ټوټه ټوټه شي.
سلطان عبدالحمید دویم
استانبول 1901م

نن هغه دی د سلطان عبدالحميد رحمه الله خبره رښتيا شوه او د خلافت د ړنګېدلو وروسته يهودانو مفته د فلسطين ځمکه اشغال کړله او ځان ته يې د اسرائيلو په نوم دولت ورباندي جوړ کړ؛ سلطان عبدالحميد رحمه الله په داسي وخت کې د يهودانو وړانديز رد کړ چې خلافت د ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ وو خو بيا د نوموړي غيرت او وجدان دا نه قبلول چې د يهودانو څخه دي پيسې واخلي او فلسطين دي پر دوی باندي وپلوري خو له بده مرغه نن ډېرو اسلامي هيوادونو نه تنها دا چې فلسطين يې يهودانو ته خوشي کړی دی بلکې د خپلو هيوادونو واګي يې د يهودانو په اختيار کې ورکړي دي او د هغوی سره ډول ډول مرستي کوي.

فلسطين به تر هغه وخت پوري بيا د مسلمانانو په واکمنۍ کې داخل نه شي تر څو چې مسلمانان د ځان لپاره يو قوي اسلامي خلافت جوړ نه کړي او دا خبره هغه وخت شونې ده چې اوسني بېغیرته واکمان له واکه ليري شي او پر ځای يې د افغانستان غوندي اسلامي نظام حاکم شي.
مولوي نورالحق مظهري

د الله خوښېدونکې شيان او د اسلامي سياست يو اصل:

په لاندي حدیث کې ځیني هغه شیان ذکر کیږي چې د الله پاک خوښیږي او د اسلامي سیاست یو اصل ته هم پکې اشاره سوېده چې هغه د هر کار سپارل د هغه کار اهل او مستحق ته دي.

د الله پاک خوښېدونکې شیان:
۱ – پر خپل اولاد باندي د مال مصرفول د الله پاک خوښيږي.
۲ – قوي ليد او ټينګ تصميم يې خوښيږي.
۳ – پوره او قوي عقل يې خوښيږي.
۴ – سخاوت يې خوښيږي.
۵ – شجاعت يې خوښيږي.

مهمه نکته: د قوي ليد او قوي عقل خوښوالی نسبتي ذکر سوی دی په دې معنی سره چې د شبهاتو په ځايونو کې چې قوي ليد او ټينګ تصميم ته اړتيا سته په هغه ځای کې يې قوي ليد او ټينګ تصميم خوښيږي او د شهواتو په ځايونو کې چط قوي عقل ته اړتيا سته هلته يې بيا قوي عقل خوښيږي؛ دا ځکه چې هر شی د ځان لپاره معلوم ځای لري او د الله پاک هر شي پر هغه خپل ځای باندي خوښيږي.

استنباط: د دې حديث څخه د اسلامي سياست مهم اصل هم معلوميږي چې هر مسئوليت بايد د هغه و اهل او مستحق ته وسپارل سي ځکه د شبهاتو په وخت کې قوي ليد او بصيرت ته اړتيا سته نو د شبهاتو د دفع مسئوليت دي هغه چا ته وسپارل سي چې قوي بصيرت ولري، د شهواتو په وخت کې قوي عقل ته اړتيا سته نو د شهواتو د دفع مسئوليت دي هغه چا ته و سپارل سي چې قوي عقل ولري.

عَنْ عِمْرَانَ بْنِ حُصَيْنٍ، قَالَ: أَخَذَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِطَرَفِ عِمَامَتِي مِنْ وَرَائِي، فَقَالَ: يَا عِمْرَانُ! إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الإِنْفَاقَ، وَ يُبْغِضُ الإِقْتَارَ، فَأَنْفَقْ وَأَطْعِمْ، وَلا تُصِرُّ صَرًّا، فَيَعْسُرَ عَلَيْكَ الطَّلَبُ، وَ اعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ تَعَالَى يُحِبُّ البَصَرَ النَّافِذَ عِنْدَ مَجِيءِ الشُّبُهَاتِ، وَالْعَقْلَ الْكَامِلَ عِنْدَ نُزُولِ الشَّهَوَاتِ، وَيُحِبُّ السَّمَاحَةَ وَلَوْ عَلَى تَمَرَاتٍ ، وَيُحِبُّ الشَّجَاعَةَ وَلَوْ عَلَى قَتْلِ حَيَّةٍ.[مسندالشهاب القضاعي1005]
ژباړه: عمران بن حصين وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم زه د شا لخوا تر لنګوټې ونيولم او راته ويې ويل: ای عمرانه! يقينا چې پر خپلي کورنۍ باندي د مال لګښت د الله پاک خوښيږي او د لګښت د بندولو څخه يې بد راځي نو مصرف وکړه او نفقه ورکړه او ډېر يې پر ځان ټينګ مه نيسه چې طلب يې بيا درباندي سختيږي، پوه سه چې الله پاک د شبهاتو د راتلو په وخت کې قوي ليد خوښوي او د شهواتو د راتلو په وخت کې کامل عقل خوښوي، او د الله پاک سخاوت خوښيږي که څه هم پر څو دانو خورماوو وي او شجاعت يې خوښيږي که څه هم د مار پر وژولو باندي وي.
مولوي نورالحق مظهري