۱۴۰۴/۰۶/۰۶

د شپې لخوا ډېر مهم دم:

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: د بقرې سورت دوه آخري آيتونه هر څوک چې يې د شپې تلاوت کړي د ده بسنه به وکړي.

علماؤ ليکلي دي: دغه دوه آيتونه د څو شيانو څخه د انسان کفايت او بسنه کوي: د شپې د لمانځه څخه، د قرآن د حزب څخه د شر څخه د شيطان، جنياتو او هر آزار رسوونکې شي.

يعني څوک چې د شپې دغه دوه آيتونه تلاوت کړي د دې اميد شته چې الله تعالی به يې په تلاوت، د شپې د لمانځه ثواب ورکړي او که څوک د شپې د قرآن شريف د تلاوت حزب يا ورد ولري نو که يوه شپه يې و نه وايي او دغه دوه آيتونه ووايي اميد شته چې دغه دوه آيتونه به يې د هغه ورد پر ځای ودريږي؛ همداسي که څوک د شپې دغه دوه آيتونه ووايي الله تعالی به يې په برکت د شيطان او پېريانو د شر څخه وساتي او د هر هغه شي د شر څخه به يې په آمان کړي چې انسان ته آزار رسوي لکه مار، لړم او نور حشرات.
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « الآيَتَانِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْبَقَرَةِ مَنْ قَرَأَهُمَا فِى لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ».( صحيح مسلم 1914)
مولوي نورالحق مظهري

آيا غواړې الله تعالی عزت درکړي؟

ژباړه: د عمرو بن ميمون څخه روايت دی چې ده وويل: د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرو به ويل: په مځکه کې مسجدونه د الله تعالی کورونه دي، نو يقينا چې څوک په هغو کې د الله سره ملاقات کوي الله تعالی به يې ارومرو عزت کوي.

دا يو عادت او معمول دی چې د هر چا کور ته څوک ورځي نو ارومرو به يې کوربه په خپل کور کي عزت کوي.

مسجدونه هم د الله تعالی لپاره د عبادت او طاعت ځايونه دي چې د کور حيثيت لري هر څوک چې مسجد ته د عبادت او طاعت لپاره ځي ارومرو به يې الله پاک عزت کوي او د بنده په ګټه به ورته د ثوابونو او درجو ميلمستيا ورکوي.

مسجدونه ټینګ کړئ او د لمانځه، ذکر او درس لپاره ورسئ ترڅو د الله تعالی لخوا عزت او میلمستیا تر لاسه کړئ. 

عَنْ عَمْرِو بْنِ مَيْمُونٍ قَالَ: كَانَ أَصْحَابُ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُونَ: إِنَّ بُيُوتَ اللهِ فِي الأَرْضِ الْمَسَاجِدُ، وَإِنَّ حَقًّا عَلَى اللهِ أَنْ يُكرِمُ مَنْ زَارَهُ فِيهَا.[الزهد لإبن مبارک2/6]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۰۲

د ځوانانو د انحراف بېلګې:(اتمه برخه)

قومي تعصب:
د ځوانانو د انحراف بله بېلګه قومي تعصب دی؛ د اسلام په راتګ سره پر قومي تعصب باندي کلک بنديز ولګېدی، رسول الله صلی الله عليه وسلم په حجة الوداع کې وفرمايل: يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَلاَ إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ، أَلاَ لاَ فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى عَجَمِيٍّ، وَلاَ لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ، وَلاَ أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، وَلاَ أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ، إِلاَّ بِالتَّقْوَى.[مسندامام احمد]
ژباړه: ای خلکو! خبر اوسئ چې ستاسو پروردګار يو دی، ستاسو پلار يو دی (چې آدم عليه السلام دی) خبر اوسئ! چې فضليت نسته د عرب لپاره پر عجم او د عجم لپاره پر عرب، او فضيلت نسته د سره لپاره پر تور، او د تور لپاره پر سره مګر په تقوی سره.

يعني: عربيت چې هغه يوه قومي ده او عجميت چې هغه هم يوه قومي ده، او سپين پوست والی چې هغه  خاصيت د يوې قومۍ دی، او تور والی چې هغه هم خاصيت د يوې قومۍ دی، يو لا هم معيار د فضيلت د انسان نه شي کېدلای، بلکې معيار د فضيلت د انسان فقط اوفقط تقوی او پرهيزګاري ده.

خو له بده مرغه زموږ په ټولنه كې قوم پالنه، ژبه پالنه او وطن پالنه نن دومره منفي اوج ته رسېدلې چې خلک يې د ښه توب او بدتوب معيار بولي او پر اساس يې د خلکو سره دوستي او دښمني کوي.

د نورو خلکو په څېر ځوانان هم د دې منفي فکر او غلط دود ښكار سويدي او د قومۍ پر لحاظ ښه کارونه پريږدي او بد کارونه کوي، د قومۍ پر لحاظ حق پټوي او باطل ښکاره کوي، د قومۍ پر لحاظ مظلوم تر پښو لاندي کوي او د ظالم مرسته کوي، د قومۍ پر لحاظ دوست ته دښمن او دښمن ته دوست وايي، د قومۍ پر لحاظ غلطي فيصلې کوي، د قومۍ پر لحاظ د مجرم شفاعت کوي، د قومۍ پر لحاظ درواغ وايي او غيبت کوي او داسي نور منفي کارونو چې د قومۍ په خاطر يې کوي.

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: مَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ. [صحيح مسلم7028]
ژباړه: څوک چې عمل يې شا ته کړي نسب يې نه سي مخ ته کولای.

يعني د انسان پرمختګ او ښه توب په عمل باندې دی نه په نسب باندي څوک چې عمل يې سم نه وي په نسب باندي نه سي مخ ته کېدلای.

زموږ ځوانان بايد د نورو مسلمانانو سره د خپل هر نسبت معيار ايمان او تقوی وګرځوي او د هر چا سره یې هره معامله د ايمان او تقوی پر بنياد وي تر څو خدای مکړه د قومي تعصب په ګناه باندي روږدي نه سي او د هغو انسانانو څخه و نه ګرځي چې الله پاک تر توري کوخکي لا هم بې اعتبار بللي دي.
مولوي نورالحق مظهري