۱۴۰۲/۰۴/۱۷

د مسلمان باچا حقوق:(دريمه برخه)

دريم حق: پر خلګو باندي د باچا دريم حق دا دی چي خلګ بايد خپل باچا ته نيکه دعا وکړي ځکه له يوې خوا مسلمان باچا ته دعا کول په حديث باندي ثابت دي او له بلي خوا د عقل غوښتنه هم دا ده چي رعيت بايد خپل باچا ته دعا وکړي؛ ځکه باچا تل د خپل رعيت په کارونو کي ستړی وي، د هغوی امنيت او ژوند ته کار کوي او د دوی د حالاتو څخه ځان خبروي.
مسلمان باچا ته دعا کول په احاديثو او آثارو کي:
1 - عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ثَلاثَةٌ لا يَغِلُّ عَلَيْهِنَّ قَلْبُ الْمُؤْمِنِ إِخْلاصُ الْعَمَلِ لِلَّهِ وَالنَّصِيحَةُ لِوُلاةِ الأَمْرِ وَالاعْتِصَامُ بِالْجَمَاعَةِ.[السنة لإبن أبي عاصم1088]
ژباړه: د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: درې خصلتونه دي چي د مسلمان زړه ورباندي خيانت/بخالت نه کوي: د الله لپاره په کار کي اخلاص دی، د مشرانو لپاره نصيحت دی او د مسلمانانو د ټولۍ ټينګ نيول دي.
امام نووي رحمه الله د صحيح مسلم په شرح کي د خطابي رحمه لله په حواله وايي: مسلمان باچا ته نيکه دعا هم يو ډول نصيحت دی.
همداسي په بل حديث کي راځي:
2 - عَنْ عَوْفِ بْنِ مَالِكٍ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: خِيَارُ أَئِمَّتِكُمُ الَّذِينَ تُحِبُّونَهُمْ وَيُحِبُّونَكُمْ وَيُصَلُّونَ عَلَيْكُمْ وَتُصَلُّونَ عَلَيْهِمْ.[صحيح مسلم 4910 ]
ژباړه: عوف بن مالک رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي هغه وفرمايل: ستاسو غوره باچاهان هغه دي چي تاسي د دوی سره محبت لری، دوی ستاسو سره محبت لري او تاسي دوی ته دعا کوی او دوی تاسي ته دعا کوي.
3 - عَبْدَ الرَّحْمَنِ يَقُولُ: سَمِعْتُ سُفْيَانَ يَقُولُ: إِنِّي لَأَدْعُو لِلسُّلْطَانِ، وَأَدْعُو لِأَصْحَابِ الأَهْوَاءِ، وَلَكِنْ لاَ أَسْتَطِيعُ أَنْ أَذْكُرَ إِلاَّ مَا فِيهِمْ.[مسند ابي الجعد1901]
ژباړه: عبدالرحمن وايي: ما د سفيان ثوري رحمه الله څخه واورېدل چي ويل يې: زه باچا ته دعا کوم او زه د نفس غوښتونکو والا خلګو ته هم دعا کوم خو زه ددې توان نلرم چي ذکر دي کړم مګر هغه شيان چي په دوی کي وي.
سنت طريقه همدا ده چي مسلمانان بايد خپل مسلمان باچا او امير ته نيکه دعا وکړي.
4 - يقول الفضيل بن عياض: لو كان لي دعوة مستجابة ما جعلتها إلا في السلطان قيل له: يا أبا علي فسر لنا هذا؟ قال: إذا جعلتها في نفسي لم تعدني, وإذا جعلتها في السلطان صلح فصلح بصلاحه العباد والبلاد, فأمرنا أن ندعو لهم بالصلاح ولم نؤمر أن ندعو عليهم, وإن جاروا وظلموا لأن جورهم وظلمهم على أنفسهم وصلاحهم لأنفسهم وللمسلمين.[شرح السنة107]
ژباړه: فضيل بن عياض رحمه الله فرمايلي دي: که زما لپاره قبلېدونکې دعا وي نو زه به هغه د باچا لپاره وکړم، چا ورته وويل: ددې خبري تشريح وکړه! هغه ورته وويل: که زه يواځي ځان ته دعا وکړم هغه تر ما نه تېريږي خو که باچا ته دعا وکړم نو دی اصلاح سي دده د اصلاح سره خلګ او ښارونه اصلاح کيږي؛ ځکه نو موږ پدې باندي امر سوي يو چي باچاهانو ته د اصلاح او ښېګڼيي دعا وکړو او موږ دوی ته په ښېرا کولو باندي نه يو امر سوي کڅه هم دوی ظلم وکړي ځکه د دوی د ظلم تاوان يواځي دوی ته رسيږي خو د صلاح ګټه يې دوی او ټولو مسلمانانو ته رسيږي.
همداسي صاحب د شرح السنة وايي: وإذا رأيت الرجل يدعو على السلطان فاعلم أنه صاحب هوى , وإذا سمعت الرجل يدعو للسلطان بالصلاح فاعلم أنه صاحب سنة إن شاء الله.[شرح السنة107]
ژباړه: کله چي دي څوک وليدی چي باچا ته يې ښېرا کول نو پوه سه چي هغه خاوند د نفسي غوښتنو دی او که دي واورېدل چي سړي باچا ته نيکه دعا کول نو پوه سه چي ان شاء الله هغه خاوند د سنت دی.

د جمعې په خطبه کي باچا او امير ته دعا کول:
د احاديثو د عمومياتو او فقهي کتابونو د تحقيق څخه داسي ښکاري چي د مسلمان او عادل باچا لپاره په خطبه کي دعا کول ښه کار دی.
1 – په الفقه علي المذاهب الاربعه کتاب کي يې د حنفي مذهب په حواله ويلي: په خطبه کي د باچا او امير لپاره د نصرت، تأييد او په کومو شيانو کي چي د رعيت مصلحت وي د توفيق دعا کول مستحب کار دی ځکه ابوموسی اشعري رضي الله عنه عمر رضي الله عنه ته په خطبه کي دعا کول او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اصحابو څخه هيچا بد ورباندي نه دي ويلي.
أما الدعاء للملك والأمير بالنصر والتأييد والتوفيق لما فيه مصلحة رعيته ونحو ذلك فإنه مندوب لأن أبا موسى الأشعري كان يدعو لعمر في خطبته ولم ينكر عليه أحد من أصحاب النبي صلى الله عليه و سلم.[الفقه علي المذاهب الاربعة]
2 – په مراقي الفلاح کتاب کي يې ويلي دي: د باچا لپاره د عدل او احسان دعا کول روا دی او په داسي شيانو يې صفت کول چي په باچا کي نه وي مکروه تحريمي دی.
وجاز الدعاء للسلطان بالعدل والإحسان وكره تحريما وصفه بما ليس فيه.[مراقي الفلاح علي نورالايضاح]
3 – د حنفي فقه مشهور کتاب ردالمحتار څخه هم داسي ښکاري چي په خطبه کي د باچا لپاره دعا کول ښه کار دی. وَلَا يُنَافِي ذَلِكَ مَا قَدَّمَهُ الشَّارِحُ فِي بَابِ الْإِمَامَةِ مِنْ وُجُوبِ الدُّعَاءِ لَهُ بِالصَّلَاحِ لِأَنَّ الْكَلَامَ فِي نَفْيِ اسْتِحْبَابِهِ فِي خُصُوصِ الْخُطْبَةِ بَلْ لَا مَانِعَ مِنْ اسْتِحْبَابِهِ فِيهَا كَمَا يَدْعُو لِعُمُومِ الْمُسْلِمِينَ فَإِنَّ فِي صَلَاحِهِ صَلَاحَ الْعَالَمِ.[ردالمحتار شرح درالمختار]
4 - په شرح السنة للبغوي کتاب کي يې مسلمانو باچاهانو ته دعا کول د مسلمانو امامانو لپاره نصيحت بللی کوم چي ثبوت يې په احاديثو باندي سوی دی.
وأما النصيحة لأئمة المسلمين ، فالأئمة هم الولاة من الخلفاء الراشدين فمن بعدهم ممن يلي أمر هذه الأمة ، ويقوم به ، فمن نصيحتهم بذل الطاعة لهم في المعروف ، والصلاة خلفهم ، وجهادُ الكفار معهم ، وأداءُ الصدقات إليهم ، وترك الخروج عليهم بالسيف إذا ظهر منهم حيفٌ ، أو سوءُ سيرةٍ ، وتنبيههم عند الغفلة ، وألا يغروا بالثناء الكاذب عليهم ، وأن يدعى بالصلاح لهم.[شرح السنة للبغوي]
5 - په شرح السنة للبربهاري کتاب کي راغلي دي: که دي څوک وليدی چي مسلمان باچا ته يې ښيرا کول نو پوه سه چي هغه د نفسي غوښتنو خاوند دی او که دي د چا څخه واورېدل چي باچا ته يې د ښېګڼي دعا کول نو پوه سه چي هغه د سنت خاوند دی.
وإذا رأيت الرجل يدعو على السلطان فاعلم أنه صاحب هوى وإذا سمعت الرجل يدعو للسلطان بالصلاح فاعلم أنه صاحب سنة إن شاء الله يقول فضيل بن عياض لو كان لي دعوة مستجابة ما جعلتها الا في السلطان قيل له يا أبا علي فسر لنا هذا قال إذا جعلتها في نفسي لم تعدني وإذا جعلتها في السلطان صلح فصلح بصلاحه العباد والبلاد فأمرنا أن ندعو لهم بالصلاح ولم نؤمر أن ندعو عليهم وإن جاروا وظلموا لأن جورهم وظلمهم على أنفسهم وصلاحهم لأنفسهم وللمسلمين.[شرح السنة للبربهاري 107]
په ردالمحتار کتاب يې د هغو علماؤ قول چي باچا ته يې دعا کول مستحب نه دی بللی يا يې جايز نه دی بللی پر دې باندي حمل کړی چي په دعا کي بې ځايه مبالغه وسي او داسي الفاظ وکارول سي چي د هغو کارول شرعا روا نه وي او يا د باچا صفت پداسي شيانو باندي وسي چي هغه نه وي کړي.
خلاصه: د مسلمان باچا لپاره د جمعې او اخترونو په خطبو کي دعا کول هيڅ پروا نه لري البته چي د مبالغې او بې ځايه الفاظ پکښې نه وي.
وَالظَّاهِرُ أَنَّ مَنْعَ الْمُتَقَدِّمِينَ مَبْنِيٌّ عَلَى مَا كَانَ فِي زَمَانِهِمْ مِنْ الْمُجَازَفَةِ فِي وَصْفِهِ مِثْلَ السُّلْطَانِ الْعَادِلِ الْأَكْرَمِ شَاهِنْشَاهْ الْأَعْظَمِ مَالِكِ رِقَابِ الْأُمَمِ.[ردالمحتار علي الدرالمختار]
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۴/۱۶

اسلام به مو څنګه ټينګ سي؟

ژباړه: د تميم داري رضي الله عنه څخه روايت دی چي ده وفرمايل: د حضرت عمر رضي الله عنه په زمانه کي خلګو لويي لويي ماڼۍ جوړولې حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: ای د عربو ټوليه! مځکه ټينګه کړئ مځکه ټينګه کړئ يقينا چي اسلام نسته مګر په ټولۍ سره او ټولۍ نسته مګر په امارت سره او امارت نسته مګر په طاعت سره، خبر اوسئ څوک چي قوم يې پر فقه باندي خپل مشر وټاکي دا به دده او د دوی لپاره خير وي او څوک چي قوم يې بېله فقهي خپل مشر وټاکي دا به دده او د دوی لپاره هلاکت وي.
په دې اثر کي پنځو مهمو اصولو ته اشاره سوېده:
۱ – مسلمانان بايد يواځي په ظاهري آبادۍ باندي ځانونه مصروف نکړي بلکي معنوياتو ته پوره پاملرنه وکړي او د اصلاح، علم او تقوی په ګاڼه باندي ځانونه ښايسته کړي.
۲ – مسلمانان بايد په خپل مينځ کي اتفاق او اتحاد ولري او سره راټول وي ځکه بېله اتفاقه خپل اسلام نسي ساتلای.
۳ – مسلمانان بايد يو امارت، نظام او واکمني ولري ځکه چي بېله امارت او نظام څخه مسلمانان نسي سره راټولېدلای او بېله يو اميره مسلمانان اتفاق او اتحاد نسي سره کولای.
۴ – مسلمانان بايد په استثناء د ګناه په نورو شيانو کي د خپلو مشرانو او اميرانو اطاعت وکړي ځکه چي امارت او حکومت بېله اطاعت څخه نسي جوړېدلای؛ له همدې امله د اميرانو اطاعت ته ډېر ارزښت ورکول سوی دی.
۵ – مسلمانان چي د ځان لپاره څوک مشر ټاکي بايد د هغه پوهه او علم په پام کي ونيسي يعني علم او پوهه يې د ټاکني معيار وګرځوي نه نور شيان لکه: قوم، ژبه، مال، واسطه، شناخت، انديوالي او داسي نور...
ټاکنه که د عامو مسلمانانو لخوا کيږي هم بايد د پوهي او علم پر اساس وسي او که د نورو مشرانو لخوا کيږي هم بايد د پوهي او علم پر اساس وي، يعني په مسئوليت او وظيفه کي پوهي او استعداد ته وکتل سي تر څو ټاکل سوی کس مسئوليت په ښه توګه آداء کړي او مسلمانانو ته خدمت وکړي بېله پوهي د نورو شيانو په خاطر ونسي.
عن تميم الداري قال تطاول الناس في البناء في زمن عمر فقال عمر: يا معشر العريب الأرض الأرض انه لا إسلام الا بجماعة ولا جماعة الا بإمارة ولا إمارة إلا بطاعة فمن سوده قومه على الفقه كان حياة له ولهم ومن سوده قومه على غير فقه كان هلاكا له ولهم.[سنن الدارمي۲۵۱]
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۴/۱۳

د مسلمان باچا حقوق:(دويمه برخه)

دويم حق: دويم حق د باچا دا دی چي مسلمان بايد ځان د هغه په بيعت کي داخل وبولي، کله چي په مسلمانانو کي اهل الحل و العقد د يو چا سره د اصولو موافق بيعت کوي پر نورو مسلمانانو باندي اطاعت کول لازم دی او دوی ټوله د هغه باچا په بيعت کي داخل دي.
د بيعت لپاره دا شرط نه دی چي ټول خلګ بايد بيعت وکړي بلکي يواځي د اهل الحل والعقد بيعت د نورو د بيعت څخه بسنه کوي لکه په تحرير الاحکام کتاب کي چي راځي:
ولا يشترط في أهل البيعة عدد مخصوص، بل من تيسر حضوره عند عقدها، ولا تتوقف صحتها على مبايعة أهل الأمصار، بل متى بلغهم لزمهم الموافقة إذا كان المعقود له أهلا لها. [تحريرالاحکام في تدبير اهل الاسلام]
ژباړه: په بيعت کوونکو کي ځانګړی شمېر شرط نه دی بلکي د بيعت په وخت کي چي هر چا ته راتلل آسانه وي هغه دي بيعت وکړي او د بيعت روا والی پر بيعت د اوسېدونکو د ښارونو موقوف نه دی بلکي کله چي دوی ته د بيعت خبره ورسيږي پر دوی باندي موافقه لازمه ده کله چي هغه څوک چي بيعت ورسره سوی دی اهل د بيعت وي.
ددې لپاره لوی مثال د ابوبکر رضي الله عنه او نورو خلفاؤ سره د مسلمانانو بيعتونه دي چي ټوله مسلمانان د بيعت لپاره نه حاضرېدل بلکي يواځي د مشرانو او مخورو په بيعت بسنه کېدل.
د پورته خبري  اثبات په غياث الامم والتياث الظلم کتاب کي هم راځي: فنقول مما نقطع به أن الإجماع ليس شرطا في عقد الإمامة بالإجماع والذي يوضح ذلك أن أبا بكر رضي الله عنه صحت له البيعة فقضى وحكم وأبرم وأمضى وجهز الجيوش وعقد الألوية وجر العساكر إلى مانعي الزكاة وجبي الأموال وفرق منها ولم ينتظر في تنفيذ الأمور لنتشار الأخبار في أقطار خطة الإسلام وتقرير البيعة من الذين لم يكونوا في بلد الهجرة وكذلك جرى الأمر في إمامة الخلفاء الأربعة.[غياث الامم والتياث الظلم ج 1 ص 52]
ژباړه: نو موږ په يقين باندي وايو چي په اتفاق سره د امامت په تړون کي اجماع نده شرط او هغه شی چي دا خبره راته په ډاګه کوي دا دی چي کله د ابوبکر رضي الله عنه لپاره بيعت صحيح سو، نو هغه پرېکړه وکړه، حکم او فيصله يې وکړه، لاسليک يې وکړ، لښکرونه يې چمتو کړل، د لواګانو تړونونه يې وکړل، عسکر يې هغو کسانو ته کش کړل چې زکات يې نه ورکوی، پيسې يې راټولې کړې او له هغه څخه يې جلا کړې، او د چارو په ترسره کولو کې يې دې ته انتظار نه کاوه چې په هيوادونو کي خبرونه خپاره سي  او د هغه کسانو بيعت چي د هجرت په هيواد کي نسته ثابت سي او همداسي کار د څلورو خليفه ګانو په مشرۍ کې سوی دی.

دلته په ښکاره ټکو ويل سوي دي چي د بيعت د صحت لپاره په اتفاق باندي اجماع او د ټولو خلګو بيعت شرط نه دی بلکي يواځي د اهل العقد والحل مشرانو او مخورو انسانانو بيعت کفايت کوي.
نتيجتا داسي ويلای سو چي زموږ په هيواد کي چي علماؤ او جهادي رهبرانو د شيخ هبة الله صاحب حفظه الله سره بيعت کړی دی د هيواد پر ټولو وګړو يې اطاعت واجب دی او ټول افغانان دده په بيعت کي داخل دي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۴/۱۲

د اسلام او اسلامي نظام په ګټه مبارزه وروره!

کوښښ وکړه چي ځان مشهور نکړې ځکه يواځنی هغه شی چي اهل باطل يې ستا لپاره نسي زغملای هغه شهرت دی.
اهل باطل او باطل ته مائل خلګ خپله کامیابي ستا په ناکامۍ کي ويني ځکه نو ستا هر حرکت د ځان په وړاندي بولي او هر ډول مثبتي کړني ته دي د شک په سترګه ګوري.
دا يقيني خبره ده چي ستا په شهرت به ستا پلویان ډېريږي او ددې ترڅنګ چي اهل حق به ستا پر شا او خوا را ټوليږي ممکن مشران ښه خلګ تا ته ځيني امتیازات هم درکړي او دا هغه شیان دي چي هيڅ وخت يې اهل باطل او باطل ته مائل خلګ ستا لپاره نسي زغملای.
ستا خو هسي هم معامله د الله سره ده او د الله د رضا لپاره خدمت کوې ځکه نو کوښښ وکړه چي مشهور نسې او د شهرت په ځايونو کي ځان ښکاره نکړې.
دا مشهوره خبره ده چي شهرت دي داسي وژني لکه اټم بمب؛ په خاصه توګه زموږ په زمانه کي چي په نړيواله کچه فکرونه مسخ سوي دي، مثبتګرايي ختمه سوې ده، ايثار او قدرداني نسته، خلګ د استعدادونو او وړتياوو سره دښمني کوي، ګمان ته د يقين حيثيت ورکول کيږي، اتهام ته د ثبوت په سترګه کتل کيږي، خپلي خبري ته شعار او د بل خبري ته هزیان ویل کيږي، په سر نا خلاصۍ کي شخصيتونه وژل کيږي او داسي نور هغه کارونه چي د بشريت او شريعت په محکمه کي محکوم دي.
مولوي نورالحق مظهري