۱۳۹۸/۰۷/۱۴

زموږ پيغام او کړنلاره:

موږ چي هرچاته د ګناه د پريښودلو خبره کوو هدف مو د مسئوليت آداء کول او خيرخواهي ده.
دا د هر مسلمان دنده ده چي ښه او بد کارونه خپله وپيژني او بيا يې نوروته هم ور زده کړي، خلګ پر ښه کاورنو باندي امرکړي او د بدو کارونو څخه يې را وګرځوي، بل مسلمان ته د ځان په سترګه وګوري کوم شئ چي د ځان لپاره خوښوي هغه دي د بل مسلمان لپاره هم خوښ کړي او چي کوم شئ د ځان لپاره نه خوښوي هغه دي د بل مسلمان لپاره هم نه خوښوي.
موږ که غلو ته د غلا پريښودلو خبره کوو، رشوت خوارو ته د رشوت پريښودلو خبره کوو، دوکه باز او چلبازوته د دوکې پريښودلو خبره کوو، ناپوه ته د پوهي زدکولو خبره کوو،‌ فاحش اوبې ستره ته د ستر اوحياء خبره کوو،‌ ظالم ته د ظلم د پريښودلو خبره کوو، مبتذلو رسنيو ته د اصلاح او سمون خبره کوو او داسي نورو بې لاري إنسانانو ته د هدايت اوسميدلو خبري کوو دا ټول ددې لپاره چي له يوې خوا خپل ديني، اسلامي، انساني او ايماني مسئوليت پوره سرته ورسوو او له بلي خوا د نورو مسلمانانو سره د خپلي خواخوږۍ او زړه سوي درلودل ثابت کړو.
زموږ دوستي او دښمني د هيچا سره د مال، ‌شخصي ګټو، دنيوي شهرت،‌ حسد اوبخل، چوکۍ او نورو بې اعتباره شيانو پر اساس نده بلکي د رسول الله صلي الله عليه وسلم د هغه حديث پربنياد ده چي فرمايي: هيڅوک ستاسو کامل مسلمان نسي کيدلای ترڅو چي د خپل مسلمان ورور لپاره هغه شئ خوښ نکړي کوم چي د ځان لپاره يې خوښوي.
چي کله موږ د ځان لپاره ښه ژوند، د الله پاک رضايت، نيک اعمال او جنت غواړو نو د بل مسلمان لپاره يې هم غواړو او چي د ځان لپاره خراب ژوند، د الله پاک قهر،‌ ګناهونه او دوږخ نه غواړو نو د بل مسلمان لپاره يې هم نه غواړو.
دا مو د ټول ژوند کړنلاره ده نه يې پريږدو، نه يې بدلوو او نه هم ورڅخه ستړي کيږو.
پدې لاره کی نه دچا خاطر ساتو، نه دچا څخه ویریږو او نه هم چا ته تسلمیږو په کوم ډول چی أنبیاؤ دغه رسالت په پوره توګه سرته رسولئ دئ موږ به یې هم إن شاء الله سرته رسوو.
په باطل او ناروا کي دي هیڅوک زموږ څخه د انډیوالۍ او ملتیا طمعه نکوي.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: