۱۳۹۸/۰۷/۱۴

د ځوانانو ارزښت او مسئولیتونه:

پدې خاطر چي ځوانان حيثيت د ستون فقرات د ټولني لري، په دوۍ باندي ټولنه قوت او بقاء پيدا کوي، ددوۍ په کار او مټ سره ټولنه پرمختګ او ارتقاء کوي، نو بايد لومړئ خپله دوۍ او بيا د ټولني نور وګړي ددوۍ ارزښت او مسئوليتونه وپېژني.
زموږ ځوانان بايد پدې باندي سر خلاص کړي چي  ځوانان په هره زمانه کي د اسلامي امت پايه اوستون دئ، د اسلامي امت انقلابي پاڅون، حماسي مقابله، د ښيرازۍ په لور د پام وړ خوځښت، د اسلام مبارک دين د نړۍ ګوټ ګوټ ته غځيدل، په نړۍ کي د اسلامي بيرغ رپېدل او اسلامي ټولنه د رڼا او روښانه آينده په لور رهبري کول د همدغه ځوانانو له لوري سوې او کيږي.
که سړئ تاريخ ته ځيرسي نو دا به ورته په ډاګه سي چي په انساني ټولنه کي بيا په خاصه توګه په اسلامي ټولنه کي  ځوان څومره د بدلون رول لوبولئ دئ؟
د اسلام د پیل څخه چي کله رسول الله صلي الله عليه وسلم ددين لپاره دعوت شروع کړ ډيرئ هغه مسلمانان چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم څنګ ته ودرېدل او دده نصرت او مرسته يې وکړه ځوانان وه.
عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي: الله پاک هيچاته دومره پوهه نده ورکړې لکه ځوان ته چي یې ورکړېده، خير او ښيرازي ټوله په ځوانۍ کي ده. بيايي لاندي آيتونه تلاوته کړه:
{قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ}
{إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى}
{وَآَتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا}.
همدا راز رسول الله صلي الله عليه وسلم د ځوانانو د اخلاقو د تهذيب او پاکولو لپاره، ددوۍ د تشويق کولو او ويښولو لپاره او مسئوليت ته ددوۍ د متوجه کولو لپاره خاصه او ځانګړې پاملرنه کول لکه د هغه احاديثو څخه چي له ورايه داسي ښکاري کوم چي د ځوانانو په فضيلت او اررښت کي راغلي دي.
رسول الله صلي الله عليه وسلم ځوانان دېته هڅولي چي بايد په بدن اوکار دواړو کي قوي او زورور وسي، او فرمايي:المؤمن القويّ خيرٌ وأحبّ إلى الله من المؤمن الضّعيف وفي كلّ خير. ژباړه: زورور مسلمان تر ناتوانه مسلمان ډیر ښه دئ او د الله پاک ډیر خوښ دئ او په هر یوه کي خیر دئ.
خو د بدني اوکاري قوت ترڅنګ بايد ځوان پرخپل نفس باندي دکنټرول کولو قوت هم ولري لکه رسول الله صلي الله عليه وسلم چي فرمايي: :ليس الشّديد بالصّرعة، إنّما الشّديد الّذي يملك نفسه عند الغضب.
ژباړه: زورور هغه ندئ چي خلګ را غورځاوري بلکي زورور هغه دئ چي د غضب په وخت کي ځان کنټرول کوي.
ځوان بايد خپلو مسئوليتونو ته او هغه کارونو ته چي لومړيتوب ولري پوره پاملرنه وکړي، مثلا ځوان بايد:
1. شرعي علومو ته پوره پاملرنه وکړي او هغه زده کړي ځکه چي د انسان سعادت په شرعي علومو کي دئ او فرض هم شرعي علوم دي. الله تعالي فرمايي: هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ [الزمر 9 ].
ژباړه: آیا سره برابر دئ هغه خلګ چي پوهیږي او هغه چي نه پوهیږي یقینا چي هوښیاران خلګ وعظ قبلوي.
همدا راز حديث کي راځي:طَلَبُ العِلْمِ فَرِيْضَةٌ عَلَىْ كُلِّ مُسْلِمٍ – [ابن ماجه]
ژباړه: د علم طلب پر هر مسلمان باندی فرض دئ.
2.  ځوان بايد د الله لوري ته دعوت ورکړي او خلګوته ښوونه وکړي ځکه چي دعوت ورکول او په خير باندي امرکول د هرمسلمان دنده اووظيفه ده. الله تعالي فرمايي:وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ.[ آل عمران/104]
ژباړه: په تاسو کي به یوه ډله وي چي خیر ته بلنه ورکوي، په ښه کار باندي امر کوي او د بد کار څخه خلګ را ګرځوي او دغه خلګ کامیاب دي.
3.  ځوان بايد ددين په لاره کي کړاوونه او مشکلات وګالي، الله تعالي د لقمان پر ژبه چي خپل ځوان زوۍ ته توصيه کوي فرمايي: يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ. [لقمان/ 17]. ژباړه: ائ زویه! لمونځ وکړه او په ښه کار باندي امر وکړه او د بدکارڅخه منعه وکړه او پر هغه څه باندي صبر وکړه چي تاته رسیږي یقینا چي دغه د ټینګو کارونو څخه دئ. او ددين په لاره کي ترټولو ځوانانو ډير کړاوونه ګاللي دي.
4. ځوان بايد د الله پاک د اوامرو اطاعت وکړي او د نواهي څخه ځان وساتي.
5. ځوان بايد د خپل نفس تزکيه وکړي چي لويه يي د نکاح کول دي.
6. د رښتيني علماو سره بايد تل په ارتباط کي وسي، ځکه چي د علماؤ څخه دوۍ هر اړخيزه ګټه پورته کولای سي.
7. ځوان بايد د يوه کامل إنسانيت او پوره مسلمانۍ لپاره يوه نمونه وسي.
8.  ځوان بايد د خپل دين عزت وکړي او د کفارو او پرديو څخه د تقليد کولو څخه ځان وساتي.
9. ځوان بايد د خپل دين د دفاع لپاره هرهغه څه وکړي چي په توان کي يې وي.
10. په كارونوكي إخلاص او دا چي تنها به د الله رضا او خلګوته خدمت كول په نظركي نيسي.
11. خدمت به تر خپلي رشتې او يا هم د خپلي وظيفې پوري نه منحصركوي.
12. په يوې خاصي ډلي كي به ددې لپاره ګډون نكوي چي ګويا بېله هغې نه خدمت نسي كيدلای.
13. خپله خبره او عمل به د تحقيق سره موافق پر مخ باندي وړي.
14. كوم خلګ چي د إسلام ددين رسول كوي د هغوۍ سره دي ترخپله وسه كومك وکړي.
15. د فكري جنګ په مقابل كي بايد ځان په فكري سلاح باندي مجهزكړي ځکه چي فکري جګړه تر نظامي جګړې ډیره خطرناکه ده ځکه چي فکري جګړه د فکر او عقيدې د تسخير لپاره وي چي د هيواد او مځکي تسخير ورسره لازم دئ خو سوچه نظامي جګړه تنها د هيوادونو او خاوري د تسخير لپاره وي چي تسخير د فکر او عقيدې ورسره لازم ندئ .
16. پر خپل اسلافو باندي دي باور له لاسه نه وركوي، بلكه د هغوۍ د حيثيت څخه به دفاع د ځان دنده بولي.
17.  وقت د انسان  عمر دئ بايد ورڅخه سمه استفاده وسي.
18. تل بايد د ځانه سره دا فكر وكړئ چي موږ مسلمان محصلين يو كه ډاكتريم نو مسلمان ډاكتريم كه انجينريم مسلمان انجينريم همدا راز نور..... نو بايد د ځان لپاره داسي يونيفورم غوره كړي چي ټولني ته دا ور وښايي چي په مسلمانانو كي هم ډاكتران سته او هم انجينران او هم داسي نور.
19. د فكري عقيدې په دواړو ډولو باندي بايد ځان خبركړئ او د هغه په مقابل كي وجنګيږئ. چي هغه : عقيدوي اوفرهنګي دي.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: