۱۴۰۲/۱۰/۱۶

د حجاب اړوند د شبهاتو جوابونه:(يوولسمه شبهه)

د حجاب مخالفین وايي: بې حجابي او مخ لڅونه د ښځي حق دی او حجاب پر دې باندي ظلم دی؛ د اسلامي حجاب د مخالفينو په ګمان بې حجابي د ښځي حق دی هغه حق چي اوس ټولني ورڅخه اخيستی دی همدا راز خود خواه، قديمي اوكوټه فكره سړيو ځيني سلب كړی دی؛ د دوی په باور حجاب پر ښځي باندي ظلم دی او د دې د حق سلبول دي.
جواب: د دغه خلګو په جواب كي بايد وويل سي: لومړی خبره دا ده چي حجاب داسي حكم ندی چي هغه دي د ټولني او يا سړي لخوا ايښوول سوی وي چي په عملي كولو يې پر ښځه باندي ظلم راسي او ښځه دي د هغه څخه د خلاصون لپاره هڅه اوكوښښ وكړي لكه په اروپا او غربي هيوادونوكي چي د ښځي او خاوند تر مينځ داسي قضيې او پيښي مينځ ته راځي؛ بلكي حجاب هغه حكم او قانون دی چي د ښځي رب او خالق ورباندي فرض كړی دی هيڅه مسلمانه ښځه د دې واك نه لري چي د حجاب پر فرضيت او مهموالي دي د الله پاك سره مقابله وكړي او نه هم د حجاب په منلوكي دې لره اختيار سته بلكي دا يې په منلو باندي مكلفه ده.
په سورة الأحزاب 36 آيت كي الله جل جلاله فرمايي: 
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلاَ مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَا لاً مُّبِينًا.[الأحزاب:36]
يعني د مسلمان او مسلماني لپاره د دې حق نسته چي كله يې الله او يا د الله رسول په هكله فيصله وكړي نو دوی دي په منلوكي اختيار ولري او هر څوك چي د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړي نو هغه په ښكاره ګمراهۍ باندي بې لاري سوی دی.
نو د حجاب په شمول په هيڅ اسلامي حكم كي مسلمانانو ته دا نه روا كيږي چي دوی يې په كولو كي اختيار ولري بلكي هر كار چي الله پاك يې انسان په كولو باندي مكلفه كړی وي بايد سر ته يې ورسوي.
بله خبره دا ده چي دوی حجاب ته ظلم وايي، حجاب پر ښځي باندي زورواكي او تيری بولي دا خپله د دې خبري ښكارندويي كوي چي دوی د اسلام په هكله پوره معلومات نه لري او نه هم اسلامي ارزښتونه ورته پوره معلوم دي كنه نو د حجاب له امله هيڅه ستونزه مينځته نه راځي؛‌ ځكه حجاب كومه نوې خبره نده بلكي په زمانه كي د رسول الله صلی الله عليه وسلم حجاب فرض كړل سوی دی، په هماغه زمانه كي په پوره توګه نافذ او عملي سوی دی او د هغه وخت څخه را پدې خوا هغه دی تر14 پيړيو ډېر وخت په مسلمانانو كي پاته سوی دی او هيڅ مسلمان دا خبره نه كوي چي په زمانه كي د رسول الله صلی الله عليه وسلم او يا هم په هغو زمانو كي چي د حجاب پر كولو باندي پوره پابندي وه ښځه دي د حجاب له وجهي مظلومه واقع سوې وي او يا دي هم په ټولنه كي حجاب ته د ظلم او تيري په سترګه كتل سوې وي؛ بلكي د حجاب په شمول د اسلامي شعائرو سپكاوی او په مسلمانانو كي يې كم رنګه كېدل د هغه وخته څخه راپيل سويدي چي په مسلمانانو كي بې دينۍ لاره موندلې او يا هم د ځينو عياشو او جاهلو خلګو په واسطه د اسلام په نامه كوم ناوړه كارونه سوي دي؛ او په رښتيا چي كوم ظلمونه اوس د ځينو مسلمانانو لخوا پر ښځو باندي كيږي پدې كي د اسلام نقصان نه دی بلكي د هغه خلګو نقصان دی چي ظلم کوي ځكه دوی د خپلي سپېڅلي عقيدې څخه فاصله نيولې، اسلامي او ديني تعليماتو ته يې شاه ګرځولې، د دې پر ځای چي د خپل ژوند د سمون معيار اسلامي شريعت وګرځوي د نورو بيګانه خلګو په فرهنګ او كلتور پسې روان دي، زده كړي كوي خو ادب او تربيې ته پاملرنه نه كوي، هر يو د دې كوښښ كوي چي داسي زده كړي وكړي چي په مټ يې سرمايه او دنيا لاس ته راوړي او د اسلامي خواخوږۍ په هدف او ټولني ته د مثبت خدمت په موخه زده كوونكي د ګوتو په شمېر دي.
معلومه خبره ده چي هره ټولنه دومره د خپل دين څخه واټن ونيسي نو د بې حجابۍ په شمول نور ډېر داسي كارونه به وكړي چي هغه په شريعت كي حرام او ناروا وي او په دنيا او آخرت كي د دوی لپاره رسوايي او شرمنده ګي وي.
د مسلمانانو لپاره د سم ژوند او پاكي زمانې نمونه د رسول الله صلی الله عليه وسلم وخت دی چي د ښځي حجاب هم وو، مسلمانانو ته د هراړخيز اخلاقي او روحي پاك ژوند زمينه هم برابره وه او مسلمانان په خپل وخت كي پرمختللي، متمدنه او مترقي ټولنه پېژندل كېدل.
او ډېره جالبه خبره دا ده چي حجاب ته هغه خلګ د ظلم په سترګه ګوري کوم چي حجاب نه کوي؛ په کومي ټولني کي چي حجاب کيږي هلته حجاب ته د ظلم په سترګه نه کتل کيږي او نه هم ښځي حجاب کول پر ځان باندي ظلم بولي بلکي مسلماني ښځي په خپله خوښه او په ډېري لېوالتيا سره حجاب کوي.
که موږ په نړۍ کي په هغو خلګو کي چي حجاب سم پېژني يوه سروې وکړو زه باوري یم چي قاطع اکثريت به د حجاب په پلوۍ رأیه ورکوي ځکه حجاب د ښځي لپاره شرف دی، حجاب د ښځي لپاره عزت دی، حجاب د ښځي لپاره ارزښت دی، حجاب د ښځي لپاره سکون دی او حجاب د ښځي لپاره محافظ دی.
ما چي څومره فکر کړی دی د حجاب سره هغه خلګ يا هغي ښځي مخالفت کوي چي په هغوی کي بالکل حجاب نسته او يا د حجاب په پوره ارزښت خبر ندي؛ ددې ساده مثال داسي دی لکه د افغانانو پیراخ کالي او په نورو هیوادونو کي د خلګو تنګ پتلون؛ ممکن ډېری خلګ د افغانانو په لباس پوري وخاندي او دا یوډول سادګی وبولي خو که په خوند او ارزښت يې پوه سي هیڅ کله به بيا نه تنها داچي سپکاوی به يې ونکړي بلکي خپله به يې هم په تن کړي.
ددې خبري ژوندی شاهد ما په خپلو سترګو ليدلی دی موږ په 1380هـ ش کال کي د طالبۍ په دوره کي په ایران کي د تهران په پرديس ولسوالۍ کي د يوه ايراني سره کار کوی؛ د هغه به زموږ کالي ډېر خوښېدل، زموږ د کالو به يې ډېر صفت کوی او ويل به يې که دلته زموږ په ځای کي رواج وای ارومرو به موږ هم آغوستلای ځکه ستاسي په کالو کي سړی ډېر هوسا دی او ټول حرکات په ښه آسانۍ سره تر سره کولای سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۱۰/۱۴

که اسلامي نظام نه وي نو څه به کيږي؟

۱ – که اسلامي نظام نه وي نو د انسانانو دنيوي ژوند به د انساني شرافت او بشري ارزښت پر اصولو برابر پر مخ ولاړ نسي.
۲ – که اسلامي نظام نه وي نو د انسانانو ژوند به د قيامت تر ورځي د اختلافاتو او ګډوډيو څخه ډک وي.
۳ – که اسلامي نظام نه وي نو د مسلمانانو او اسلام عزت به خوندي نه وي.
۴ – که اسلامي نظام نه وي نو د اسلام د ساتني او غځوني لپاره به جهاد، فتحي او مؤثر دعوتونه ختم سي چي ورسره به کفار، اهل باطل او شرير انسانان د مځکي واک په اختيار کي واخلي او پر عامو انسانانو به د ژوند کړۍ ورځ تر بلي سخته سي.
۵ – که اسلامي نظام نه وي نو شرعي احکام او حدود به معطل سي چي په نتيجه کي به د مځکي څخه برکتونه او مشروع سهولتونه پورته سي.
۶ – که اسلامي نظام نه وي نو د يتيمانو، کونډيانو، غريبانو او بې وزلو انسانانو پالنه او غور به څوک وکړي.
۷ – که اسلامي نظام نه وي نو د شرعي حکمي مراسمو لکه حج، روژه او زکات سرپرستي به څوک وکړي؟
۸ – که اسلامي نظام نه وي نو د ظالمانو څخه به د مظلومانو حق څوک واخلي او د زورواکانو مخه به څوک ونيسي؟
۹ – که اسلامي نظام نه وي په حاکميت او تسلط کي به اهليت څنګه عملي سي؟
۱۰ – که اسلامي نظام نه وي د خلګو فزيکي، فکري، عقيدوي، اقتصادي او سياسي امنيت به څوک خوندي کړي؟
ځکه نو په هره زمانه کي د مځکي پر مخ د اسلامي نظام شتون ضروري او لازم دی؛ اوس چي الله تعالی زموږ په هيواد کي اسلامي نظام حاکم کړی دی هر يو يې بايد په پوره سمبالولو او ساتلو کي د خپل توان سره سم برخه واخلي.
ژباړه: زه وايم: د دين او دنيا نظام مقصود دی او دغه مقصود بېله شتون څخه د امام په لاس نه راځي، که موږ د امام ټاکل و نه منو نو دا به د قيامت تر ورځي د اختلافاتو او ګډوډۍ لامل سي، که د خلګو لپاره اطاعت کېدونکی امام نه وي نو د اسلام عزت به له مينځه ولاړ سي، که امت فاتح امام ونلري نو جنګونه او منظرې به بندي سي او د راتلونکي او تلونکي پر مخ به لاري پرې سي، که کومه زمانه د امام څخه خالي وي نو په هغه وخت کي به احکام تعطيل سي او يتيمان به خوار سي او د بيت الله حج به څوک نسي کولای، که ائمه، قاضيان، باچاهان او واليان نه وي نو ناواده ښځي به په نکاح نه ورکول کيږي او د يتيمانو سرپرستي به نه کيږي او که باچا نه وي نو په خلګو کي به ګډوډي جوړه سي او ځيني به ځيني نور وخوري.
فأقول نظام أمر الدين والدنيا مقصود ولا يحصل ذلك إلا بإمام موجود لو لم نقل بوجوب الإمامة لأدى ذلك إلى دوام الاختلاف والهرج إلى يوم القيامة لو لم يكن للناس إمام مطاع لانثلم شرف الإسلام وضاع لو لم يكن للأمة إمام قاهر لتعطلت المحاريب والمناظر وانقطعت السبل للوارد والصادر لو خلا عصر من إمام لتعطلت فيه الأحكام وضاعت الأيتام ولم يحج البيت الحرام لولا الأئمة والقضاة والسلاطين والولاة لما نكحت الأيامى ولا كفلت اليتامى لولا السلطان لكانت الناس فوضى ولأكل بعضهم بعضا.[تهذيب الرياسة وترتيب السياسة ج1 ص 8]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۱۰/۱۳

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(لومړی برخه)

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري.
په دې خاطر چي اسلامي نظام په مځکه کي د الله تعالی دين پياده کوي، د حقيقي سياسي اسلام نماينده ګي کوي، د ظالمانو د ظلم مخه نيسي او د هر ډول فساد مخنيوی کوي ځکه نو هر اهل باطل يې په وړاندي دريږي او د حاکم کېدلو مخه يې نيسي او که اسلامي نظام حاکم وي بيا يې د توسعې او بقاء پر ضد دسيسې جوړوي تر څو يې ړنګ کړي.
اهل باطل د عقيدې، عمل او سياسي ليدلوري په لحاظ ډېر دي خو د اسلامي نظام لپاره تر ټولو ډېر خطرناک يې منافقين دي کوم چي ځانونه د اسلام يا تقوی په لباس کي ښکاره کوي خو اصالت يې بل ډول وي له همدې امله الله تعالی مسلمانان د دوی سره په احتياط کولو باندي امر کوي او فرمايي: هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ.[المنافقون: ۴] ژباړه: دوی دښمنان دي نو احتياط ورسره وکړئ. يعني منافقين ستاسي دښمنان دي ځکه نو تاسي مأمور ياست چي د دوی سره ډېر احتياط وکړئ او د دوست په سترګه مه ورته ګورئ تر څو مو دوکه نکړي او د ستونزو سره مو مخامخ نکړي.
منافقين دوه ډوله دي: عقيدوي منافق او عملي منافق لکه امام ترمذي چي د حسن بصري رحمه الله په حواله فرمايي: النفاق نفاقان: نفاق التكذيب ونفاق العمل.[سنن ترمذي۳۶۳۲] ژباړه: نفاق پر دوه ډوله دی: د تکذيب نفاق او د عمل نفاق.
د تکذيب نفاق هغه وي چي څوک په ښکاره ايمان راوړي خو په اصل کي يې ايمان نه وي راوړی بلکي کافر وي او د عمل نفاق هغه دی چي ايمان يې راوړی وي خو کارونه د منافق کوي لکه په احاديثو کي چي ځيني نښي د عملي نفاق ذکر سوي دي.
د تاريخ په اوږدو کي دواړي ډلي د اسلامي نظامو په وړاندي خطرناکي تمامي سوي دي په خاصه توګه عقيدوي منافقين چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې څخه بيا زموږ تر زمانې  پوري يې تل عموما د مسلمانانو پر ضد او بيا يې په خاصه توګه د اسلامي نظامونو پر ضد ناوړه کړني ترسره کړيدي چي موږ يې په څو کتګوريو کي په لاندي ډول ذکر کوو:
د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي منافقين: 
د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي د يهودو او عربو منافقينو تل د دې کوښښ کوی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو ته ستونزي جوړي کړي او د دوی نوی تأسيس سوی اسلامي نظام ړنګ کړي او يا يې هم لږ تر لږه د توسعې او پرمختګ مخه ونيسي؛ منافقينو به په دين کي شبهات پيدا کول، مسلمانان به يې پر دين باندي بې باوره کول، د مسلمانانو په مينځ کي به يې بې اتفاقي خپرول، په مسلمانانو کي نيک خلګ به يې په بدو کارونو متهم کول آن تر دې چي خپله پر رسول الله صلی الله عليه وسلم او دده پر کورنۍ به يې هم تهمتونه ويل او ټول هغه کارونه به يې کول چي د اسلام او مسلمانانو په تاوان تمامېدل؛ د بېلګي په ډول:
۱ – کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبوک غزوې ته آمادګي نيول او صحابه يې وتلو ته امر کړه منافقينو د دې ترڅنګ چي ځانونه يې د جهاد څخه کښل او د تللو څخه يې ډډه وکړه بلکي نور مسلمانان يې هم د جهاد څخه راګرځول او کوښښ يې کوی چي مسلمانان د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امر مخالفت وکړي؛ الله تعالی د دوی په اړه فرمايي:
فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلَافَ رَسُولِ اللَّهِ وَكَرِهُوا أَنْ يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَالُوا لَا تَنْفِرُوا فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ.[التوبة۸۱]
ژباړه: خوشحاله سوه پاته سوي کسان په ناستي سره د دوی وروسته تر رسول الله صلی الله عليه وسلم او دوی بد وګڼل چي په خپلو مالونو او ځانونو د الله تعالی په لاره کي جهاد وکړي او دوی وويل: په ګرمۍ کي مه وځئ ورته ووايه چي د جهنم اور ډېر ګرم دی که دوی پوهيږي.
دلته منافقين خپله هم جهاد ته نه تلل او د مسلمانانو په منځ کي  يې نفاق ته هم لمنه وهل تر څو هغوی هم د دوی غوندي جهاد ته ولاړ نسي ځکه يې نو ورته وويل: په ګرمۍ کي مه وځئ.
۲ – کله چي رسول الله صلی الله عليه د تبوک غزوې د وتلو اراده وکړه نو جد بني قيس ته يې ويل: څنګه يې د بني الاصفر قوم سره جنګ کولو ته؟ هغه ورته وويل: يارسول الله ته پوهېږې  چي زه د ښځو ډېر شوقي يم نو که زه جنګ ته درسره ولاړ سم ممکن د ښځو په فتنه کي ولوېږم او دين به مي خراب سي؛ مفسرينو ليکلي دي چي دا سړی منافق وو په دې ډول يې د جهاد څخه ځان کښووس او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې درواغ ويل؛ الله تعالی يې په اړه دا آيت نازل کړ: وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ ائْذَنْ لِي وَلا تَفْتِنِّي أَلا فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُوا وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكافِرِينَ.[التوبة۴۹]
ژباړه: ځيني د دوی(د منافقينو څخه) هغه څوک دی چي وايي: ما ته اجازه( د پاتي کېدلو) راکړه او په فتنه کي مي مه اچوه، خبر اوسه چي دوی په فتنه کي لوېدلي دي او يقينا چي جهنم پر کافرانو باندي راګرځېدلی دی.
دې منافق ددې ترڅنګ چي خپله جهاد نه تلی نور مسلمانان يې هم د جهاد نه تللو ته هڅول او هغوی ته يې هم د عذر او ګناه نقل ورکوی.
۳ – کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبوک غزوې د تللو اراده وکړه څو منافقين د يوه يهودي چي سويلم نومېدی په کور کي سره راټول سوه تر څو مسلمانان د کفارو سره د جګړې څخه را وګرځوي؛ کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په خبر سو طلحه بن عبيدالله رضي الله عنه يې د څو نفرو سره ور واستوی او امر يې ورته وکړ چي د سويلم کور وسوځوي او راټول سوي خلګ پسي واخلي؛ طلحه بن عبيدالله رضي الله عنه دا کار وکړ او منافقين ټول و تښتېدل.
دا د مسلمانانو پر ضد د منافقينو د دسيسو څخه يوه دسيسه وه ترڅو په مسلمانانو کي وېره خپره کړي، د دښمن څخه يې ووېروي او د جهاد کولو څخه يې را وګرځوي.
۴ – کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبوک غزوې ته تلی حضرت علي رضي الله عنه يې د لنډ وخت لپاره په مدينه منوره کي د خليفه په حيث پرېښودی دلته نو منافقينو په خپل منافقت پيل وکړ او آوازه يې ګډه کړه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم علي رضي الله عنه په دې خاطر د ځانه سره نه بيايي چي زړه يې  نه غواړي او د هغه تلل ورباندي سخت تماميږي؛ علي رضي الله عنه راغی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې ويل: يا رسول الله ځيني خلګ وايي: ته ځكه ما دلته پرېږدې چي زما په تللو نه يې خوشحاله او زما تلل پر تا باندي سخت تماميږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: آيا ته نه خوشحاله کيږې چي ته زما سره داسي سې لکه هارون عليه السلام د موسی عليه السلام سره؛ يعني کله چي موسی عليه السلام د طور غره ته تلی نو هارون عليه السلام يې تر خپل راتګ پوري د ځان نماينده وټاکی؛ زه هم تر خپل راتګ پوري تا خپل نماينده ټاکم؛ حضرت علي رضي الله عنه په دې باندي خوشحاله سو او د منافقينو د نفاق پلان شنډ سو.
د لته منافقينو غوښتل د رسول الله صلی الله عليه وسلم او دده د صحابه وو تر مينځ اختلاف او بې باوري پيدا کړي ترڅو دده ملګري دده د امر مخالفت وکړي او په خپل مينځ کي سره اخته سي او د کفارو سره جګړه کول ورڅخه پاته سي.
۵ – کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه د خيراتونو او صدقاتو ورکولو ته تشويق کړه عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه څلور زره ديناره د صدقې لپاره راوړه؛ منافقينو وويل: دا خو يې د رياء لپاره راوړي دي؛ او چه کله بل صحابه دوه پيمانې خورما  د صدقې لپاره راوړه منافقينو وويل: الله او د هغه رسول ستا دغه پيمانې ته هيڅ ضرورت نه لري.
د منافقينو هدف دلته دا وو چي مسلمانان د خيراتونو د ورکولو څخه را وګرځوي ځکه يې نو پر ډېر مال ورکوونکي او لږ مال ورکوونکي دواړو نيوکي وکړې، يو يې په ريا متهم کړ او د هغه بل صدقه يې بې ارزښته وګڼل؛ الله تعالی ددوی په رد کي دا آيت نازل کړ: الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ.[التوبة۷۹]
ژباړ: هغه منافقان چي عيب وايي پر خيرات ورکوونکو د مؤمنانو په خيراتونو کي او د هغه کسانو عيب وايي چي دوی نسي موندلای مګر د خپل کوښښ په اندازه الله تعالی به ددوی د مسخرو عذاب ورکوي او ددوی لپاره سخت عذاب دی.
منافقانو پر هغو مؤمنانو هم بد ويل چي ډېر خيرات يې ورکړی وو او پر هغو مسلمانانو يې هم بد ويل چي د لږ خيرات يې ورکړی وو ځکه دا د منافق عادت دی چي په هر شي کي پلمه او فاسده خبره پيدا کوي؛ الله تعالی ددوی دغه کار وغندی او دوی مؤمنانو ته رسوا کړه.
۶ – کله مسلمانان د تبوک غزوې ته د روميانو سره جګړې ته روانېدل ځينو منافقينو ورته ويل: تاسي پر روميانو د عربو ګمان کوی چي جګړې مو ورسره کولې؟ هدف يې دا وو چي مسلمانان و وېروي او د روميانو سره د جګړې څخه يې را وګرځوي.
۷ – کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په مدينې منورې کي د اسلامي نظام بنسټ کېښودی او مهاجرين او انصار يې سره وړونه کړه د منافقينو دغه حالت نه خوښېدی نو ددې لپاره چي د مسلمانانو مينځ کي بې اتفاقي راولي مسجد ضرار يې جوړ کړ خو الله تعالی دوی رسوا کړه او رسول الله صلی الله عليه وسلم يې مسجد وران کړ.
۸ – منافقينو ددې لپاره چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم شخصت داغداره کړي او دده مبارکه کورنې بدنامه کړي د مشهور منافق عبدالله بن ابی بن سلول په دسیسه يې پر عائشې رضي الله عنها تهمت ولګوی ځکه تهمت لګول هم د فکري جګړې څخه برخه ده چي تل يې کفار او منافقين د مسلمانانو او بيا اسلامي نظامونو پر ضد کاروي؛ خو الله تعالی د عائشې رضي الله عنها پر پاکۍ قرآن نازل کړ او منافقين يې رسوا کړه.
لنډه دا چي په زمانه کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم منافقينو ډېر کوښښونه وکړه تر څو د صحابه وو تر مينځ اختلافات پيدا کړي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اطاعت ارزښت په صحابه وو کي کم کړي، د مسلمانانو دښمنان پر دوی باندي را وپاروي، انصار او مهاجرين، اوس او خرزج سره وجنګوي او ددوی ترمينځ قومي جګړې پيل کړي؛ دا ټول ددې لپاره چي په مدينې منورې کي د اسلامي نظام مخنيوی وکړي.
په هره زمانه کي بايد مسلمانان په خاصه توګه د اسلامي نظام مشران د منافقينو مکر او فريب ته متوجه وسي او ددوی په چاپلوسۍ، خوړمالۍ، خوږو خبرو او ظاهري دوستۍ دوکه نسي تر څو خدای مکړه تسلط، نفوذ او اقتدار يې له مينځه يو نسي.
دوام لري....

۱۴۰۲/۱۰/۱۱

زړونه څلور ډوله دي:

ژباړه: د ابو سعيد رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زړونه څلور ډوله دي: يو خالي/پاک زړه دی چي په هغه کي د څراغ غوندي شی دی چي ځليږي، بل پوښ سوی زړه دی چي پوښ يې ټينګ پر راتاو سوی دی، بل سرچپه يا سرنګون زړه دی او بل کوږ/ دوه مخی زړه دی؛ هغه زړه چي پاک دی هغه د مسلمان زړه دی چي د نور څراغ يې پکښې روښانه دی، هغه زړه چي پوښ لري هغه د کافر زړه دی، هغه زړه چي سرچپه دی هغه د منافق زړه دی چي يوځل شی پېژني بيا ورڅخه انکار کوي او هغه زړه چي کوږ يا دوه مخی دی هغه داسي زړه دی چي په هغه کي ايمان او نفاق دواړه سته؛ د ايمان مثال يې داسي دی لکه واښه چي پاکي اوبه يې خپلي خوا ته کشوي او د نفاق مثال يې داسي دی لکه دانه چي چرک او وينه يې خپلي خوا ته کشوي نو هر کشول چي ورباندي غالبه سي نو هغه حالت پر زړه باندي غالبه کيږي. [مسند احمد بن حنبل 11145]
وضاحت: يعني هغه زړه چي د کفر، منافقت، او روحاني امراضو د چټليو څخه پاک دی هغه د مسلمان زړه دی چي په هغه کي حسد، بغض، بخالت، تکبر، غرور، ځانځاني، جهالت او نور منفي شيان شتون نلري ځکه نو هغه تل روښانه وي او د مسلمان وجود ته يې ګټه رسيږي ځکه زړه د بدن باچا دی که اصلاح او ژوندی وو بدن به هم ورسره اصلاح او ژوندی وي او که خراب او مړ وو بدن به هم ورسره خراب او مړ وي.
هغه زړه چي پوښ سوی دی او په پوښ کي کلک تاو دی هغه د کافر زړه دی چي په کفر باندي دومره کلک سوی او تور سوی دی چي ايمان او تقوی هيڅ لار ورته نسي پيدا کولای مګر دا چي الله تعالی يې په خپل فضل سره سپين او نرم کړي.
هغه زړه چي سرچپه يا سرنګون دی هغه د منافق زړه دی چي حق يې پېژندلی وي بيا يې ورڅخه انکار کړی وي ځکه منافق خو په ښکاره حق مني خو د پردې شاته بيا انکار ورڅخه کوي؛ ددې سړي زړه چپه دی ځکه د زړه تصرف يې معکوس دی؛ د دې پر ځای چي دده د زړه په سبب په بدن کي اصلاح راسي فساد راغلی او د دې پر ځای چي په خپل زړه باندي حق ته تسليم سي باطل ته تسليم سوی دی.
او هغه زړه چي کوږ دی يا دوه مخه لري هغه د هغه چا زړه دی چي په زړه کي ايمان او نفاق دواړو ته ميلان لري يعني نه سم مؤمن وي او نه هم سوچه کافر وي چي دې مرحلې ته ځيني د ضعيف ايمان مرحله وايي يا د عملي نفاق مرحله وايي چي د دوام په صورت کي ممکن سوچه کفر يا عقيدوي نفاق ته مفضي سي؛ په داسي مرحله کي نو زړه د دوو کشوونکو حالتونو تر مينځ وي که د تقوی او ښو کارونو په سبب د ايمان حالت ورباندي غالبه سو نو زړه به يې پاک او صفا سي او د ده څخه به پوره مسلمان جوړ سي او که د ګناهونو او سرغړونو په سبب د نفاق حالت ورباندي غالبه سو بيا به سم کافر يا سم منافق سي.(نعوذ بالله)
الله تعالی دي زموږ ټولو مسلمانانو زړونو صاف او پاک وګرځوي تر څو مو د زړه د اصلاح په سبب بدنونه هم اصلاح سي او د الله تعالی د مخلصو بندګانو څخه وګرځو.
مولوي نورالحق مظهري