۱۳۹۸/۰۷/۱۴

ټرمپ او فرعون:

کله چی موسی علیه السلام د فرعون سره په مقابلې باندي اخته وو فرعون په ډیر تکبر او غرور سره وویل موږ به د بنې اسرائیلو اولادونه مړه کړو، ښځي به یې زموږ د خدمت او استفادې لپاره ژوندۍ پریږدو او موږ پر دوۍ باندي ډیر زورور او غښتلي یو.
زموږ د زمانې فرعون ډونالډ ټرمپ هم نن داسي خبري کوي، مسلمانانو ته همداسي ګواښېږي، ځان ډیر غښتلئ بولي او هماغسي اوتي بوتي وایي.
دئ او دده پلویان دي پدې باندي سر خلاص کړي چي ټرمپ به هم د فرعون غوندي غرقیږي او لښکري به یې داسي سره پاشل کیږي لکه د فرعون لښکري. امپراطوري به یې داسي نړیږې لکه د انګلیس او روس امپراطوریاني چي ونړېدلې خو د مسلمانانو لپاره صبر، استقامت، تقوی او یووالئ هغه عنصرونه دي چي په مټ یې مسلمان د هري بلا او آفت مخي ته درېدلائ سي او ټرمپ غوندي متکبر او مغرور خلګ پړمخي غورځولای سي.
قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ. [الاعراف 127]
ژباړه:فرعون وویل موږ به ددوۍ اولادونه ووژنو او ښځي به یې ژوندۍ پریږدو او یقینا موږ پر دوۍ باندي زورور یو.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: