۱۳۹۸/۰۷/۱۴

د کشرانو په نسبت د مشرانو مسئوليت:

دا معلومه خبره ده چي هر مشر د خپل کشر د کنټرول او اداره کولو مسئوليت لري د کورنۍ څخه يې ونيسئ بيا تر هيواد او مملکت پوري هر مشر ددې مسئول دئ چي د خپلو کشرانو څارنه او تعقيب وکړي او د ناوړه کارونو څخه يې را وګرځوي باچا يا ولس مشر ددې مسئول دئ چي د خپلو وزيرانو او واليانو، او نورو مسئولينو څارنه وکړي، هغوۍ تعقيب کړي او وظيفې ته يې د تعهد کچه معلومه کړي.
وزيران پدې باندي مکلف دي چي د خپلو اداراتو مربوطه رئيسان او مديران تر پوره څارني لاندي ونيسي، کار يې وګوري او منفي حرکت ته يې پرې نږدي.
د ولايتونو واليان پدې باندي مکلف دي چي د خپلو ولايتونو رئيسان او د ولسواليو ټوله پرسونل تعقيب کړي، د هغوۍ د کار څارنه وکړي او د منفي حرکتونو مخه يې ونيسي، که په ولايت کي يو رئيس داسي کارونه کوي چي په شرعي لحاظ  ممنوع وي والي بايد ورته ودريږي او د هغه رئيس مخه ونيسي کنه نو دئ هم په ګناه کي ورسره شريک دئ.
کوم خلګ چي د خپلي ادارې اړوند د مربوطه کسانو د کنټرول واک ونلري هغوۍ بايد مسئوليت ونه مني که يې مني بايد لومړئ خپل مسئوليت او صلاحيت وپيژني بيا د مسئوليت آداء کولو او صلاحيتونو عملي کولو ته پام وکړي تر څو اداره سره ونه پاشل سي او دده تر لاس لاندي خلګ د اصولو خلاف کار ونکړي.
خو له بده مرغه چي زموږ په زمانه کي انتخاب او انتصاب د لياقت او ظرفيت په اساس نه بلکي د واسطې او پيسو پر بنياد د معاش لپاره کيږي نو ځکه مشر او کشر معلوم ندي وظيفې ټولي سره ګډي وډي دي، مشر پر کشر واک نلري يا يې هم په کيسه کي نوي، کشر د مشر صلاحيت ته نه ګوري يا هم نه په پوهيږي او نور خلګ هم بې مسئوليته د بې نظميو او جنګجالونو په ننداره ناست وي.
إنا لله و إنا إليه راجعون
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: